Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, November 30, 2010

ملانجم الدين اخند زاده

ملانجم الدين اخند زاده 






: لیکنه او ټولوونه  :  
امین الدین  « سعیدی »
 ملا نجم الدين  اخند زاده  صاحب (١)   دامير  عبدالرحمن دپاچاهي په وخت کې دلوى اعتبار خاوند ؤ .  دغه  شاه د سره دماذونانو دکابل په ښار کې بندي کړ. دى د زندان نه په يو خاص تر تيب مخ  په ختيځ وتيښتيد  او هلته  په ختيځو سرحد ادتو کې دمهمندو په سيمه  په ژړوبي او چمر کند کې استوګن شو  او دانګليسانو په مقابل کی به جنګيده.   بيا  دامير  حبيب الله خان دپا چاهي  په وخت  کې دهغه په غوښتنه  او اعتماد  بيرته  افغانستان  ته راغى او دننګر هار  په  ولايت کې دجلال کوټ  نه مخ په جنوب دهډي په  کلي  کې استوګنه غوره کړه .  ده دهمدغه  پا چا  په زمانه کې  ډير  داسلام  ددين  اساسات محکم  کړل او  هر خواته  يې ريښې  او پلې خورې شوې ،دى  دداسې لوى شخصيت  خاوند  شو چې په ټول  افغانستان  کې ده دخلکو  په عقيد و حاکميت درلود.
دغه  منلى  شخصيت  دهمدغه  امير  حبيب الله  په وخت کې ١٣٢٠ يا ١٣٢١  هجري  قمري  کال ؤ چې د اجل  داعي ته ئې لبيک ووايه .
په دي حساب  دده  د وفات  تاريخ ( قبر غازى ) ١٣٢٠  دى .  دده  مزار  او مقبره  دهډې په  کلي کې دوالاحضرت  سر دار  محمد  داود دافغانستان  صدراعظم  په اهتمام  ښه  جوړه  شوې . دده  هديره  دټول ځتيځ  او سرحد بلکې دټول افغانستان  او پشتو نستان  دخلکو  د عقيدې ځاى دى . ( ٢)
دده تفصيلى پيژندنه   :
دنجم الدين اخند زاده  صاحب رحمة الله  عليه  دمفصل پيژندلو دپاره په کار ده چې په لاندې ډول سره يې وپيژنو :
 ١- دده عمر  او حيات  او قواره
 ٢ : دده هويت قوم  او نسب
٣ :دده اصلى او فرعى مسکن
 ٤ :دده تحصيل  او علم
 ٥ :دده تصوف
 ٦ :دده  جهاد
 ٧ :دده  دشهرت  اندازه  او کارونه  تر مر ګه پورې
 ٨ :دده  مشهور  ماذونان او منسوبين
٩- دده دمرګ نه وروسته  شهرت او  تا ثيرات مګر ډير  تاسف دى چې دداسې يو لوى شخصيت  چې دټول  حيات  ګذارشات  او حر کات  يې نهايت  متانت  او سنجيدګى  لري .  هغومره  چې  ويل  کيږي  او يا  اوريدل  کيږي  او يا يې  وينو  په دغه  اندازه دده سوانح  دليکلو  دپاره  چا  کوښښ  نه دى  کړى  په دغه  هکله  زمونږ ګيله  دده  دمعقولو  منسوبينونه  کوم  چې په خپل  وخت  کې نهايت  منلى تير شوى زياته ده  يوازي دملا  توتي اخند نه  هغه  هم  صرف  دده  دمواعيظو تذکرې  مګر نهايت  ناقص  ليدل  کيږي  او بس .
