اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
بعد له سلامه زه یوه پوښتنه لرم چی آیا دزکات په پیسو مدرسی په تممیرکی کمک کولی شی کنه
مطیع الله توحیدی د کابل نه
--
Matiullah Towhidi
IT Manager WAKH
--
Matiullah Towhidi
IT Manager WAKH
دزکات مستحقين ( زکات چاته ورکړشی يا د زکات د مصرف ځايونه )
دزکات دمستحقينو په اړه چه زکات کومو کسانو ته ورکړ شی قرآنکريم داسی حکم کړی دی .
إِنَّمَا
الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا
وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي
سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ِ( التوبه ۶۰ ) .
ژباړه
: بيشکه چې ورکړې (زکاتونه ) د فقيرانو او مسکينانو او د زکات ټولولو
ادارې د کار کوونکو ، او هغو لپاره چې زړونه خپلول يې اړين دي ، او
(مريانو) په آزادولو کې او پوروړو او د الله ( د دين د پياوړتيا ) په لار
کې او د مسافرو د پالنې د پاره دي دا د الله لخوا فريضه ده او الله پوه
(او) د حکمت څښتن دی .
۱- فقراء : د دی نه مراد هغه ځوک دی چه بالکل تش لاس نه وي خو داسې وي چه د بال بچ ضرورتونه ئی نه پوره
کيږي او نۀ ورسره دومره مال يا دولت وي چه پخپله پری زکات فرض وي .
۲- مساکين : هغه
تش لاسی خلک دي چه د نفقی لپاره څه نه لري که څه هم کسب او کار ته ډير
لاس اچوي خو بيا هم څه ورباندی نه کيږي ، يا معيوب شوی وي يا ناروغه وي
چه د کسب کار توان يی له لاسه ورکړی وي .
۳- عاملين: دزکات ټولوونکی کسان دا خلک که څه هم مالداره وي بيا هم د دوی د زحمت او دوخت ضايع کيدو له وجی زکات ورکول کيدای شي .
۴- مؤلفة القلوب : هغه کسان چه د دوی زړونه د اسلام طرف ته مايل شوی وی ، او د دوی زړه لاس ته راوړل مطلب وي .
۵- رقاب: هغه کسان چه د نورو په قبضه کې راغلی وي ، مثلاْ دجنګ بنديان ،مريان يا دچا په قرض کی ګرفتار کس .
۶- غارمين : کوم خلک چه داسې پوروړی يا په څه وجه تاوانی شوي وي چه دقرض د ادا کولو توان ونه لری دا ډله هم د زکات له مستحقينو څخه ده .
۷- فی سبيل الله: هغه کسان چه دخدای ج د دين د لوړوالی لپاره جهاد کوي ، دعوت کوي اويا پر بله طريقه يې د دين نصرت ته ملا تړلی وي د زکات مستحقين دی .
۸- ابن سبيل : که کوم مسافر وي چه د سفر پر وخت محتاج يا له څه مشکل سره مخ شوی وی که څه هم په خپل کور کی مالدار وي د زکات مستحق دی .
