رشوت
دعلامة سليمان ندوى رحمه الله په سيرت النبى صلى الله عليه
وسلم ج ٦ صـ٧٠١ باندى درشوت تعريف داسى ليکلى دى :درشوت معنى داده چه څوک خپل باطل
غرض اوناحقى مطالبى دپوره کولولپاره څوک داختياروالاسړى ته څه ورکړى اوخپل ځان سره
موافق کړئ!
دوهم تعريف : بعضوداسى تعريف کړى دى : الرشوة مايعطى
لابطال حق والاحقاق باطل.
ژباړه :رشوت هغه څيزدى چه څه دحق باطلولوياڅه ناحق
څيزلره حق ثابتولولپاره ورکړى شى !
دريم تعريف : اوبعضودرشوت تعريف دارنګه کړى دى : رشوت هغه
څيز دى چه په خپل حق کښې فيصله اخستلودپاره يادخپل ځان موافق جوړولولپاره چاحاکم
وغيره لره هغه څيزورکول ددى ټولو تعريفونومقصداومطلب يوبل ته نزدى اوتقريبًايودى
اسلام رشوت اخستل او ورکول دواړه حرام کړى دى په يوحديث کښې راغلى دى :لايحل مال
امراء –الابطيب
خاطر منه
ژباړه: دچامال دهغه درضاء نه بغيرخوړل ناروا اوناجائز
دى ددى حديث مطلب اومفهوم ډيروسيع دى چه درشوت ټولوصورتونوته شامل دى چه دهغى
ذکربه ان شاء الله روسته راشئ په هرحال په اسلام کښې رشوت يوه لويه ګناه ده چه
دمعاشرى بنيادکمزورى کوى اوهرقانون لره برابره خبره ده چه هغه اسلامى قانون وى
اوکه غيراسلامى قانون وى هريولره بى اثره اوبى معنى جوړوى په کوم قوم کښې چه درشوت
لعنت خورى شروع شى په هغه قوم کښې دورکلوى حيثيت
ختم شى داخلاقوکردارختم شى اودمعاشرى
هرفرد په څه ناڅه طريقى سره په رشوت اوپياپه بى احساسى اومايوسى اونااميدى کښې
مبتلاء شى اودملک او وطن نه کرکه اونفرت کونکى شى اودوطن دځمکى قيمت ختم شى اوقوم
دخپل وخت حکومت ذهنى دښمنى کښې اخته شى ځکه چه موجوده حکومت ټولو اداروکښې رشوت
خورى شروع ده که دازماخبره ستاسوپه پوهه کښې نه راځى نوچرته يوى محکمى ته لاړشى
اوپه خپله اوګورى اوبيائي فيصله اوکړى ـ
درشوت حراموالى دقرآنکريم له نظره
قال الله تعالى: وَلا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ
بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقاً مِنْ
أَمْوَالِ النَّاسِ بِالْأِثْمِ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ) (البقرة:188) ددى
ايت په تفسيرکښې مفسرينودارنګه ليکلى دى : (١) ابوحيان په بحرالمحيط کښې لکلى دى
چه دباطل لفظ دلوټمارى دکاهن شيرنى رشوت اودنجوميانواجرت اوهرهغه څيزچه شريعت دهغى
داخستلواجازت نه ورکوى دى ټولوته شامل اوپه ټولوباندى حاوى دى (٢) په تفسيرقرطبى
کښې دى چه هغه مال هم په باطل کښې راځى چه هغه دخپل مالک دخوښى نه بغيرحاصل شى
وتدلوا بهاالى الحکام په جمله کښې ادلا معنى ده يعنى په کوهى کښې لوټه وراچول عامومفسرينو
دا درشوت کنايه کړى ده چناچه ابوحيان په بحرالمحيط کښې ليکى چه ددى معنى داده چه
حاکمانوته رشوت مه ورکوى دپاره ددى چه هغه دى ستاپه حق کښې فيصله اوکړى ابن عطيه
رحمه الله فرمائي چه په رشوت اخستلوکښې حاکمان اوقاضيان ډيربدنام دى مګر کومولره
چه الله تعالى بچ ساتلى وى هغه ډيرکم دى (٣) په تفسيرروح المعانى کښې دى چه دباطل
نه مراد هرهغه څيزدى چه شريعت دهغى داخستلواجازت نه دى ورکړى (٤) په تفسيرمدارک
کښې ليکلى دى چه خراب اوبد حاکمانولره مال درشوت په طور مه ورکوى (٥) عبدالماجددرياابادى په تفسيرماجدى کښې ليکلى دى
چه داسلامى حکومت قائميدل اوداسلام ټول قوانين ديوان دفوجدارى نافذکيدل خولويه
خبره ده دقرآن مجيد په دى ايت باندى که نن عمل اوشى نوددغودعوو جعلى
کاغزونوددغوګواهى ددغوحلف نامى دعهدى دارو درشوت سره داوچتوحاکمانوپه خدمت کښې
قيمتى نذرانى ډالى کول اوشانداره دعوتونه کولو وجود به هم پاتى نه شى: (
تفسيرماجدى ج ١صـ٧٣ .
(٦) دارنګه تفسيراحسن الکلام شيخ علامه عبد السلام رستمى
حفظه الله دباطل تفسيرداسى کړى دى چه باطل په اصل کښې ذائيل کيدونکى اوفناکيدونکى
ته وئيلى شى اوپه اصطلاح کښې هرهغه طريقه چه په شريعت کښې دهغى دجواز لپاره دلائل
نه وى :احسن الکلام ج ٢ صـ١٨٨.
درشوت حراموالىداحاديثو له نظره
ژباړه: رسول الله صلى الله عليه وسلم
اوفرمائيل:چه رشوت اخستونکى او ورکونکى باندى دى دالله تعالى لعنت وى :
وقال عليه السلام : لعن الله الآکل وامطعم الرشوة !
کنزالعمال
ژباړه: نبى عليه
السلام فرمائيلى دى چه الله تعالى په رشوت خوړونکى اوخورونکى باندى لعنت وئيلى دى
: يوبل حديث کښې نبى عليه السلام فرمائيلى دى چه درشوت اخستونکى او ورکونکى اوکوم
سړى چه ددوئ په مينځ کښې واسطه اودلال جوړشى په ټولوباندى لعنت وئيلى شوى دى . په
يوبل حديث کښې نبى عليه السلام فرمائيلى دى چه کوم قوم سودخورشى نوپه هغه قوم
باندى قحط اوګرانى راځى اوپه کوم قوم کښې چه رشوتونه خواره شى نوپه هغه قوم باندى
رعب اچولى شى يعنى درشوت سپيره والى ټول قوم لره بزدله کوى اودکافرانورعب اوهيبت
پرى راځى : اونبى عليه السلام اوفرمائيل چه رشوت اخستونکى او ورکونکى دواړه په
دوزخ کښې اچولى شى ددى احاديثو اواحکامونه درشوت حرام والى په واضح ډول څرګنددى .
تمت بالخير
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.