Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, December 13, 2011

دڅارويو او ځناورو سره هم د ښه سلوک اونرمی اود رحم او شفقت درس ورکوې شرېعت محمدې




 دڅارويو او ځناورو 
سره هم د ښه سلوک اونرمی اود رحم او شفقت  
درس ورکوې شرېعت محمدې

دڅارويو او ځناورو سره ادب 

د جاهليت په دور كې به خلکوخصوصاعربوپه څاورويومرغانواو ځناورواو د غوبې ژبيوساکښانوباندې ډېروحشيانه ظلمونه او بې رحمانه تېرې کول او په راز راز ربړونو او کړاونوبه يې اخته کول او ځورول به يې چې ځيني نمونې ئې په لاندې ډول دي :

١- د لوږې څخه د حيوان مړکول :

د عربودا دستورؤ څوک به چې مړشود هغه سورلۍ څاروى به يې د هغه قبرخواته ټينګ وتاړه او هيڅ اوبه خواړه به يې نه ورکول ترڅوچې د لوږې او تندې څخه به وچ کلک شو او مړبه شو.

٢- په ژوندې حيوان نخښه ويشتل :

ژوندې څاروى او چرګ به يې د يو شي پورې کلک وتاړه او د نخښې په ډول به يې ورباندې د غشو او نوروڅيزونو وارونه کول :

٣- د ژوندې څاروي څخه غوښه غوڅول :

د ژوندې حيوان څخه به يې د وازدې او غوښې بوټى  پرې کولې هغه به يې وريتولې او خوړې به ئې .

٤- حيوانات په جنګ اچول :

حيوانات به يې سره په جنګ اچول چې يوبه بل ټپي کاوه او ژوبلاوه به يې او دوى به ترې خونداخيسته .

٥- په اور باندې داغل :

ژوندي څاروي به يې په بې رحمانه او بيباکانه ډول په اورباندې داغل .[١]
همدغه راز يې ورباندې نورظلمونه کول او د دوى په لوږې او تندې يې کومه پروانه کوله اونه يې ورباندې څه رحم او زړه سوي درلود چې البته د دوى دغه کارونه د جهالت او ناپوهۍ له امله وو او پدې نه پوهېدل چې څارويواو ژويوته ربړ او تکليف رسول يو ناوړه کاردي خو دنيکه مرغه د اسلام د ژوندبخښونکي او روح پالونکي دين د لطف مهربانۍ او محبت د عام پيغام لړۍ ترژويواو ځناوروهم رسېدل ې ده او د اسلام سترلارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د دغو بې ژبيوساکښانوسره د لطف مهربانۍ محبت او ښه سلوک د ډېرومختلفولارو ښودنه کړې ده او څارويواو مرغانوته يې پرته د کوم خاص ضرورت څخه تکليف او ضرر رسول په ټينګه منع کړي دي او دا يې څرګنده کړي ده چې لکه څنګه چې انسانانوته ربړاو تکليف ورکول جرم او ګناه ده همدغه راز ځناوروته هم پرته د ضرورت څخه تکليف رسول شرعي جرم او ګناه ده او بايدځان ترې وژغورل شي نوپه همدې اساس مسلمانان پدې عقيده لري چې پرته د هغو ژويو او ساکښانوڅخه چې د موذيانو او ضررناکو څيزونود جملې څخه دي نور يې ټول محترم دي او د الهي عام رحم په اساس بايدورسره د رحم او مهربانۍ څخه کار واخستل شي او په مقابل كې يې لاندې اداب مراعات کړي شي :

١= اوبه اوخواړه ورکول :

کله چې وږى شي نومناسب خواړه به ورکړي او چې تږى شي نو اوبه به ورکړي ځکه چې د الله تعالى سپيڅلي استازي صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي :
فى کل ذات کبداجر [١]
[د هرځيګرد څښتن [سره په رحم کولو كې ]اجر دي ]:

٢= ورباندې شفقت او مهرباني کول :

