Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, June 5, 2012

د زکات د آدا کولو ګټې



۱- د مال پاکوالی : د زکات په ادا کولو سره مال پاک او په مال کې چې د زکات د مستحقينو کوم حق دی هغه حصه هغوی ته سپارل کيږي ، په معنوی لحاظ د ګناهونو څخه پاکيدل او د فنا کيدونکو څيزونو د شوق او محبت څخه د زړه پاکوالی .
قال الله تعالى : {خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِمْ بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاتَكَ سَكَنٌ لَهُمْ} [التوبة: 103]
ژباړه : د دوی له مالونو څخه صدقه (زکات ) واخله څو دوی د هغې (صدقې ) له مخې پاک او برکتي کړې ، او دوی ته دعا وکړه په رښتيا سره چې ستا دعا دوی ته هوساينه ده .
همدارنګه الله جل جلا له د زکات په وجه د بنده ګناهونه معاف کوي لکه چې نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي : « والصدقة تطفىء الخطيئة كما يطفىء الماء النار » اجامع الصغير3817  والمراد بالصدقة هنا الزكاة، يعنې زکات ګناهونه داسې له مينځه وړي لکه اوبه چې اور سړوي .
۲-  د مال زياتوالی : د زکات په ادا کولو سره خدای جل جلاله په مال کې برکت اچوي .
قال تعالى : {يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ وَاللَّهُ لا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ }[ البقرة :276 ] .
ژباړه : الله سود له مينځه وړي او خيراتونه زياتوي او الله نا شکره ګنکار نه خوښوي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : مَنْ تَصَدَّقَ بِعَدْلِ تَمْرَةٍ مِنْ كَسْبٍ طَيِّبٍ، وَلا يَقْبَلُ اللَّهُ إِلاَّ الطَّيِّبَ، وَإِنَّ اللَّهَ يَتَقَبَّلُهَا بِيَمِينِهِ،ثُمَّ يُرَبِّيهَا لِصَاحِبِهِ، كَمَا يُرَبِّي أَحَدُكُمْ فَلُوَّهُ، حَتَّى تَكُونَ مِثْلَ الْجَبَلِ». (بخارى: 1410)
الله جل جلا له  فقط د حلال مال صدقه قبلوي ، او چا چې د يوې خرما په اندازه حلال مال صدقه کړ ، الله جل جلا له  هغه پخپل بلا کيف لاس کې نيسي او هغه ته داسې وده ورکوي لکه تاسې چې کره آس ته روزنه او پالنه ورکوئ تر هغه چې دا خرما په اندازه د يوه غره شي .
همدارنګه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي «مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ الْعِبَادُ فِيهِ، إِلاَّ مَلَكَانِ يَنْزِلانِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا». (بخارى: 1442)
يعنې : هر ورځ دوې ملائکې ځمکې ته را کوزيږي . يوه يې وايي : ای الله جل جلا له  ! څوک چې ستا په لار کې انفاق کوي هغې ته بدله ورکړي ، او بله يې وايي : ای الله جل جلا له  ! څوک چې ستا په لار کې انفاق (خرچ ) نه کوي د هغه مال هلاک کړه ، يعنې د هغې مال تلف کړې .
۳- له بلاؤ او آفاتو څخه د مال بچوالی : د زکات په ادا کولو سره به بيا په مال  آفتونه او بلاوی  نه راځی  ، او څوک چې زکات نه ورکوي د هغوی په مال او کښت به آفتونه نازليږي . لکه په پورته حديث کې ( اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا) بخاري يعنې : ای الله جل جلا له  ! څوک چې ستا په لار کې انفاق نه کوي (زکات نه ورکوي ) د هغه مال تلف کړه د هغه مال او کښت ته زيان ورسوه .
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : من أدى زكاة ماله فقد ذهب عنه شره (طبراني او صحيح الترغيب – الألباني 743) يعنې : چا چې د خپل مال زکات ورکړ ، د مال له شر او آفت نه په امن شو .
