Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, February 13, 2012

پوښتنه: غواړم د تحصيل له پاى ته رسولو وروسته د خپلې زړه د خوښې نجلى سره واده وکړم. نو د ښځو سره مخکې له مخکې مینه کول څه حکم لري؟ مباح دي که حرام؟ ځواب:


هیڅوک نشي کولی د زړه میلان ته حرام ووایي، مګر په هغه صورت کې چې دا د لوبو کولو یوه پلمه وګرځي،

ژباړه: خلیل الرحمن حنیف*
پوښتنه:
غواړم د تحصيل له پاى ته رسولو وروسته د خپلې زړه د خوښې نجلى  سره واده وکړم. نو د ښځو سره مخکې له مخکې مینه کول څه حکم لري؟ مباح دي که حرام؟
ځواب:
بسم الله و الحمدلله، و الصلاة و السلام علی رسول الله،
و بعد:
هیڅ داسې شرعي دلیل نشته چې د ښځو سره مینه کول پرې حرام وګڼل شي، ځکه دغه مینه یو طبیعي کار دی، انسان یې په تړاو هڅه او کوښښ نه کوي، بلکې په طبیعي ډول یې زړه هغې ته میلان لري، نو ویلی شو، چې دا رنګه طبیعي مینه مباح کار دی هیڅ ګناه پکې نشته، خو یاده دې وي چې، د دغه مینې ترعنوان لاندې د پیغامونو استول، د ټلیفوني خبرو او راکړه ورکړه، شرعا ناروا دی او جواز نلري.
هغه ځوان چې طبیعي مینه یې د چا په تړاو په زړه کې شته باید هغې ته د کوزدې وړاندیز وکړي، که چیرې یې په هکله هوکړه وشوه نو دا به د خدای یو لوی نعمت او غټ فضل وي، او که چیرې موافقه تر سره نشوه، نو باید زلمۍ او پیغله خپل شرعي آداب مراعات کړي، یو د بله تړاو سره وشلوي، او د خدای ارادې ته ځانونه تسلیم کړي. نه باید د محبت او مینې تر نامه لاندې نامحرم کسان(نارینه او ښځینه) په دې دلیل سره ناسته پاسته وکړي، چې ګواکي دوی په راتلونکي کې د واده کولو هوډ لري، ځکه د غیبو علم یوازې د خدای سره دی او بل هیڅوک نه پرې پوهیږي، که یې زړه وي، سم دواره دې د کوزدې کولو تابیا وکړي، که نه نو بیا دې هسې په نامه ناسته پاسته نه کوي ځکه دا کار شرعا حرام دی، او ډیرې ناوړه اغیزې درلودلی شي په ځانګړې توګه د پیغلې په تړاو.
د ازهر د پوهنتون د اصول الدین د پوهنځي رییس دوکتور محمدالبهي رحمة الله علیه وايي:
هیڅوک نشي کولی د زړه میلان ته حرام ووایي، مګر په هغه صورت کې چې دا د لوبو کولو یوه پلمه وګرځي، چې په ترڅ کې یې د ښځو انساني کرامت د نرانو په وړاندې کمیږي، او د نرانو د مسؤولیت بار سپک ګڼل کیږي.
د ازهرپوهنتون استاذ ښاغلۍ عبدالرازق فضل وایي:
که چیرې د خبرو کولو محکمة جوړه شي، نو انصاف لرونکې ښځه به د ځان د کتلو په تړاو د مینې د ټکي پریکړه وغواړي، ځکه په دي ټکي ټول خلک روږدي شوي، تر دې چې د ضعیف نفس څښتنان یې په تړاو هر څه جایز بولي، محرماتو ته کتل، ورسره خبرې کول، ناسته پاسته ورته هیڅ ګناه نه ښکاري، چې دا په ډیره زړه ورتیا د خدای له امرونو ښکاره سرغړونه ده، ځکه پاک خدای امرکوي چې محرماتو ته مه ګورئ، د فرجونو ساتنه وکړئ، او همدایې د فرد او ټولنې د بریالیتوب شرط ګرځولی.
لکه څرنګه چې د ښځې او نر فطري تړاو شته، خو دا هم باید په یاد ولرو چې نارینه د ښځو لپاره فتنه بلل کیږي، او ښځینه د نرو لپاره، چې د دې فتنې د ورکولو یوازنۍ لاره د شرعې سره سم په مینه محبت واده کول دي اوبس،
ځواني د احساساتو دور دی
د ازهر پوهنتون لوی عالم عطیة صقر وايي:
پرته له شرعي لارو څخه د نرو او ښځو مینه کول ډیر خطرناک بریښي، په ځانګړې توګه د ځوانۍ په حساس وخت کې، ځکه په دې خطرناک وخت کې عقل د احساساتو تر اغیزې لاندې راځي، او کله چې عقل د احساساتو په وړاندې مات شي نو بیا لویې لویې ستونزې رامنځته کیږي، چې د بيلګې په توګه د شرف سپکاوۍ یادولی شو، کوم چې هرعاقل انسان یې د ټینګ ساتلو هڅه کوي.
څرکنده ده چې، د ځوانۍ دور د احساساتو دور دی، ریښتینې ملګري په کې ډیره کمه لیدله کیږي، هر وخت یې دریځ اوړي راوړي، تصمیم نشي نیولی، نن یوه سبا بله، او په همدې سره د انسان شته شرف او کرامت له منځه ځي او ټولنیزې ستونزې رامنځته کوي، نو د دې لپاره د ځوانانو په بازاري مینه زړه بایلل د عقل کمزوري بلله کیږي، بله دا چې په اسلام کې د ضررمنل او د ضرر رسول دواړه ناروا دي
(لاضرر ولاضرار فی الاسلام)
چې په بازاري مینې سره یوه لوري ته ضرر حتمي دی، د اسلامي لوړو آدابوڅخه دا هم دي چې باید د ټولو شکمنو ځایونوڅخه ځان لرې وساتو، تر څو دا شکمن ځایونه د ګناهونو لامل ونه ګرځي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک حدیث په زغرده موږ ته دغه ټولنیز واقعیت بیانوي او وایي
( ماترکت بعدي فتنة أضر من النساء) رواه بخاري ومسلم
زما نه وروسته ډیره خطرناکه فتنه د ښځو ده.
دا په دې معنا نه چې خپله د ښځو موجودیت فتنه ده، بلکې په دې معنا چې د ښځو په تړاو د نارینه وو زیاته لیوالتیا د فتنې سبب ګرځي، دغه لیوالتیا باید کنترول شي، چې د کنترول چوکاټ یې هم د اسلام سپیڅلي دین بیان کړی، لارښوونه کوي چې ځوانان باید د نکاح کولو هڅه وکړي.

