Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, November 5, 2012

دجنازی لمونځ . دغسل ورکولوطريقه . دکفن ورکولو طريقه . په مرګ باندې دصبرکولواجر

 
 
اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته !
 
 مننه له دی چی اسلامی خپرونی نشرته
 
زما یو پیشنهاد دی چی تاسی په مکمله توگه دی جنازی لمونز نشر کری
 
 په در ناوی انجنیر محمد اسمعیل ناصری 
 
دجنازی لمونځ . دغسل ورکولوطريقه . دکفن ورکولو طريقه . په مرګ باندې دصبرکولواجر
 
دجنازی احکام
دالله ج کوم بنده چه ددې دنيا نه رخصت واخلې او دمرګ په لار باندې دآخرت د کور طرف ته ځی نو اسلامی شريعت دده په عزت او درناوی سره د رخصت کولو يوه خاص طريقه مقرره کړی ده چه په نهايې عزت او اکرام سره به د مسلمانانو د ډلې له خوا بدرګه کيږی .
هغه په ښه شان سره پاکوي (غسل به ورکوي ) په پاک سپين رخت کې به يې تاووي
بيا د مسلمانانو ديوټولی لخوا به په ګډه دعا ورته کيږي (دجنازی لمونځ ) بيا هغه په پوره عزت سره خاورو ته سپاری .
مسلمانانو لپاره دا دفخر ځای دی چه مړی د اسلامی شريعت مطابق خاورو ته وسپارل شي ځکه چه دا مړی به له ورایه د محمدرسول الله ص امتی ښکاری .

