Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, December 13, 2011

پوښتنه می داده يهوديان ، نصرانيان ، مرتد ، زنديق ، منافق ، دهري ، اوملحد ، مجوسيان ، په باره کښی تفصیل که راته وکړې

 {1}
اسلام علیکم زمونږټولوسلامونه ومنه 
مونږدډنمارک نه هرېو اباسین صافې هیوادخان سمیرسافی او وروسته له سلام نه زمونږ
پوښتنه داده چی یهودې اونصراوواوکافرپه منځ کې فرق څه دې او مونږته کوم یو ډیر ظر رناک دې .ډېره بښنه غواړوکه زحت نه وې وسلام په احترام ښه وخت در ته غوړم دالله په امان.

{2}
د دی سایټ ټولو کارکوونکو ته اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
ستاسو لدی ستر خدمت نه یوه نړی مڼه او په ریښتیا سره چی ډیر ستر کار مو پیل کړی الله ج د نیکه بدله درکړی.
پوښتنه می داده
 يهوديان ، نصرانيان ، مرتد ، زنديق ، منافق ، دهري ، اوملحد ، مجوسيان ،
په باره کښی تفصیل که راته وکړې


الف :يهوديان : يهوديان هغه خلک دى چې د حضرت موسى عليه السلام د دين پيروان اوپه خپله زمانه كې يې په تورات باندې عمل کاوه او بياچې حضرت عيسى عليه السلام مبعوث شو نو د هغه پيروي ورباندې واجبه شوه او اوس د دوى دين په محمدي شريعت باندې منسوخ شوي خو دوي اوس هم د خپل دين د پيروۍ ادعاکوي .
ب :نصرانيان : دوى هغه خلک دي چې د حضرت عيسى عليه السلام د دين پيروان او په انجيل باندې به يې عمل کاوه او اوس د دوى دين په اسلامي شريعت باندې منسوخ او د اسلام د سپيڅلي دين په پيروۍ باندې ماموردي خو دوى اوس هم د خپل دين د تعميل دعوه کوي [١]
يهوديان او نصرانيان دواړه د اسلام په دين كې د کتاب د خاوندانوپه نامه ياديږي او که دوى واقعاً په خپل اسماني دين عمل کوي او ترې منحرف بې دين او يامشرک شوي نه وي نو دوى د نوروکافرانوسره په ځينواحکامو كې توپيرلري لکه داچې مسلمانانوته د دوى د ښځونکاح کول او د دوى په لاس د ذبح شوي حلال حيوان د غوښې خوړل روا دي خو دا خبره د ډېرې ژورې پاملرنې وړده چې اوس زموږ په زمانه كې اهل د کتابود حضرت محمد 0 د مبارکې زمانې په پرتله ډېرزيات توپيرکړي اوتش په نامه اهل کتاب پاتې شوي زياتره يې داسې کسان دي چې نه په کوم اسماني کتاب قايل دي نه الله تعالى مني اونه يې استازي اونه مذهب لري نواوس د اهل کتابواطلاق پردوى نشي کيداى او په مذبوحواو ښځو يې هغه احکام نه مرتبيږي چې د حضرت محمد 0 په زمانه کښى مرتب کېدل نوپه موجوده زمانه كې له يهودؤاو نصراؤسره خوړل او څښل او بې ضرورته اختلاط او ګډون کول او د دوى د ښځوپه جال كې ځان بندول يوداسې خطرناک کاردى چې بايدځان ترې وساتل شي :
ج :صابيان : د صابيانوپه هکله اسلامي پوهان مختلف نظريات لري خو د ابن کثيرپه نزد د مجاهد قول غوره دي او هغه دا چې صابيان يوه داسې ډله ده چې کوم ټاکلى دين نه لري چې د هغه پيروي وکړي نودوى نه يهود، نه نصارى نه مجوس اونه مشرک دي او نه د کوم بل دين پيروان دي [٢]
د : مشرکان :مشرکان هغه خلک دي چې د الله تعالى سره په ذات ياصفاتو كې يې شريک نيسي .
هـ :مجوسيان : مجوسيان هغه خلک دي چې د اورعبادت کوي او مشرکان دي .
و : وثنيان : وثنيان هغومشرکانونه ويل كېږي چې د بتانو او مجسوعبادت کوي :
ز : مرتدان : مرتد هغه چاته ويل كېږي چې لومړي مسلمان وي او بيا د اسلام د سپيڅلي دين څخه په خپله خوښه د هوښيادۍ او بيدارۍ په حال كې ووځي او د کفرپه الفاظوتلفظ وکړي نوپرته د اسلام په کوم بل دين كې شامل شي او که نه مرتدورته ويل كېږي :
ح : زنديقان : زنديق هغه څوک دى چې د الله تعالى د وجود څخه منکروي يا يې د حکمت څخه منکروي اوياد الله تعالى سره په شريک باندې قايل وي خوخپله عقيده د خلکوڅخه پټه ساتي او په ظاهر كې د اسلام دعوه کوي او د مسلمانانوپه جامه كې ځان پت ساتي زنديق که اصلا کافروي او له لومړي مسلمان او بياپه نوموړي توګه کافرشي دواړوته زنديق ويل كېږي [١]
ط :منافقان :منافق هغه چاته ويل كېږي چې په ظاهر كې د اسلام دعوه کوي خوپه باطن كې د اسلام په حقانيت او د حضرت محمد 0 په نبوت باندې عقيده نه لري نو په زړه كې چې بله هره عقيده لري منافق ګڼل كېږي .
ى : دهريان :دهري هغه څوک دى چې د صانع مختارخداى جل جلاله څخه منکراو د اشياوو د وجود نسبت د هر[زمانې ]ته کوي او زمانه د څيزونوخالق ګڼي :
ک : ملحدان : محلد هغه څوک دي چې د اسلام د حق دين څخه يې د کفر د ډولونو څخه کوم يو ډول کفرته رجوع کړي وي هرډول کفرچې وي :
ل :اباحيان : اباحي هغه چاته ويل كېږي چې منصوصي حراموته حلال وا يې لکه چې خلک سره په شتمنيواو ناموس كې شريک ګڼي ،وا يې چې ټول خلک په مال ځمکه او ښځه كې شريکان دي :
د مرتد، زنديق ،منافق ،دهري ،اوملحد 

