Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, October 11, 2011

انټرنیټ او ددعوت غلطه طریقه

 

 

دعوت، انټرنیټ او دعوتګر

محمد شعیب قریشی
( وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ) الفصلت 33
(قُلْ هَـذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَاْ وَمَنِ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللّهِ وَمَا أَنَاْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ) یوسف 108
((لان يهدي الله بك رجلاً واحداً خير لك من حمر النعم)) [متفق علیه]
((من دعا إلى هدى كان له من الأجر مثل أجور من تبعه لا ينقص ذلك من أجورهم شيئاً)) [رواه مسلم]
دالله جل جلاله دین او لارې ته دعوت یوه اوچته فریضه ده ، چې په دعوت سره د نورو عبادتو په نسبت هر اړخیزه ګټه تر لاسه کیږي ، په دعوت سره د الله ددین ساتنه او خپراوي کیږي ، او په دعوت سره غافل او په خوب ویده مسلمانان راویښیږي ، بې دینان د دین لوري ته راځي او ګمراهان د الله مستقیمه لاره مومي ، په همدې اساس د الله دین ته دعوت لوی اجر او ثواب او فضایل هم لري.
الله جل جلاله فرمايي : [وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ] سوره الفصلت 33 آیت
ژباړه : او څوک ښې خبرې والادی له هغه چا څخه چې دالله لوري ته دعوت ورکوي ، نیک عمل کوي او وايي چې زه د مسلمانانو له ډلې څخه یم.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي : ( فوالله لأن يهدي الله بك رجلا خير لك من أن يكون لك حمر النعم ) متفق علیه.
ژباړه : په الله مې دې قسم وي چې الله ستا په واسطه یو کس ته هدایت وکړي تاته له سرو اوښانو غوره او ښه ده .
لکه څنګه چې دعوت مختلف مجالات او ډګرونه لري ، همدا شان الله جل جلاله انسان ته مختلف وسائل په لاس ورکړي ترڅو دهغو په واسطه دالله دین ته خلک را وبلي او خپله خبره نوروته ورسوي او دا وسائل په هر زمانه کې مخ پر وړاندې ځي او له پخوانیو وسیلو سره په خوا کې ددعوت لمنه نوره هم پراخه وي، ددعوت له وسائلو څخه یو هم په نني عصر کې د انټرنیټ نړیواله شبکه ده . او په دعوت کونکی لازمه ده چې له انټرنیټ سره ځان بلد کړي ترڅو په دې وسیله خپل دعوت نوروته ورسوي ، یوه اصولي قاعدة ده چې : (ما لم يتمَّ الواجبُ إلاَّ به فهو واجبٌ ) ، له کوم شي نه پرته چې واجب یا فرض نشي ترسره کیدلی هغه پخپله هم واجب ده .
په همدې اساس ویلای شو چې ددعوت له پاره وسائل ضروري دي او پرته له وسائلو دعوت نه شي کیدلاي او نن سبا انټرنيټ تر ټولو کم مصرفه او آسانه وسیله ده ، نو پر دعوت کونکي لازمه ده چې له دې وسیلې نه هر اړخیزه ګټه واخلي ، ځکه چې دعوت واجب دي نو دوسیلې زده کړه هم ضروري ده.
دعوت او دانټرنیټ اهمیت :
هره دعوتي او اعلامي وسیله خپلې ځانګړتیاوي لري چې پر خپل ځای داهمیت وړدي ، لکه دنورو دعوتي وسائلو په څیر انټرنیټ هم خپلې ځانګړتیاوي لري چې له ډیرو عصري وسائلو لکه راډیو ، ټلویزیون ، چاپي نشرات او نورو څخه په دعوتي کار کې خپل اهمیت زیاتوي ، چې ځنې ځانګړتیاوي يې په لاندې ډول دي :
ددعوت نړیوال کول : دانټرنیټ په وسیله نن ورځ دنړۍ هرګوټ ته خپله خبره رسول آسان کار شوی او انسان کولای شی چې د نړۍ ختیځ او لویدیځ سره اړیکه ټینګه کړي.
لږ مصرف او ډیر کار : دنورو دعوتي عصري وسائلو جوړول او ترلاسه کول او له هغې لارې دعوتي کار کول ډیرو مصارفو ته اړتیا لري چې لکونو ډالرو ته رسیږي ، ولې انټرنیټ دیوکمپیوټر او دانټرنیټ دلیکې له مصارفو بل کوم اضافي مصرف نه لري او یو عادي دعوتګر یې هم له بار څخه وتلی شي .