ځنکندن :
هرکله چه دمرګ علامې ښکاره شي ،نودهغه سره کناستل اودقرآن لوستل پکار دي که سورة يس تلاوت شي ښه به وي رسول الله ص فرمائی : تاسی خپلو مړکيدو واله ته يآسين وائی (احمد،ابؤداود ابن ماجه ).
همدارنګه دځنکدن پر وخت كې مړکيدونکی ته د کلمه لااله الا الله تلقين کوئ . (مسلم ) چه هغه يې واروی اوخپله يې هم ووايي او خاتمه په خير شي ،که خپله کلمه وايې نو بيا به ناست کسان د کلمې تلقين نه ورکوی چه زړه يې ورڅخه تورنه شي دغه آخر وخت کې انکار ونه کړی ځکه چه دا سخت وخت وي .
دغه وخت کې ناستو کسانو لره پکار ده چه مړ کيدونکې ته د خير دوعا وی وکړی رسول الله ص فرمايي : دغه وخت چه څوک دُعا کوي نو دهغه په دُعا فريښتی آمين وايي .
هرکله چه د مړ کيدونکې ساه ووځی دهغه اندامړنه به سم کړي سترګې به يې بندی کړي ،زنه به يې وروتړي تر څو خوله يې خلاصه پاتې نشي د پښو غټی ګوتې به یې سره بندي او پښی به يې سيده کړي .
ناپاک سړي او حيض او نفاس واله ښځه به مړي ته نيږدي نه ورځې .
غسل :
دغسل ورکولو حق لومړی دهغه کس دي چه مړي وصيت ورته کړی وي بيا د پلارګنې څپلوان او بيا مړي ته نږيدې خپلوان ،سړي به سړيو ته غسل ورکوي او ښځې به ښځی ته غسل ورکوي يودبل مخالف جنس ته غسل ورکول حرام دي ،ښځه او ميړه يوبل ته غسل ورکولای شي اوهمدارنګه مور خپل ماشوم اولاد ته چه تر اوه کلنې کم وي غسل ورکولاي شي ځکه چه هغوی دعورت په پټولو ندي مکلف شوي .
دغسل ورکولوطريقه :
لومړي به مړی په يوه تخته څملوي اوجامې به ترينه وباسی لنګ به ور ووهی بيا به استجاء ورکړي داسې چه تر لاسه يوه ټوټه تاوکړي اوبيا دلنګ نه لاس د ننه کړي د غټواو وړو متيازو ځايونه به وونځی دمړي شرمګاه ته به نظر نه کوي .
که بريتونه ،نوکان او دتخرګ ويښتان يې لوی وي هغه به لری کړی خودشرمګاه په ويښتان به کار نه لري ځکه چه په ژوندون کې د هغه د شرمګاه لمس جايز نه ؤ .
بيا به اودس ورکړي په اوداسه کې په خوله اوپوزه کې اوبه نه اچول کيږي پريوه ټوټه به دغوږونو اوپوزی سوري اوغاښونه پاک کړي ورسته به دغوږونو،پزی اوخوله کې مالوچ کيږدي چه اوبه ورنه شي .
که دکوم سړي په باره کې ستاسو يقين وي چه دا دناپاکی په حالت کې وفات شوی يا ښځه دحيض اونفاس په حالت کې وفاته شوی ده نو دهغه په خوله اوپوزه کې لږلږ اوبه رسول پکار دي.
داودس نه پس يې سر اوږيره په صابون ، شامپو يا بل څيز ښه پاک کړئ بيا يې لومړی په ګين اړخ څملوي په ښی طرف يې دری ځله له سرنه تر پښو اوبه واچوي او نرم نرم يې بدن وموښئ ،بيا په همدي شان کيڼ طرف دري ځلې اوبه اچول .
ورسته مړي په قراره د ځان طرف ته راپورته کړي اوپه کراره به يې په خيټه لږ فشار وروړی چه که په نس کې يې څه پاتی وي هغه ورڅخه ووځی ورسته به هغه پريمنځی دوهم ځل غسل ته ضرورت نشته .
اوس نو غسل وشو لنګ به تري لری کړی بل لنګ به ور واچوی له هغه ځای څخه به يې بل ځای ته پورته کړي بدن به يې وچ کړی کفن به ورواچوي .
دمړي څخه د زوراتوايستل پکاردي ځکه چه هغه خرابيږي که دطلا يا بل شی قيمتې غاښونه وي که يې ايستل اسانه وي او په ژوند ميت په عادی شکل ايسل نوښه اوکه ايستل يې سخت وي يا د مړی چهري ته نقصان رسوي نو بيا به يې پريږدي .
کفن :
دسړو لپاره دری جامې کفن دی ،يوڅادر،دوهم لنګ (پرتوګ ) اودريم قميص چه دڅادر اوږدوالی د بنې آدم دقد نه يولاس قدر ذيات وي اوپلنوالی يې دومره چه ټول بدن پکې ونغښتی شي .
