دسنتودفهم ضوابط
په دى اړه علماؤ بيلابيلو تعبيراتواوتصنيفاتوسره دغه ضوابط
بيان کړى دى داسلامى نړى معاصراستاذ دکتو ديوسف قرضاوى پخپل کتاب .
کيف نتعامل مع السنة النبوية ) کښې اته ضوابط بيان کړى دى
يوشمير نورو بياپه نورو ډولونه دغه مفاهم بيان کړى دى چه زيت شمير ئي يا اجمالى
اوتفصيل اوياهم دتعبيراوتفسير اختلاف دى چه مونږ دښه وضاحت لپاره لومړى دغه زيات
شميراصول په لنډه ټولګيوکښې راټولوو ابيابه يوشميرنوروتفصيلاتوته اشاره اوکړو .
لومړى قاعده
دنص دثبوت په اړه تاکيد اوځان باورى کول هغه څه چه علماؤ
پکښې ترټولوزيات خدمت کړى دى داحاديثو دتوثيق اوتضعيف داصولو قواعدو اوضوابطو
ډګردى چه علماؤ پدى اړه ډيردقيق علمى موازين اوتلى ايښى دى ترڅو کره
احاديث له ناکره ياضعيف احاديثوڅخه جلاکړى او بيائي داقواعد هم ايښى دى چه له کوم ډول احاديثونه
کوم ډول احکام ثابتيدائشى دغه قواعد يواځى ترسند پورى تړلى نه دى بلکه دمتن دکره
کولولپاره هم ځانګړى قواعد لرى چه له هرحديث نه چه کله چه يوحکم ثابتوو هلته بايد
دغه ټول موازين په پام کښې وساتل شى چه دغه موازين په پام کښې نيول بيادهرعادى
مسلمان ياغيرمتخصص عالم کارنه دى له همدى کبله له احاديثونه فتوى ورکولو
اويايوجزئى حکم دثابتولولپاره علماؤ داشرائط ايښودى دى چه استنباط کونکى بايد عالم
اوپه شرعى علوموکښې متخصص وى :
دويمه قاعده
دنورو نصوصوپه رنړاکښې دحديث معنى اومفهوم اخستل دسنتودفهم
لپاره بله اړينه او خوراضرورى قاعده داده چه په يوحديث باندى بايد په ځانګړى توګه
شرعى حکم ثابت نه کړى شى بلکه دهرحديث په اړه بايد لاندى پړاونه په پام کښې ساتلى
شى هغه که هرحديثى کتاب کښې وى دهغوئ دسندونوچاڼ دى اوشى دهغوئ ترمنځ دپيرټکى دى
معلوم کړى شى اودا دى هم اوکتلى شى چه ددغه بيلابيلو روايتونوترمنځ په نحوى بلاغى
اومقصدى لحاظ څه توپيرونه پراته دى اوپايله ئي څه ده
اوپه دى توګه دى ځنى روايات په ځنو نورو تفسيراوتوضيح کړى په دويم قدم کښې به ټول
هغه اياتونه يااحاديث راوټولوى چه ترهمدى موضوع پورى تړلى وى ځکه چه پدى اړه هم
ځانګړى اصول شته چه قرآن کريم اوحديث ترمينځ تعارض پرمهال به څه کيږى اوهمدا ډول
داحاديثوترمنځ داختلاف تعارض ياتناقض په اړه په کومواصولو عمل کيږى اوهمداسى په
لسهاؤ نوراصول اوضوابط په دريم قدم کښې به ديته ګورو چه ايا دهمدى مشخص نص په
تفسيرکښې دصحابه کوم ځانګړى تعامل شته اوکه نه ځکه که چيرى دصحابه عمل ديومشخص
حديث مخالف راغلى وى ددى معنى داده چه دغه حديث متروک العمل دى .