د بیان آزادي : د انټرنيټ په واسطه انسان کولی شي خپله هره خبره په پوره ډاډ او آزادۍ سره بې له دې چې دچا دسانسور او نیوکې لاندې وي نورو ته ورسوي ، چې دا کار په نورو دعوتي وسائلو کې تر ډیره حده ګران او حتی ناشونی کار دي .
څو اړخیزه اړیکه : اکثره دعوتي وسائل یو اړخیزه وي په دې معنی چې له یوې خوا خبره او پیغام استول کیږي او له بل لوري کوم عکس العمل نه شي تر سره کیدلی لکه په راډیو ، ټلویزیون ، مجله او اخبار کې یوازې د همدې وسیلو د چلوونکو خبره او نظریات منعکس کیږي او دا مجال ډیر کم او محدود دی چې اوریدونکی او لوستونکی خپله خبره په همغه پیمانه چې زړه یې غواړي نوروته واوروي ، ولې په انټرنیټ کې دا کار د دعوتګر او مقابل لوري ترمینځ مساویانه وي او هر څوک کولای شي خپل نظریات په همغه اندازه نوروته ورسوي چې څومره دې خپله توان لري.
دمعلوماتو ذخیره او حفظ : دکمپیوټر او انټرنیټ په واسطه انسان کولای شي په لږ مصرف او لږ وخت کې او په ډیره ساده توګه به شمیره معلومات حفظ او ذخیره کړي او په ډیره آساني سره کله چې وغواړي هغه معلومات بیرته تر لاسه کړي که هغه لیکلي مواد وي ، که آواز وي ، که تصویر (عکس) وي او که ویډیو .
وړوکي وسیله او غټ کتابتون : دکتاب او نورو موادو راټولول او ذخیره کول یو ګران کار دي له یوې خوا ډیرو مصارفو ته اړتیا لري او له بل لوري لوی ځای ته ترڅو دا مواد په هغه کې ځاي پر ځای شي او بل داچې ددې موادو ځای پر ځای کول په اوسني عصر کې ځانګړي علمي او عملي اصول غواړي ترڅو هغه په ترتیب سره ځای پر ځای شي ، چې دلټون پر وخت په آسانه بیرته ترلاسه شي چې نن سبا ددې کار لپاره په لکونو ډالره مصرفیږي ، ولې انټرنیټ پخپله په زرګونو کتابتونونه پر خپلو لیکو کې را نغښتي چې دهغو کتابتونونو جوړول د اکثره هیوادونو د حکومتونو له توان څخه هم وتلی وي ، ولې انټرنیټ دیو کمیپوټر او یوې لیکې په واسطه دا ټول کتابتونونه دانسان په خپله خونه او دفتر کې هغه ته بې له کوم اضافي مصرف او تکلیف څخه وړاندې کوي.
د دلائلو دلټون آسانتیا او ډیر والی : کله چې داعي خپل دعوت نورو ته وړاندې کوي نو دې ته اړتیا لري چې د مناقشې پر مهال علمي دلائل وړاندې کړي چې په نورو وسائلو کې دهغو لټون ورځو او میاشتو ته اړتیا لري ولې د انټرنیټ په یو سرچ (لټون) کولای شي بې شمیره دلائل تر لاسه کړي.
پراخه وخت : په نورو دعوتي وسائلو کې له ځانګړي وخت نه پرته خپله خبره او دعوت نوروته نه رسول کیږي ، دمثال په ډول اخبار سهار وختي بازار ته را ووځي نو بیا د لیکوال له اختیار نه بهر وي ، همدا راز ټلویزیون او راډیو خپل ځانګړي وختونه لري او باید په پوره آماده ګي او دقت سره پر خپل وخت پروګرام وړاندې شي ، ولې په انټرنیټ کې هره ګړۍ چې وغواړي نو خپله خبره نشرولای شي که هغه دخوب په خونه کې وي که دفتر کې او که د خوړلو په خونه او یا بل ځای کې .
دغلطۍ اصلاح : په نورو وسائلو کې چې یوځل یوڅه نشر شول که په هغو موادو کې له انسان څخه کومه خطا او غلطي شوي وي نو بیا هغه دهغه له لاسه ووځي ، ولې په انټرنیټ کې په ځانکړې توګه په ویب پاڼو کې په ډیره آسانۍ سره خپله غلطي او ښویدنه اصلاح کیدلای شي پرته له دي چې کوم مصرف ته اړتیا ولري.
دپیژندګلوۍ آسانه لاره او وسیله : دانټرنیټ له لاري په آسانه سره انسان کولای شي چې له ډیرو خلکو سره چې په لري ځایونو کې وي پیژندګلوي حاصله کړي چې په دعوتي میدان کې له دې پیژند ګلوۍ ګټه پورته کړي.
