Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning
Showing posts with label دمړي دغسل طريقه. Show all posts
Showing posts with label دمړي دغسل طريقه. Show all posts

Saturday, November 19, 2011

دمړي دغسل طريقه

سلامونه ډالی کوم 
او
هیله مند یم دالاندی دوه سوالونه راته جواب کړی

دمړي دغسل څه طريقه ده 

پوښتنه :    که چېرې مړته غسل ورکول وي . نو په کومه طريقه به ورکوي ؟ ايا داغسل سنت دى که فرض دى . که واجب دى ؟ او څنګه به يې لامبوي ؟ اوکوم سړى چې بې ترکيبه مړي ته غسل  ورکړي . اودمړي په بدن باندې اوبه ښه اوبهوي اودغسل دقاعدې څخه ناوافقه وي . نودهغه غسل تهيک شواوکه نه ؟ 

ځواب :  دمړي دغسل طريقه داده چې داستنجاء کولوڅخه وروسته دې ورته اودس (وضوء ) اوکړى شي . اودهغه په سراوپه ټول بدن باندې دبيرې په پاڼوکې پوخ شوې ( تړمې ) اوبه واچولى شي . اودهغه سر او ګيره دې په خطې سره اووينځلى شي . اوګسه ډډه دې څملولى شي . ښې ډډه دې ورته اوبه واړوي . بيادې په ښه ډډه څملوي اوګسه ډډه دې ورته ووينځي . بيادې په اډانړې ورکولوسره کينوي . اوخيټه دې ورته وروورواومږي . چې څه اونه وځي اوکه وځي هغه دې اووينځي بيادې خملوي .اوپه ټول بدن دې ورته اوبه واړوي . په دې کې به سنت اوفرض غسل ټول اداء شي اوفرض يواځې يوځل بدن وينځل دي . باقي ټول امورسنت دي . که چېرې مړي ته بې ترتيبه غسل ورکړى شو. نوغسل اداء شو خو بهتر دادى چې دسنتو موافق ورله غسل ورکړى شي . څنګه چې پورته اوليکلى شو . فقط . 

دمړي غسل لپاره څنګه اوبه پکاردي ؟ 

پوښتنه :  دامشهوره ده . چې دمړي غسل لپاره مخکې دبېرې پانړوکې جوش کړي اوبه بياکافوروکې ګډې کړي . اوبه اوپه دريم ځل خالصې اوبه جوش شوې نه وي . ( صحيح خبره څنګه ده . ) ؟ 

ځواب  : شامي دمړي دغسل په باره کې داتفصيل کړى دى . چې مخکې دې خالصواوبوسره غسل ورکړى شي . بيادبيرې پاڼړو کې پخ شوې  اوبه اوبيادې ورباندې هغه اوبه واچوي چې کافورپکې ګنډشوي وي . اودفتح القديرڅخه يې نقل کړي دي . غوره دادى . چې مخکې دوه ځله دبېرودپاڼو پخ شوې اوبه اوپه دويم ځل دې ورباندې دکافورو والا اوبه واچوي  (1) فقط



(1)    ذکرشيخ الاسلام ان الاولى بالقراح اى الماء الخالص والثانية بالمغلى فيه سدر والثانية بالذي فيه کافورقال فى الفتح والاولى ان الاوليين بالسدر کما هوالظاهرالهداية لما في ابي داؤد بسندصحيح ان ام عطيه تغسل بالسدرموتينوالثالث بالماء والکافور( ردالمختارباب صلاة الجنائز١ص ٢ .٨ ط.س. ج٢ ص ١٩٨ )


بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User