دمړي دغسل څه طريقه ده
پوښتنه :
که چېرې مړته غسل ورکول وي . نو په کومه طريقه به ورکوي ؟
ايا داغسل سنت دى
که فرض دى . که واجب دى ؟
او څنګه به يې لامبوي ؟
اوکوم سړى چې بې ترکيبه مړي ته
غسل ورکړي . اودمړي په بدن باندې اوبه ښه
اوبهوي اودغسل دقاعدې څخه ناوافقه وي . نودهغه غسل تهيک شواوکه نه ؟
ځواب : دمړي دغسل
طريقه داده چې داستنجاء کولوڅخه وروسته دې ورته اودس (وضوء ) اوکړى شي . اودهغه په
سراوپه ټول بدن باندې دبيرې په پاڼوکې پوخ شوې ( تړمې ) اوبه واچولى شي . اودهغه
سر او ګيره دې په خطې سره اووينځلى شي . اوګسه ډډه دې څملولى شي . ښې ډډه دې ورته
اوبه واړوي . بيادې په ښه ډډه څملوي اوګسه ډډه دې ورته ووينځي . بيادې په اډانړې
ورکولوسره کينوي . اوخيټه دې ورته وروورواومږي . چې څه اونه وځي اوکه وځي هغه دې
اووينځي بيادې خملوي .اوپه ټول بدن دې ورته اوبه واړوي . په دې کې به سنت اوفرض
غسل ټول اداء شي اوفرض يواځې يوځل بدن وينځل دي . باقي ټول امورسنت دي . که چېرې
مړي ته بې ترتيبه غسل ورکړى شو. نوغسل اداء شو خو بهتر دادى چې دسنتو موافق ورله
غسل ورکړى شي . څنګه چې پورته اوليکلى شو . فقط .