وړه وسیله او ډیر استفاده کوونکي : نن سبا له انټرنيټ څخه بې شمیره خلک ګټه پورته کوي چې په اکثره هیوادونو کې دهغه هیواد ټول خلک انټرنيټ ته لاس رسی لري ، په همدې خاطر ددعوت کونکي لپاره ډګر او لوستونکي هم بې شمیره دي چې کولای شي په لږ وخت کې خپل پیغام ډیرو کسانو ته ورسوي.
داسې نوروې ډیرې ځانګړتیاوي او خوبیانې دي چې یوازې په انټرنیټ کې تر لاسه کیدلای شي ، نو دعوتګر ته په کار ده چې له دې وسیلې څخه د الله ددین په دعوت کې په پراخه پیمانه ګټه پورته کړي .
په دعوتي ډګر کې له انټرنیټ نه دښې استفادي لپاره لاندې خبرې ډیرې ضروري دي :
1 – دعوت کوونکي باید دانټرنیټ استعمال ته تشویق شي ، ترڅو دهغو کسانو په مقابل کې په پوره قوت سره ودریږي څوک چې دهمدې انټرنیټ له لاري زمونږ دین ، اخلاق او نورو ځانګړتیاو ته د زیان رسولو هڅې کوي.
2 – باید د انټرنیټ او کمپویټر په هر اړخ کې مسلمان دعوت کوونکي تخصص تر لاسه کړي، ترڅو په راتلونکي کې دنورو له احتیاج نه خلاص وي او په آزاد لاس خپل دعوت نوروته ورسوي.
3 – مالدار او بډای مسلمانان باید دې ته وهڅول شي ترڅو خپله یوه اندازه سرمایه په دې لاره کې مصرف کړي او دانټرنیټ پر لیکه داسي تخصصي او هر اړخیزه ویب پاڼې جوړې شي چې د لوستونکو هراړخیزه پوښتنو او غوښتنو ته دځواب ویلو جوګه وي.
4 – دعوتګران او په ځانګړې توګه ځوان دعوت کونکي محصلین باید له انټرنیټ نه په استفادې سره خپل شخصي دعوتي ویب پاڼې او یا اقلا ویب لاګونه جوړ کړي ترڅو له دې لارې داسلام دعوت نوروته ورسوي، خو دا باید په پام کې ولرو چې په شرعي او ديني مسائلو کې له ډير دقت نه کار واخیستل شي او هڅه وشي چې د منل شویو علماؤو له لیکنو استفاده وشي او خپل شخصي نظریات لږ استعمال شي.
دهمدې لپاره دعوتګر ته لازمه ده چې دانټرنیټ پر لیکه ددعوت لپاره لاندې صفات په ځان کې پیدا کړي :
علم : دعوت کونکی باید وړاندې له دې چې خپل دعوت نوروته وړاندې کړي ، خپل ځان پر هغو مسائلو کې چې دهغو په اړه بحث او لیکنه کوي ځان ښه وپوهوي ، او له هغو خبرو ځان وساتي چې پر کومو نه پوهیږي او یا هم په شک کې وي ، ځکه چې په دې کار سره دمقابل لوري اعتماد پر ده زیاتیږي او ددعوتګر خبره هغه ته دمنلو وړ ګرځي.
اخلاص : باید دعوتګر په پوره اخلاص او یوازې دالله جل جلاله لپاره دعوت وکړي نه داچې دځان ښودنې ، شهرت او یاهم دنورو دسپکاوي لپاره ، ځکه چې ریا او ځان ښوونه ددنیا او آخرت زیان دی او د دعوتګر دخبرې اهمیت له مینځه وړي.
رفق او نرم والی : باید داعي له خپلو مخاطبینو سره ډیر نرم وي او له شدت او سختۍ نه کار وانخلي ، ځکه چې په دې کار سره مقابل لوری دده سره خپله اړیکه شکوي او دعوتګر خپله ددعوت لاره په خپله پر ځان تړي.
حلم او صبر : باید دعوت کونکی ډیر صابر او دغټ زړه خاوند وي او پرې نه ږدي چې دده مخالفین دې دعوتګر په احساساتو کې راولي ، همیشه په نرمه لهجه او ښه اسلوب خپل لوستونکي او اوریدونکي مخاطب کړي او دې کار ته ډیر وخت ورکړي ، ځکه په عجله او بې صبرۍ سره شوی کار هم له مینځه ځي .