  که اوس  زمونږ  په لاس  کې  مطلوبه  معلومات  راشي  اميد دى چې څه ناڅه  خوبه  ترې  جوړ شى او راتلونکي لپاره به  ګوندې دغه  هيله  دده  پوه  عقيدت  مندان   کوښښ  وکړي چې  زمونږ دهدف  نارسيده  مطلب  تکميل  او  پوره  کړي .  باور لرم  چې په دغه  لار کې  خوارې به دده  د عقيدت  مندۍ ښه   ثوبت  وي . دده عمر او حيات او قواره  زمونږ په لاس  تحريري اسناد ډير   کم دي کوم  تحريري  سند  چې زمونږ په لاس کې  شته  هغه  يوازې  دده  دفوت تاريخ  ښى  چې  په (١٣٢٠ )  او يا  ( ١٣١٩ )  هجري  قمري کال  کې  فوت شوى چې دده  نه دټول عمر اندازه نشي معلو ميدلى مګر    او ريدلي مو دي چې  اخند زاده  صاحب عمر  او يا  کلو په حدود  کې  اندازه  کيدلى  شو خلک  وايې  چې ښه  قوى وجود يې  درلود  مګر  رياضيت  او تقوى  په وجه  نحيف  شوى ،حتى چې دډير  رياضيت  له کبله  دده  دلاسو رګونه  شنه شنه ځليدل .
 وايي  چې دى ښه خوش قواره  جګ سړى ؤ  او پر تندي  باندې شين  خال  هم درلوده  او دده  دشين  ښکلى  خال  شهرت  زيات  ؤ .
دده  رنګ  او قواره  با تاثيره  هيبت  ناکه  وه  دو رايه  به په  خلکو  دده رعب وليده  مګر په عين  وخت  کې مشفق  او مهريان هم ؤ .
دد حيات ټول  په حرکت  کې  تير شوى معلو ميږي چې دده په  ضمير  کې  يو داسې اور  او تپش  او حرکت  مودجود ؤ چې په يو ځاى نشو پاتې کيدلى .
 ده  هر چيرته  ته  دخلکو  په افکارو کې  داسې  تحول  قايم  کړ ى  چې  تر ننه  هم  هغه  تحول  دخلکو  په مابين  کې ياد  او  دقدر  وړ دى  ده  په ځان باندى  ډير  خلک  دښو اخلاقو په وجه عاشقان  کړى ؤ دده  دحقانيت  داثبات  دپاره  دا کافى ده چې دى ټولو  پوهو علماؤ منلى ؤ او دده  حر کات  ئې  داسلام  ددين په اساس موافق  ګڼل .دده هويت قوم او نسب اصلى  او فرعي مسکن او ځايونه يې
ملانجم الدين  اخند زاده  صاحب  په قوم  کاکړ او په مليت افغان دى په اصل دجنوبي شپلګر دعلاقې نه دى او هم هغلته  ددنيکونه  او پلرونه  تير شوى . ( ٣ )
دى بيا دتحصيل  او زده کړې په وخت  کښې  دجنوبى نه مخ په مشرقى  ننګرها  را روان  شوى  په ننګر هار  کې ځاى په ځاى  ديره  شوى او تحصيل يې کړى  دى .  
دتحصيل  دپاره  افريدوته  هم تلى  پيښور او یوات کی هم اوسيدلى  دى . ده  دتحصيل  نه ورسته  مخ  په خپل  وطن افغانستان  روان شوى  او په هډه کې اقامت اختيار کړى ؤ . لکه  مخکې چې مو وويلى  دځينې سياسي  معاذيرو له کبله کابل  ته غوښتل  شوى ؤ  دکابل  په ښار  تندور  سازى  کې  او سيدلى  او بيا  دکابل  نه مخ  په ننګر هار  تلى او مهمندو په علاقه  په څړوبي ،  او چمرکنډ کې‌  استوګنه  کړې ده . په ننګر ها  کې په روداتو  کې څه  موده تيره  کړى  او هلته  په فقير آباد او نورو  روداتو  او شينوار کې  ګر ځيدلى  په لغمان  او  سور رود   او کامه  او خو ګياڼو کې  هم د وعظ  او تبليغ  او يا دنورو  مقاصدو په مطلب  تلى دى دګرمۍ په وخت  کې دى به کابل  ته هم  تلو او هلته  په پغمان  کې څه موده يې استو ګنه کړې ده . دى  په  شمالي  کې دکوه دامان  خواته دداؤد زيو په علاقه  کې   اوسيدلى او شايد چـې هلته  به  دکوه  دامان  په ځينو  ځايو کې ګر ځيدلى وي  مګر دده  د حيات  اخرنۍ شپې  او  ورځې دننګر هار  په دجلال کوټ نه درى ميله  مخ  په جنوب  هډه کښى تير  شوى  دى
دى شايد په نورو ځايونو کې هم ګرځيدلى  او يا او سيدلى  وي  مګر  مونږ نه دې اوريدلي نو ځکه دليکو جر ئت نه کوو .دده تحصيل  او علم
مخکې مو وويل  چې دى دتحصيل  دپاره  زيات  ګرځيدلى او په ډيرو  ځايونو کۍ او سيدلى دى .
