Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, May 29, 2011

دینی مذهبی سوالونه او جوابونه

دینی مذهبی سوالونه او جوابونه
 

سوال:- څو نفرو په حضرت نوح (ع) باندی ایمان راوړی؟
جواب:- ابن عباس وایی اتیا (80) نفره د خپلو ښځو سره .
 سوال:- دنوح (ع) کوم زوی ایمان را نه وړ او غرق شو؟
جواب:- «کنعان بن نوح».
سوال:- دنوح (ع) قوم څرنګه په هلاکت ورسیدل؟
جواب:- د طوفان په ذریعه.
سوال:- دهغه قوم نوم څه وو چی حضرت هود(ع)ورته راستول شوی وو؟
جواب:- « عاد اِرم» نومیده.
سوال:- د هغه بتانو نومونه څه وو چی د هود (ع) قوم یی عبادت کولو؟
جواب:- «صمدا، سمورا، وهرا».
سوال:-دهغه منطقی نوم څه وو چی هود(ع) ورته راستول شوی وو؟
جواب:- « احقاف» د اوسنی عمان شمالی طرف.
سوال:- په قرآن مجید کی د حضرت هود(ع)نوم څو ځله راغلی دی؟
جواب:- څلور ځله.
سوال:- د حضرت هود(ع) قوم څرنګه په غذاب ګرفتار شوه؟
جواب:- اوه شپی او ورځی د تندو بادنو په وسیله هلاک شول.
سوال:- د حضرت صالح(ع) د قبیلی نوم څه وو؟
جواب:- د ثمود قبیله.
سوال:- د حضرت صالح(ع) قوم کومه معجزه وغوښته؟
جواب:- داسی اوښ چی له ډبری نه راووځی؟
سوال:- دحضرت صالح (ع) اوښه چا حلاله کړه؟
جواب:- «قاد بن سالف».
سوال:- د حضرت صالح (ع) قوم څرنګه په عذاب ګرفتار شول؟
جواب:- د تالندی او برغکی په وسیله «رعد وبرق» او مهیب ږغ.
سوال:- «ابوالانبیاء» د کوم پیغمبر لقب دی؟
جواب:- د حضرت ابراهیم (ع).
سوال:- د حضرت ابراهیم(ع) کنیه لقب څه وو؟
جواب:- «ابوالضیفان».
سوال:- د حضرت ابراهیم (ع) دتولد ځای کوم دی؟
جواب:- د بابل ښار.
سوال:- د ابراهیم (ع) د وخت باچا څوک وو؟
جواب:- نمرود بن کنعان.
سوال:- لمړنی ښځی چی ابراهیم(ع) ازدواج ورسره وکړ، څوک وه؟
جواب:- بی بی ساره د اسحاق (ع) مور.
سوال:- د حضرت ابرهیم (ع) قبر چیری دی؟
جواب:- د الخلیل ښار . په فلسطین کی.
سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی د دارائی وزیر شو؟
جواب:- حضرت یوسف (ع).
سوال:- هغه کوم پیغمبر دی چی تر اوسه ژوندی دی؟
جواب:- حضرت عیسی (ع) .
سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی زندان ته لاړی؟
جواب:- حضرت یوسف (ع).
سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چه په «ذوالنون» لقب مشهور وو؟
جواب:- حضرت یونس (ع).
سوال:- هغه کومه دعا وه چی حضرت یونس (ع) د ماهی په نس کی ورد کړل؟
جواب:- «لااله الا انت سبحانک انی کنت من الظالمین.»
سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی غرونو به تسبیح ورسره ویله؟
جواب:- حضرت داود (ع).
سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی لقب یی «خطیب الانبیاء» وو؟
جواب:- حضرت شعیب (ع).
سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی لقب یی «روح الله او کلمه الله»وو؟
جواب:- حضرت عیسی بن مریم (ع).
سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی لقب یی «کلیم الله » وو؟
جواب:- حضرت موسی (ع) .
سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی لقب یی «صادق الامین» وو؟
جواب:- حضرت محمد مصطفی (ص).
سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی لقب یی«صاحب الحوت» وو؟
جواب:- حضرت یونس (ع).
سوال:- دحضرت اسماعیل(ع) د مور نوم څه وو؟
جواب:- بی بی هاجره (ع).
