Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, November 30, 2012

د دوو وروڼو د شرکت مسئله




السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
امید لرم چی روغ او جوړ به وای او الله پاک (ج) مو تل ترله خوشحال او بریالی لره چی تاسو دومره اسلام ته خزمت کوی
الله دی د دی خدمت اجر درته نصیب کړی
ورور جانه یو پوختنه لرم غواړم چی راته سهی توګه معلومات راکړی .

امابعد باقی

ځه دوه وروڼه لرم ده دوی مشر هم ځا یم دواړوه وروڼه ځما نه کوچنیان وه نور څوګ مو ده کټی نه وه هر څه راته دی مهاجرو ریشن نه راتلل باکستان کی نو چی کله دوی څه نه څه پوی شول دواړه می مدرسی ته واچوال او سبق به یی ویل او ځما ده کور خرچ به هم ځما یو مشر ورور وه الله دی جنت او فردوس ورته نصیب کړی هغه راکوال مشر ورور مو زمونګ نه جدا وه بیا می مشر ورور راته موتر واخیست څه موزدوری به مو کواله کار مو په مخ روان شه مشر ورور می راته واویل چی ستا ده ورور به ځا خارج ته ولیګم لکن درس دی پاره پیسی به نه تری غواړی مه ورته واویل چی بیلکول سمه ورور مو دبی ته ولیګل دواه ۲ کاله یی درس واویل بعد له دواه کاله یی کار شروع کړ نو ده موټر کاروبار مو شروع کړ ورور به می دوبی نه رالیګل ځه به ده پاکستان نه هرات ویچ ته ورپسی تلم یه به می هغلته خرس کړ یه به می خوست او ګردیز ته راوست دلته به می خرس کړی آهسته آهسته کار روان شه مه به افغانستان کی خرسوال او ده به دوبی نه رالیګل/ بیا په دی دی احمد کرزی بادشاهی راغله نو کاروبار مو پریخی ورور می دوبی نه اهوال راکړ چی پیسی روالیګا چی دلته څه کار پری وکړ ځما سره مثلا(۱۰) روپی وی مه ورته واویل چی ځه به اخپله حیصه ځینی واخلم نور به درکړم چی هر څه پری کوی نو کوه یی ده راته وویل چی ده خبره بیا ونکړی ځما او ستا ورورګری ده ورورګری به وی ټولی روالیګا چی څه کاروبار پری وکړو چی ورځ مو بنده نه شی نو مه ټولی وروالیګالی څو کاله دی کی تیر شوال بیا یی راته وویل چی ځه می اخپل کور دوبی ته بیایم مه ورته واویل چی ځما حصه راکړه اخپل کار کوه همداسی کور نشی بوالی ده راته واویل چی ته هیڅ فکر مه کوه ځما او ستاپیسی په دری تقسیم دی ته ده سوچونه مه کوه ځما ده بل ورور هم ده بولی وه دوبی ته کال بعد می وړوکی ورور کوچنیانو پسی راغی مه کسان ورته کینوال چی ځما حق راکړه بیا به یی بیایی ټوله شپه مو تاو راتو کړ سره دی راته په ژاړه شه چی ځما په زړاه کی داسی څه نشته دری وروڼه یو دری حصی به وی نو ورسراه پری می خوا
څو کاله وروسته کار او بار یی روان شه ډیری پیسی یی پیده کړی نو ځا هم سره دی کوره دوبی ته راغلم اوس زمونږ کار او بار خراب شه
څو موټر او یو کور دی ده موټر ټول ۴ کاله ده بانګ په قستونو وه ۴ کاله ځه او ځما ځمانو ورسره کار هم وکړ بعد له بانګو خلاصوالو وروسته یی ماته واویل چی ته حق نه لری اوس ماته په شته شیانو کی حصه نه راکوی ځه شاهید هم لرم چی ده هغو کسانو په مخ کی یی ماته ویل چی هر څه په دری حصی کیګی او وای چی ټول کاروبار مه کړی تاسو دواړه وروڼه حصه نه لری اوس ستاسو سخه هیله کوام چی ماته څه ده حال لره واخیی
او ده هم راته واویه چی ځما دواه ځمانو ۴ کاله ورسره کار کړی دی هغی حق می شته پری او کنه
په دراناوی ستاسو ورور ناشناس افغانی
——————————————————————————————

