يوه مهمه يادونه
يوه ستونزه ډيرخلک ئي له دين سره په تعامل کښې په پام کښې
نه ساتى هغه داده چه دين ته ديومنظم يوبل سره تړلى قانون اوقواعدوپه سترګه نه ګورى
بلکه داسى فکرکوى چه ګوندى دي دپيغمبر صلى الله عليه وسلم په ژوند کښې دخور او
ورور واقعاتوپه اړه غيرمنضبط تعامل اوکړنلاره ده په داسى حال کښې چه دين اوشريعت
په حقيقت کښې يوډيرمنظم اوجامع هراړخيزه اومنضبط قانون دى چه دپيغمبر صلى الله
عليه وسلم هره کړنه او وينادهمدغه منظم قانون تطبيق اوياتعبيردى لدى کبله زمونږ
باورى علماؤ هڅه کړيده چه ددين کلى مقاصد کلى قواعد اوترڅنګ ئي ددين دپوهى لپاره
فقهى اصول فقهى قواعد اوضوابط دپيغمبرصلى الله عليه وسلم دټولونصوصو اودهغه مبارک
دعملى کړنلاره نه په استقراء اواستنباط سره رااوباسى ترڅوله دى لارى دشرعى نصوصوپه
اړه دانحرافو غلط تصور اوګمراهى مخه اونيسى ـ
داخبره لدى کبله ډيره ضرورى ده چه دپيغمبرصلى الله
عليه وسلم يوشميرداسى احاديث اونصوص شته چه که دسندله مخى صحيح هم دى خوعلماؤ پرى
له دى کبله عمل ندى کړى چه هغه ددين ددغه کلى قواعدويامقاصدو اويا هم دنورو
يادوشويو اصولوسره اړخ نه لګوى اوياهم داسى روايات شته چه په ظاهرى توګه دکلى
قوانينوپرخلافدى لدى کبله علماؤ پکښې ډول ډول تاويلونه کړيدى.
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.