همداشان دلنګ پلنوالی به دڅادر په اندازه وي او اوږدوالی به يې د څادر نه يوه لويشت کم وي اودقميص پلنوالی هم د لنګ اوڅادر په اندازه دی خو اوږدوالی يې دچټ نه د دواړو شرمګاهو پورې وي .
دقميص ټوټه به دسر طرف نه دومره وشلوي چه سر پکې لاړشي چه په همدی وجه قميص ورته وايي .
دنر دکفن لپاره تقريباً 12 کزه رخت ته ضرورت دي .
دښځو په کفن کې د دريو جامونه علاوه دوی جامې نوری هم پکار دي چه يوسربند او بل سينه بند وي.
دسينه بند پلنوالی دڅادر يا لنګ په اندازه وي مګر اوږدوالی يې له تخرګ څخه ترزنګون پوری وي.
اوسربند ديوه کز نه څه کم پلن او دکز نه څه ذيات اوږد پکار دی .
دغسل له پردي سره دښځی دکفن لپاره تقريباً 21 کزه رخت ته ضرورت دی .
دسړی په دوو جامو اوښځه په دريو جامو کې خښول هم جائزدي خوتردې کم بغير له مجبوری نه جواز نلري.
دکفن ورکولو طريقه :
اول به په پاکه تخته يا پاک پوزی باندی دکفن چادر هوارکړي دهغه له پاسه به لنګ وغوړوي اود هغی دپاسه دقميص نيمه حصه وغوړوي اونيمه به ونغاړي دسر طرف ته يې د کيږدي .
ورسته به مړی له تختی راپورته کړي دکفن دپاسه به يې کيږدی ،ورسته به دقميص نغښتی حصه کې سر ور ننباسی اوتر شرمګاه پوری به يې خوره کړی .
دغه شان به څادر هم ونغاړی اودڅادر دواړه سرونه به په ټوټه وتړی چه نه ښوري .
دښځوپه کفن کې دقميص اغوستلونه پس دهغې دسر ويښتان دوه ځايه کړی اوپه سينه دې ورته خواره کړي ،بيا دې سربند ددی دپاسه واچوي.
دهغه نه پس د سينه بند ونغاړی .
په کفن اودمړی دسجدی په ځايونو ،دلاسونو په ورغوی کونډی او پښو کافور يا عطر يا بل کوم ډول خوشبو ووهي .
دکفن اوقبر مصارف دمړي له پاتی مال څخه اداکيږي که له مړي څخه څه شی نوي پاتې بيا پر هغه چا لازم دي چا يې چه دنفقی مسئوليت په غاړه لرلو .
اوکه يې کوم چا ته دکفن اوغسل وصيت کړي وي بيا به يې هغه کس اداکوي.
دجنازی دلمانځه حکم :
دجنازی لمونځ فرض کفایی دی .
که ديوه کلې ځنی کسان جنازی ته ورشی نو دپاتې کسانو غاړه به هم خلاصه وي.
اوکه دکلی څخه يو هم ورنشي نو ټول به ګهنکار شي.
دجنازی دلمانځه شرطونه :
دجنازی دلمانځه دوه قسمه شرطونه دي يو هغه دی چه په لمونځ کونکی پوری اړه لري اودوهم هغه دي چه په مړی پوری اړه لري.
۱- دلمانځ کونکی لپاره هغه ټول شرطونه موجود کيدل پکار دی کوم چه دعامو لمونځو نو لپاره ضروری وي ،مګر په دؤ شيانو کې فرق دی .
لومړی که د جنازی د لمانځه د تلو ويره وي نو تيمم به وهی حال داچې د عامو لمونځونو لپاره پداسې حالت کې تيمم نشته ، دوهم په نورو لمونځو کې رکوع او سجده وي د جنازی په لمونځ کې رکوع او سجده نشته .
۲- کوم شرطونه چه دمړی سره تعلق لری هغه دادی : ۱- مړی به مسلمان وي ۲- دمړی پاکوالی (غسل ) ۳- د کفن پاکوالی ۴- دمړی د ستر پټوالی ۵- د مړی د جنازی موجوديت
دجنازی د لمانځه د ادا کولو طريقه :
ټولونه مخکې به صفونه برابر کړی يوصف ، دری صفه ،پنځه يا اوه صفونه غوره داده چه طاق وي .
دمړی جنازه به د صفونو مخی ته کښيږدی او امام به د مړی د سينی په مقابل کې ودريږي .
بيا به امام او مقتديان دجنازي د لمانځه نيت وکړی .
بيابه الله اکبر ووايي لاسونه د دواړو غوږو د نرميو په اندازه پورته کړي لکه د نورو لمونځونو په څير لاسونه به وتړی او ثنا سُبْحَانَكَ الّلهُمَّ ............ به وايي .
