Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, March 12, 2012

د عاشورا ورځ د کربلا د واقعې سره څه ربط لري ؟


د عاشورا ورځ د کربلا د واقعې سره څه ربط لري ؟
د عاشورا په ورځ روژه نيول ؟
د عاشورا په ورځ روژه نيول سنت ده او دا روژه زیات ثواب لري په حديث شريف کې راغلی دي چه : [صَومُ يومِ عَاشُوراء يُكَفِّرُ السَّنَهَ التي قَبْلَهُ] « د عاشورا د ورځې روژه نيول د يو کال د ګناهونو کفاره ګرځي» مسلم (1162) مستحب ده چې د محرم د نهم ورځ هم روژه ونيول شي تر څو د يهودو سره مخالفت وشي .
د روژې نيولو علت دا دی چې کله پيغمبر صلی الله عليه وسلم مدينې ته هجرت وکړ د مدينې يهودو به د عاشورا په ورځ روژه نيوله او علت يې د موسې عليه سلام نجات له فرعون څخه ؤ نو پيغمبر صلی الله عليه وسلم وفرمايل چې مونږ تر دوی نه اولاتره يو مګر دا چې د يهودو سره مخالف وشي د محرم نهم روژه نيول مستحب دي .
د عاشورا ورځ د کربلا د واقعې سره څه ربط لري ؟
د عاشورا ورځ د امام حسين رضی الله عنه له شهادت سره کوم ربط نه لري دا د الله تعالی تقدير ؤ چې امام حسين د محرم په لسم شهيد شوی دی نور دا ورځ د امام حسين د شهادت په خاطر فضيلت نه لري بلکې دا ورځ د اسلام نه مخکې هم ؤ رسول الله صلی الله عليه د عاشورا د ورځې فضيلت هغه وخت بيان کړی چې امام حسين ماشوم ؤ.
په دغه ورځ روژه نيول او نور عبادت خاص الله جل جلا له  ته کول فضيلت لري .
د شعيه ګانو د خواراک خوړل څه حکم لري ؟
نذر يو عبادت دی چې د الله تعالی لخوا نه مقرر شوی نه وي بلکي خپله بنده يې پر ځای مقرر وي چې نذر کوي داسې چې:  زه به روژه ونيسم يا به نفلونه وکړم  الله تعالی فرمايي : {يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا} الدهر 7.
نذرونه او ذبح کول دواړه عبادت دی چې يواځې د الله تعالی د پاره وي .
د امام په نوم خوراک يا ذبح کول شرک دی او داسې خواراک خوړل حرام دي (اهل سنت او جماعت فتاوي ) .
په عاشورا کې شله پخول څه حکم لري ؟
بدعت دی هر هغه شی چې د ثواب په نيت تر سره شي او د دين جز وګڼل شي او په هغه شی باندې الله تعالی او پيغمبر صلی الله عليه وسلم حکم نه وي ورکړی بدعت دی .
د شعیه ګانو روان اعمال په اړه د اسلام حکم څه دی ؟
شعيه ګان چې کوم اعمال تر سره کوي لکه په کوچو او لارو کې د شرکي دروازو درول ، د تورو جنډو ځړول ، تر نيمو شپو نعت خانې کول او د ځانونو ټکول زخمي کول دا ټول هغه ګمراه کونکي د اسلامې شريعت خلاف کارونه دي چې په اسلامې شريعت هيڅ اصل نه لري دا نني روان باطل کارونه کوم چې شعیه ګان يې په محرم کې تر سره کوي د اهل تشيع په مشهورو مراجع کې لکه  کتاب نهجة البلاغه ، منتهی الأمال ، من لا يحضره ،الفقية ابوجعفر او نورو کې هم باطل بلل شوی دي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغه چا باندې لعنت ويلې چې د مصيبت په وخت کې په زوره ژړا کوي ،ګريوان او جامې څيروي ويښتان شکوي :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«لعن النائحة والمستمعة». (صحيح المسلم) .