دقت کول : باید دعوت کونکی د اقوالو په نقل کولو کې پوره امانت دار او دقیق وي او داسې خبرې ونه کړي چې په هغو کې شک لري ، هرې خبرې ته وخت ورکړي او تحقیق پرې وکړي ددې لپاره چې عجله او نه دقت او بې له تحقیق څخه دنورو اقوال او خبرې رانقلول خپله ددعوتګر شخصیت ته زیان رسوي او د خلکو پر وړاندې یې اهمیت او شخصیت ډیر ټیټږي .
عقل او فهم : بې عقله او کم فهمه انسان کله هم ښه دعوت کونکی نه شي جوړیدلای ، یوازې د څو علمي خبرو په یادولو چې له هغو سره پوره عقل او هراړخیزه فهم نه وي هیڅکله هم نوروته دعوت نه شي ورکول کیدلی ، دهمدې لپاره داعي باید هره مسئله چې وړاندې کوي او څیړي يې هغه په عاقلانه طرز وړاندې کړي او دهغې مسئلې عواقب وڅیړي ، یوازې حکم ورکول او فتوی صادرول يې وظیفه نه وي، باید وخت ، حالت ، د مخاطب لوري کوایف او دنورو علمي سطحه په نظر کې ونیسي او دټولنو له عقل سره سم له هغوی سره چلند وکړي ، اروپایي مسلمان ته دعوت د افغانستان دغرونو له اوسیدونکي سره ډیر فرق لري او ټول باید په یوه لهجه او یوه علمي سطحه کې را نه وستل شي .
انصاف او امانت : باید له خپل ځان او نورو سره انصاف وکړي ، که هغه دده سره موافق وي او که مخالف باید له ټولو سره انصاف وکړي ، په هیچا او هیڅ ډلې پسې بې ځایه خبره ونه کړي ، دنورو دنظریاتو او خبرو په رانقل کولو کې باید امین وي او بې له یقني ثبوت څخه په نورو پسې خبره ونه کړي ، او که خپله کومه خبره یې ورته غلطه معلومه شوه باید بې له ویرې او شرم څخه په خپله غلطۍ اعتراف وکړي او دچا له ملامت او خبرو ویره ونه کړي .
ریښتیا او روښانتیا (وضوح) : همیشه خپل دعوت په واضح او روښانه ډول خلکو ته وړاندې کړي ، خپل موقف په حکیمانه ډول په وضاحت سره بیان کړي ، له خپل نفس او نورو سره صادق اوسي ، ځکه چې خلک په متذبذب کس اعتبار نه کوي او خبره یې ورته شکمنه بریښي ، خپل صحیح موقف او روغه عقیده دبې دینه او بې عقله خلکو له ویرې پټه نه کړي ولې بیاهم وایو چې په حکمت او ښو اسلوبو سره خپل دعوت پر مخ بوزي.
په خپل نوم او پیژندګلوي دعوت : باید داعي له مستعارو او مجهول نومونو ځان وساتي او همیشه په خپل اصلي نوم او پیژندګلوي خلک مخاطب کړي ترڅو دده شخصیت داعتبار وړ وګرځي ، ځکه چې په مجهولو اعتبار کول ګران کار دي او خلک له مجهول سره اړیکې ټینګول نه غواړي ، خو کله کیدای شي چې یوه خطرناکه موضوع په مستعار نوم دضرورت پر وخت خپره کړي ولې دا به یوازې دخیر لپاره وي.
انټرنیټ او ددعوت غلطه طریقه :
که څه هم هره دعوتي رسنۍ او وسیله خپلې ښیګڼې لري ولې په ځیونو وختونو کې له هغو څخه غلطه استفاده دعوت او دعوت کونکي ته بې شمیره زیانونه ور اړوي چې په هغو سره نه یوازې داچې داعي تر سوال لاندې راځي بلکې دهغه فکر او دعوت هم دخلکو تر نظره مشکوک شي ، چې په لاندې ډول ځنې غلطیو ته ګوته نیسو :
۱ – دضعیفو او دروغو خبرو خپراوی او نقلول : ډیر ځله یو داعي دخپلو خبرو د ثبوت لپاره داسې خبرې رانقل کړي چې صحت یې ورته معلوم نه وي، خو دده دفکر دقوت دلیل په کې نغښتۍ وي، چې دا کار نه یوازې داچې په لوستونکو کې دده شخصیت او دعوت ته صدمه رسوي، بلکې دالله جل جلاله پر وړاندې هم د سترې ګناه مرتکب ګڼل کیږي . او دا کار هغه کسان ډیر کوي چې له دين سره خو مینه لري ولې په علمي لحاظ ضعیف وي.