- پوښتنه: د نانزکو کارول د ماشومانو جينکو لپاره څنګه دي؟
- پوښتنه: ځينې مېرمنې له لمانځه وروسته د جاينماز څنډه راغونډ وي
- پوښتنه: که د يوې ښځي خاوند ورک شي، مړاو ژوندي مالوم نه وي؛ نو
- پوښتنه: که يوه ښځه په عدت کې وي؛ نو کوم شيان پرې بند او کوم ورته ازاد دي ؟
- پوښتنه:د مېرمنو{ ښځو } له پاره پنجابي لباس کول څه حکم لري؟
- پوښته : د دواړو سجدو په منځ كې دادعاء لوستل روا دي اوكه نه ( اللهم اغفرلي وارحمني الخ ) ؟
- پوښته: دانګريزانو وړينې جامې ليلاميږي په هغې كښې شبه دناپاكۍ شته ، اياهغې سره مونځ جائز دى اوكه نه ؟
- پوښته: داودس وچولو وخت كښې سلام كول يا د سلام ځواب وركول جائز دي اوكه نه ؟
- پيوند كاري اعضاء دليل مانعين دلائل قائلين: ند كاري اعضاء
- ځيني خلك له ركوع نه رورسته نيغ نه ودريږي اوسيده سجدې ته ځې په داسې كولو مونځ كيږي اوكه نه ؟
- څلورو ښځو سره د نکاح کولو اجازه ورکړل شوې ده او ښځو بيا له يو خاوند څخه زيات خاوندان نشي کولاي؟
- چا ته د مينې ،عقيدې او اخلاص له مخې د هغه عزت او اکرام لپاره قيام پاڅېدل او درېدل څه حکم دې تفصیلی وضاحت واکړې
- چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
- چه په سجده كښې دواړوه خپې اوچتې كړي نو څه حكم لري؟
- چک چکې وهل او د معلم د استقبال د پاره د زده کونکو پورته کيدل
- چی دنوی واده والا کسان چی مسافری یی تر۳میاشتو اضافه شی دوهمی ځل نکاح پری اوړی ایا دا واقعیت لری که نه ؟
- چې اوبو سره استنجاء كولو وخت كښې څاڅكي راځي نوڅه وكړي ؟
- چې د کومې ښځې سره چا زنا کړې وي نو د هغې لور ورباندې حرامه ده ، نکاح یې ماتیږي ؟
- ډيرخلك له سجدې نه څلور ګوتې پورته شي دويمه سجده كوي دهغوي مونځ كيږي اوكه نه ؟
- ډیری ښځی دی اولیــأووشهـــیدانــوقبــرونوته ورځې اوهــلته ورته زانـګو اچوی
- ښځه د مجلس دفيشن او ماډرن لپاره نه ده
- ښځه د مخ او لاسونو نه اضافي ويښتان لرې کولای شي ؟
- ښځه چې په كور كې په خپله نرمه بسترناسته وي الله رب العزت د جهاد ثواب وركوي
- ښځو ته د دا سې بوټونو پښوکول چې دتګ په مهال اواز کوي
- ښځورواج ده چــــی پــه مخ خالونه وهی په شریعت کی ددی عــمل حکم څه ده ؟
- ښځينه معلمې ته کتل او ور سره خبرې کول ګناه ده ؟
- که د لمانځه په مهال موبائل زنګ {رینګ} ر اشی نو څه کول پکار دې ؟
- که حاملې ښځې ته د روژې نيولو په وجه د هغې ځان يا بچي د پاره نقصان او خطر وي نو هغه ته د روژې پريښودل جايز دي
- که د دين د پاره خطر وي په غير مسلم هيواد کې استوګنه کول ښه نه دي
- که د نفاس په موده کې وينه نا منظمه يا تر څلويښتو ورځو زياته شي ؟
- که دمسجدپه کړکینو کې دلمونځ کونکي عکس ښکاري نولمونځ یې صحیح دی؟
- که دواړه پښې د سجدې په وخت کې پورته شي لمونځ فاسديږي ؟
- که زه په روژه کی دورځی دخپلی ښځی سره مستی وکړم مذی می ووځی روژه پری ماتیږی اوکه نه؟
- که مو مېرمن په حيض کې هم وي جماع کولی شئ، خو…
- که مو نوی واده کړي وي يو ځل يې ولولی
- که څوک د نوکرۍ په حالت چې حج ورباندې فرض نه وي حج وکړي ايا د اسطاعت نه پس په هغه دوباره حج فرض دی ؟
- که یوتن په لمانځه کې دوه دري ځلي ساعت ته وګوري ؟
- ګرانه : هرې خواته تلاش کوه د خير او نيکۍ لارې ډيرې دي
- ګرانه لوستونکیه : آيا د توبې اراده لرې؟ آیا لدې فرصت څخه ګټه نه اخلې؟
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.