 وايي چې  اخند زاده  صاحب ډير  پوه او ښه معقول عالم ؤ په تفسير ، او حديث ، قرائت ،  صرف ، او نحو ، او فقه ، او اصول ،  او معاني ، منطق ،  او  هيئت  او رياضي ، او حکمت ،  او ميراٍ ،  او حساب او تصوف ...   .
 دده  دعلم  او تحصيل
په علومو کې يې  ښه  قوى  لاس درلوده  رښتيا  دده  هغه  کتابتونو نه چې  اوس دنجم المدارس په لاس  کې  دی معلو ميږي چې دى  ښه  عميق  عالم  او د مطالعې  شائق  ؤ .
 وايي  چې اخند زاده صاحب  به دعلما  سره ډير  علمي  بحثونه  کول  ده به هميش  دعلم  دپاره  دعمل  اندازه  کتله دده  استاذان هم  خلک ښه يادوي . دده  د استاذانو په سلسله کې دسر شاهي نه چې سړى مخ په بړو ځي  يو  هديره  ده دهغې  ځاى  خلک  يو قبر ښى وايې  دا داخندزاده  صاحب  استاذ تير شوى او ډير  ښه مبارک  شخص يې خلک  يادوي .
   ملا نجم الدين اخندزاده  صاحب دده زيارت  ته  را تلو دده استاذان  په ننګر ها  او سر حداتو او سوات  او پيښور  او شايد نورو ځايويونو  کې هم  تير  شوي  وي . کوم  وخت  چې دده  دعلم  قال نه مخ  په  علم  حال  تو جه  برابر وي  داوخت  دده  يو بله دوره  شروع کيږي  دا په تواتر  ثابته  ده چې اخندزاده صاحب  دصوات صاحب نه  په   حيات  کې دقادري شريفي  طريقه  وکړه او په دغه  طريقه کې ترننه درسونه  کامل  کړل  او ماذونى مرتبى  ته ورسيد . 
 په سوات کښى ډير وظايف  کړي او دسوات  صاحب په نزد  نهايت  منلى  ؤ . که څه هم  زمونږ سره  دده  او سوات  صاحب په  هغه وخت  کې دکرامت زياتې کيسې نشته مګر مونږ  دومره  پو هيږو چ   دواړه  جنابان  با تقوى او پر هيز ګاران  تير شوې ،  عقيده لرو  چ  اوراد  او وظايفي ېې  ډير پوره تا ثيرات شته دى  مګر  زه نه  غواړم چ  دقيصو رطب اويالس ياد کړو .