له ثنا ويلو ورسته به امام په زوره او مقتديان په ورو لاسونه به نه پورته کوي الله اکبر ووايې بيا درود شريف اللهم صل او اللهم بارک ووائی بيا به دريم تکبير الله اکبر ووايی دمړی دعا به ووایې دبالغ نرينه او ښځی دجنازی دوعا
اَللَّهُمَّ اغْفِرْ لِحَيِّنَا وَمَيِّتِنَا، وَشَاهِدِنَا وَغَائِبِنَا وَصَغِيْرِنَا وَكَبِيْرِنَا، وَذَكَرِنَا وَأُنْثـَانَا
اَللَّهُمَّ مَنْ أَحْيَيتَهُ مِنَا فَأَحْيهِ عَلىَ الإسْلَامِ، وَمَنْ تَوَفَّيْتَهُ مِنَّا فَتَوَفَّهُ عَلىَ الإيمَانِ
(( ای الله ! زمونږ ژونديو،زمونږ مړيواوهغه خلک ته چې حاضر دی اوهغه چې غالب دی ،زمونږ کوچنيان،زمونږ لويانو زمونږ ښځو ته بخښنه وکړی ، ای الله ! په مونږ کې چې چاته ژوند ورکړی نو په اسلام سره يې ژوندی وساتی اوچاته چې له مونږ نه مرګ ورکړی نوله ايمانه سره مرګ ورکړی )).
که نابالغه ماشوم وي دا دوعا لوستل کيږي :
اَللَّهُمَّ اِجْعَلْهُ لَنَا فَرْطًا وَّاجْعَلْهُ لَنَا اَجْراً وَّ ذُخْراً وَّاجْعَلْهُ لَنَا شَافِعَاً وَّ مُشَفَّعًا.
ای الله ! دغه کوچنی زمونږ دنجات اوخلاصون دپاره مخکې جوړ کړی او دغه زمونږ دپاره د شفاعت ذريعه او سبب جوړ کړی او زمونږ د پاره يې اجر او ذخيره کړی )).
دنابلغه ماشومې نجلې لپاره دا دعا لوستل کيږي :
اَللَّهُمَّ اِجْعَلْهُ لَنَا فَرْطًا وَّاجْعَلْهُ لَنَا اَجْراً وَّ ذُخْراً وَّاجْعَلْهُ لَنَا شَافِعَةً وَّ مُشَفَّعًه.
بيا به څلورم تکبير الله اکبر ووایی سلام به وګرځوی .
چه پدی سره دجنازي په لمونځ کې څلور تکبيرونه شو په لومړی تکبير نه ورسته ثنا ويل دوهم تکبير سره درور ويل دريم تکبير سره مړی ته دعا ويل او په څلورم تکبير سره دواړو خواوو ته سلام ګرځول .
لاسونه يواځی په لومړی تکبير کې پورته کيږي په نورو تکبيرونو کی لاسونه نه پورته کيږي .
اسقاط :
د اسقاط په اړه خوځنی خلک داسې فکر کوي چه دابه دلمونځ ،روژی ،زکات او نورو کفاره ده اوپه دې سره به خلاصی ومومو دايو جاهيلانه فکر اوخيال دی .
پدی کې خو شک نشته چه فقهاؤ داسقاط او دور صورتونه ذکر کړي دي ليکن هغوی چه کوم شرطونه ورسره ذکر کړی ،نو اوس خو دهغه شرطونو څه رعايت نشته يوعام رواج ګرځيدلی دی .
بله مسئله داچه بيا دغه د اسقاط پيسی په يوه دوره دری ځله ګرځوي د دوري هر کس ته يې يوځل ورکوي او بيا ترينه اخلې په همدی شکل ګردي په دوره تاووي .
حيله اسقاط يا دور ځنی فقهاؤ کرامو د داسې چا لپاره تجويذ کړی ؤو چه د هغه نه څه لمونځونه ،روژی وغيره اتفاقاً نه قصداً فوت شوي وي او دقضايې راوړلو موقع ورته نه وي پيدا شوی او دمرګ په وخت کې يې وصيت کړی وي ليکن دهغه په ترکه يا ميراث دومره مال نه وي چه دهغه د لمونځو يا روژی فديه تری ادا شي .
داسې نه چه مال ورڅخه پاتی وي هغه دده خپل واريثان تقسيم کړي او ويې خوری لږ کمی پیسی را واخلې چه خلک ووايي دادی ما خو په ښه شان سره مړی خښ کړ.
اوکه صدقه وي نوصدقه بيا لاس په لاس ته ضرورت نشته چه يوځل يو مالک شی او بل ځلی بل کس دهغه مالک شي .
اوکه فديه وي نو فديه به يوه خاصه اندازه لری چه د قضا شويو لمونځو،روژی ،زکات وغيره له رویه د مړی د وصيت له مخی ټاکل کيږی او بيا د مړی د ترکې له دريمی برخی څخه ادا کيږي .
