Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, November 9, 2011

د زيارت کولو طريقه او بل دا چې آيا مړي اوري ؟

 
د زيارت کولو طريقه او بل دا چې آيا مړي اوري ؟


اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته !!
محترمو ورو
ڼو: د مور پلار دوستانو او یا ملګرو د قبرونو زیارت او د هدیري ته د تګ سنت طریقه څنګه ده او د قبر ټکول او بیا مړي ته خبری کول یا په اخترونو کي د قبر د ټکولو وروسته مړی ته داختر مبارکی ورکول او داسی نور د اسلام له نظره جواز لری او که نه؟
هیله مند یم چي ددی دوا
ړو پوښتنو جواب راته راولیږئ
 
فيض الله شيرزی 

د امت په اتفاق زيارت  کول د نارينه د پاره سنت دي .
ځکه دا د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فعل ؤ ،د خلفاء راشدينو ،صحابه کرامو او امامانو فعل ؤ او په دې د ټول امت اتفاق دی (الجنة الدائمة ۹ / ۱۰۳ ) .
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : «زُوْروا الْقُبْورَ فَإنَّهَا تُذَكِّركُمُ الآخِرَةَ» (مسلم ۹۷۶ )
دقبرونو زيارت ته ځی ځکه داقبرونه تاسی ته آخرت درپه يادوي .
امام مسلم پخپل صحيح کې له بريده بن حصيب رضی الله عنه نه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به صحابه کرامو ته تعليم ورکولو چې کله د قبرونو زيات کوﺉ نو داسې به وايئ : «السّلامُ عَلَيْكُمْ أهْلَ الدِّيَارِ مِنَ الْمُوْمنينَ والْمُسْلِمِْنَ، وَ إنَّا إنْ شَاءَ اللهُ للاَحِقُونَ، أسْألُ اللهَ لنَا و لَكُمُ العافِيَةَ» (مسلم ۹۷۵ ) .
سلام دې وي پر تاسې ای مؤمنانو او مسلمانانو د دغه هديرې ! مونږ به هم ان شآء الله تاسې سره پيوسته شو . له الله تعالی څخه د ځان او تاسې د پاره عافيت غواړم .
يا داسې دعا کول : «السَّلاَمُ عَلَى أَهْلِ الدِّيَارِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُسْلِمِينَ وَيَرْحَمُ اللَّهُ الْمُسْتَقْدِمِينَ مِنَّا وَالْمُسْتَأْخِرِينَ وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللَّهُ لَلاَحِقُونَ ».(مسلم، احمد و نسایی).
سلام دې وي پر تاسی ای ! اهل د قبرونو له مؤمنانو او مسلمانو الله ج دې رحم وکړی پرهغو کسانو چه له مونږ نه مخکی تللی او پر هغو کسانو چه له مونږ نه به ورسته رحلت کوي اومونږ به هم ان شآء الله له تاسې سره يوځای شو.
دوهم دا چې ايا مړي اروي او کنه ؟
ځواب بغیر له خاصو صورتونو څخه چې هغه صورتونه په نبوي احاديثو کې ثابت شوی دی نه اروي علماء کرامو لاندې آیت شريف خپل دليل بللی دی :
وَمَا يَسْتَوِي الأَحْيَاء وَلاَ الأَمْوَاتُ إِنَّ اللَّهَ يُسْمِعُ مَن يَشَاء وَمَا أَنتَ بِمُسْمِعٍ مَّن فِي الْقُبُورِ )فاطر ۲۲ ( .
هغه صورتونه چې په احاديثو ثابت شوی دي لکه د جنازی وړلو په حالت کې
د مړی د خښولو نه وروسته چې کله مسلمانان د هغه له قبر څخه ځي نو مړی د هغوی د تګ پر مهال د هغوی د پښو آواز اروي ،  همدارنګه په حديث شریف کې راغلی دي چې کله یو مسلمان پر وفات شوي مسلمان ورور سلام اچوي د الله تعالی په قدرت سره د مړی روح  هغه پيږني او هغه ته د سلام ځواب ورکوي : ” ما من مسلم يمر على قبر أخيه كان يعرفه في الدنيا فيسلم عليه إلا رد الله عليه روحه حتى يرد عليه السلام” .( کتاب المقرِّب لأحكام الجنائز، عبدالعزيز بن محمّد بن عبدالله العريفي ) .
(هيڅ مسلمان نشته چې هغه د خپل ديني ورور پر قبر تيريږي او هغه په دنيا کې پيږني او په هغه باندې سلام اچوي مګر د هغه روح د الله تعالی په قدرت د ده د سلام ځواب ورکوي ).
خو دا روايت په دې معنی نه دي چې اهل ميت د دنيا له حالاتو څخه خبر دي که هر وخت الله تعالی وغواړي هغوی خبروي او بل دا چې د هغوی آوريدل د ژونديو په شان نه دي بلکی جسد يې نه اروي او روح يې د الله په حکم چې حالت يې يوازې الله تعالی ته معلوم دی په خاصو حالاتو کې کوم چې په سنتو ثابت شوي اروي او حالت يې يوازې الله تعالی ته معلوم او بس ، ځکه دا غيبي امور دي او مونږ په غيبو ايمان لرو .
ستر حنفي عالم مفتي کفايت الله ډهلوي رحمه الله په خپل کتاب کفايت المفتي کې ليکي : د سماع موتي په باره کې د صحابه کرامو هم اختلاف نظر ؤ او اوس هم دا اختلاف نظر شته خو چا ته دا جايزه نه ده چې د مقابل لورې نظر رد کړي او هغه ته د فاسق و غيره الفاظ استعمال کړي ځکه چې دا اختلاف نظر په صحابه کرامو کې هم ؤ .
او مونږ دلته سقوط اختياروو .
دريم دا چې :
د اختر په ورځ زيارت کول يا تغزيه داری کول بدعت دی بدعت سخته خطرناکه ګناه ده (كُلَّ بِدعَةٍ ضَلالَةٌ، وَ كُلَّ ضَلالَةٍ في النّارِ)  (ابوداود ، ابن ماجه ، نسائی ) .

آن لاين اسلامې لارښود

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User