نن عصر کې همدا وجه ده چې د هغه خلکو چې زکات نه ورکوي د هغوی په کښتونو او فصلونو همدارنګه مالونو باندې ډول ډول آفتونه ناليږي .
۴- بی حده خوشحالی او د زړه سکون : د زکات له ادا کولو سره سم د انسان په زړه کې زياته خوشحالی او سکون پيدا کيږي ځکه  چه په هر عمل او کسب کې چه د خدای جل جلاله رضا وي  په هغی سره سړی خوشحالي او آرام احساسوي  .
لکه په لاندې ايت شريف کې چې الله جل جلا له  خپل رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته امر کوي چې د دوی نه زکات واخله تر څو دوی د زکات ادا کولو په وجه پاک او برکتي شي او دوی ته دعا وکړه او ستا دعا دوی د پاره هوسانه او د زړه ډاډ دی .
قوله تعالی : {خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِمْ بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاتَكَ سَكَنٌ لَهُمْ} [التوبة: 103]
۵- دسيخيانو په ډله کې ور ګډيدل : د زکات ورکول تر ټولو غوره سخا ده .
قوله تعالی : وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَّهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَّهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُواْ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ( آل عمران ۱۸۰ ) .
ژباړه : او هغه کسان چې پر هغه څه چې الله د خپلې پيرزوينې څخه دوی ورکړي دي بخيلي کوي نه ښايي چې دوی خپل دغه کار خير وګڼي بلکې دا د دوی لپاره زيان دی ژر به په قيامت کې هغه څه چې دوی پرې بخلي کړی ده د دوی ( غاړې ته ) د طوق په شکل ور واچول شي .
۶-  د الله جل جلا له  په رحمت کې شامليدل :
قال تعالى: {وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ فَسَأَكْتُبُهَا لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ. وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَالَّذِينَ هُمْ بِآيَاتِنَا يُؤْمِنُونَ } [الأعراف: 156 ]
زما رحمت هر شي ته شامل دی نو ژر به دغه نعمت هغو کسانو ته ورکړم چې تقوای کوي او زکات ورکوي او هغه کسان چې زمونږ په آیتونو ايمان لري .
قال تعالى : {وَأَقِيمُوا الصَّلاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ} [النور :56] .
ژباړه : او لمونځ وکړئ زکات ورکړئ او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  پيروي وکړئ هيله ده چې پر تاسې رحم وشي .
او بل دا چې په نورو باندې رحم کول د الله جل جلا له  د رحم او پيرزوينو سبب ګرځې  نوکله چه هغو مسکينانو او غريبانو ته چه څلورو ديوالونو ته حيران ناست وي دخوراک لپاره هم څه نه لري زکات ورکړ شي څومره لوی رحم ، زړه سوی او خواخوږي به وي  نو چا چې پر نورو رحم وکړ الله جل جلا له  په هغه باندې رحم وکړي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ارحموا من في الأرض يرحمكم من في السماء (الترمذي 1924 او سلسلة صحيحة الالباني 925 ) يعنې : تاسې د ځمکې په مخلوق رحم کوئ رحم به وکړي پر تاسې هغه (الله جل جلاله ) چه د آسمانو خالق دی.
۷- له حب دنيا څخه خلاصون : له دنيا او دولت سره محبت ستر مرض دی چه ددی مرض په وجه سړی بخيل ،سخت زړی او بې رحمه ، بې مينی او علاقې وي له مرګ څخه ويره لري د دنيا د عيش اونوش اوږدې آرزوګانې لري  ……….. نو آخربه تر کومه ژوند وي ؟
او د مال او دولت سره مينه يو طبعې شی ده ، قوله تعالی : {وَتُحِبُّونَ ٱلْمَالَ حُبّاً جَمّاً } « او شتمني په ډيره مينه خوښوئ ».
