Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, December 13, 2011

دحيض او نفاس په دوران کې له ښځی سره يوځای کيدل حرام دی اوپدی وخت کې يوځای کيدل دنرلپاره د سختو مرضو سبب ګرځی او دښځی لپاره هم سخت تاوان رسوي .


د ښځې سره د هغې د مياشتني عادت په وخت[حيض ] كې بايد جنسي عمل ونکړشي دحيض او نفاس   په دوران کې له ښځی سره يوځای کيدل حرام دی اوپدی وخت کې يوځای کيدل دنرلپاره د سختو مرضو سبب ګرځی او دښځی لپاره هم سخت تاوان رسوي .
څرنګه چې دغه وخت د ښځې د ناپاکۍ وخت دي او د ښځې او ميړه يو ځاى کېدل پ كې د دوى د ناروغۍ او ډېروتاوانونو باعث او د انسان د سليم فطرت د کرکې او نفرت سبب دى نوځکه د اسلام سپيڅلي دين دغه ناوړه کار ناروا او قطعي حرام ګڼلي او مسلمانانوته په ټينګه سره امرکوي چې ځان ترې وژغوري لکه چې الله تعالى خپل سپيڅلي استازي جناب نبي کريم 0 ته لارښودنه کوي فرما يې :
وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ وَلَا تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَمَرَكُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ [١]
[او دوى دتاڅخه د ښځود مياشتني عادت په هکله پوښتنه کوي ووايه :دا[د]پليتۍ او ځور[يوحالت]دى نو د ښځوڅخه [د دوى ]د مياشتني عادت په موده كې ځان ليرى وساتئ [جماع ورسره ونکړئ ]اوترڅوچې ښې پاکې شي ورته مه نژدي کيږئ او کله چې ښې پاکې شوي نو کولاى شي په هغه ځاى كې چې خداى جل جلاله تاسې ته امرکړى دي ورته راتګ وکړئ بيشکه چې الله تعالى ښه توبه کوونکى خوښوي او[هم]هغه کسان خوښوي چې ځانونه ښه پاک ساتي ].
د پورتني مبارک ايت څخه په ډاګه جوتيږي چې د ښځې د مياشتني عادت وخت د هغې د پليتۍ حالت او جنسي عمل يي د ځورونې او ناروغۍ عامل دي لکه چې د نن ورځي طبى پراختياووهم داخبره منلې او جوته کړي ده چې د حيض په حال كې د ښځې سره جنسي عمل د ښځې اونر دواړو د شنډيدو احتمال لري او د نورو ډېروناروغيو د مکروب اخيستلولپاره زمينه برابروي لکه سفليس [٢]
٢- سفليس: يوه مشهوره ناروغي ده چې په درى ورته آتشک وا يې اوپښتو كې د اوربلک په نامه ياديږي
سوزاک ،د ښځې د تناسلي غړي التهاب ،د سړي په تناسلي غړي كې د ښځې د حيض د چټلواو مکروپ لرونکووينوورننوتل او داسې نور ،نوځکه د طب پوهان هم د حيض په حال كې جنسي عمل ممنوع ګڼي [١]

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User