دريمه قاعده
دسنتو په فهم کښې اصول الفقه قواعد په پام کښې ساتل داصول
الفقه قواعد په عمومى توګه په دوه ډوله دى اويوشميرئي هغه قواعد دى چه په حقيقت
کښې دعربى ژبى دفهم قواعدى دى چه داصولوعلماؤ هغه په تفصيل سره بيان کړى دى دهره
قاعدى نتيجه پايله يوتربلى توپير ئي په ګوته کړى دى دبيلګى په توګه په اصول الفقه
کښې دحقيقت امجاز صريح اوکنايه اوحروف
المعانى اوداسى نورمباحث بل ډول ئي هغه قواعد دى چه مجتهدينو نصوصو سره دپيغمبرصلى
الله عليه وسلم اوصحابؤ تګلاره داستقراء
اوپلټنى له لارى راويستلى دى ددى کبله داهغه قواعد اواصول دى چه ياخو عربى
ژبى پورى تړلى دى کومه ژبه چه قرآن کريم پرى نازل شوى دى اودژبى ټول خصوصيات پکښې
پراته دى اوياهم علماؤ دنصوصو دفهم په اړه درسول الله صلى الله عليه وسلم اوصحابؤ
تګلاره اوطريقه راويستلې ده اوهغه ئي دمنضبطو قواعدو په توګه ذکرکړى دى
ترڅونصوصوته دتفسير په اړوند دنفسى خواهشاتو مزاجونو اوسليقو دحاکم کيدو مخه
اونيسى
څلورمه قاعده
دسنتوپه فهم کښې شرعى کلى مقاصد په پام کښې ساتل دتشريع
مقاصد هغه معانى حکمتونه اومقاصددى چه شارع دشريعت دوضع په مهال دبنديګانو دمصالحو
او ښګڼو دتحقيق لپاره په عمومى توګه اوياپه هرحکم کښې په ځانګړى توګه په پام کښې
نيولى دى علماؤ دغه مقاصد په دوه ډوله ويشى (١) کلى مقاصدهغه مصالحى اواهداف چه
الله تعالى ئي په اجمالى توګه دټول شريعت له لارى تحقق غواړى (٢) جزئي مقاصد هغه
مصالح اوحکمتونه دى چه هرحکم دبيانولو اوايښودنى پرمهال په ځانګړى توګه په پام کښې
نيولى شوى دى : دلته يوه خبره ديادونى وړده چه الله تعالى دانسان دمصلحت اوښيګړى
لپاره ټول شريعت وضع کړى دى اودشريعت په هرحکم کښې دانسان لپاره مصلحت پروت دى لدى
کبله زيات شميرعلماؤ دشريعت کلى مقصد پدى خلاصه کړى ده چه انسان ته دمصلحت اوښيګړى
راجلبوى اوله هغه فساد اوزيات مخ نيوى دى خودى ته بايد پام اوشى انسان ډيرځله په
خپله دمصلحت اومفسدى تشخيص نه شى کولى دهغه دسم مصلحت تشخيص دالله تعالى کاردى لکه
څرنګه چه امام شاطبى رحمه الله پدى اړه فرمائي هغه مصالح چه ديوبنده احوال پرى
سميږى هغه په سمه توګه دخالق اوپروردګارنه پرته بل څوک نشى پيژندلى بنده پدى اړه
په ځنو اړخونوکښې مصلحت پيژندلى شى خوپه هره اړخيزه توګه ئي نشى تشخيص کولى کله
ناکله خودخپل ځان دمصلحت لپاره هلى ځلى کوى خودغه هڅى ځاى نيس اوډيرځله ئي په
مفسده واړوى له همدى کبله الله تعالى انبياء راواستول ترڅودانسان سره دسمو
مصلحتونوپه تشخيص کښې مرسته اوکړى په همدى اساس علماء وائي چه دهرنص اوحکم پرمهال
بايد دشريعت دغه کلى مقاصد په پام کښې اوساتلى شى چه داکارهم عادى مسلمان نشى کولى
بلکه دهغى علماؤکاردى چه په شريعت باندى هراړخيز علم اولرى !
پنځمه قاعده
دسنتوپه فهم کـښې دعربى ژبى داساليبو رعايت قرآن عظيم
الشان په عربى ژبى رانازل شوى دى اود همدى ژبى دخصوصياتو نو درلودلو له کبله ئي
دوخت بليغوعربانوته تحدى اوچيلنج ورکړى اودهمدى ژبى بلاغت اوداساليبو کمال دى چه
په ډيرو لږو نصوصو کښې بلا زيات دفهم لپاره ځانګړى معياردى هغه هم دوحى دنزو
دحالاتو دکتلو برسيره دهمدى عربى ژبى دخصوصيتونونه دپيژندلو پراساس دى له همدى
کبله علماؤ دقرآن اوسنتوهرهغه تاويل چه عربى ژبه کښې ورته ګنجائش نه وى انحراف
اوبى لارى بللى ده اوهمدى دسم اوناسم تاويل لپاره معياراو تله ګرځولى ده.