نو کله چه څوک له خپل خوږ مال څخه د خدای جل جلاله د رضا لپاره زکات ورکړي دهغه په زړه کې د خدای جل جلاله د محبت ولولی په جوش راشي او د فانی دنيا محبت يې له زړه وزي .
الله جل جلا له  فرمايي : لَن تَنَالُواْ الْبِرَّ حَتَّى تُنفِقُواْ مِمَّا تُحِبُّونَ )) [آل عمران:92].
ژباړه : له سره به تاسې د (د پوره) ښېګڼې (درجه ) و نه مومئ  تر څو چې له هغه شي څخه چې ستاسې خوښ وي ( د الله په لار کې ) خيرات و نه کړئ .
۸-  د الله جل جلا له  پر نعمت شکر : بی له شکه هغه کس چه زکات اداء کوي ، نو پوره يقين لري چه زه خو پخوا ناداره وم ای خدايه!   ستا پر خپل فضل مالداره وګرځولم نو نن ورځ په ډير اخلاص ستا له راکړي مال څخه يواځې څلويښتمه برخه پر بې وزلو او مسکينانو ويشم ، نو شکر خو همدې ته وايي چه نعمت د الله جل جلا له له خوا يو فضل وګڼل شي ، ولی هغه کس سره له دې چې خدای جل جلاله ورباندې د مال پيرزوينه کړې وي خو زکات نه ورکوي په دې ګمان وي چه دا زما د منډو او کوښښتونو ثمره ده  . نو د زکات ورکول ورته ډير سخت بريښې ګمان کوي چه په دې څلويښتمه حصه به مې مال کم شي چه دا د لوی چښتن جل جلاله سره ستره بې وفايي او د بندګی له شانه سره ناشکري او سرکشي ده .
الله جل جلا له  په قرآنکريم ورته داسې اشاره کوي : {يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ وَاللَّهُ لا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ }[ البقرة :276
ژباړه : الله سود له مينځه وړي او خيراتونه زياتوي او الله نا شکره ګنکار نه خوښوي .
ابن قيم رحمه الله د شکر ارکان داسې بيانوي :
1-      په نعمت اعراف کول (چې دغه نمعت ماته د الله تعالی د جانبه را کړ شوی دی  .
2-      د نعمت په اړه خبرې کول او د هغه ښکاره کول .
3-      د نعمت انفاق يا خرڅول د نعمت د عطا کوونکي په لار کې .
۹-  د خلاصون لاره : د الله جل جلا له  رضا چې د الله جل جلا له  رضا د هر مؤمن هدف او آرمان وي .
قوله تعالی : إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ  (البقره ۲۷۷ ).
« يقيناً هغه کسان چې ايمان راوړی او ښه کارونه يې کړي دي او لمونځ يې قائم کړی دی او زکات يې ورکړی دی ، د هغوی اجر د دوی د رب سره دی پر دوی نه کومه ويره شته او نه به غمجن شي .»
..... لَئِنْ أَقَمْتُمُ الصَّلاةَ وَآتَيْتُمُ الزَّكَاةَ وَآمَنْتُمْ بِرُسُلِي وَعَزَّرْتُمُوهُمْ وَأَقْرَضْتُمُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا لأكَفِّرَنَّ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَلأدْخِلَنَّكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الأنْهَارُ} [المائدة: 12].
«که لمونځ مو په پشپړه توګه وکړ او زکات مو ورکړ او پر رسولانو مو ايمان راوړ او د دوی سره مو مرسته وکړه او الله جل جلا له  ته مو حسنه پور ورکړ ، زه به هرومرو ستاسې نه ستاسې ګناهونه لرې کړم او تاسې به په داسې باغونو کې ننباسم چې تر (ونو ) لاندې يې ويالې بهيږي» .
همدارنګه فرمايي : وَسَيُجَنَّبُهَا الأَتْقَى ، الَّذِي يُؤْتِي مَالَهُ يَتَزَكَّى ( الليل 18-17 ) « او د (دوزخ د اور نه ) به هغه متقيان خلک تر ټولو ژر ګوښه شي چې خپل مال د الله جل جلا له  په لار کې ددې د پاره لګوي چې د ده روح او زړه ته سپېڅلتيا حاصله شي »
الله جل جلا له مونږ ته د زکات په ښه شان ادا کولو توفيق راکړي