همدارنګه د صحيحينو په کتاب کې راغلي چې رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي :: «بريء من الصالقة والحالقة والشاقة». (دری ډلې زما څخه جلا دي ،يو هغه چې د مصبت په وخت خپل آواز اوچت کړي ،دوهم هغه کس چې د مصيبت له وجې خپل سر وخريي او دريم هغه کس چې د مصيبت په وخت کې خپلې جامي څيرې کړي)
 په اسلام کې د غم په تغر کيناستل دری ورځې وي هغه هم د اسلامې اصولو په چوکات کې نه 14 پيړی هغه هم د داسې خرافاتو په استقبال سره چې په هيڅ مذهب کې جواز نه لري .
مخکې مو وويل چې بدعت تر ګناه بدتره دی ځکه ګناه کونکی خپل ځان مجرم بولي خو بدعت کونکي خپل ځان پر حق بولي نن شعیه ګان شپې رڼي کوي او ټول شپه يې لاوسپکر چالان وي دوی پر اهل سنتو ځان غوره هم بولي او دا ګمان به هم کوي چې ډير ثوابونه مو يوړل .
ولی بدعت سراسر ګماهۍ ده بل څه نه دي :
د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د احاديثو په استدلال -چې ‌فرمايي: «عَلَيكُم بِسُنَّتي وَ سُنَّةِ الخُلَفاءِ الرّاشِدينَ المَهدِيِّينَ، عَضُّوا عَلَيها بِالنَّواجِذِ، وَ إيّاكُم وَ الأُمُورَ المُحدَثاتِ»: [2]
(زما په طريقه او په طريقه د خلفای راشدين منګولې ونيښلوئ او هغه ټينګ ونيسئ او له نويو امورو څخه پرهيز وکړﺉ )
 پيغمبر صلی الله علیه وسلم د بدعت په باره کې فرمايي: «إيّاكُم وَ مُحدَثاتِ الأُمورِ؛ فإنَّ كُلَّ مُحدَثَةٍ بِدعَةٌ، و كُلَّ بِدعَةٍ ضَلالَةٌ، وَ كُلَّ ضَلالَةٍ في النّارِ»: [1]
(په دين کې د نو پيدا شی نه پرهيز وکړﺉ چې هر نوی شی بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده او دهرې ګمراهی انجام اور دی ) همدارنګه فرمايي : «مَن أحدثَ في أمرِنا هذا ما لَيسَ فيهِ فَهُوَ رَدٌّ» (بخاری او مسلم ) .
پيغمبر صی الله عليه وسلم فرمايي : «إن الله حجب التوبة عن صاحب كل بدعة حتى يدع بدعته» (طبراني)ژباړه : خدای جل جلاله  تر هغې پورې د بدعت کوونکو توبه نه قبلوي تر څو چې هغه ترک نه کړي .
د ظالم پر وړاندې د انقلاب ياد :
شعیه ګان دا هم وايي چې مونږ د ظلم پر وړاندې د امام حسين د انقلاب ياد کوو .
برادران محترم شعیه : دا خو بالکل صحي ده ولي دا هم له هيچا څخه پټه نه ده چې امام حسين رضی الله عنه د کوفي د 20 زرو منافقينو شعیه ګانو په رايه را وغوښتل شو او دغه 20 زرو منافقينو له امام سره بيعت کړی ؤ بلاخره هغه يې له خپلې وړې ډلې سره په ميدان پريښودل .
دا يو حقيقت دی چې امام حسين رضی الله عنه  د ظلم پر وړاندې قيام وکړ او خپل ځان يي قربان کړ او د هغه قرباني زمونږ د پاره د عبرت درس دی  .
نن عصر کې د افغان په مظلوم ولس نړيوال کفري طاغوت يرغل کړی دی او لس کاله کيږي چې افغان کړېدلی ولس د هغوی د ظلمونو له لاسه کړيږي ، تاسې خو يوه ورځ د هغوی ظلم ته يوازې اشاره هم و نه کړه نه مو يوه ورځ د خپلو مسلمانانو وروڼو په غم کې خپل ځان شريک کړ بلکي د اشغال تر سيوري لاندې مو د مسلمانانو پر ضد نورې دسېسې هم نه دي سپمولې .