سوال:- هغه کوم پیغمبر دی چی مدام یی دمور سره په قرآن کی یاد شوی دی؟
جواب:- حضرت عیسی بن مریم (ع) .
سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی په حسن او ښائست کی مشهور وو؟
جواب:- حضرت یوسف (ع).
سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی مشهور په «خلیفة الله» وو؟
جواب:- حضرت داود (ع).
سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی هم خپله پیغمبر وو او هم یی پلار پیغمبر وو او هم یی بابو پیغمبر وو او هم یی نیکه پیغمبر وو؟
جواب:- حضرت یوسف (ع) چی د حضرت یعقوب (ع) زوی او د حضرت اسحاق (ع) لمسی او د حضرت ابراهیم (خلیل الله) کړوسی وو.
سوال:- چا د بنی اسرائلو لپاره ګلیګی جوړ کړ ترڅو هغوی یی عبادت وکړی؟
جواب:- سامری.
سوال:- وروستنی پیغمبر څوک دی چی «خاتم النبیین» ورته وایی؟
جواب:- حضرت محمد مصطفی (ص).
سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی قوم یی اورته واچوی؟
جواب:- حضرت ابراهیم (ع).
سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی قوم به یی له دواغو ویل مونږ هغه صلیب کړی دی؟
جواب:- حضرت عیسی (ع).
سوال:- د حضرت الیاس (ع) قوم چیری ژوند کاوه؟
جواب:-  د «بعلبک» په ښار کی.
سوال:- د هغه بت نوم څه وو چی د حضرت الیاس (ع) قوم به یی عبادت کولو؟
جواب:- بعل.
سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی الله (ج) آهن ورته په لاس کی موم ګرځولی وو؟
جواب:- حضرت داود (ع).
سوال:- د فرعون د ښځی نوم څه وو؟
جواب:- بی بی آسیه بنت مزاحم .
سوال:- بی بی آسیه پر کوم پیغمبر ایمان راوړی وو؟
جواب:- پر حضرت موسی (ع).
سوال:- حضرت یعقوب (ع) څو زامن درولودل؟
جواب:- 12 زامن چی ترټولو غوره حضرت یوسف (ع) وو.
سوال:- حضرت ایوب (ع) څو کاله د خدای (ج) په امتحان کی وو؟
جواب:- 18 اته لس کاله.
سوال:- د هغه ښار نوم څه وو چی حضرت یونس (ع) ورته راستول شوی وو؟
جواب :- نینوا.
سوال:- دحضرت یوسف (ع) دګران ورور نوم څه وو؟
جواب:- بنیامین.
سوال:- هغه کوم پیغمبر دی چی نوم یی دصبر سره یوځای دی؟
جواب:- حضرت ایوب (ع) .
سوال:- هغه کومه مشهوره ګناه وه چی د حضرت شعیب (ع) قوم پری اخته وو؟
جواب:- د تراوز  او پیمانی کم کول.
سوال:- دهغه ښار نوم څه وو چی حضرت لوط (ع) ورته راستول شوی وو؟
جواب:- سدوم.
سوال:- اصحاب الایکه څوک وه ؟
جواب:- د حضرت شعیب (ع) قومان.
سوال:- د حضرت شعیب (ع) قوم چیری ژوند کاوه؟
جواب:- د «مدین» په ښار کی اوسنی شام.
سوال:- د لوط (ع) اوسنی ځای چیری دی؟
جواب:- بحرمیت.
سوال:- د حضرت ابراهیم (ع) او حضرت لوط (ع) په میان کی څه نسبت وو؟
جواب:- حضرت لوط(ع) د حضرت ابراهیم (ع) د ورور زوی وو.
سوال:- دحضرت اسحاق (ع) د زامنو نومونه څه وه؟
جواب:- 1- عیصو 2- یعقوب یا اسرائیل، هغه چی بنی اسرائیل ورته منسوب دی.
سوال:- د حضرت اسحاق (ع) دمور نوم څه وو؟
جواب:- بی بی ساره.
سوال:- په قرآن مجید کی د څو پیغمبرانو نومونه راغلی دی؟
جواب:- د «25» .