 (آمين )

آن لاين اسلامې لارښود

 

 

  1. ای ګناهکاره : آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  2. ایـاداعمل صحی ده اوکنه ؟
  3. بيګانه ښځو ته لاس ورکول جايز نه دي
  4. بیرېشه او بی ګیرې هلکانو سره یارانه او دوستانه په شریعت کښی جائز او که نا جائز ېو تفصیلی وضا حت
  5. تعليم يافته زوی د والدينو لپاره بهترين اشتهار دی
  6. تفصیلی وضاحت وکړې او که ممکن وې دلیل هم وا لیکی
  7. تولو ته سلامونه ډالی کووم. کرانه زما پوشتنه داده چی د اسلام له نظره د جنازی نه بعد دایره شته او کنه ؟
  8. تيمم چيست ؟ فرضهای تيمم و طرېقه
  9. جنازې سره جاى نماز وړل څنګه دي ؟
  10. جور كردن دوكان ها زيرمسجد
  11. حكم وضوه اعضاءِ مصنوعي
  12. خاوند د ديرشو {30} کلونو لپاره بندي شو اوښځه صبر نه شي کولاى نونکاح فسخ کيداى شي
  13. خبرتيا ګرانو ملګرو توجه وکړې که ستاسو
  14. خريد فروخت اعضاء تحقېق کامل
  15. خريد فروخت باغات وميوه جات
  16. خصوصی نشریات
  17. خطبه جمع بايد به زبان عربي داده شود اگر به زبان ديگر گفته شود درين
  18. خواب كردن در مساجد
  19. خپلی ښځی سره د جنسي اړيکو اغیزا د بدن په سلامتيا باندې
  20. خپلې وفات شوې ښځې ته کتل اوغسل ورکول خاوندلپاره جائزدي اوکه نه ؟
  21. د قربانی ېو اهمه مسئله
  22. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه
  23. د آذان په وخت کې د ګوتو مچي کول او په نغاره وهلو سره افطار کول
  24. د اختر تر لمانځه مخکي قرباني، او په کلي کي لمونځ کول
  25. د اختر پر ورځ ځينې کارونه چې سپارښتنه يې شوې ده او سنت يا واجب دي په لاندې ډول دي
  26. د اسلامې تجارت دريم اصل دنرخونوآزاد پريښودل دی
  27. د اولاد څخه عقيقه کولو په باره کی که راته څه معلومات او تفصیلی وضا حت وکړې ؟
  28. د بالغې نكاح پلار وكړه خو د رخصتۍ په وخت ده انكار وكړو څه حكم لري
  29. د بدل واده او نکاح { شغار } جايز دي او که نه ?
  30. د بدې يا خطرناکې خاتمې او پايلې اسباب په غور يې تر پايه ولولئ
  31. د تجارت د ترغيب د پاره اعلانات او د سوغاتونو ويشل څه حکم لري ؟
  32. د تخرګو او شرمګا د ويښتانو په اړه پوښتنه
  33. د تره په موجوديت كې د مور ولايت نشته
  34. د تعويذ ځړول څه حکم لري ؟
  35. د توبې او استغفار اهميت او يوه لنډه عبرتناکه قصه
  36. د جنازې او چتو لو مسنون طريقه څه ده
  37. د حاجيانو استقبال کول او خلکو ته ډوډې ورکول شرعاً څه حکم لري ؟
  38. د حضرت سليمان علیه سلام او د کونگ مرغه خبري چې د انسان لپاره نصيحت دي
  39. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  40. د حمل مخنېوئ ، د حمل يا جنين د قتل سزا او نور مهم احکام
  41. د حيض په حالت کې د قرآنکريم د تعليم ورکول جايز دي ؟
  42. د خاوند پر ښځه او د ښځي پر خاوند څه حقوق دي ؟
  43. د خوشحال اوسيدلو اصول د هغه په عجائبو او غرائبو کې فکر وکړی
  44. د خوشحالي او استقبال د پاره په غاړه کې ګلان اچول څنګه دي ؟
  45. د داکتر دپاره د انسان د عورت معائنه كول جايز دي ؟
  46. د دولسوكالودهلك اذان صحيح دى
  47. د دوو لمونځونويوځاى كولو تحقيق
  48. د رسول الله صلی الله علیه وسلم خولي څه راز وه او آيا قراقلي پر سر کول جايز دي ؟
  49. د روژه ماتی څخه وروسته تر منی پوری د خپلی میرمنی سره کوروالی (جماع) کولو حکم څنګه دی ؟
  50. د روژې په مياشت يا د حج په ورځو کې ښځې لره د مياشتنۍ مريضي د بندولو دواوي خوړل
  51. د رکعت نيولو په نيت جومات ته منډې وهل څه حکم لري
  52. د زنا او لواطت د بی شرمه عمل خطرناکی پايلی
  53. د زيارت کولو طريقه او بل دا چې آيا مړي اوري ؟
  54. د شيخ احمد په نوم خوب او خبر يا وصيت درواغ او ګمراه کونکی دی
  55. د شپاړسو كالو جينئ نكاح په زبردستى جائز نه ده
  56. د شپې لخوا جارو وهلو او نوکانو پرې کولو کې څه نقصان شته ؟
  57. د عطرو په استعمال سره روژه نه ماتېږي
  58. د عقد نکاح (ګوژدې ) وروسته له ميرمنې سره تېلېفوني خبرې جايزې دي ؟
  59. د غاښ ډکول او پوښول د غسل او اودس مانع ګرځي ؟
  60. د غير مسلم سره په معاملاتو کې د اسلامې شريعت څه اصول او شرايط دي ؟
  61. د فاتحې اوسورت ترمينځ بسم الله په پټه ده اوكه په جهرسره
  62. د قرآنکريم په تعليم ،اذان او امامت اجرت اخستل روا دي ؟
  63. د لمانځه د ادا کولو نه پس په سجده پريوتل څنګه دي ؟
  64. د لمانځه قصداً يا سهواً پريښودل څه حکم لري ؟
  65. د لوط علیه السلام د قوم د هلاکت څلور صفتونه چی اوس زموږ په ځوانانو کی هم سته
  66. د ليزر شعاع په وسيله د اضافي ويښتانو لرې کول
  67. د ماشوم د زږيدنې د کليزي لمانځل څه حکم لري؟
  68. د ماشومانو دپار د نانزکو (عروسک ) جوړول او رانيول څه حکم لري ؟
  69.  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User