شپږمه قاعده
متشابه نصوص دمحکماتوپه
رنړاکښې ځنى دقطعى نصوصوپه رنړاکښې تفسيرول ددى قاعدى مطلب دادى چه يوجزئي نص ايت
ياحديث بايد هيڅ کله هم ځانګړى توګه تفسيرنشى اونه ترى نه دکوم حکم استنباط اوشى
بلکه که نص متشابه وى چه معنى ئي ښکاره نه وى هغه بايد دهغه نصوصو په رنړا کښې
تفسيرشى چه دهمدى مسائلو پورى يوډول تړواک لرى اومعنى ئي ښکاره او واضحه وى همدا
ډول که چرى يو نص په ثبوت يادلالت کښې ظنى وى هغه بايد دنورو قطعى نصوصو په رنړا
کښې تفسيرشى اوکه چيرى يوجزئي قضيه په يوحديث کښې راغلى وى هغه بايد دنوروکلى
نصوصوپه نظرکښې نيولوسره تفسيرکړل شى .
اومه قاعده
نصوص دسلف
صالحينودفهم سره سم تفسيرول له سلف صالحينوڅخه مرادټول صحابه تابعين مجتهدين او
امامام اوهغه علماء دى چه امت ئي په عدالت او امامت باندى اجماع کړى ده دنصوصو څخه
دهغوئ فهم په خپل ځاى يومعيار او تله ده اودسلف دفهم څخه مراد ټول هغه معانى او
مفاهم دى چه سلف دنصوص نه استنباط کړى يا ئي تفسيرکړى دى دسلف فهم په مجموعى توګه
دقرآن اوسنت دفهم لپاره معياردى چه اهل السنة والجماعة اتفاق کړى دى لدى کبله
هرهغه فهم چه دسلفو دفهم سره اړخ نه لګوى هغه به مردود وى البته داخبره ديادونى وړ
ده چه دهرجزئي نص دمراد معلومول ترسلفوپورى منحصرنه دى همداډول په مجموعى توګه
دسلفو دفهم اوځينو سلفو دفهم ترمنځ هم توپيرشته پدى معنى چه که يوفهم دټولو
سلفوفهم نه وى اويواځى دځينو اسلافونه منقول وى هغه په هغه مرتبه کښې نه دى چه په
کلى توګه معيار اوګڼلى شى البته په دى صورت کښې دځينوسلفوفهم دترجيح او دنورو
مقاصدولپاره پکاراچول کيداى شى .
اتمه قاعده
دنصوصو دتعارض پرمهال دترجيح اوجمع دقواعدو په پام کښې
ساتل علماؤ دنصوصو ترمنځ دترجيح لپاره له سلوپورته قواعد بيان کړى دى نوکله چه
ځينى نصوص سره ظاهرمتعارض راشى : هغه به په همدى قواعدو په رنړاکښې کتل کيږى دعمل
وړ نصوص په له نورجلاکيږى اوبيابه هرعمل لپاره خپل مرتبه فرضيه وجوب الاستحباب
اوپه شريعت کښې اصلى ځاى ټاکلى کيږى چه داکارپه خپل ځاى په شريعت باندى
دعبورغوښتونکى دى داپورته چه کوم قواعد ذکرشول لدى برسيره يوشميرنورقواعدهم شته
خومونږ په همدى بسوالى کوو خوهغه څه چه په پائى کښې وى يوځل بيابه په ټنګارسره
يادوو هغه دادى چه هرنص ايت اوحديث په اړه دپورتنيوقواعدورعايت اوپه پام کښې ساتل
دهرعادى مسلمان کارندى بلکه ډيرجورعلم فقاهت اوداستنباط او اجتهادى ملکه غواړى
همدا وجه ده چه علماؤ احکاموداستنباط اوفتوى لپاره لږتر لږه جزئي اجتهاد شرط کړى
دى البته که څوک فتوى ورکوى هغه کولى شى چه دنوروعلماؤ فتوى رانقل کړى چه دافتوى
رانقلول هومره علم نه غواړى کوم چه دحکم استنباط لپاره پکاردى : دوهم خبره داده چه
په پورتنى ټولوقواعدوکښې دفقهاؤ ترمنځه اختلافات راغلى دى دبيلګى په توګه
داحاديثوپه تصحيح اوتضعيف کښې دترجيح په قواعدوکښې داصول الفقه په قواعدوکښې دعربى
ژبى داساليبو په فهم اوداسى نور ځايونه چه همدى کاردفقهاؤ داختلاف اسباب رامنځته
کړى دى چه په ځانګړى بحث کښې به ورته اشاره کوو ان شاء الله تعالى .
تمت
بالخير
بعون الله الملک الديان ذوالفضل والکرم والاحسان
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.