Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, November 8, 2011

د الله تعالى تعالى استازي صلي الله عليه وسلم سره ادب



د الله تعالى تعالى استازي صلي الله عليه وسلم سره ادب

دا يومنل شوي حقيقت دي چې د الله تعالى د سپيڅلي استازي صلي الله عليه وسلم پوره ادب د هر رښتني مسلمان د زړه په تل كې ځاي لري او د لاندې نيودلايلو په اساس د دغه ادب په وجوب او لزوم باندې بشپړايمان او باورلري :
١­­_ الله تعالى د خپل ګران استازي ادب په هرمسلمان لازم کړى دى :
د پاک قران د لاندنيومبارکوايتونوڅخه په څرګنده توګه ثابتيږي چې الله تعالى د خپل سپيڅلي استازي حضرت محمد 0 ادب په هرمسلمان نارينه او مسلمانې ښځې باندې لازم کړي :
الف: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَنْ تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تَشْعُرُونَ ([1])
[اي مؤمنانو خپل اوازونه د پيغمبرصلي الله عليه وسلم د اواز څخه مه پورته کوي او په خبرو كې ده ته داسې په لوړه اوازمکوئ لکه په لوړه اوازکول د ځينوستاسوځينونوروته [ځکه که دغه کاروکړي نو د دي ويره شته دي ]چې عملونه به مو ضايع شي حال داچې تاسوبه پرې خبرنه ياست ]
ب: إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ أُولَئِكَ الَّذِينَ امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَى  ([2])
ژباړه:
بيشکه هغه کسان چې خپل اوازونه د الله تعالى د استازي په نزد ټيټوي دوي هغه کسان دي چې الله تعالى د دوي زړونه د تقوى لپاره ازمويلي دي [يعنى دوي پرهيزګارخلک دي ] د دوي لپاره بخښنه اولوى اجردى .
ج: إِنَّ الَّذِينَ يُنَادُونَكَ مِنْ وَرَاءِ الْحُجُرَاتِ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ وَلَوْ أَنَّهُمْ صَبَرُوا حَتَّى تَخْرُجَ إِلَيْهِمْ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ  ([3])
ژباړه:
بيشکه هغه کسان چې [د پاکوبيبيانو]دکورنوترشاتاته چې غي وهي زياتره د دوي عقل نه لري او که دوي ترهغه صبرکړي واي چې ته ورته راوتلاي واي نودابه دوى ته خيروي او الله تعالى ډېربخښونکى اومهربان دى .
د: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا إِذَا نَاجَيْتُمُ الرَّسُولَ فَقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ نَجْوَاكُمْ صَدَقَةً ذَلِكَ خَيْرٌ لَكُمْ وَأَطْهَرُ فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ([4])
ژباړه:
اي مؤمنانوکله چې [غواړئ]د الله تعالى د استازي سره پټې خبرې وکړئ نو د خپلورازونو[د ويلو ]څخه مخ كې يوڅه صدقه [بې وزلانوته خيرات ]وړاندي کړئ دغه [د خيرات وړاندي کول ]ستاسولپاره خيراو ډېرپاکزه دي اوکه[دخيرات کولوشى]مينده نکړئ نوبيشکه چې الله ډېربخښونکي اومهر باندې .
د پاک قران د پورتنيواوداسې نورو ډېرومبارکوايتونوڅخه په ډاګه څرګنديږي چې د الله تعالى د نازولي استازي حضرت محمد 0 سره ادب کول د مسلمانان د ډېرومهمووجائبوڅخه دي .
٢_ الله تعالى د خپل سپڅلي استازي اطاعت په مسلمانانو باندې  فرض کړي دي :
الله تعالى خپله د خپل برحقه استازي حضرت محمد 0 د ويناوو کړنواو لارښودنومنل او پيروي کول په ټولومسلمانانو باندې  فرض کړي دي لکه چې د پاک قران د لاندې نيومبارکوايتونوڅخه په ښکاره ډول ثابتيږي :
الف: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ ([5])
ژباړه:
اي مؤمنانود الله تعالى اطاعت وکړئ او د پيغمبراطاعت وکړئ او د هغوکسانو[اطاعت وکړئ]چې ستاسو اولى الامر[داسلامي حکومت آمران ]دي .
ب : فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ([6])
ژباړه:
نوهغه کسان چې د الله تعالى د استازي د حکم څخه تېري کوي بايدوويريږي چې له کوې فتنې سره به مخامخ شي يابه دردوونکي عذاب ورته و رسېږي .
ج: وَمَا آَتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ ([7])
ژباړه:
او هغه څه چې [د الله تعالى ]استازي يې تاسوته درکړي نوهغه واخلئ [و يې منئ او عمل پرې وکړئ ] اوهغه څه چې تاسوترې منع کړي [د هغه څخه ]ځان وژغورئ او د الله تعالى څخه وويريږئ :
د: مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ وَمَنْ تَوَلَّى فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا ([8])
ژباړه:
هرڅوک چې د پيغمبر 0 اطاعت وکړي نوبيشکه چې د خداي اطاعت يې دې او که څوک ډډه وکړي نومونږته پردوي  باندې  [د دوي داعمالو]څارونکي نه يې لېږلى .
د پورتنيواونورو ډېروايتونواونورودلايلوڅخه د الله تعالى د استازي د اطاعت فرضيت ثابت دي تردي چې الله کريم خپل محبت د خپل حبيب 0 د طاعت پورې تړلي دي ځکه چې خپل ګران استازي ته داسې فرما يې .
قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ([9])
[وايه :که چې ري تاسود الله سره محبت لرئ نوزمامتابعت وکړئ ترڅوچې الله له تاسوسره محبت وکړي اوستاسو ګناوې وبحښي او الله ډېربخښونک او مهربان ي ]
اوهغه څوک چې طاعت اوپيروي يې لازم وي نو ادب کول خو يې خامخالازم دي .
٣_ الله تعالى د خپل محبوب استازي محبت په مسلمانانو باندې  لازم کړي دي

الله تعالى د خپل استازي سره د مسلمانانود محبت فرضيت د ده 0 په خپله ژبه بيان کړي دي چې فرما يې :
والذي نفسى بيده لايؤمن احدکم حتى اکون احب اليه من والده وولده والناس اجمعين [٢] ۸۰آيت.
[قسم په هغه [ذات ] ذي چې زمانفس د هغه په لاس [واک] كې دي چې هيڅ يو د ستاسوبه [کامل ]مؤمن نه شي ترڅوچې زه ورته د خپل پلارخپل زوي او ټولوخلکوڅخه ډېرګران شم ].
اوهرڅوک چې مينه اومحبت کول ورسره لازم وي د ادب ساتل يې هم لازم دي نو د الله تعالى د ګران او محبوب پيغمبر0 د ادب رعايت دهرمسلمان اسلامي فريضه ده.
٤_ الله تعالى خپل سپيڅلي استازي حَکَمْ امام او حاکم ګرځولي :
الله تعالى د اسلام سترلارښود حضرت محمد 0 د مسلمانانود خپل منځي شخړواوجګړود حل او فصل او پرې کړولپاره د حَکَمْ په توګه ټاکلى ترڅوټول مسلمانان خپلې شخړې اومنازعې د هغه په  پرې کړوفيصلو باندې  قناعت وکړي و يې مني او د خپلوشخړود  پرې کړو وروستني مرجع يې وګڼي لکه چې الله تعالى په لاندې نيومبارکوايتونو كې همدغه رازلارښودنه کوي :
الف: إِنَّا أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللَّهُ [١]
[بيشکه مونږپه رښتياسره پرتاباندې کتاب [قران]نازل کړ ترڅود خلکوترمنځ د هغه څه په اساس چې الله تعالى تاته درښودلي دي حکم وکړې ]
ب : وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ [١]
[او[وموويل]د دوي ترمنځ په هغه څه چې الله نازل کړي دي حکم وکړه او د دوي [د نفس ] د هيلوپيروي مکوه].
ج: فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّى يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنْفُسِهِمْ حَرَجًا مِمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا [٢]
[اما،نه،ستاپه پروردګارقسم چې دوي ترهغه پوري [پوره]ايمان نه راوړي ترڅوچې تاپه خپلو ټولوشخړو كې حَکَمْ کړي او بياستاد  پرې کړوپه هکله په خپلوځانونو كې کوم خپګان ونه مومي او [دغه  پرې کړي ]په ډېرې خوښۍ سره ومني ].
نوڅرنګه چې د امام او حاکم سره ادب کول هم د شريعت له مخې اوهم د سليم عقل او منطق دحکم په اساس يوفرض او ضروري کاردي نو د الله تعالى د دغه نازولي استازي ادب يوضروري او لازمي امردي .
٥_ الله تعالى ورته په ډېرغوره خُلْق اوخِلْقَتْ  باندې  امتياز ورکړي دى.
څرنګه چې الله تعالى خپل دغه خاتم الانبياء پيغمبر0 ته دبدن بي ساري ښايست او ښکلا ورکړي او د فضايلواو ډېروښواوغورواخلاقويوه بي مثاله نمونه يې ګرځولي اود ټولومخلوقاتوڅخه يې ډېرغوره اوکامل شخصيت ورعنايت کړي دي نوځکه يې د ادب رعايت په هرچا باندې  لازم دي د الله تعالى د سپيڅلي استازي سره د ادپ کول په لاندې ډول خلاصه کيداي شي