دجنازی وړل :
دجنازی دپورته کولو طریقه داده چه اول د کټ يا چهارپايې دمخ راسته پايه پر خپله راسته اوږه کښيږدی اولس قدمه ولاړشي ددی څخه ورسته دشا راسته پايه په راسته اوږه کيږدی لس قدمه ولاړشي ددی څخه ورسته دمخ طرف چپه پايه بيا دشاطرف چپه پايه په چپه اوږه کيږدی لس لس قدمه به ځی چه جمع څلويښت قدمه کيږي (درمختار ).
دجنازی تيز وړل پکاردی داسې تيز هم نه چه مړی وښوری
دجنازی سره د ښځو تلل مکروه تحريمی دي .
دجنازی مخکې د کومی سولۍ تلل مکروه دي .
قبر اودجنازي خښول :
دقبر اوږدوالې دمړی د قد په اندازه وي ژوروالی (عمق ) يې دانسان دقامت ټټر ياسينی په اندازه دی تر هغه ذيات بهتره دی او عرض يې د طول يا اوږدوالی نيمايې وي .
بغل ګور (لحد) بهتره دي خوکه زمکه خامه وي نو بيا سيده (شق ) قبر هم صحی دی .
په قبر کې چه کله مړی ږدی داسې به وایې بِسمِ اللهِ علی ملة رسول الله ورسته به مړی پر ښی اړخ قبلې ته مخامخ څملوي .
دمړی په قبر کې تر ايښودو ورسته په لاسو کې خاوری واخلی دری ځله به يې په قبر باندی واچوي په لومړی ځل به وايی مِنْهَاخَلَقْنکُمْ او دوهم ځل وايې وَفِيْهَانُعِيْدُکُمْ او دريم ځل وايې وَمِنْهَانُخْرِجُکُمْ تَارَةً اُخری يعنی الله تعالی فرمايی چه ما تاسی ددی خاوری نه پيداکړي ئی اوبيا مو ديته بيرته واپس کوو او ددينه مو دوباره دقيامت په ورځ راباسو.
مړی له تابوت سره خښول جواز نلری (المقرب لأحکام الجنائز ).
دمړی د سر او پښونه بغير نوري د سينی او پښو دکفن غوټی خلاصول پکار دي (المقرب لأحکام الجنائز ).
قبر ماهی پوشت شکله جوړيږی چه لوړوالې به يې تر يوه لويشت لوړ نه وي .
دښځی قبر ته انتقال په وخت کې پرده ضروری ده .
په قبر ابه شيندل مستحب دي .
لا تجلسوا على القبور ولا تصلوا إليها (مسلم ).
دقبرونو د پاسه مه کښينئ او د د هغوی طرف ته مخامخ لمونځ مه کوی .
نهى رسول الله ص أن يجصص القبر وأن يُقعد عليه وأن يُبنى عليه أو يزاد عليه أو يُكتب عليه (ابؤداود).
رسول الله منع فرمايلی د قبرله پوخ جوړولو،په هغه باندې کښيناستل ،يا دڅه شی ذياتول ،دهغه لپاره عمارت جوړول ،يا په هغه ليکل (دنوم اوتاريخ وغيره ليکل هم پدی نهی کې شامل دی ).
مګر د قبر نښه کول په ډبره يا بل شی جائز دي .
تعزيت :
تعزيت (تسلی او غمرازی ) :
دمړی دکورنی خلکو ته دصبر اوشکر تلقين کولو ،ډاډ اوخواخوږی کلمات ويلو دهمدردی اوغمشريکی اظهارولو دهغوی غم اوفکر غلطولو او دمړی په خق کې بخښنی دعا کولو ته تعزيت وائی .
په کوم کور کې چه مړی شوی وی دهغوی کره ډوډی وغيره تر دزیو وختو پوری ورليږل .
اوتر دريو ورځو تعزيت وي د دريو ورڅو نه ذيات مکروه دي البه دلری راتلونکو لپاره د دريو ورڅو قيد نشته .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی : مَنْ غَزّی مُصَابًافَلَه مِثْلُ اَجْرِه
چاچې دکوم مصيبت زده تعزيت وکړ نودده دپاره هم دمصيبت زده پشان اجر دی
دريمه څلويښتنمه يا چهله يو فرعونی اصل دی چه داسلام نه مخکی په فرعونيانو رواج ؤ په اسلام دا ډول خرافات هيڅ ځای نلری
دقبر زيارت :
دقبرزيارت دسړيو لپاره جائز دي چه ېزيارت ته لاړ شي مړی ته دعا وکړی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی :
زوروا القبور فإنها تذكركم الآخره
دقبرونو زيارت ته ځی ځکه داقبرونه تاسی ته آخرت درپه يادوي .