ترمنځ توپيرپه دې ډول دي 

ــ مرتد كې داشرط ده چې لومړي مسلمان او بيا ترې وګرځي د اسلام څخه پرته بلې هرې عقيدې ته چې وګرځي مرتددي :
ــ زنديق كې داشرط ده چې په خولې د اسلام مدعي او په زړه كې ترې منکروي اوخپل کفرپټ ساتي او د منافق سره يې فرق دا دى چې زنديق يا د الله تعالى يا يې د حکمت څخه منکراو ياورسره شريک نيسي او منافق كې دا ضرورنه ده بلکه کيداى شي منافق يهودي يانصراني وي خوپه ظاهر كې ځان مسلمان بولي :
ــ منافق كې داشرط ده چې په ظاهر كې د اسلام دعوه کوي او باطن كې پرې عقيده نه لري په بلې هرې عقيدې چې وي منافق ګڼل كېږي :
ــ دهري كې دا شرط ده چې د اشياوو د وجود نسبت مادي علتونواو زمانې ته کوي او د صانع مختارڅخه منکروي نو د ده کفريوځانګړى ډول کفردي :
ــ ملحد هرډول کافرته ويل كېږي ځکه چې يو څوک د حق دين څخه بلې هرې خوته چې وګرځي ملحدورته ويل كېږي چې د خداې جل جلاله څخه انکارکوي او که نه .خپل کفرپټوي او که نه او د اسلام په حقانيت اقرارکوي او که نه په هرحال كې ملحد ګڼل كېږي [١]
د نوموړوټول ډلواو د دوى په څير د نوروډلو خلک نامسلمانان او کافران دي او هريو يې ځانګړي احکام لري چې د دغه کوچني کتاب د زغم څخه بهردي :


 

