د کشف القبور په اړه معلومات راکړﺉ


آيا کشف القبور واقعيت لري او که نه د اسلامې شريعت په رڼا کې ځواب راکړﺉ له ځنو ملاصاحبانو مې اوريدلی دي چې حضرت محمد ص او حضرت علی کرم الله وجه دواړو ته د اهل قبرونو حال معلوميده آيا دا واقعيت لري .

ستاسو ورور روح الله وردګ له کابل نه


ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم

د قبر عذاب له امور غيبي څخه دي کوم چې په قرآن او سنتو ثابت شوی دی او مونږ پر هغه ايمان لرو .
کوم انسان چې په قبر کې په عذاب اخته وي يا کوم انسان ته قبر يوه روضه وي له روضو د جنته څخه مونږ په هغه باندې نه پوهيږو ځکه چې دا امور غيبي دي .
مګر هغه چا ته چې الله تعالی هغه ته په دې باره کې خبر ورکړی وي لکه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم ته چې الله تعالی د قبر د عذاب پوهه او کشف ورکړی وو .
متفق عليه مشور حديث شريف کې راځي : “أنَّ رَسُول اللَّهِ صَلّي اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: مرَّ بِقَبريْنِ فقال: «إنَّهُمَا يُعَذَّبان، وَمَا يُعَذَّبَانِ في كَبير، بَلي إنَّهُ كَبير: أمَّا أحَدُهمَا، فَكَانَ يمشِي بالنَّمِيمَةِ، وأمَّا الآخرُ فَكَانَ لا يسْتَتِرُ مِنْ بولِه، » . (متفقٌ عليه)

(رسول الله صلی الله عليه وسلم په دوو قبرونو تير شو او ويې فرمايل : هغوی دواړه ته عذاب ورکول کيږي او په څه لوی څيز عذاب نه ورکول کيږي ! هو هغه لوی دی : مګر يو د دوی څخه د يو کس خبرې بل کس ته وړلې او بل د متيازو له څاڅکو ځان نه ساتلو (متفق عليه ) .
او نور چا ته ددې علم نشته چې هغه د قبر په عذاب او راحت پوه شي .

و الله تعالی اعلم 


آن لاين اسلامې لارښود