نو تاسې ښاغلی د کوم انقلاب د يادبود نه خبرې کوئ ؟
په هغه عصر کې د ظلم په وړاندې مبارزه د هغه عصر د خلکو مسئوليت ؤ چې دا مسئوليت امام حسين رضی الله عنه  تر سره کړ په نن عصر کې د ظلم پر وړاندې مبارزه زمونږ مسئوليت دی .
برادران اهل تشیع چې د محرم په مياشت کوم بدعات ، خرافات او منکرات تر سره کوي د يوه مسلمان د پاره د شرم وړ دي د دوی دغه کرغړن اعمال بيا ټول اسلامې امت ته پيغور جوړ شي د دوی تصويرونو کافران خپروي بيا وايي چې دغه دی اسلام او هغوی دې ته نه ګورئ چې دا يوه وړه بدعتي او خرافاتي ډله ده او بس په اسلام کې دا اعمال سخت رټل شوی دي
د دوی د خرافاتو او منکراتو وهلو او ډبولو 
آن لاين اسلامې لارښود
[1]ابوداود(4607) ، ترمذي(2676) ، ابن ماجه (42) اونسائي(1578) په زياتوالی د:«وكل ضلالة في النار» نقل کړی دی .
[2] احمد (4/126)، ابو داود(4607)، الترمذي (2676) ، و ابن ماجه (42، 43)، او ابن حبان په «صحيح» (5)، حاكم 1/174-177(3298- 333) .
[1]ابوداود(4607) ، ترمذي(2676) ، ابن ماجه (42) اونسائي(1578) په زياتوالی د:«وكل ضلالة في النار» نقل کړی دی .
[2] احمد (4/126)، ابو داود(4607)، الترمذي (2676) ، و ابن ماجه (42، 43)، او ابن حبان په «صحيح» (5)، حاكم 1/174-177(3298- 333) .  
 

 

 

  1. ای ګناهکاره : آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  2. ایـاداعمل صحی ده اوکنه ؟
  3. بيګانه ښځو ته لاس ورکول جايز نه دي
  4. بیرېشه او بی ګیرې هلکانو سره یارانه او دوستانه په شریعت کښی جائز او که نا جائز ېو تفصیلی وضا حت
  5. تعليم يافته زوی د والدينو لپاره بهترين اشتهار دی
  6. تفصیلی وضاحت وکړې او که ممکن وې دلیل هم وا لیکی
  7. تولو ته سلامونه ډالی کووم. کرانه زما پوشتنه داده چی د اسلام له نظره د جنازی نه بعد دایره شته او کنه ؟
  8. تيمم چيست ؟ فرضهای تيمم و طرېقه
  9. جنازې سره جاى نماز وړل څنګه دي ؟
  10. جور كردن دوكان ها زيرمسجد
  11. حكم وضوه اعضاءِ مصنوعي
  12. خاوند د ديرشو {30} کلونو لپاره بندي شو اوښځه صبر نه شي کولاى نونکاح فسخ کيداى شي
  13. خبرتيا ګرانو ملګرو توجه وکړې که ستاسو
  14. خريد فروخت اعضاء تحقېق کامل
  15. خريد فروخت باغات وميوه جات
  16. خصوصی نشریات
  17. خطبه جمع بايد به زبان عربي داده شود اگر به زبان ديگر گفته شود درين
  18. خواب كردن در مساجد
  19. خپلی ښځی سره د جنسي اړيکو اغیزا د بدن په سلامتيا باندې
  20. خپلې وفات شوې ښځې ته کتل اوغسل ورکول خاوندلپاره جائزدي اوکه نه ؟
  21. د قربانی ېو اهمه مسئله
  22. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه
  23. د آذان په وخت کې د ګوتو مچي کول او په نغاره وهلو سره افطار کول
  24. د اختر تر لمانځه مخکي قرباني، او په کلي کي لمونځ کول
  25. د اختر پر ورځ ځينې کارونه چې سپارښتنه يې شوې ده او سنت يا واجب دي په لاندې ډول دي
  26. د اسلامې تجارت دريم اصل دنرخونوآزاد پريښودل دی
  27. د اولاد څخه عقيقه کولو په باره کی که راته څه معلومات او تفصیلی وضا حت وکړې ؟
  28. د بالغې نكاح پلار وكړه خو د رخصتۍ په وخت ده انكار وكړو څه حكم لري
  29. د بدل واده او نکاح { شغار } جايز دي او که نه ?
