Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, November 8, 2011

د حضرت سليمان علیه سلام او د کونگ مرغه خبري چې د انسان لپاره نصيحت دي

 
د حضرت سليمان علیه سلام او د کونگ مرغه خبري

چې د انسان لپاره نصيحت دي

سوال: حضرت سليمان علیه سلام: اى کونگه! ته د پټي څيزولي نه خوري؟
 ځواب : کونگ: ځکه چې په دي کې د حضرت نوح علیه سلام قوم غرق کړى شو. سوال:اى کونگه! ته په آبادى کې ولي نه اوسيږي چې په ځنگلو او کنډوالو کې اوسيږي؟  ځواب : کونگ: ځکه چې ويران ځنگلونه د الله تعالى په ميراث کې دي، لکه چې د الله تعالى فرمان دى:
 )وَكَمْ أَهْلَكْنَا مِنْ قَرْيَةٍ بَطِرَتْ مَعِيشَتَهَا فَتِلْكَ مَسَاكِنُهُمْ لَمْ تُسْكَنْ مِّن بَعْدِهِمْ  إِلَّا قَلِيْلاً وَّكُنَّا نَحْنُ الْوَارِثِيْنَ( ([1])
ترجمه: او څومره کلي مونږ هلاک کړل د دوى ښه ژوند مونږ په خاورو کې داسي ملاو کو، چې دا آبادئ داسي شوي چې په دي کې څوک اوسيدونکې هم پاتي نشو )بالکل کنډوالي مو کړي( اوس د دي مونږ وارث يو، فالدنيا کلها ميراث الله، )نو دنيا ټوله د الله تعالى ميراث دى(
سوال: اى کونگه! کله چې ته په دي بي آبادو ځنگلو کې اوسيږي نوته څه وائې؟
 ځواب : کونگ: زه وايم چې اى د دي کلي اوسيدونکو! ستاسو عيش عشرت )ښه ژوند( چرته لاړو؟
سوال: کله چې ته په دي ورانو کنډوالو تيريږي نو څه وائي؟
 ځواب : زه وايم چې د بنيادم لپاره دافسوس مقام دى چې په دوى باندي عذاب راځي او دوى د دي عذابونو او سختونه غافل شوي اوده پراته دي.
سوال: ته د ورځي ولي نه راوزي او د شپي ولي راوزي؟
 ځواب : ځکه چې د آدم علیه سلام اولاد په يوبل باندي ظلمونه کوي. په دي وجه زه د ورځي بهرته نه راوزم.
سوال: ماته خبر راکړه چې کله ته وايې نو څه وائې؟
 ځواب : زه وايم چې اى په غفلت کې ويدو پرتو خلقو! آخرت لپاره څه توښه تياره کړئ او د آخرت سفر لپاره هر وخت تيار اوسيږئ پاک دي د نور پيداکونکى ذات. د دي پوښتنو څخه وروسته حضرت سليمان علیه سلام اوفرمائيل: چې د بنيادمانو لپاره کونگ څخه زيات نصحيت کونکى او شفقت لرونکى هيڅ يو مرغه نشته )[2](


[1] - سورة القصص آيت- ٥٨).
[2] - (حياة الحيوان ٢ ـ ٣٨٧).

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User