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

څرنګه چې ستا او ستا د ورور کسب شريک دی او دغه تجارت دواړو تر سره کړی دی نو په پانګه کې هم دواړه شريک ياست ، د دوو وروڼو سرمايي هغه وخت جلا بلل کيږي چې هر يو يې جلا کسب تر سره کوي .
او يا د کار په بدل کې د شرکت پر ځای د معاش او اجرت خبره شوی وي نو بيا صحي ده يوازې د اجرت حق لرئ نه د شرکت مګر که خبره د شرکت وي ، پانګه شريکه وي کسب او کار شريک وي بيا نو شريک ياست .

يو ورور ته د بل ورور حق خوړل جايز نه دي .

لأن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( إن دماءكم وأموالكم عليكم حرام , كحرمة يومكم هذا , في شهركم هذا ) متفق عليه . وروي أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( لا يحل مال امرئ مسلم إلا عن طيب نفسه ) رواه الدارقطني .

د چا چې مرګ او حساب ياد وي هيڅ کله په ناحقه د بل حق و نه خوري

د جناب نبي کريم صلی الله صلی الله عليه وسلم د جوړجاړی يو نمونه :
ام سلمه رضی الله عنها وايي: دوه کسان د خپلې دعوې د حل د پاره رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته راغلل د څه ارث په باره کې چې زاړه شوي او تير وخته شوی وو او د دوی هيڅ کوم هم شاهد نه لرلو ،

 رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل :

 تاسې چې خپلې دعوي رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته پيش کوئ او زه د نورو په شان بشر يم ، کيدای شي ځنې د تاسې د ليل او حجت په بيانولو کې نظر جانب مقابل ته بليغ وي ، 

زه هم ستاسې په منيځ کې د اوريدلو له مخې دعوه حل کوم ، پس که له تاسې څخه چا د ليل د قوت په وجه د بل په مال باندې په ناحقه قبضه وکړه او د هغه په ګټه حکم ورکړ شو هغه به د خپل مسلمان ورور حق نه خوري ځکه ما چې د دعوي پر اساس هغه ورکړل هغه په اصل کې د هغه حق نه دی په اصل کې مې هغه ته د دوزخ يوه ټوټه ورکړی ده ،

 چې د قيامت په ورځ به د اور د حلقې په شان د هغه په غاړه کې ځړول کيږي ددې بيان په وجه هغوی دواړو وژړل او هر يو ويل زه مې خپل مسلمان ورور ته تر خپل حق تير يم .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : تاسې چې اوس داسې وايئ لاړ شئ هغه تقسيم کړئ او د حق لاره ونيسئ او هغه د بچه اچونې له مخې تقسيم کړئ .