سوال:- د حضرت عیسی د شاګردانو نومونه څه دی؟
جواب:- حواریون.
سوال:- هغه کوم پیغمبر دی چی د ازدواج قصه یی په قرآن کی راغلی؟
جواب:- حضرت موسی (ع) .
سوال:- هغه مَلَکَه چی حضرت سلیمان (ع) دهغی ښار ځنی ونیوی او بالآخری هغی ایمان راوستی څه نومیده؟
جواب:- بلقیس- د سبا دښار ملکه.
سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی پر خپلی لکڼی(عصا) یی تکیه کړی وه او وفات یی کړی وو؟
جواب:- حضرت سلیمان (ع).
سوال:- په نبیانو او رسولانو کی تر ټولو غوره څوک دی؟
جواب:- حضرت محمد مصطفی (ص) .
سوال:- د بنی اسرائیلو وروستنی پیغمبر څوک وو؟
جواب:- حضرت عیسی (ع).
سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی د بی بی مریمی سرپرستی به یی کولو؟
جواب:- حضرت زکریا (ع).
سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی غټ طاغوت (جالوت) یی مړ کړ؟
جواب:- حضرت داود (ع).
سوال:- هغه کوم پیغمبر دی چی الله ج د عباداتو له نظره هغه د یوه امت په اندازه صفت کړی دی؟
جواب:- حضرت ابراهیم (ع) .
سوال:- هغه کوم پیغمبران دی چی په «سورة الاعراف» کښی یی یادونه شوی ده؟
جواب:- حضرت آدم ، نوح، هود، صالح، لوط، او شعیب «علیهم السلام.
سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی په زانګو کښی یی خبری وکړی؟
جواب:- حضرت عیسی بن مریم (ع).
سوال:- دحضرت یعقوب (ع). بل نوم څه وو؟
جواب:- اسرائیل په معنی د الله ج خادم او یا دالله ج بنده.
سوال:- د حضرت موسی (ع) لمړنی معجزه څه وه؟
جواب:- د لکڼی اوښتون په مار او ښامار سره.
سوال:- د حضرت عیسی (ع) یو څو معجزی ووایاست؟
جواب:- 1- دمړو ژوندی کول. 2- دالوتونکو شکلونه جوړول. 3 د روح پوکول په پرندگانو کی4- شفادادن پیس مادر زاد به دستور خداوند.
سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی دجمعی په ورځ یی بتان مات کړل؟
جواب:- حضرت ابراهیم (ع).
سوال:- کله چی نمرود حضرت ابراهیم (ع) اورته واچوی هغه څه ویل؟
جواب:- «حسباالله ونعم الوکیل».
سوال:- دحضرت موسی (ع) نه «9» معجزی کومی دی؟
جواب:- 1-عصا یا لکڼه، 2- سپین لاس، 3- طوفان، 4- ملخان، 5- شپږی، 6- چنګوښی 7- وینی 8- عذاب فرعون 9- دفرعونیانو دمیوو کمی.
سوال:- هغه پیغمبر چی زغره یی جوړه کړه څوک وو؟
جواب:- حضرت داود (ع) .
سوال:- د نبیانو او رسولانو تعداد څو دی ؟
جواب:- نبیان (120) زره – او رسولان (313) دی چی د (25) نومونه په قرآن کی ذکر شوی دی.
سوال:- د حطین په جنګ کی د مسلمانانو سرلښکر څوک وو؟
جواب:- صلاح الدین ایوبی رح .
سوال:- هغه کوم صحابی وو چی د «حبرالامة» لقب یی درلود؟
جواب:- حضرت عبدالله بن عباس (رض).
سوال:- صلاح الدین ایوبی په کوم کال بیت المقدس فتح کړ؟
جواب:- د رجب المرجب پر 27 «583» هجری قمری کال.
سوال:- هغه کوم خلیفه داسلام وو چی خلیفه شو او پلار یی هم ژوندی وو؟
جواب:- حضرت ابوبکر الصدیق.
سوال:- د حدیبیی د صلح قرار داد کوم صحابی ولیکه؟
جواب :- حضرت علی بن ابی طالب اسدالله الغالب.
سوال:- هغه کوم صحابی وو چی یو څای «بئر رومه» یی مسلمانانو لپاره رانیوی؟
جواب:- حضرت عثمان بن عفان (رض).