((كنت نهيتكم عَن زيارة القبور، فزوروها. فإنها تزهد في الدنيا، وتذكر الآخرة)).(ابن ماجه)
ما تاسی د قبرونو د زيارت نه منع کړی وئ اوس (اجازت درکوم ) چه تاسې دقبرونو زيارت کوی ځکه چه (ددی ګټه داده چه ) په دې سره د دنيا بی رغبتی او دآخرت ياد او فکر پيدا کيږی.

په اول وخت کې ځکه منع ؤ تر څو هغه د جاهليت د وخت خرافات په بشپړه ټوګه له منځه ولاړ شی
له بده مرغه لاهم په ځنو مناطقو او ولسونو کې همغه مشريکانه اعمال شته لکه : په قبرونو کې د حيوان زبح کول ، هلته اور بلول يا هغوی شفاء ګرځول او داسې نور دا ډول اعمال په اسلام کې هيڅ ځای نلری دا همغه د جاهليت د وخت پاتی ميراث دی چه له دين څخه ناخبره کسانو ته ورپاتی دی .
داسلام دين سراسر ټول حکمونه د حکمت او مصلحت څخه ډک دي د ځنو مصلحتونو پر بنا ښځی ته جايز نده چه د قبر ذيارت وکړی .
لعن الله زائرات القبور الله ج لعنت کړی دی پرهغو ښځو چه دقبرونو ذيارت وکړي .
دقبرونو دزيارت په وخت کې دا دعا ويل سنت دي :
«السَّلاَمُ عَلَى أَهْلِ الدِّيَارِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُسْلِمِينَ وَيَرْحَمُ اللَّهُ الْمُسْتَقْدِمِينَ مِنَّا وَالْمُسْتَأْخِرِينَ وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللَّهُ لَلاَحِقُونَ ».(مسلم، احمد و نسایی).
سلام دې وي پر تاسی ای ! اهل د قبرونو له مؤمنانو او مسلمانو الله ج دې رحم وکړی پرهغو کسانو چه له مونږ نه مخکی تللی او پر هغو کسانو چه له مونږ نه به ورسته رحلت کوي اومونږ به هم ان شآء الله له تاسې سره يوځای شو.
په مرګ باندې دصبرکولواجر:
دحضرت ابوهريره (رض) نه روايت دی چه رسو ل الله (ص) فرمائی : چه د الله تعالی ارشاد دی چه کله زه د خپل مؤمن بنده ،سړی ياښځی څوک ګران چه هرکله زه واخلم بيا هغه د ثواب هيله کې صبر وکړی نودهغه دپاره زما سره بغيردجنت نه هيڅ بدله نشته (بخاری) .
ومن الله توفيق