١_ د دنيااو اخرت په ټولوچارو كې يې اطاعت اوپيروي کول :
٢_ پرته له خدايه د هرڅه او هرچاڅخه يې د محبت او درناوي وړاندي کول :
د الله تعالى د مينې او محبت تعظيم او درناوي ته ترجيح او لومړيتوب حق ورکول د ده 0 سره ادب دي
٣_ د دوست سره يې دوستي او د دښمن سره يې دښمني کول :
د الله تعالى د استازي د حقاني او رښتنيودوستانوسره يې دوستي کول او د دښمنانوسره يې دښمني کول اوپه هغه څه خوښېدل چې دي پرې خوښيده اود هغه څه بدګڼل چې ده 0 بدګڼلي دي ده هم د ده 0 سره ادب کول دي :
٤_ دنامه درناوي او عزت يې کول :
د ده مبارک نامه د اخستلو اورېدل وپه وخت كې يې درناوي او تعظيم کول او درود او سلام پرې ويل او د فضيلتونواو مبارکوشما يې لوستايل يې قدر او عزت يې کول :
٥_ مخامخ او غياب كې يې د دنيا او آخرت په ټولو چارو كې يې د وينا وو تصديق کول :
٦_ د ده د سنتوژوندي کول او شريعت يې خپرول او ورته د خلکو رابلل :
٧_ د مبارک زيارت سره يې د خپل اواز ټيټول:
٨_ د ده د دوستۍ له امله د ښو خلکوسره مينه او دوستي کول او دبدوخلکوبدګڼل :
دغه وو د الله تعالى د سپيڅلي استازي سره د ادب کولو لنډيز
الله تعالى دې مونږته پرې دعمل کولو توفيق راپه برخه کړي .


[1] - دالحجرات سوره ۲ آيت .
[2] - دالحجرات سورة ۳آيت .
[3] - دالحجرات سورة ۴- ۵ آيت .
[4] - دالمجادله سورة ۱۲آيت .
[5] - دالنساء سورة ۵۹آيت .
[6] - د احزاب سورة ۶۳آيت .
[7] - الحشر سورة ۷آيت .
[8] - دنساء سورة
[9] - د آل عمران سورة ۳۱ آيت .

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User