و الله اعلم 

سرچينه: اسلام آنلاين : منبع اصلاح آنلاين




  1. نړۍ كي تر انسان زياده خطرناك هيڅ نسته
  2. په يو پوزكي سړى اوښځه دواړه مونځ كولاى شي
  3. په ټوله نړۍ وحشتناکه څېره
  4. په څوکۍ ډیر کیناستل دکولمو دکینسر خطر زیاتوي
  5. په کومو حالاتو کې د روژو نه نيولو اجازه ده؟
  6. په کومو شيانو روژه نه ماتېږي؟
  7. په کوموشيانو هم روژه ماتېږي او هم کفاره لازمېږي؟
  8. په ګاډي کې مړې اوړل څنګه دي ؟
  9. پيوند كاري اعضاء دليل مانعين دلائل قائلين: ند كاري اعضاء
  10. پښتانه اصلي پښتانه ځان ته د افغانه اولاد وائي
  11. پښتو په لیکلو او ویلو کي ستونزه لري دپښتو لیک لوست ددغه لاري نه زده کړي
  12. پښتو کليز ١٣٨٨ هجري نمريزکال
  13. څلوزره ابادئ كې دجمعې لمونځ جائزده .
  14. څلوېښت حديثونه
  15. څنګه د انټرنيټ لپاره ښه ليکنه وکړو؟
  16. څوك خپه كېږي او ولې؟
  17. څومره وزن لرونکی فایل چې دخوښ وی ملګری ته یی ولیږه
  18. څوک چې ديوال لاندې ګيريدلو سره مړشې هغه له به غسل ورکولې شې
  19. چا ته د مينې ،عقيدې او اخلاص له مخې د هغه عزت او اکرام لپاره قيام پاڅېدل او درېدل څه حکم دې تفصیلی وضاحت واکړې
  20. چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
  21. چه پيزاريې په پښووي نواذان كول څنګه دي؟
  22. چه اذان ياتكبيرغلط وويل شي نوراګرځول يې لازم دي اوكه نه؟
  23. چک چکې وهل او د معلم د استقبال د پاره د زده کونکو پورته کيدل
  24. چکک او تیلو اچول روژی ته تاوان رسوی او که نه؟
  25. چې يوه نيكې كمه شي
  26. ډاكټران د روژې د ګټو په اړه څه وايي؟
  27. ډیر ذهني دباو حافظه خرابوي
  28. ژوندي دي چي یادیږي (افغانانو وياړلي څهرې )
  29. ښاروال: د لندن ټول اوسيدونكي دې يوه ورځ روژه ونيسي
  30. ښځه بيلتون غواړي نوڅه حکم وکول شي ؟
  31. ښځه د مخ او لاسونو نه اضافي ويښتان لرې کولای شي ؟
  32. ښځينه معلمې ته کتل او ور سره خبرې کول ګناه ده ؟
  33. ښځينه ناروغي په روژه كې (فتوى)
  34. ښځی او میړه ښه ډبول وخوړل:ېوا عجیبه قصه
  35. ښځې ته يي وويل که مې ستا په ژوند کې واده وکړ نوداسې که خاوند دې طلا ق ورکړي او واده يي وکړ ؤ نو څه حکم به وي ؟
  36. ښځې د پاره اوږد نوکونه پريښودل روا دي او که نه ؟
  37. کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
  38. کاهن ، نجومی
  39. کبیره ګناهونه
  40. کثرت جماع سے پیدا ہونے والے امراض
  41. کفاره هله وجبیږی چه انسان بلکل معذوره وې
  42. کلمات القرآن : د مبائل لپاره ېواسلامی سافټ وېر دقران دمشکل الفاظو ترجمه عربک ټو عربک
  43. کن حالات میں مباشرت سے پرہیز کرنا چاہیئے
  44. که د دين د پاره خطر وي په غير مسلم هيواد کې استوګنه کول ښه نه دي
  45. که دواړه پښې د سجدې په وخت کې پورته شي لمونځ فاسديږي ؟
  46. که موټرچپه شې نوپه موټر وان یاپه موټرکې سواره خلګوباندي دمړوشوو خلګو کفاره یادیة شته اوکنه ؟
  47. که يي وويل که مي فلانى کار ونه شو نوزما ښځه دې طلاقه وي نوشرط چې کله موجود شي طلاق واقع کيږي ؟
  48. که په کمپيوټر کې پښتو نه لرﺉ پښتو خپل کمپوټر ته له دې ځای څخه ښکته کړﺉ
  49. که پټه خوله نه شوې نوطلاق ويلوسره کوم ډول طلاق واقع کيږي ؟
  50. که څوک د نوکرۍ په حالت چې حج ورباندې فرض نه وي حج وکړي ايا د اسطاعت نه پس په هغه دوباره حج فرض دی ؟
  51. که ډوډۍ مو ونښلي څه به کوئ؟
  52. که یوتن په لمانځه کې دوه دري ځلي ساعت ته وګوري ؟
  53. کورنۍ، جومات او روژه
  54. کږې سترګې (سترابیزم )
  55. کیفیت مراسم حج دانلود ویدیو فارسی
  56. ګرانې خورې دغه درد مې واوره (۲)
  57. ګرانې خورې دغه درد مې واوره (۳)
  58. ګرانې خورې{}دغه درد مې واوره
  59. ګناه وكړه، خو په پنځو شرطونو
  60. گرم چیز استعمال کرنے کے فورا بعد
  61. گوگل کی جگہ اپنا نام لکھیں
  62. ہاتھوں کي خوبصورتي
  63. یوازې د ربیع الاول ۱۲ مه نیټه ولې؟
  64. یوبهترین اسلامی سافٹ وير
  65. یوحدیث یادحدیث الفاظوتالاش
  66. ېو ځل دا ضرور وا ګورا تا ته وایم
  67. ېوهلک دې چه وزن ئي 60کلوګرامه دې
  68. ېوډاکټر د خپل ځان اپرېشن په خپله کړې
  69. ۱۵ کلنه امريکايي پېغله څنګه مسلمانه شوه؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User