  1. سوال :- ډیرخلګ په میراث کی خوراولــــورته کـــومه حصــه نه ورکوی
  2. سوال :- ښځو چی په نوکانو رنګونه لګوی ددی عــمل په کولوسره په اوداسه اوغسل کی کوم تغیرراځی اوکه نه ؟
  3. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب په نـیت اویا دمصیبتوددفع په خاطرختمونه کوی
  4. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوورتـــــه تعزیه کوی
  5. سوال :-ډیری ښځی اوځنی سړی خاوری خوری ایاد کار جائزده اوکه نه ؟
  6. سړی تر څومره مودې پورې د ميرمنې نه جلا مسافرت کولای شي ؟
  7. سګریټ د طب او شریعت له نظره
  8. شهوت پارونکې جامې اغوندې
  9. شيخ الحديث مولانا شیرعلی شاه صاحب خصوصی بیان
  10. شيخ القرآن مولانا گوهر الرحمن کتابونه تفهیم المسائل مکمل شپږ جلده علوم القرآن مکمل دوجلده
  11. شيطان به وتړل شي، خو كه ستا نفس شيطان شي
  12. شيطان څنګه نيکان خلک دوکه کوي (مهم مطلب دی تر آخره يې په پوره حوصله ولولې )
  13. شیخ غلام الرحمن په غږ کې پښتو ترجمه او تفسير
  14. شېخ القران مولانا امیرحسین باچا لفظي ترجمه
  15. شېخ القران مولانا طاهر پنجپیرې صاحب پشتو بیانات
  16. شېخ القران مولانا عطاء الله بند یالوی صاحب پشتو بیانات
  17. شېخ القران مولانا غلام حبیب صاحب پشتو بیانات
  18. شېخ القران مولانا میر سمیع الحق افغانی صاحب پشتو بیانات
  19. شېخ القران مولانا ولی الله کابلګرامی صاحب پشتو بیانات
  20. شېخ حسن جان صاحب پشتو بیانات
  21. طاقتور خلك د زيات طاقت لپاره کوشش کوي او غريب خلك د خپلې روزي لپاره،
  22. قيا م الليل يا تهجد د اشراق لمونځ د څاښت لمونځ فضيلت او اهميت
  23. كه پرتوګ وروسته له كوروالي سمدلاسه وتړل شي نوهغې سره مونځ صحيح دى اوكه نه ؟
  24. كه په روژه كې دسهارلمونځ دپيشمني څخه وروسته لږ وړاندي وكړاى شي نو صحيح دى اوكه نه ؟
  25. كه څوك د مانځه په قعده كښې كله يوه اوكله بله دعاء و وايې داحنافو په نزد خوبه كوم ممانعت نه وي ؟
  26. كه چا حيوان حلال كړ او دهغه په خيټه كى يې مړ بچى و مو ندنو ددغه مړبچى غوښه
  27. كه چرى د ېو سړې زمكه زياته غله اوپيداواركوى نوقربانى پرى لازم ده او که نه ؟
  28. كومې ښځې ته چه په لمبلوسره په غالب ګومان دناروغه كيدوويره وي نوخپل ميړه دجماع كولو نه منع كولى شي اوكه نه ؟
  29. له تكبير تحريمې څخه وروسته دلاسونو زوړندول نشته
  30. له خپلې ښځې سره دنزدېکت٬ جماع٬ آدبونه
  31. له سلام څخه وروسته د امام مخ كوم لوري ته اړول ښه دي ؟
  32. له واده مخکې اووروسته ځینې ستونزی اودحل لارې
  33. له وخت څخه دغوره ګټې اخستلو لارې چارې
  34. له وخته مخکې انزال او معالجه ېې
  35. له کافرڅخه لیک لوست زده کول
  36. لواطت تر زنا لويه ګناه ده
  37. محترم مفتي صاحب ډیرخلګ دمحرم میاشت دغم اوخفګان میاشت ګڼي آیا په شریعت کې هم دامیاشت دغم اوخفګان میاشت ده ؟
  38. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  39. مرګ نه پس ښځه خاوند يو بل ته کتلې شې
  40. مشکل اعراب القران که تاسوته دقرآن ېو آېت کی نحوې اشکال وې نولاندې کلیک کړې
  41. مصافحه يوبل ته لاسونو ورکول د شریعت په رڼا کښی څه حکم لرې تفصیلی جواب راکړې ؟
  42. معانقه [يوبل ته ورغاړې وتل ] د شریعت په رڼا کښی څه حکم لرې تفصیلی جواب راکړې ؟
  43. معانقه يوبل ته ورغاړې وتل هم په اسلام كې د ملاقات د ادابو څخه ده
  44. موږ د پنځلسو افغانيو مڼې ناليدلې نه اخلو.خو د ژوند دا اوږد تړون
  45. نجلۍ ته له خپل ملګري سره نکاح روا ده که ناروا؟
  46. نطفه اخلی او د ښخی د اولاد په ځای کی یی د پیجکاری له لاری داخلوی
  47. نه تعصوبي وهابيان منو او نه تعصبي مذهبيان
  48. نو دا به له يو خاوند سره نکاح کوي او که له دوو خاوندانو سره ?
  49. نو نو یو وخت په افغانستان کې .................................... (انځورېز راپور
  50. نومره {پلاټ} کور مارکيټ او دوکان په دې زکات شته او که نه ؟
  51. هره ورځ خپل مخ په آئينه کې كورئ، که مو خپله څيره
  52. هرڅوک چي دغه دعاولولي ، هيڅوک تکليف اوضررورته نشي رسولى
  53. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو
  54. وليمه (د واده خوړه دشريعت له نظره)
  55. ولې زمونږ ټولنه کې ودونه وروسته کېږي؟
  56. ولې په روژه كې خلك ژاړي خو زه نه
  57. وهابيان ښه خلک دی او که څنګه ؟
  58. يا رسول الله يا علی يا خواجه وغيره ويل جايز دی
  59. يا محمد يا رسول الله ويل جايز دي ؟
  60. يو سړي محتلم شو يايې يوې ښځې ته وكتل اومني دخپل ځاى نه په شهوت سره ووتله ،بيايې په خپل ذكر فشار راوړ
  61. يو مجلس كې څوځله پرنجي کوي او د ښځې د پرنجي ځواب او د غيرمسلمان د پرنجي ځواب ورکول لازم دې او که نه ؟
  62. يو ځوان بايد څه وخت واده وکړي؟
  63. يوسړى چه اودس لري اونظر يي په يوه ښځې باندې پريوځي نودهغه اودس ماتيږي اوكه نه ؟
  64. ټول ملګرې دې خبر وې او نورو ته دې هم دا خبر وه رسوې هسې نه چه بزار یا هوټل او انتظار ګاه کی او یاهم یو بل ځای کی
  65. پتلون یانوري تنګي جامي په تن کول دشریعت له نظره جواز لري اوکنه؟
  66. پخلي کې استعمال شوي غوړي د بيا ګرمولو لپاره زهرجن کېږي
  67. په اسلام کي د قرباني څه اهميت، مقام او درجه ده؟ ددي متعلق مسئلي واضحه کړئ. ځواب :
  68. په اوسني عصرکې نارینه اومیرمنې په خاص ډول داسي ساعتونه چې دسرو یاسپینوزرو څخه جوړوي په لاس کوي څه حکم لرې؟
  69. په تصوير لرونکی جامه کې لمونځ صحي کيږي او که نه ؟
  70. په جنت کې به سړی له خپلو والدينو ،اولاد او ښځې سره يو ځای وي ؟
  71. په جنت کې به میرمن دکوم خاوندسره وي ؟
  72. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  73. په داسې اتاق {کمره او کوټه} کې لمونځ کول چې هلته تصويرونه وي
  74. په دنيا پسې منډې وهونکی به سرګردانه او پريشانه وي
  75. په دنيا کې لويه کاميابي له ناکاميو نه وروسته حاصليږي
  76. په رحم کې د اولاد يا حمل دمخنيوي شرعي تحقيق
  77. په زخم زوركولوله كبله چه كوم مواد راووځي په هغه سره اودس ماتيږي اوكه نه ؟
  78. په شريكه قربانى كښے دټولوشركاؤنيت اوقصددثواب شرط دے
  79. په طلوع تلویزیون کی یوه خپرونه ده چی 20 نفره به کی اشتراک کوی
  80. په عدت کې له يوه څخه وروسته حامله شوه نوعدت څنګه تيرکړي ؟
  81. په غائبانه توګه د جنازې لمونځ جايز دی او که نه ؟
  82. په قبرونوپردی اوپوښونواچول څه حـــکم لری حالنـــــکه په ډیـــــرو پوښوډیرقـــرانی ســـورتونه لیکلی وی
  83. په قسط باندې خرچول او اخيستل د اسلام له مخې څه حکم لري؟
  84. په كوټ اوپتلون كښې مونځ كيږي اوكه نه؟
  85. په كټ باندې مونځ كول صحيح دي
  86. په لباس کښي دزیب او زینت ترڅنګ دپردې خیال ساتل لازمي دی
  87. په لمانځه کې د پښو تر مينځ فاصله بايد څومره وي ؟
  88. په لمانځه کې څنګه له شيطاني وسوسو ځان بچ کړم ؟
  89. په لمانځه کې کوم ځای ته وکتل شي او د څه شي تصور کول پکار دی ؟
  90. په مذي باندې په ككړو جاموكې مونځ كول صحيح دى اوكه نه ؟
  91. په نني عصر کې دمسواک په ځای ټوتهـ پیسټ اوبرش ډیرزیات استعمالیږي په دې باندې اجر اوثواب میلاوېږې او که نه ؟
  92. په وړينو كاليوباندې ګنده ګې ا وچه شي اوپه خپله ورژيږي بغير له پاكولو نه مونځ روا دى اوكه نه ؟
  93. پوښتنه دسختې يخنۍ اوتبې په سبب سره تيمم روا دى اوكه نه ؟
  94. پوښتنه : د مېرمنو {ښځو} له پاره په تبليغي جوماتونو کې وتل څه حکم لري؟
  95. پوښتنه : دمسواك اندازه څومره ده ؟
  96. پوښتنه ده نامه نه لاندې ویښته که چیرې پرې دوا استعمال شی { سپرې } نو په اسلام کې څه حکم لرې ؟
  97. پوښتنه: ايا ښځو ته هم د سړيو په شان د مسواک کارول سنت دي؟
  98. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  99. پوښتنه: ايا د خاوندانو له پاره روا ده، چې خپلې مېرمنې ته د پرديو خلکو د ليدلو اجازه ورکړي؟
  100. پوښتنه: خاوند کوم مهال خپله ښځه وهلي شي، که کوم خاوند پرته له هغو لاملونو ښځه ووهې ګنهګاردي او که نه؟

2 comments:

  1. Assalamu Alaikum w w b.
    Ma da mazmoon pu benawa online ki ham wolwastul. No Zumba pukhtani da I'd chi da du tasu mazmoon di ka du haghoi?

    ReplyDelete
  2. جزاك الله الله ج دي اجر او سواب درله په دنيا او اخيرت كي در كري

    ReplyDelete

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User