حضرت
حسن بصري رح فرمائي:
چې په سپي کې لس ښه عادتونه داسي دي، چې دا په هرمؤمن کې موجود
کيدل پکار دي،
١ـ سپى اوږى اوسيږي چې دا د صالحانو )نيکانو( آدابو ځني دى،
٢ـ د ده
هيڅ يوخاص ځاى نه وي چې دا د متوکلينو د علاماتو ځني دى.
٣ـ دى د شپي کم اوده کيږي
چې دا دمحبينو ) الله Y سره د محبت لرونکو( د صفاتو
ځني دى،
٤ـ کله چې مړ کيږي نو هيڅ ميراث نه پريږدي چې دا د زاهدانو د صفاتو ځني دى
٥ ـ دا خپل مالک کله هم نه پريږدي چې دا د پخو او رشتينو مريدانو د علاماتو ځني
دى.
٦ـ دا په معمولي ځاى باندي صبر کوي، چې دا متواضعينو )عاجزي کونکو( د علاماتو
ځني دى.
٧ـ کله چې څوک د ده په کور باندي قبضه کوي نو هغه هم په دي کې پريږدي چې
دا دراضيينو )يعني الله تعالى څخه دراضي او خوشاله اوسيدونکو( د علاماتو ځني دى.
٨ـ که د کور مالک دى اووهي، اوبيايې راوبلي نو راځي چې دا د خاشعينو )خشوع خضوع
کونکو( دعلاماتو ځني دى.
٩ـ مالک چې خوراک کوي نو دى لري کيني چې دا د مسکينانو دعلاماتو
ځني دى.
١٠ـ کله چې د يو کور څخه کوچ کوي نو بيا هغه لورته توجه نه کوي چې دا د
مخزومينو د علاماتو ځني دى )[1](
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.