Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, November 8, 2011

په نارینه وو کې اضافي ویښتان


په نارینه وو کې اضافي ویښتان

دپاک او سپیڅلي څښتن په نامه  ډاکټر صاحب سلامونه او نیکې هیلې  مې ومنه له تاسو ډیره مننه کووو چې خپل قیمتي وخت دخپلو هیوادوالو په چوپړ کې تیروئ داکتر صاحب پس د سلامه یوه پوښتنه لرم زما په بدن ډیر زیات ویښتی دی چې شا په تیره بیا ډډه اوسینه  مې دواړه ترې زیات ډک دي ان ترستوني پورې راختلي دي  او دسر د ویښتانو هومره دی چی ډیر سخت ورڅخه تنګ یم او خصوصا په اوړی کې مې سخت تنګوي  یعني سوی کوي  او محترم ډاکټر صاحب کوژدن مې کړی اوله هغه چا سره چې زما دتره لور ده او له ماسره وړه لویه شوې ده  هغه هروخت راته وايي چې دا ویښتي له واده مخکې ختم کړه ځکه چې زما نه خوښیږي  که داسې مشوره راکړط چې زما دبدن ټول ویښتان بیخي له منځه لاړ شي  اوبیا شنه نه شي  اوبله دا چې زما مخ ناست دی خو نور بدن مې ښه دی یوازې غواړم مخ مې ډک شي شل کلن یم او واده مې هم نه دی کړی ؟

یوه هیله :
 تردې وړاندې چې ددغه قدرمن ورور پوښتنې ته ځواب ورکړم باید ووایم چې ځینو قدرمنو لوستونکو ناقصې پوښتې استولي دي که ېې سم ځواب غواړي هیله کوم سوال بشپړ او روښانه واستوئ  دمثال په توګه دمحترم باقیب الله ، کوچی ، خورفوزیه ،فایق خان ، محترمه خور تهمینه ثروت ، مطیع الله محرابي ، او داسې نور ملګري شته چې پوښتنې ېې څرګندې نه دي تراوسه پورې ېې ځکه پوښتنې ځنډیدلي هم دي هیله ده خپلې پوښتنې له سره او څرګندې واستوي .

ځواب :

په نارینه وو کې له بلوغ وروسته  دويښتانو ریشه دجنسي هورمونونو(تسترون )  تراغیز لاندې راځي او ویښتان له نرم او نازک حالته  په پنډو ویښتانو بدلیږي دغه حالت په بیلابیلو کسانو دهغوي  ارثي فکټور ته په پام سره توپير کوي  ځینې کسان ډیر او ځینې کم ویښتان لري  دبدن په ځینو برخو لکه تخرګونو ، ټټر  ،نس ،ملا پښو او ځینو نورو برخو دویښتان شنه کیدل طبیعي دي  او اضافي ویښتان نه بلل کیږي  خو که تاسو ترې کرکه کوئ اویا مو نه خوښیږي په بیلابیلو لارو هغه لیرې کولاي شئ تراوسه پورې داسې کومه لاره نه ده موندل شوې چې دغه ویښتان داسې ورک کړي چې بیخي شنه نه شي  که تاسو ترې  کرکه کوئ کولاي شئ هغه وخریئ اویا ېې په بیلابیلو رودو ځان له شره خلاص کړئ مثلاً کریمونه او پوډر ،سپرې ګانې ، او لیزر شته چې کارولی ېې شئ چې نن سبا په ډیرو هیوادونو کې نارینه هم له دغو رودو استفاده کوي البته تراوسه پورې ددې ستونزې قطعې معالجه نه ده شوې  خو دغه خبره هم باید  وکړو چې دا یوه ناروغي هم نه ده چې علاج ېې وشي بلکه پربدن د اضافي ویښتانوستونزه تر نارینه وو ډیر میرمنې کړوي او هغوي ځوریږي خو که شتمن یاست ددې ستونزې دخلاصي یوازیني لاره لیزر دی البته  ډیره ګرانه روده هم ده .

ددې ستونزې دعلت په هکله باید ووایو چې دویښتانوپیاز دتستوسترون   په نامه  دیوه هورمون په  وسیله تحریکیږي دغه ډول هورمونونو ته اندروجن یا مردانه هورمون وايي چې په نارینه ووکې ېې سویه لوړه وي خو په ښځو کې هم په طبیعي توګه  په کمه سویه موجو د وي خو ځینې وخت په بیلابیلو علتونو دغه سویه په میرمنو کې هم لوړیږي اوپه دې ډول ددې سبب کیږي چې دویښتانو پياز تحریک او ویښتان په مخ کې له حده زیاته وده وکړي  .

لکه چې وویل شول دغه هورمونونه په نارینه وو کې په بیضو کې تولیدیږي خو له دې چې میرمنې دغه اله نه لري نو دغه هورمون په میرمنو کې   په تخمدانونو ، دپښتورګو په سر  په دوغدو ،او په مازغو کې دهیپوفیزپه نامه په یوې غدې کې تولیدیږي دمثال په توګه کله چې په تخمدان کې یو کیست پيدا شي دغه میرمنې ښايي د هورمونو دزیاتیدا له امله په مخ کې اضافي ویښتان پيدا کړي نو غوره ده په دغو میرمنو کې داضافي ویښتانو دپيدا کیدا اصلي علت پیدا شي .

ددې لپاره چې نورعلتونه رد شي غوره ده یو ځل ډاکټر ته ورشئ که کومه بله ستونزه نه لرئ له دې ستونزې سره جوړ شئ دمخ د‌ډکیدا په هکله هم تراوسه  کومه خاصه روده نه ده وړاندیز شوې  البته سمه تغذیه او دډیرو اوبوڅښل له تاسو سره مرسته زه تردې زیات په دې اړه دویلو لپاره کوم شی نه لرم .
په دې هکله مخکې هم خبرې شوي د اضافي ويښتانو ترسرلیک لاندې ېې لوستلی شئ .
په درناوي
ډاکټر سباوون

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User