Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, March 12, 2012

هغه حديث چې د دين اصل بلل کيږي


صرف هغه عمل قبليږي چې په هغه کې اخلاص وي ( د دين اصل ) :
عن عمر بن الخطاب رضي الله عنه قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول(إنما الأعمال بالنيات وإنما لكل امرئ ما نوى فمن كانت هجرته إلى الله ورسوله فهجرته إلى الله ورسوله ومن كانت هجرته لدنيا يصيبها أو امرأة ينكحها فهجرته إلى ما هاجر إليه) متفق عليه.
د حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه نه روايت دی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه اوريدلي فرمايل يې چې :
د ټولو عملونو قبلېدل په نيت پورې اړه لري ، انسان ته د ده د نيت موافق ثواب او بدله ورکول کيږي ، کوم کس چې د الله تعالی او رسول الله صلی الله عليه وسلم طرف ته هجرت وکړ نو د ده هجرت په حقيقت د الله تعالی او رسول الله صلی الله عليه وسلم طرف ته شو (هغه د الله تعالی او رسول الله صلی الله عليه وسلم رښتينی مهاجر دی او ده ته به ددې هجرت اجر ورکول کيږي) ، او څوک چې د دنياوي عرض د پاره يا د چا سره د نکاح کولو په خاطر هجرت وکړي نو د ده هجرت به د الله او رسول الله صلی الله عليه وسلم د پاره نه وي بلکي د هغه څه د پاره به وي کوم چې نيت يې کړی وي .
تشريح : دا حديث په دين کې يو عظيم اصل دی ، چې موضوع يې ده په عمل کې اخلاص او د نيت شرطونه او د هغه اثر پر اعمالو باندې ، امام بخاری رحمه الله د خپل کتاب بخاري شريف شروع په همدغه حديث باندې کړی ده او دې ته يې اشاره کړې ده چې ټول اعمال په نيت پورې اړه لري ، ټول هغه اعمال چې په هغه کې نيت او اخلاص صحي نه وي باطل دي ، امام شافعی رحمه الله ويلي دي چې دا حديث د علم دريمه حصه ده او دا حديث د فقه اويا بابوبه تشکلوي ، احمد رحمه الله وايي : د اسلام اصل دری احاديث دي ، د عمر رضی الله عنه حديث [إنما الأعمال بالنيات] د عايشه رضی الله عنها حديث [من أحدث في أمرنا ] او د نعمان بن بشير حديث [الحلال بين والحرام بين ] .
په حديث کې مسائل :
اول : قول د (إنما الأعمال بالنيات) يعنې د ټولو اعمالو صحت او بطلان ، قبوليت او رد په نيت پورې اړه لري ، او قول د (وإنما لكل امرئ ما نوى) يعنې د هر عمل بدله په نيت پورې اړه لري چا چې د خير نيت کړی وي هغه ته د خير بدله ورکول کيږي ، چا چې د شر نيت کړی وي هغه ته به د شر سزا ورکول کيږي او چا چې د مباح نيت کړی وي هغه به ثواب او اجر نه لري .
دوهم : نيت
الف : د هر عمل نيت به خاص وي يعنې هر عمل به د الله د پاره وي په هغه کې شرک او ريا نه وي .
ب ) : د عمل د پاره نيت ، يعنې طهارت بغير له نيت څخه نه صحي کيږي ، لمونځ بغير له نيت څخه نه صحي کيږي ، زکات بغير له نيت څخه نه صحي کيږي ، مثلاً که څوک ډير مال خيرات کړي خو نيت يې  د زکات نه وي کړی که هر څومره مال صرف کړي  زکات نه شو ځکه د زکات نيت يې نه وو کړی . همداسې د هر عمل د پاره نيت شرط دی .
دريم : قول د (فمن كانت هجرته إلى الله ورسوله فهجرته إلى الله ورسوله) يعنې چا چې هجرت د الله (جل جلا له ) د پاره وي هغه به د الله (جل جلا له) او د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم مهاجر وي ، همدارنګه چا چې د الله (جل جلا له) د پاره جهاد وکړ هغه به د الله (جل جلا له) د لارې مجاهد وي .
خو چا چې د دنيوي عرض د پاره هجرت او جهاد وکړ د هغه کس دا عمل مردود دی .
نن تاسې هغه کسان وينئ چې د دنيوي عرض ، مال ، قدرت ، قوم ، قهرمانۍ و غيره د پاره يې هجرت او جهاد کړی وو ، هغوی خپل مقصد ته ورسيدل ، د کفر تر اشغال لاندې قدرت ، د مال ډيرول هغه که د مظلوم د وينې تويولو ، رشوت ، سود ، فساد ، د بيت المال غصب سره هم کيدل لاس ته يې راوړل او په ډاګه ناري وهي چې زه قدرت غواړم ، مال غواړم ځکه چې ما هجرت او جهاد کړی ، زه مجاهد يم ، خو دغه کسان هيڅکله هم د دين د بقا او نصرت ناره نه پورته کوي او نه ددې مقصد د پاره کار کوي بلکي د دوی مقصد فقط د مال او قدرت ، نوم او شهرت په لاس راوړل دي ځکه چې دوی اصلاً د همدې مقصد پاره هجرت او جهاد کړی وو .
پنځم : د نيت او اخلاص اجر : هر يو مؤمن چې د کوم عمل د پاره صادقانه نيت ولري الله (جل جلا له) د هغه نيت بدله ورکوي ، لقوله سبحانه وتعالی :[ وَمَنْ يَخْرُجْ مِنْ بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا] (النسآء ۱۰۰ ) ،
ژباړه : او څوک چې ووځې له خپل کور څخه هجرت کوونکی طرف د الله او رسول ته ( جهاد ، حج ، علم او نور شرعي امور د پاره) بيا دی په لاره کې وفات شي نو د ده اجر په الله دی او دی الله ښه بخښونکی او ډير مهربان .
او په حديث شريف کې راغلی دي: [إذا مرض العبد أو سافر كتب له ما كان يعمل صحيحا مقيما] (البخاري )
( کله چې کوم څوک مريض شي يا مسافر شي الله (جل جلا له) ده ته د اقامت اجر ورکوي يعنې څنګه چې ده د روغتيا په حالت کې او کور کې عبادت کولو هغسې اجر به ورکوي .
 شپږم : په مباحاتو د خير د نيت کولو اجر :
مؤمن حتی چې دنيوي امورو کې د خير نيت ولري او نيت د دين او حق قيام وي اجر ورکول کيږي د هغه خوب ، خوراک ، او څښاک ، فکر او نور عبادت شميرل کيږي .
بقلم : خالد بن سعود البليهد
عضو الجمعية العلمية السعودية للسنة
ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User