 (رواه  احمد  او  ابوداود  او  ابن  ماجه ) نقل من فقه السنه

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 
 

  1. پوښتنه: د نانزکو کارول د ماشومانو جينکو لپاره څنګه دي؟
  2. پوښتنه: ځينې مېرمنې له لمانځه وروسته د جاينماز څنډه راغونډ وي
  3. پوښتنه: که د يوې ښځي خاوند ورک شي، مړاو ژوندي مالوم نه وي؛ نو
  4. پوښتنه: که يوه ښځه په عدت کې وي؛ نو کوم شيان پرې بند او کوم ورته ازاد دي ؟
  5. پوښتنه:د مېرمنو{ ښځو } له پاره پنجابي لباس کول څه حکم لري؟
  6. پوښته : د دواړو سجدو په منځ كې دادعاء لوستل روا دي اوكه نه ( اللهم اغفرلي وارحمني الخ ) ؟
  7. پوښته: دانګريزانو وړينې جامې ليلاميږي په هغې كښې شبه دناپاكۍ شته ، اياهغې سره مونځ جائز دى اوكه نه ؟
  8. پوښته: داودس وچولو وخت كښې سلام كول يا د سلام ځواب وركول جائز دي اوكه نه ؟
  9. پيوند كاري اعضاء دليل مانعين دلائل قائلين: ند كاري اعضاء
  10. ځيني خلك له ركوع نه رورسته نيغ نه ودريږي اوسيده سجدې ته ځې په داسې كولو مونځ كيږي اوكه نه ؟
  11. څلورو ښځو سره د نکاح کولو اجازه ورکړل شوې ده او ښځو بيا له يو خاوند څخه زيات خاوندان نشي کولاي؟
  12. چا ته د مينې ،عقيدې او اخلاص له مخې د هغه عزت او اکرام لپاره قيام پاڅېدل او درېدل څه حکم دې تفصیلی وضاحت واکړې
  13. چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
  14. چه په سجده كښې دواړوه خپې اوچتې كړي نو څه حكم لري؟
  15. چک چکې وهل او د معلم د استقبال د پاره د زده کونکو پورته کيدل
  16. چی دنوی واده والا کسان چی مسافری یی تر۳میاشتو اضافه شی دوهمی ځل نکاح پری اوړی ایا دا واقعیت لری که نه ؟
  17. چې اوبو سره استنجاء كولو وخت كښې څاڅكي راځي نوڅه وكړي ؟
  18. چې د کومې ښځې سره چا زنا کړې وي نو د هغې لور ورباندې حرامه ده ، نکاح یې ماتیږي ؟
  19. ډيرخلك له سجدې نه څلور ګوتې پورته شي دويمه سجده كوي دهغوي مونځ كيږي اوكه نه ؟
  20. ډیری ښځی دی اولیــأووشهـــیدانــوقبــرونوته ورځې اوهــلته ورته زانـګو اچوی
  21. ښځه د مجلس دفيشن او ماډرن لپاره نه ده
  22. ښځه د مخ او لاسونو نه اضافي ويښتان لرې کولای شي ؟
  23. ښځه چې په كور كې په خپله نرمه بسترناسته وي الله رب العزت د جهاد ثواب وركوي
  24. ښځو ته د دا سې بوټونو پښوکول چې دتګ په مهال اواز کوي
  25. ښځورواج ده چــــی پــه مخ خالونه وهی په شریعت کی ددی عــمل حکم څه ده ؟
  26. ښځينه معلمې ته کتل او ور سره خبرې کول ګناه ده ؟
  27. که د لمانځه په مهال موبائل زنګ {رینګ} ر اشی نو څه کول پکار دې ؟
  28. که حاملې ښځې ته د روژې نيولو په وجه د هغې ځان يا بچي د پاره نقصان او خطر وي نو هغه ته د روژې پريښودل جايز دي
  29. که د دين د پاره خطر وي په غير مسلم هيواد کې استوګنه کول ښه نه دي
  30. که د نفاس په موده کې وينه نا منظمه يا تر څلويښتو ورځو زياته شي ؟
  31. که دمسجدپه کړکینو کې دلمونځ کونکي عکس ښکاري نولمونځ یې صحیح دی؟
  32. که دواړه پښې د سجدې په وخت کې پورته شي لمونځ فاسديږي ؟
  33. که زه په روژه کی دورځی دخپلی ښځی سره مستی وکړم مذی می ووځی روژه پری ماتیږی اوکه نه؟
  34. که مو مېرمن په حيض کې هم وي جماع کولی شئ، خو…
  35. که مو نوی واده کړي وي يو ځل يې ولولی
  36. که څوک د نوکرۍ په حالت چې حج ورباندې فرض نه وي حج وکړي ايا د اسطاعت نه پس په هغه دوباره حج فرض دی ؟
  37. که یوتن په لمانځه کې دوه دري ځلي ساعت ته وګوري ؟
  38. ګرانه : هرې خواته تلاش کوه د خير او نيکۍ لارې ډيرې دي
  39. ګرانه لوستونکیه : آيا د توبې اراده لرې؟ آیا لدې فرصت څخه ګټه نه اخلې؟
  40. ګرانې خورې دغه درد مې واوره (۲)
  41. یوه د راز خبره درته کوم خو چا ته به نه وایي

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User