  ملا نجم الدين  اخند زاده  صاحب په څلور واړو  طريقو کې  ماذون و . ( ٤ ) مګرده به خلکو ته  يوازې د قادرې  طريقې اجازه  ورکوله .(٥) دده تحصيل  آو علم او تصوف هډى صاحب عالم ؤ مګر داسې نه چې علم ېي  دعمل سره نه برابر يده  او يا دسر تنبه توب نه به يې  کا راخستلو  او يا  دکبر  او غرور نه  ډ ک عالم  او يا  داچې  دده علم علم  داوهامو او خرافاتو يوه مجموعه  ؤ  او يا   خداى مکړه  چې ده به  دين ددنيا  دپاره  وسيله  ګرځولى وي  يو حقانى عالم ؤ.  ده داسلام  دين پيژندلودى  په دى خبره  پو هيده  چې  خلکو  کې بايد   دمحبت او مؤدت  اساس  قائيم  شي  دى  ريا کار  صوفي نه ؤ  او نه  دکونج  آو صومعي طرفدار ؤ .  دى  يو اجتماعى شخصيت ،  هميش  دناوړو رسم  او رواج سره  مجادلې کړې خلک يې  دبې کارۍ او تنبلۍ  نه  خلاصول .مصلح او مجاهد

 نجم الدين اخندزاده  صاحب به علماؤ سر زيات  محبت  کولو او ښه  عالم  به ئى زيات  خوښو
دهغه وخت علما ؤ په ده باندى  دعلميت ازميښتونه  کړى ؤ  علما ،  دده نه په  لو يو لويو   کتاب، او علومو   او په باريکه باريکه  مسايلو کې پو ښتتنې کړې مګر دده سره  دعلميت  اندازه  قوى  وه
دعلما ؤ پو ښتنو د پاره  يې ښه  ځوابونه  ورکړي .  د علما ؤ په نزد  ښه  جيد  عالم ثبوت  شوى ؤ  نو ځکه  يې  دى ددين  داقتدا  او ددين  دحمائي  دپاره  دهغه عصر  لوى نابغه  شخصيت  ليدلو .  ده  علما تربيه  کول  او علماؤ ته ئى  دعمل درس  ورکولو
 نجم الدين   اخندزاده صاحب  ته هر کال  په سلهاؤ بړ ستنې جوړولې  او بخشش به ډول  به يې ورکولې .  دى  دعلماؤ  دپاره خولۍ  او پګړۍ  پيداکولې او دبخشش په قسم به يې ورکولې  دنجم الدين اخندزاده  صاحب  علمي بحثونه علمي  موعظي  او خطا يي  ښې با تاثيره ياديږي .  ده خلکو ته  دکونج  او  زاويې  در س نه دى  ورکړى  ده خلکو ته  دنيا  په داشان  بده نه ده ظآهره  کړې  چې خلک  دى دنيا  ترک  او کار دى نه کوي .
دى  په دى  خبره  پو هيده  چې ددنيا مذمت  هم ددې   دپاره  دى چې بايد مسلمان  ددنيا  دمحبت اندازه   وپيژني  داسې  نه چې ددنيا دمحبت په وجه  دخلکو  حقوق تلف  درحم او عاطفې  خيال  ونه ساتي  داسې  دنيا  نه چې  هرج  مرج  پيدا شي  دجنګ  او قتل  موجب  وګرځي  او داسې  نه چې  خلک په  دنيا غره  شي  خپل  خالق  هير  کړي او دبلې  ورځې غمه  ورسره  نه وي  اوکه  نه  دنيا  ددې  دپاره چې د ځان او دخلکو دخدمت  او رفاهيت  په مقصد  وي بده نه  بلکه  پيد ا کول  يې ثواپ  دى.
نجم الدين اخند زاده  صاحب  حقيقي عالم ، په دې خبره ښه پو هيده  چې ځنګه علما ؟؟؟  دى په دې  پوه ؤ چې دخلکو  داصلاح  دپاره  څنګه علم  په کار دى .
 ده  سره  دا ملاحظه  وه چې دوخت  او زمان مراعات شته دى  ده  علما  په ځان را ټول  کؤل  خلکو  کې نوى روح پو کړو . مګر  ډير   تاسف  دى چې دده  دکار نقشه  دده نه پاتې  وروستينو خلکو بدله  کړه په دې پوه نه شول چا  اصلي  سر څه وي په دې ښه پوه نشول  چې  دنجم الدين  اخند زاده  صاحب  مطلب څه  ؤ  چا داخيال وکړو چې د اخند زاده  صاحب سره  دتسپو  دشمار  خيال  ؤ . څوک په دى  عقيده  لاړل چې ډوى ورکول  او لنګر  مقصود  دى چا داګمان وکړ و چې سر  مراقبه  سپين  څادر  او قبا  په  کار  ده  چا سره  دا سودا  پيدا شوه  چې چا  دساده خلکو  په وسيله نور خلک تهديد ول  او غولول  په  کار دى . همداوجه  وه چه چا دلنګر په نامه  او چا دمسجد  دجوړولو په  هنګامې  او چا  دمدرسې جوړولو په انګازې چا په  دى نامه  چې دا کوم او داسې  داسې خيال مې دى  ناروا  نارو  کارونه  وکړل  عامونه عامونه  مسلمانان  يې  په حقيقي  اسلام باندې هم بد ګمان کړي  خدای خبر  چې داسې  جنبان داوسني اسلام  دضعف  له امله  په  هغه  ورځ دپاک  خداى  په  لوى دربار  کښى  څه  ځواب  ورکوي
بايد ووايم  چى  نجم الدين  اخندزاده  صاحب  په  مخلصانو کې ښه پاک  او پوه  خلک  هم وه  دهغوى دخدمتونو اندازه  مونږ سر شته  اميد دى چې هغوى دکارنامو  تذکرى آينده   تماس ونيسم او خپلو  ګرانو  لو ستو نکو دپاره يې  دسوغات  په ډول  وړاندې کړم .
( ١ ) سر محقق  عبدالله بختاني خدمتګار دنجم الدين اخندزاده صاحب دنوم په هکله  ليکي :
 مادسر محقق مولوی محمد اکبر معتمد  شينواري څخه څو څو ځلې اوريدلي  دي چې هغه به ماته  ويل  :  چې ما  دشينوارو صوفي صاحب نه اوريدلي دي چې :  دهډې اخونزاده صاحب  اصلي  نوم ( عبد القدير )  دى مګر  دعلم ،  رو حانيت او غزاګانو په برکت  ونورو  لخوا ورته ( نجم الدين )  لقب  ورکړ شوى دى چې  معناي‌ (ددين  ستورى )  کيږي
دشينوارو  صوفي صاحب  اصلي نوم  صوفي علم گل  دى .  داخوندزاده صاحب  ماذون  او هغه  ته نژدي سړى و په ډير غزاگانو کې يې دجناب هډې صاحپ سره برخه  اخستي ده
( دهډې اخوندزاده  مو لانا نجم الدين ) ليکنه : سر محقق عپد الله بختانى خدمتګار . دغه کتاپ  په ١٣٨٧ ( دافغانستان دکلتورى ودې )  ( ٢ ) دننګر هار دسره رود  دولسوالۍ  دچهارباغ حضرت محمد سعيد  سعيدى مجددي  عليه  الرحمه دحضرت صاحب عطاء معصوم  مجددي زوي دى .  په کال ١٢٥٧  هجري شمسي کې په چهارباغ صفا کې زيږيدلى او دسنبلې په شپږمه  کال ١٣٧٢ هجري شمسي دلوى اختر  دمياشتې  په ١٩ مه  دخوږ ياڼيو په اګام کې  حق ته رسيدلى .   هغه مرحوم چې دمولانا  نجم الدين اخوندزاده  يو نژدي ملګرى ، دوست  ، مريد   او خليفه  يا ماذون و د نجم الدين داخونزاده صاحب دوفات نيټه  په  خپله  هغه  مرثيه کې  چى ( در مرثيه  غوث زمان  قطب  دوران  قدوۀ سالکان  پيشواى پير وجوان  مرشد  کاملم  محبوب  دلم  اعنى  صاحب  هډه رحمة الله عليه) په نامه ياديږي  دنجم الدين اخند زاده صاحب دوفات نيټه  : ( دچهار شنبې شپه  د ١٣٢٠  هجري قمري  کال دروژى دمياشتې ٢١ مه  معرفي کړى ده
مرحوم حضرت  صاحب محمد  سعيد د په خپلې   مرثيه کې پدې هکله ليکي :
چــــــونکه سردار بشر  رفت ازاين دار فنا
صبر از رفتن خــــــوبان  جهان مـــــى بينم
صبر تلخ است وليکن ثمرش شيرين است
مژده نيک به صابر زسبحان  مــــــى بينم
ګر ازاين  دار فنا جـــــــان به سلامت ببرم
سابقون را همه  اى غمـــــزدګان مۍ بينم
شپ چهارشنبه  شنو تو زوفــــات  صاحب
          بيست ويکم  زمه  وشهر  رمضان  مۍ بينم
سنۀ الف  وهم  سه صد وعشرين بــه يقين
بيست ويکم  زمه  وشهر رمضان  مى بينم
چـــونکه خوبان  هم  رفتند سعيدى زجهان
شو مجرد  کـــــه  ترا نيز  روان  مى بينم
در مرثيه اى که در فوق تقديم ګرديده ،  باقيد ( يقين ) مصرع تاريخ ( سنۀ الف  وهم سه صدو عشرين ( ١٣٢٠ به يقين )  معرفۍ شده است .
( ماخذ :دمحترم سر محقق  عبد الله خدمتګار  دهډې اخوندزاده مولانا  نجم الدين  له کتاب نه  صفحه ١٣١ او ١٣٢  ) دچاپ کال  ١٣٨٦  ( ٢٠٠٧ م )    ټولنه  لخوا  - جرمني  ) په پيښور کې چاپ شوي . ) (٣) محترم سلطان عزيز دمرحوم اخوند زاده  صاحب د نوم  په هکله داسې ليکي
دمرحوم اخوندزاده صاحب نوم ( نجم الدين )  او اصلي مسکن ئې  شلګر دى . ولې دوى په ننګر هاراو سوات  او دپښتونستان  په نورو ځينو کې په ( کابل ) ملا  شهرت  درلود  او  دوى  په خټه کاکړ او په کاکړو کې
 ( ابک زى ) او په ابک زيو کې ( اخونزاده خيل )  حسابيږي دغه کورنۍ  او س هم په شلګر کې په  اخونزاده  خيلو سره  خورا مشهوره ده  دهمدې کبله دوى ته  داخونزاده  لقب  هم  ور په برخه  شوی دى
مونږ ته دمرحوم اخونزاده صاحب نژدې خپلوان  پوره  معلوم  ندي  مګر  دومره  خبر يو چې، د دوى  مبارک  والد محمد حسن اخونزاده  نوميده  خو افواهي مو  اوريدلي دي  چې دوى نژدې  خپلوان ډير نه در لودل
( ماخذ : دننګر هار  ورځپاڼه  : ٤٩ مه ګڼه  د١٣٣٩  دثور ٣١ نيټه  دمحترم سر محقق  عبد الله خدمتګار  دهډې اخوندزاده مولانا  نجم الدين  له کتاب نه  صفحه ٣٣ ) دچاپ کال ١٣٨٦  ( ٢٠٠٧ م )  ( ٤ ) جناب نجم الدين اخوندزاده  صاحب  دقادرىد طريقې شيخ او دتصوف په څلورو مشهورو طريقو  ( قادريه ، نقشبنديه ، چشتيه ، سهرورديه ) که مرشد  او پير و .  او په سلګونه  ماذونان ئى درلودل
اخوند زاده صاحب دقادريې  دطريقې نه  علاوه په دغه نورو  طريقو کې  هم اذن ورکاوه
(٥) دهډې صاحب  مشهور  ماذونان
    يادونه
ماذونان يا خليفه  هغه چاته وايي چې پير  ورته  دمريد نيولو  اجازه  ورکړې وي
داخوند زاده صاحب ځينې ماذونان هم دې درجې  ته رسيدلي ؤ  چې هغوى هم ځانته  ماذونان ټاکلى وو
محترم  راز محمد  دغبرګولى دمياشتې  په ( ٣ او ٤ نيټه ) کال  ١٣٣٩  دننګر هار دورځپاڼې په ( ٥٢ او ٥٣ ) ګڼه کې  دنجم الدين اخند زاده  مشهور ماذونان په لاندى ډول معرفي کړى
اول : ميا قمر  الدين 
ميا قمر الدين  صاحب په اصل  کې دپيښور داچنيى ؤ او بيا  دهغه ځاى ځنې  راغى او دلته دننګر ها  دروداتو  په بړو کې هستوګنه درلوده وائى چه ډير ښه  عالم او ښه قلم  خاوند ؤ دتدريس او تاليف سره يې ډير  شوق لرلو چې دده تر  اوسه قلمي ځيني چاپي اثار شته دى
 دوم : دبتخاک حضرت صاحب
دبت خاک  حضرت  صاحب چې دده  مبارک  نوم عبد الشکور او دزياتې تقوا  خاوند  او ښه  عالم  او مجاهد  هم ