Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, November 27, 2011

دونېډو ۷ دا انسټالو لو طرېقه انځورېز لیکنه
























د Windows7 لګولو بشپړ لارښود
ليکوال: افغانسافټ
څانګه: کمپيوټر پوهنه                                       منبع : افغانسافټ
نيټه:   January 21, 2012

افغانسافټ  - له دود سره سم په دې لارښود کې تر هر څه مخکې د يوه عامل سافټوير  OS (Operating System) د ټاکنې او د هغه د لګولو پر لار چارو ږغېږم، دلته دا خبره ځکه ليکم چې که يو عامل سافټوير د يو ځانګړي پلان له مخې په يو کمپيوټر کې ځاى پر ځاى شي پايله به يې هغومره ښه او بريالۍ وي.
تر هر څه مخکې بايد څه وکړو؟
ښايي له ډېرو کسانو سره دا پوښتنه وي چې وينډوز لګول خو کومه ستونزمنه خبره نه ده، خو د دې ويبپاڼې د کتونکو په غوښتنه غواړم د هغه د لګولو پر لارو چارو په مفصل ډول وږغېږم، تر څو هغه کسان چې د وينډوز لګول ورته ستونزمنه خبره برېښي هم په دې وتوانېږي چې پرته له کومې اندېښنې د خپل کمپيوټر وينډوز بدل او يا ترميم کړي.
دوينډوز لګولو څخه مخکې بايد لاندنۍ پوښتنې په پوره توګه ځواب شي:
١.  ايا کمپيوټر مو د ٧ وينډوز  چلولو توان لري؟
٢.  ايا د کمپيوټر پرزې او نور توکي لکه پرينټر، سکينر او.... مو د ٧ وينډوز له چاپېريال سره سمون خوري؟
٣.  ايا د وينډوز لګولو لپاره په هارډ ډيسک کې کافي ځاى لرئ؟
که غواړئ ٧ وينډوز په يو کمپيوټر کې ولګوئ نوموړى بايد لږ تر لږه د لاندنيو وړتياوو څښتن وي:
١.  پروسيسور:  1GHz 32-bit  او يا هم 1GHz 64-bit .
٢.  ميموري:   1GB
٣. د هارډ ډيسک ظرفيت:  16GB
٤. ګرافيکي ظرفيت:  128MB، تر څو  DirectX 9  په بشپړه توګه په کار واچول شي او تر څنګ يې Aero  تيم هم وپنځول شي.
٥.  د لګاو وسيلې:  DVD-R/W  ډرايو او که کمپيوټر په Server/Client  نيټ ورک کې وي  WDS   او   DHCP  سرورونه.

د ٧ وينډوز  د  ٣٢   او  ٦٤  بيټه نسخو توپير

د وينډوز نسخه ټاکل هم ډېره مهمه خبره ده، ځکه هر کمپيوټر د وينډوز د يوې ځانګړې نسخې لپاره ټاکل شوى وي، يعنې ځينې کمپيوټرونه د ٣٢  او ځينې نور بيا د ٦٤ بيټه نسخې لپاره ځانګړي شوي وي، د ٧ وينډوز په  DVD کې دواړې نسخې شتون لري چې  ٣٢ بيټه په  (x86)  او  ٦٤ بيټه په  (x64)  پېژندل کېږي.  د نوموړو نسخو د پوره پېژندلو لپاره دلته کليک وکړئ.
يادونه:  تاسې نه شئ کولاى چې يوه ٣٢ بيټه لګول شوې نسخه په ٦٤  او يا يوه ٦٤ بيټه لګول شوې نسخه په ٣٢ هغه واړوئ. يوه نسخه په بلې د اړولو لپاره بايد زړه نسخه فارمټ او پر ځاى يې نوې هغه ولګوئ.
د لګاو ډولونه
په ټوليز ډول ٧ وينډوز پر دوه ډوله لګول کېږي چې هر يو يې په لاندني ډول در پېژنو:
١.   Upgrade: دغه ډول زوړ وينډوز او په هغه کې لګېدلي ټول سافټويرونه پر ځاى پرېږدي، يوازې د وينډوز د نسخې ډول بدلوي، يعنې که په يو کمپيوټر کې  Windows7 Professional  لګېدلى وي او غواړئ په Windows7 Home   يې بدل کړئ بايد له دغه ډول څخه کار واخلئ.
٢.  Custom: دغه ډول زوړ وينډوز او په هغه کې ټول لګېدلي سافټويرونه له منځه وړي او پر ځاى يې نوې نسخه لګوي، يا په بل عبارت نوى وينډوز د زاړه هغه پر ځاى لګوي.
مګر زه دا سپارښتنه کوم چې هر وخت له  Custom  څخه کار واخلئ، ځکه دغه لار تر ډېره بريده خوندي او پوره باوري ده، په ځانګړې توګه هغه مهال چې وغواړئ XP   او يا هم  Vista   په ٧ وينډوز واړوئ.
د ٧ وينډوز لګاو پيلول
که غواړئ ٧ وينډوز له  DVD څخه په خپل کمپيوټر کې ولګوئ نوموړې DVD  د کمپيوټر و DVD  ډرايو ته واچوئ او کمپيوټر مو له سره روښان کړئ، ورپسې هغه تڼۍ چې د Boot  ليست پرانيزي کښېکاږئ، دغې کړنې ته  Booting  ويل کېږي. د موضوع د لا روښانتيا په خاطر غواړم د ځينو کمپيوټرونو پر  Boot  سيسټم وږغېږم. دغه سيسټم په ټولو کمپيوټرونو کې يو شان نه دى، يعنې د ځينو کمپيوټرونو دا يو ډول او ځينې بل ډول وي څو لاندنيو بېلګو ته ځير شئ:


١.   Dell  کمپيوټرونه په F12 تڼۍ دغه ليست پرانيزي.
٢.  HP کمپيوټرونه په  F10  يا  F12  تڼۍ نوموړى ليست پرانيزي. 
٣.  Toshiba  کمپيوټرونه په  Esc  يا  F1 نوموړى ليست پرانيزي.
٤.  Intel 815   په  F10 تڼۍ او د Intel ځينې نور ډولونه په  F8  يا  F12  نوموړى ليست پرانيزي.
لنډه دا چې د هر کمپيوټر Boot  سيسټم يو له بل سره توپير لري، خو د خوشحالۍ وړ خبره دا ده چې هر کمپيوټر تر روښانېدو وروسته هغه تڼۍ چې د دغه کمپيوټر د Boot  سيسټم ليست پرانيزي پر خپله پرده ليکي. په لاندني شکل کې د هغو توکو ليست وينئ چې د يو کمپيوټر د بوټولو لپاره په کار اچول کېږي:


د Boot  ليست تر پنځېدو وروسته  CD-ROM  يا هم   DVD-RW  ډرايو په نښه کړئ او Enter   تڼۍ کښېکاږئ، څو شيبې انتظار وکړئ تر څو په DVD کې پروت سيسټم په کار پيل وکړي. کله چې نوموړى سيسټم پيلېږي له لاندني پيغام سره مخېږئ:
Press a key to boot from DVD or CD
دغه مهال هره تڼۍ چې وي کښېکاږئ، په دې ډول د ٧ وينډوز د لګاو پروسه پيلېږي  لاندني شکل ته ځير شئ:
تر پورتنۍ پردې وروسته له لاندني شکل سره مخېږئ، دا لاندنى شکل د ٧ وينډوز لومړنۍ پاڼه ده چې هر ځل د کمپيوټر تر روښانېدو وروسته پر پرده غوړېږي.
يادونه:  د  ٧ وينډوز لګاو هم د ويسټا او ٢٠٠٨ سرور په څېر د بشپړ ګرافيک  GUI (Graphical User Interface)   له مخې پيلېږي، يعنې دغه درې واړه وينډوزونه د مخکنيو وينډوزونو په څېر نه دي چې د لګاو پر مهال به يې ګرافيک نيمګړى و.
تر څو شيبو وروسته به له لاندني شکل سره مخ شئ:
په پورتني شکل کې سيمه ييزه ژبه، د وخت او د کېبورډ ډول په نښه کولاى شئ او که نه غواړئ چې بدل يې کړئ يوازې Next  تڼۍ کښېکاږئ تر څو له لاندني شکل سره مخ شئ:
په پورتني شکل کې  Install Now  تڼۍ کليک کړئ.
يادونه: په پورتني شکل کې يو بل امر  (Repair your computer)  هم شتون لري، دغه امر د هغو وينډوزونو لپاره په کار اچول کېږي چې په کې د پېښو شوو ورانيو له امله نه په Safe Mode   او نه هم په  Normal  هغه کې پنځول کېږي.
د يادې تڼۍ تر کليکولو وروسته له لاندني شکل سره مخېږئ:
په پورتني شکل کې د مايکروسافټ له خوا ځينې مهم شرايط او معاهدې وړاندې کېږي، که ور سره ژمن ياست د I accept the license terms     کور روښان کړئ او Next   تڼۍ کليک کړئ. د نوموړې تڼۍ تر کليکولو وروسته له لاندني شکل سره مخېږئ:
که پورتني شکل ته وګورئ هماغه دوه ډوله چې لږ وړاندې پر وږغېدلو را غونډ دي، د Upgrade  تڼۍ ځکه بنده ده چې په کمپيوټر کې زوړ وينډوز نشته، د اوس مهال لپاره Custom (advanced)  تڼۍ کليک کړئ، تر څو له لاندني شکل سره مخ شئ:
په پورتني شکل کې د خپل کمپيوټر هارډ ډيسک پر څو  برخو ويشلاى شئ، په همدې موخه  Drive options (advanced)   پيوند کليک کړئ او د خپلي خوښي بدلونونه پلي کړئ، يعنې که غواړئ نوې برخه (Partition)  جوړه کړئ  New تڼۍ، که غواړئ يوه زړه برخه ړنګه کړئ  Delete تڼۍ او که غواړئ چې نوې يا پخوا جوړه شوې برخه فارمټ کړئ  Format  تڼۍ کليک کړئ، او که نه غواړئ چې هارډ ډيسک دي پر څو برخو وويشل شي يوازې د Next  تڼۍ کليک کړئ.
يادونه: ٧ وينډوز يوه برخه د System Reserved  په نامه په اټوماټيک ډول جوړوي نوموړې برخه بايد نه Delete  او نه هم Format شي. ځکه په نوموړې برخه کې په سيسټم پورې تړلې فايلونه خوندي کېږي او هغه مهال چې وينډوز له کاره ولوېږي په کار اچول کېږي. يعنې که وينډوز ته يوه جدي ستونزه پېښه شي د همدغو فايلونو په مرسته نوموړې ستونزه ليري کېږي.
د Next تڼۍ تر کليکولو وروسته له لاندني شکل سره مخېږئ:
د يادې تڼۍ تر کليکولو وروسته و کمپيوټر ته د ٧ وينډوز د فايلونو لېږد پيلېږي او د فايلونو تر بشپړېدو وروسته کمپيوټر له سره روښانېږي، پر دغه مهال و کمپيوټر ته لاس مه ور وړئ او پرېږدئ چې کمپيوټر ټولې پروسې په خپله ترتيب او بشپړې کړي. د ټولو پروسو تر بشپړېدو وروسته مو کمپيوټر يو ځل بيا له سره روښانېږي. بيا هم کمپيوټر ته لاس مه ور وړئ او پرېږدئ چې هر څه په خپله پر مخ لاړ شي. تر څو له لاندني شکل سره مخ شئ:
په پورتني شکل کې د Type a user name  په کور کې د کمپيوټر کارن نوم وليکئ او په لاندني کور کې د کمپيوټر نوم په اټوماټيک ډول ليکل کېږي ورپسې Next تڼۍ کليک کړئ تر څو له لاندني شکل سره مخ شئ:
په پورتني شکل کې د کمپيوټر لپاره شفر ليکلاى شئ، نوموړى شفر بايد دوه ځله وليکل شي او د Type a password hint  په کور کې د دغه شفر څخه يوازې څو توري وليکئ، په ياد مو وي چې دغه شفر يوازې د په نښه شوي کارن نوم لپاره په کار اچول کېږي او هڅه وکړئ چې په ياد مو پاتې شي، دا خبره ځکه کوم چې اوس مهال مو په کمپيوټر کې يوازې يو کارن نوم موجود دي او که مو شفر هېر شي بيا کمپيوټر ته ننوتلاى نه شئ. ورپسې  Next تڼۍ کليک کړئ چې له لاندني شکل سره مخ شئ:
په پورتني شکل کې د وينډوز د فعالولو لپاره د هغه Product key   ليکل کېږي، که تاسې له قانوني وينډوز څخه کار اخلئ د هغه  Product key  په پورتني کور کې وليکئ، که مو وينډوز قانوني نه وي يوازې د Next  او بيا د Yes  تڼۍ کليک کړئ. تر څو له لاندني شکل سره مخ شئ:
يادونه: له Product key   پرته وينډوز لګول يوازې ٣٠ ورځې وخت لري او تر ٣٠ ورځو وروسته له چلاوه لوېږي، که غواړئ داسې يو وينډوز د تل لپاره فعال کړئ د همدې ليکنې په پاى کې  Windows7 Activator  فايل کمپيوټر ته کښته او ځاى پر ځاى کړئ.
که پورتني شکل ته وګورئ ستاسې په واک کې درې اختياره درکول کېږي، لومړى يعنې  Use recommended settings  هغه يې د هغو کسانو لپاره چې نه غواړي خپل کمپيوټر د يو Corporate Firewall  شاته پټ کړئ تر ټولو غوره بلل کېږي او په نړۍ کې ډېرى کمپيوټر کاروونکي همدا برخه ټاکي، دوهمه برخه يې هغه کسان کليکوي چې غواړي يوازې و کمپيوټر ته د مايکروسافټ له خوا تازه پر ليکه شوي امنيتي او د اصلاح شوو تېروتنو فايلونه کښته کړئ. او درېيمه برخه يې هغه کسان کليکوي چې غواړي هر څه تر وينډوز لګولو وروسته په بېل بېل ډول تر سره کړي.  تاسې د اوس مهال لپاره لومړۍ برخه کليک کړئ تر څو له لاندني شکل سره مخ شئ:
يادونه: پورتنۍ درې واړه برخې د وينډوز پر Update هم مثبت اغېز ښندي.
په پورتني شکل کې سيمه، وخت او نيټه وټاکئ ورپسې Next  تڼۍ کليک کړئ چې له لاندني شکل سره مخ شئ:
که ستاسې کمپيوټر له انټرنيټ سره او يا هم له سيمه ييز نيټ ورک سره پر کرښه تړلى وي پورتنى شکل څرګندېږي او که نه وي نوموړى شکل نه شئ ليداى، که وي د خپل نيټ ورک برابره برخه کليک کړئ او څو شيبې انتظار وباسئ تر څو وينډوز په بشپړه توګه وپنځول شي. لاندني شکل ته وګورئ:
د وينډوز فعالولو لپاره بايد څه وکړو؟
د ٧ وينډوز هره نسخه چې له Product key  پرته ولګول شي يوازې ٣٠ ورځې د کار وړ وي، د داسې يوې نسخې د فعالولو لپاره د همدې ليکنې په پاى کې Windows7 Activator  فايل کمپيوټر ته کښته کړئ ورپسې پر نوموړي فايل د موږک ښې تڼۍ کليک او له پرانيستل شوي ليست څخه Run as Administrator کليک کړئ لاندني شکل ته وګورئ:
په دې ډول نوموړى فايل پنځول کېږي تر پنځېدو وروسته Install تڼۍ کليک کړئ او څو شيبې انتظار وکړئ تر څو له يو پيغام سره مخېږئ، په نوموړي پيغام کې  OK  تڼۍ کليک کړئ چې کمپيوټر مو له سره روښان شي.
په لاندني شکل ته وګورئ يو فعال وينډوز وينئ:

ژباړه: بهرنۍ سرچينې
پاى


<><><><><><><><><><><>

كيف تثبت ويندوز 7 على جهازك

منبع إي كيف
Your rating: None Average: 4.4 (15 votes)
كيف تثبت ويندوز 7 على جهازك
نظام التشغيل ويندوز 7 من أشهر أنظمة التشغيل الموجودة حالياً، فهو يتميز بالسرعة والواجهة الرائعة وسهولة في التعامل. يعتقد الكثير منا أن تثبيت نظام التشغيل شيء معقّد ويقومه فقط أهل التخصص، ولكن في الحقيقة إنها مجرد خطوات محددة إذا اتبعتها سوف تتمكن من تثبيته بكل سهولة ويسر.
قبل البداية عليك التأكد أولا من متطلبات Windows 7 ومدى توافقها مع إمكانيات جهازك.
أيضاً يجب معرفة إن كانت الإسطوانة الخاصة بنظام التشغيل Windows 7 اسطوانة Bootable بمعنى أنها تعمل تلقائياً بمجرد وضعها في جهاز الـ DVD الخاص بك  وفتح جهازك.
هيا بنا نبدأ خطوات التثبيت.

الخطوة الأولى
ضع الاسطوانة الخاصة بنظام التشغيل في جهاز ال DVD الخاص بك و قم بإعادة تشغيل للجهاز. قم بالضغط على أي مفتاح لبداية التثبيت.
الخطوة الثانية
سوف تظهر لك في الشاشة ثلاثة إختيارات: الأول هو اللغة والثاني هو الوقت والعملة والثالث هو اختيارات لوحة المفاتيح أو أسلوب الإدخال. قم باختيار الإعدادات الخاصة بك ثم اضغط على مفتاح التالي (Next).

الخطوة الثالثة
الآن النظام جاهز للتثبيت على الجهاز، فقم بالضغط على Install Now.
الخطوة الرابعة
إقرا شروط الترخيص كاملةً. بعد الإنتهاء والموافقة على الشروط اضغط على علامة صح موافق ثم اضغط على مفتاح التالي (Next).
الخطوة الخامسة
في الشاشة التالية يوجد بها اختياران الأول Upgrade إذا كنت تستخدم نظام تشغيل قديم وتعمل له ترقيه. أما الاختيار الثاني Custom فهو لتثبيت نظام التشغيل أول مرة وهو سوف يكون اختيارنا.
الخطوة السادسة
الآن اختر المكان الذي تريد وضع نظام التشغيل عليه وغالباً يكون التقسيم الخاص بالنظام System Partition .فى حالة عدم تقسيم القرص الصلب (Hard Disk) يمكنك اختيار خصائص القرص من Drive Options
الخطوة السابعة
عند اختيارك لخصائص القرص من Drive Options سوف تدخل على هذه الشاشة التي تمكنك من تقسيم القرص الصلب Hard disk وبناء أقسام جديدة (New Partition) ومسح لنظام تشغيل قديم مثل Windows XP وهى غالباً الحالة التي تكون موجودة لدى أغلبنا.
الخطوة الثامنة
في حالة اختيارك لإلغاء نظام التشغيل السابق من قسم Partition موجود على القرص الصلب، سوف تظهر لك الرسالة في الشاشة التالية. لا تقلق، فهو يحذرك بأن جميع البيانات الموجودة على القسم سوف يقوم بمسحها، ولكن تأكد أنك تلغى القسم الخاص بنظام التشغيل وأن لا يوجد بيانات أخرى موجودة تحتاجها غير ملفات نظام التشغيل السابق.
الخطوة التاسعة
يتم الآن تثبيت الملفات الخاصة بنظام التشغيل على جهازك الذي قد يأخذ بعض الوقت فعليك الإنتظار. في النهاية تتطلب تلك العملية إعادة تشغيل لجهازك.
الخطوة العاشرة
الآن هو في المراحل الخيرة من تثبيت الملفات على جهازك، فعليك الانتظار.

الخطوة الحادية عشر
في الشاشة الظاهرة قم بإدخال اسم المستخدم (User Name) واسم جهاز الحاسب (Computer Name) لعمل حساب (Account).

الخطوة الثانية عشر
الآن ادخل كلمة السر (Password) الخاصة بالحساب الذي قمت بإنشائه في الخطوة السابقة ولا تنسى أن تدخل التلميح (Password Hint) وهي عدة كلمات تحددها لتذكرك بكلمة السر عندما تنساها.

الخطوة الثالثة عشر
أدخل مفتاح التشغيل (Product Key) الخاصة بالنسخة وهى تكون موجودة على العلبة المرفقة بالاسطوانة الخاصة بنظام التشغيل، وإذا لم تدخله سوف تعمل النسخة لمدة 30 يوما فقط. ويفضل أن تقوم بعمل تنشيط لنظام التشغيل على شبكة الانترنت ويكون ذلك عن طريق وضع علامة صح للاختيار الموجودة أسفل المربع الخاص بمفتاح التشغيل.

الخطوة الرابعة عشر
للمساعدة في حماية جهازك وتحسين عمل نظام التشغيل قم باختيار Use Recommended Settings الاختيار الأول ليقوم بذلك تلقائيا.

الخطوة الخامسة عشر
حدد المنطقة الزمنية الخاصة بك. يمكنك أيضاً ضبط الوقت والتاريخ ثم الضغط على مفتاح التالي (Next).

الخطوة السادسة عشر
الآن حدد موقع الحاسب الخاص بك واختر الشبكة. إذا كان الاستخدام منزلي فاختر Home Network.

الخطوة السابعة عشر
نظام التشغيل Windows 7 يضع اللمسات الأخيرة على إعدادات الكمبيوتر و يقوم بإعادة تشغيله، فعليك الانتظار.

الخطوة الثامنة عشر
 مبارك! أنت الآن جاهز للتعامل مع نظام التشغيل Windows 7 واليك شاشة عرض النظام.
 
 وختاماً عزيزى القارئ تذكر وأنت تتعامل مع نظام التشغيل Windows 7 أن المبدأ العام لكل أنظمة تشغيل Windows واحد بمعنى أن الاختلاف يكون فى الواجهة الخارجية لكن المحتويات الاساسية شبيهة، وتضاف عليها مميزات جديدة لتساعدك على إنجاز عملك بطريقة أسرع وبأسلوب أسهل.
  1. دكليزبانګى يا چرګى قربانى كول په باره کی که لګ وضاحت را ته وکړې، د هډاوال وېب مدېر نه په مننه
  2. دكوتورو الوزول،دچرګانو،مرغانو،یادنوروحیواناتو جنګول څه حکم لرې
  3. دكوم څاروى چه غوږونه يې په اږدوشليدلى وى
  4. دلته خلك واي كه جا د امام أبو حنيفة رحمت الله عليه د مذهب كومه خبره بريخوده نو هغه ددين نه خارجيري
  5. دلمونځ اداکولو طرېقه : انځوريزليکنه بزبان فارسې
  6. دلمونځ ترک کونکي مړشو نو دجنازې لمونځ به يې کولى شي اوکه نه ؟
  7. دلمونځ كولو طريقه
  8. دلمونځ کونکي ترمخ تیریدل په څومره فاصله رواده ؟
  9. دلوں کی موت
  10. دليل الشفاء للمواقع
  11. دليونى دقربانى مسئله
  12. دلچسپ اور عجیب
  13. دماخوستن لمونځ له خوب څخه وروسته دشپي په آخر كې صحيح دى اوكه نه ؟
  14. دماخوستن لمونځ له خوب څخه وروسته دشپي په آخر كې صحيح دى اوكه نه ؟
  15. دماشومانو دپتنګ [ كاغذ باد ، ګوډى ] لوبه څه حکم لرې
  16. دماشومانو لپاره دپناه غوښتلو دعا
  17. دماښام دلمانځه كولو څخه وروسته ا و د ماخوستن څخه مخكې ويده کیدل ؟
  18. دمجلس دپاسيدونه مخكى دوعا
  19. دمحرم مبارکه میاشت
  20. دمسلمانانوکارنامی
  21. دملاقات په وقت کی پښتانه هرکله راشي واېې داسې وئیل دشرېعت په رڼا کی څه حکم لرې ؟
  22. دموبایل لپاره له زرو نه زیات وړیاسافټ ویرونه دلته ولټوی
  23. دمور اوپلار حقوق
  24. دموسيقي ضررونه داسلام اوطب له نظره
  25. دمولانا روم ياد
  26. دمړى دطرف نه قربانى كولومسائل
  27. دمړي دغسل طريقه
  28. دمړي دغسل څه طريقه ده
  29. دمړي پاسنې څا درسره څه اوکړې شې ؟
  30. دمړي په ښخولو،قحط او وباكې اذان كول ثابت دى اوكه نه؟
  31. دنابالغ اذان صحيح دى اوكه نه؟
  32. دنابالغ هلك اذان جايز دى اوكه نه؟
  33. دنامرد په ښځه با ندې هم هم عدت شته که يې خلوت شوې وي
  34. دنجومي دخبرې تصديق كول كفردى
  35. دنرلپاره د سختو مرضو سبب ګرځی او دښځی لپاره هم سخت تاوان رسوي .
  36. دنرښځى اذان اواقامت څنګه دى؟
  37. دنووجامواغوستلو دوعا
  38. دنووجامواغوستونكى ته دوعا
  39. دنوى مياشت دليدلو دوعا
  40. دنوکیامبایلونوڅخه دوائیروس ایستل
  41. دنيا .. غريبــــة .
  42. دنیاکےاے مسافر
  43. دهديري جومات کې دجنازې لمونځ
  44. دهرقسم مالى ترقى لپاره درودشريف
  45. دوباره جنازه کول صحيح دي که نه

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User