  1. په زړه پوري پروګرامونه ددې ځاى څخه ډاونلوډ كى
  2. په زیارتودګنبدوجوړولواوکټاری لګولوحکم
  3. په شريكه قربانى كښے دټولوشركاؤنيت اوقصددثواب شرط دے
  4. په شریعت کی ددوهم واده حکم
  5. په شریعت کی دفدفالی حکم څه ده ؟
  6. په طلوع تلویزیون کی یوه خپرونه ده چی 20 نفره به کی اشتراک کوی
  7. په عدت کې له يوه څخه وروسته حامله شوه نوعدت څنګه تيرکړي ؟
  8. په غصه کې يي ښځې ته وويل چې ته زما مور يي کله چې ورنه پوښتنه وشوه ويي ويل چې دهيڅ شي نيت مې هم نه وو ؟
  9. په غير اسلامې هيوادونو کې د مسلمان د پاره کار کول
  10. په غير مسلم ملک کې قبولي يا تابعيت اخيستل
  11. په فاتحه خوانۍ کې د سورة لوستل جايز دي؟
  12. په قبرونوپردی اوپوښونواچول څه حـــکم لری حالنـــــکه په ډیـــــرو پوښوډیرقـــرانی ســـورتونه لیکلی وی
  13. په قراءت اوتكبيركې داوچت او ورو اواز اندازه
  14. په قرض سره په ګران قيمت خرڅول
  15. په قسط باندې خرچول او اخيستل د اسلام له مخې څه حکم لري؟
  16. په كوركې دجماعت په كولوسره دجومات ثواب حاصليږي اوكه نه؟
  17. په كوركې دننه اذان اوجمعه كول :
  18. په كوټ اوپتلون كښې مونځ كيږي اوكه نه؟
  19. په كټ باندې مونځ كول صحيح دي
  20. په لاندى حالاتو كې دامانت تاوان وركول لازميږي
  21. په لباس کښي دزیب او زینت ترڅنګ دپردې خیال ساتل لازمي دی
  22. په لمانځه کې د سُتري ضرورت ، فوائد او احکام
  23. په لمانځه کې کوم ځای ته وکتل شي او د څه شي تصور کول پکار دی ؟
  24. په مذي باندې په ككړو جاموكې مونځ كول صحيح دى اوكه نه ؟
  25. په مسجد کې سوال غوښتل
  26. په مړی پسې دخیراتونوشرعې حیثیت
  27. په نابالغتوب کې يي له يوه نامردسره نکاح وشوه اوس څه وکړي ؟
  28. په نابالغتيا كې پلار چې د جينئ كومه نكاح وكړه هغه صحيح ده دويمه نكاح د بلوغ نه پس نه شى كولى
  29. په نني عصر کې دمسواک په ځای ټوتهـ پیسټ اوبرش ډیرزیات استعمالیږي په دې باندې اجر اوثواب میلاوېږې او که نه ؟
  30. په وترو کې چې کله دعاء قنوت وايي نو بسم الله ووايي اوکه نه ،اود جنازي په لمانځه
  31. په وخت د نكاح د ورور جوړولو رواج غلط دى
  32. په وړينو كاليوباندې ګنده ګې ا وچه شي اوپه خپله ورژيږي بغير له پاكولو نه مونځ روا دى اوكه نه ؟
  33. په يو پوزكي سړى اوښځه دواړه مونځ كولاى شي
  34. په پيچکاري، قطره، اکسيجن..روژه ماتېږي؟
  35. په کوموشيانو هم روژه ماتېږي او هم کفاره لازمېږي؟
  36. په ګاډي کې مړې اوړل څنګه دي ؟
  37. پوښتنه دسختې يخنۍ اوتبې په سبب سره تيمم روا دى اوكه نه ؟
  38. پوښتنه : آيا په کورتۍ او پتلون اغوستلو کې له کفارو سره مشابهت راځي اوکه نه ؟
  39. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  40. پوښتنه: یو عالم چی څومره علم وکړی ورته شیخ الحدیث، او شیخ القرآن ویلی شو؟
  41. پوښته : د دواړو سجدو په منځ كې دادعاء لوستل روا دي اوكه نه ( اللهم اغفرلي وارحمني الخ ) ؟
  42. پوښته : په لمانځه کې قراءت څومره اندازه فرض دى ؟
  43. پوښته :كه څوك دلمانځه په قعده كې كله يوه اوكله بله دعاء و وايې داحنافو په نزد خوبه كوم ممانعت نه وي ؟
  44. پوښته: دانګريزانو وړينې جامې ليلاميږي په هغې كښې شبه دناپاكۍ شته ، اياهغې سره مونځ جائز دى اوكه نه ؟
  45. پوښته: داودس وچولو وخت كښې سلام كول يا د سلام ځواب وركول جائز دي اوكه نه ؟
  46. پيوند كاري اعضاء دليل مانعين دلائل قائلين: ند كاري اعضاء
  47. ځنی خاصې شپی لکه پنځلســـم دی برات اولســــم دمحرم اوداسی نوری
  48. ځوانه: په روژه كې خو دا لس كارونه وكړه
  49. ځيني خلك له ركوع نه رورسته نيغ نه ودريږي اوسيده سجدې ته ځې په داسې كولو مونځ كيږي اوكه نه ؟
  50. څوک چه په دويم رکعت كې شريک شي نوثناء{ سبحانک اللهم } به وائي اوکه نه ؟
  51. څوک چې ديوال لاندې ګيريدلو سره مړشې هغه له به غسل ورکولې شې
  52. چا ته د مينې ،عقيدې او اخلاص له مخې د هغه عزت او اکرام لپاره قيام پاڅېدل او درېدل څه حکم دې تفصیلی وضاحت واکړې
  53. چنده غير مسلما ن در مسجد
  54. چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
  55. چه په سجده كښې دواړوه خپې اوچتې كړي نو څه حكم لري؟
  56. چه پيزاريې په پښووي نواذان كول څنګه دي؟
  57. چه اذان ياتكبيرغلط وويل شي نوراګرځول يې لازم دي اوكه نه؟
  58. چه دهندوانوپه ډول ساړى وتړي نو مونځ په كښې كيږي اوكه نه ؟
  59. چه مسبوق په هيره سره سلام وګرځوي بيادچاوريادولوسره پاڅيږي او پوره كړى مونځ ؟
  60. چک چکې وهل او د معلم د استقبال د پاره د زده کونکو پورته کيدل

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User