په عام ډول به ورباندې رحم شفقت او مهرباني کوي ځکه هغه وخت چې د الله تعالى سپيڅلي استازي يو مرغه وليده چې خلکود نخښې په ډول په غشو ويشته نو ويي فرمايل :
لعن الله من اتخذ شيئافيه روح غرضاً [٢]
[الله په هغه چاباندې لعنت کړي چې داسې شى د نخښې په ډول نيسي چې په هغه كې روح وي [ژوندى وي ]
په يوبل روايت كې يې داسې فرمايلي دي :
لا تتخذواشيئاً فيه الروح غرضا [١]
[داسې شى د نخښې په توګه مه نيسئ چې روح پکې وي [ژوندى وي ]
همدغه رازد الله تعالى استازي صلی الله علیه وسلم پرته د ضرورت څخه د حيواناتود خولې تړل او د ډېروخت لپاره يې د بار او کيزې لاندې درول ښه نه ګڼل او د وياړ او افتخارپه ډول يې په هغوى باندې د سورلۍ څخه هم ممانعت فرمايه .
په يو سفر كې کوم صحابي د يومارغه هګۍ د ځايه را اخيستې وې او مارغه د بې کرارۍ په حال كې دې خوا او هغې خواته الوتنه کوله نو د الله تعالى استازي صلی الله علیه وسلم صحابي ته امروکړ چې ډېرژر دهغه مارغه هګۍ بيرته په خپل ځاى كې كې ږدي :
همدغه رازيوځل يو صحابي د يو مارغه کوچنى بچى رانيولى ؤ او مرغه پرې ناکراره شوى ؤ نو د الله تعالى نازولي استازي صلی الله علیه وسلم صحابي ته امروکړ چې د مارغه بچې بيرته د هغه ځالې ته ورخوشې کړي ترڅوهغه مرغه پرې ونه ځوريږي[٢]

٣= په حلالولو كې ورسره احسان کول :

البته د رزق او روزۍ د پيدا کول لپاره د الله تعالى د حکم او اجازې سره سم د ژويود حلالولو د جوازيوه فلسفه او حکمت داهم دى چې مونږبايد پرته د ضرورت څخه هيڅ حيوان ونه وژنو مګريوازي هغه وخت چې ورته پوره اړتياولرو او کله چې يې حلالولوته اړکيږو نوپه ذبح کولو كې به ورسره احسان کوو نومسلمان به د حيوان ،چرګ ،او مارغه د ذبح کولو په وخت كې هم پرهغه د رحم او مهربانۍ څخه کاراخلي پدې معنى چې د ذبح کولو لپاره به يې چاړه ښه تېره کړي ترڅوژر حلال شي او ونه ځوريږي مخ كې تردې چې د ذبح لپاره پرځمکه څملول شي د حلالولو وسيله يې بايد تېره شي او که دغه کار د هغه ترمخه د څملولوڅخه يې وروسته كېږي کراهيت لري همدغه راز بايد يو څاروي د بل څاروي ترمخه حلال نشي ترڅو د دغه ژوندې حيوان د خواشينۍ او ويرې باعث نشي [١]
مطلب داچې د امکان ترحده پورې بايد د حيوان د حال رعايت وشي ځکه د الله تعالى سپيڅلي استازي فرمايلي دي :
ان الله تبارک وتعالى کتب الاحسان على کل شئ فاذالقيتم فاحسنوا القتلة واذا ذبحتم فاحسنوا الذبح واليحداحدکم شفرته واليرح ذبيحته [١]
[بيشکه الله تبارک وتعالى په هرشي باندې احسان کول لازم کړي نوکله چې تاسو وژل کوئ نو وژل [د وژلوطريقه ]ښه کړئ [د وژلو وسيله ښه تيزه کړئ ترڅو ژر ووژل شي او ډېرونه ځوريږي ]او کله چې ذبح کوئ نو ذبح ښه کړئ او[هر]يو د ستاسودي خپله چاړه ښه تېره کړي او خپله ذبحه [حلال شوي څاروي ]دې هوساکړي [ترهغه دې  پرې ږدي چې سا يې ښه ووځي يخ شي نو بيادې يې پوستکې وباسي ]

٤= د ځورولو څخه يې ځان ژغورل :

مسلمان به د څارويومرغانو ژويواونوروساکښانود ربړولوځورولواو هررازعذابولوڅخه يې ځان ساتي لکه وږى کول يې وهل يې د طاقت څخه زيات بارول يې داغل او په اورباندې سوزول يې شول ځکه د الله تعالى استازي فرمايلي دي :
دخلت امرء ة النارفى هرة حبستهاحتى ماتت فدخلت فيها النارفلافى اطعمتهاوسقتها اذ حبستها ولاهى ترکتها تاکل من خشاش الارض [٢]
[يوه ښځه د يوې پيشو [ د ځورولو]په حق كې [د دوزخ ]اورته داخله شوه چې هغه يې ترهغى پورې بندۍ کړې وه ترڅوچې مړه شوه نو [دغه ښځه] د هغى په حق كې اورته داخله شوه چې نه يې هغې ته د بند د وخت څخه خوراک او څښاک ورکوه او نه يې  پرې ښودله چې د ځمکې د حشراتو څخه خوراک وکړي ]
د الله تعالى سپيڅلي استازي صلی الله علیه وسلم پداې حال كې د ميږيانوپه يوې ځالې باندې تېرشوچې هغوي سوزول شوي وه نو ويي فرمايل :
انه لاينبغى ان يعذب بالنار الارب النار[١]
[بيشکه نه ښا يې چې په اورباندې [بل څوک يو شي ]په عذاب کړي مګر د اور پرودګار] يعنى يوازي د الله تعالى سره دغه کار ښا يې چې د اور او نورو ټولو مخلوقاتو خالق دي او د هرچا د حال سره ورته مناسبه جزا ورکول د هغه کاردى
همدغه راز د الله تعالى استازي په خپل منځ كې د حيواناتود جنګولو څخه هم منع فرمايلي لکه چې عبدالله بن عباس E فرمايلي دي :
نهى رسول الله صلی الله علیه وسلم عن التحريش بين البهائم[٢]
[د الله تعالى استازي صلی الله علیه وسلم د څارويو ديوبل سره د جنګولو څخه منع فرمايلي ده ]