سوال:- د نهاوند په جنګ کی د مسلمانانو سرلښکر څوک وو؟
جواب:- حضرت نعمان بن مقرن (رض).
سوال:- کوم صحابی تر ټولو زیات حدیثونه روایت کړی دی، حضرت عمر (رض) او که حضرت ابن مسعود(رض) ؟
جواب:- حضرت ابن مسعود (رض) «848» حدیثه روایت کړی او حضرت عمر (رض) «537» حدیثونه روایت کړی دی.
سوال:- دهغه ښار نوم څه دی چی د آخری ځل لپاره یی اسلامی خلافت تجربه کړ؟
جواب:- ترکیه.
سوال:- حضرت علی کرم الله وجهه په څو کلنی کی مسلمان شو؟
جواب:- په اته کلنی کی.
سوال:- د حج میاشتی کومی دی نومونه یی واخلی؟
جواب:- شوال، ذوالقعده او د ذوالحجه (10) ورځی.
سوال:- د «اصول فقه» علم چا وضع کړی؟
جواب:- امام شافعی رح .
سوال:- د «اهل قبله» او «اهل قباله» فرق څه دی؟ خ
جواب:- اهل قبله مسلمانانو ته وایی او اهل قباله ذمیانو ، یهودانو او نصرانیانو ته ویل کیږی.
سوال:- د کوم صحابی لقب «ذوالنور» وو؟
جواب:- د طفیل بن عمرو الدوسی.
سوال:- دکوم صحابی لقب «ذوالرأی » وو؟
جواب:- د الحباب بن المنذر.
سوال:- دکوم صحابی لقب ذو القطنتین» وو؟
جواب:- د طفیل بن عمرو الدوسی.
سوال:- لمړی مسلمان چی په مدینی کی وفات شو څوک وو؟
جواب:- حضرت عثمان بن مظعون (رض).
سوال:- د اذربایجان فتح کونکی څوک وو؟
جواب:- بکیر بن عبدالله رح .
سوال:- په مدینی که مخکی تر ټولو چا ایمان راوستی؟
جواب:- اسعد بن زراره.
سوال:- هغه کوم صحابی وو چی د بیعة الرضوان په ورځ یی دری ځله درسول الله (ص) سره بیعت وکړ؟
جواب:- سلمه بن الاکوع.
سوال:- د بی بی عائشی مور څوک وه او په کوم کال وفات شوه؟
جواب:- ام رومان چی په «3» هجری قمری کال وفات شوه.
سوال:- د مسلمانانو لمړنی طبیب څوک وو؟
جواب:- الحارث بن کنده.
سوال:- هغه کوم صحابی وو چی رسول الله ص د احزاب په جنګ کی د خبرونو د راټولولو په موخه د مشرکانو خواته ولیږه؟
جواب:- حضرت حذیفه بن الیمان (رض).
سوال:- د «المرسیع» د غزا بل نوم څه وو؟
جواب:- د «بنی المصطلق» غزا .
سوال:- د مدینی منوری اوه فقیه علماء څوک وه؟
جواب:- حضرت سعید بن مسیب، سلیمان بن یسار، قاسم بن محمد بی ابی بکر، ابوبکر بن عبدالرحمن بن الحارث، عروه بن زبیر، عبیدالله بن عبدلله بن عتبه بن مسعود، خارجه بن زید بن ثابت.
سوال:- د فقهی (9) امامان څوک دی؟
جواب:-  1-  امام ابوحنیفه نعمان بن ثابت 2-  امام مالک ، امام شافعی، امام احمد حنبل، امام لیث بن سعد، امام جعفر صادق، امام ابن حزم اندلسی، امام زید بن علی، امام عز بن عبدالسلام.
سوال:- آخرین صحابه چی وفات یی کړی څوک وو؟
جواب:- طفیل بن عامر در سال (110) هجری قمری.
سوال:- د قادسیی په جنګ کی دمسلمانانو سر لښکر څوک وو؟
جواب:- حضرت سعد بن ابی وقاص.
سوال:- د بدر د غزا د شهیدانو شمیره څو ده؟
جواب:- (14) شهیدان چی (8) انصار او (6) مهاجر وه.

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User