  30. د بدې يا خطرناکې خاتمې او پايلې اسباب په غور يې تر پايه ولولئ
  31. د تجارت د ترغيب د پاره اعلانات او د سوغاتونو ويشل څه حکم لري ؟
  32. د تخرګو او شرمګا د ويښتانو په اړه پوښتنه
  33. د تره په موجوديت كې د مور ولايت نشته
  34. د تعويذ ځړول څه حکم لري ؟
  35. د توبې او استغفار اهميت او يوه لنډه عبرتناکه قصه
  36. د جنازې او چتو لو مسنون طريقه څه ده
  37. د حاجيانو استقبال کول او خلکو ته ډوډې ورکول شرعاً څه حکم لري ؟
  38. د حضرت سليمان علیه سلام او د کونگ مرغه خبري چې د انسان لپاره نصيحت دي
  39. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  40. د حمل مخنېوئ ، د حمل يا جنين د قتل سزا او نور مهم احکام
  41. د حيض په حالت کې د قرآنکريم د تعليم ورکول جايز دي ؟
  42. د خاوند پر ښځه او د ښځي پر خاوند څه حقوق دي ؟
  43. د خوشحال اوسيدلو اصول د هغه په عجائبو او غرائبو کې فکر وکړی
  44. د خوشحالي او استقبال د پاره په غاړه کې ګلان اچول څنګه دي ؟
  45. د داکتر دپاره د انسان د عورت معائنه كول جايز دي ؟
  46. د دولسوكالودهلك اذان صحيح دى
  47. د دوو لمونځونويوځاى كولو تحقيق
  48. د رسول الله صلی الله علیه وسلم خولي څه راز وه او آيا قراقلي پر سر کول جايز دي ؟
  49. د روژه ماتی څخه وروسته تر منی پوری د خپلی میرمنی سره کوروالی (جماع) کولو حکم څنګه دی ؟
  50. د روژې په مياشت يا د حج په ورځو کې ښځې لره د مياشتنۍ مريضي د بندولو دواوي خوړل
  51. د رکعت نيولو په نيت جومات ته منډې وهل څه حکم لري
  52. د زنا او لواطت د بی شرمه عمل خطرناکی پايلی
  53. د زيارت کولو طريقه او بل دا چې آيا مړي اوري ؟
  54. د شيخ احمد په نوم خوب او خبر يا وصيت درواغ او ګمراه کونکی دی
  55. د شپاړسو كالو جينئ نكاح په زبردستى جائز نه ده
  56. د شپې لخوا جارو وهلو او نوکانو پرې کولو کې څه نقصان شته ؟
  57. د عطرو په استعمال سره روژه نه ماتېږي
  58. د عقد نکاح (ګوژدې ) وروسته له ميرمنې سره تېلېفوني خبرې جايزې دي ؟
  59. د غاښ ډکول او پوښول د غسل او اودس مانع ګرځي ؟
  60. د غير مسلم سره په معاملاتو کې د اسلامې شريعت څه اصول او شرايط دي ؟
  61. د فاتحې اوسورت ترمينځ بسم الله په پټه ده اوكه په جهرسره
  62. د قرآنکريم په تعليم ،اذان او امامت اجرت اخستل روا دي ؟
  63. د لمانځه د ادا کولو نه پس په سجده پريوتل څنګه دي ؟
  64. د لمانځه قصداً يا سهواً پريښودل څه حکم لري ؟
  65. د لوط علیه السلام د قوم د هلاکت څلور صفتونه چی اوس زموږ په ځوانانو کی هم سته
  66. د ليزر شعاع په وسيله د اضافي ويښتانو لرې کول
  67. د ماشوم د زږيدنې د کليزي لمانځل څه حکم لري؟
  68. د ماشومانو دپار د نانزکو (عروسک ) جوړول او رانيول څه حکم لري ؟
  69.  
 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User