٥= د ضررناکو ځناورو وژل :

مسلمانان کولاى شي د ضررناکو خوړونکو او چې چونکوځناورو او حشراتو د ضرر څخه د خلکو د ژغورلو په غرض هغه ووژني ترڅو يي چاته ضرر ونه  رسېږي  کله څيرونکي او خوړونکي سپي ،ليوه ،مار، لړم، موږک ،ټپوس او داسې نور ځکه چې د الله تعالى سپيڅلي استازي صلی الله علیه وسلم پدې هکله داسې فرمايلي دي :
خمس فواسق تقتلن فى الحل والحرم الحية والغراب الابقع والفارة والکلب العقور والحديا [١]
[پنځه بدکاران دي چې په حِل [د حرم د ځمکې بهر]او حرم [دواړو] كې وژل كېږي مار ،برګ کارغه [توراوسپين کارغه ]موږک ،څيرونکي او خوړونکي سپى او ټپوس چې چرګوړي او مرغان خوري ]

٦= د دوي په هکله د الله تعالى د حق پيژندنه :

داهم د حيواناتو سره د ادب د جملې څخه دي چې د دوي په هکله د الله تعالى حق ادء شي فرضي زکات او نفلي خيرات يي مستحقوخلکوته ورکړشي :
٧= د الله تعالى د طاعت څخه پرې نه بوختېدل :
په خپلو څارويواو مالونو به ځان داسې نه بوختوي چې د الله تعالى د ذکر او طاعت څخه پرې ځان مشغول کړي :
ځکه الله تعالى فرما يې :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تُلْهِكُمْ أَمْوَالُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ [١]
[اى مؤمنانو! ستاسومالونه اوستاسو اولادونه دې تاسو د الله دياد [طاعت او عبادت ]څخه غافل نکړي او هغه څوک چې دغه کاروکړي نو دغه کسان همدوى زيانکاران دي ]
همدغه راز د الله تعالى استازي صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي :
الخيل ثلاثة ،لرجل اجر ،ولرجل ستر وعلى رجل وزر ،فاماالذي له اجر فرجل ربطها فى سبيل الله وهى لذالک الرجل اجر .ورجل ربطها تغنياً وتعففاً ولم ينس حق الله فى رقابها ولا ظهورها فهى له ستر ،ورجل ربطها فخرا ورياء ونواء فهى عليه وزر [١]
[اسونه درى [ډوله ]دي : د يو سړى لپاره اجر[ثواب ]دى او د يو بل سړي لپاره ستردى [چې هغه بې وزلي او اړتياد خلکوڅخه پټوي ]اوپه يو بل سړي باندې [د]ګناه [پيټى ]دى نوهغه څوک چې [آس يې ]ورته اجردي ،هغه سړي دى چې هغه يې د الله تعالى په لار كې تړلى وي [د جهاد او خلکو دمرستې کولو لپاره يې ساتل وي ]نو دا د دې سړي لپاره اجر دي او [بل ]هغه سړي چې د [ځان ]د شتمنۍ او پاکۍ لپاره يې تړلى وي [د دې لپاره چې د بل چا د احتياچ څخه پرې غنى شي او د سوال کولو څخه پاک پاتې شي ]او د هغوې په غاړې اوشا كې د الله تعالى حق هيروي [هم يې زکات ورکوي او هم يې په سورلۍ كې د خلکوسره مرستې کوي او د حقوقو رعايت يې هم کوي ]نودا ورته ستردى او [بل ]هغه سړي دى چې هغه يې د فخرځان ښودنې او [د خلکوسره ]د دښمنۍ لپاره ساتلى وى نوهغه په ده باندې د ګناه [پيټى ]دى ]:

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User