2 – داحکامو او فتواوو صادرول : ډیر ځله داعي له دعوت کونکي نه د مفتي په بڼه څرګند شي او یوازې احکام صادروي پرته له دې چې خلکو ته دعوت دښیګڼې ورکړي ، دتکفیر او تحریم مسائلو ته ورودانګي چې داهم ددنیا او آخرت زیان دی .
3 – د مناظرې او مناقشې اسلوب خپلول : ډیر ځله داسې کیږي چې داعي خپله خبره په ډیر ښه اسلوب وړاندې کړي، ولې کله چې پر هغې کوم نقد راشي (ولو که هغه نقد ډیر ضعیف او غیري علمي هم وي) نو داعي بیا له هغه نقد کونکي سره په ناندریو او مناقشو اخته شي ، اصلي خبره یوې خواته پاتې شي او خبره حتی ښکنځلو او بدویلو ته ووځي چې په دې سره هغه کسان چې له دې داعي سره موافق دي هغوی هم پر هغه بې اعتباره شي .
4 – دنورو دبدیو او غلطیو بیانول او دهغوی سپکاوی : کله کله دعوت کونکی دخپل موقف دقوت له پاره دنورو دضعف ټکي په ګوته کول پیل کړي ، او کله خو لا داسې هم کیږي چې دهغوی کورني او شخصي مسائل تر بحث لاندې راولي او خبره تهمت او بهتان ته ورسیږي ، چې په خواشینۍ سره نن سبا په افغاني ویب پاڼو کې داخبره یو مود او فیشن ګرځیدلې او اکثره بې له کوم ثبوت او دلیل څخه یو پر بل بهتان تړل کیږي او له الله جل جلاله څخه دویرې عنصر له مینځه تللی .
5 – له دین څخه پرته خپلې ډلې ته کار کول : دعوت کونکی باید یوازې اسلام ته خلک را وبلي اوهغه ډله چې هغه ورسره تړاو لري یوازې دحق معیار ونه ګڼي ، که دهغه له فکري ډګر څخه ها خوا هرڅوک وي ، که څه هم ډیر دیندار او متقي وي هغه ته په سپک نظر وګوري ، چې دا کار دانټرنیټ له لاري په ډیره بیړه رواج مومي، چې دالله دین ته دعوت کونکی باید ځان ترې وساتي .
نن په نړیواله کچه ددې ضرورت لیدل کیږي چې دالله دین ته ددعوت له پاره له دې وسائلو هراړخیزه ګټه پورته کړای شي او دا د اسلامي امت پر نارینه او ښځینه فرض ده چې دخپل وس او توان په اندازه له دې دعوتي وسیلې داسلام په خپراوي کې ګټه واخلي ، اکثره اعلامي وسائل د غیري مسلمانانو په لاسونو کې دي او مسلمانان ډیر کم توان لري چې هغه تر لاسه کړي او کوم تش په نامه مسلمان او یا هیواد که هغه وسائل په لاس کې هم لري نو هغوی هم هماغه فکر وړاندې کوي کوم چې ددې وسائلو دجوړونکو فکر او فرهنګ دی .
دخویندو لپاره داړیکو په اداره او ټینګولو کې د انټرنیټ رول :
د افرادو او مختلفو دعوتي ارګانونو او ادارو ترمنیځ د روابطو او اړیکو ټینګول او د هغو ترمینځ د پیغامونو ویش او تبادله او هغو ادارو او افرادو ته د مسؤلینو اوامر او هدایات رسول ددعوتي کار یوهمیشنی ضرورت او اړتیا ده، چې په هیڅ وخت او زمان کې له هغه نه سترګې نه شي پټیدلای ، دخوښۍ ځای دی چې په نني عصر کې انټرنيت په ډیره کمه بیه او لږ وخت او بې تکلیفه دا ګټې مونږ ته راکوي ، په ځانګړې توګه دعوتګرو خویندو ته چې زمونږ دټولني ناخوالي او اخلاقي فساد هغو ته د آزادنه تلو راتلو زمینه نه برابروي ، او له نورو خویندو سره په اړیکو کې سستي او کمزوري را مینځ ته کیږي ، همداراز د ټلیفوني اړیکو لوړې بیي او دسهولتونو لږ والی دا زمینه له مینځه وړي چې خپله هره خبره په پوره امانتداري او تفصیل سره نوروته ورسوي.
په همدې اساس دخویندو ترمینځ داړیکو تر ټولو مؤثره ، ارزانه ، هراړخیزه او آسانه وسیله همدا انټرنيت دی چې له بریښنا لیکونو نیولې ترویډیويي کنفرانس او غږیز پیغامونو پورې کولای شي د انټرنیټ له لاري خپلو نورو خویندو ته ورسوي

منبع : اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User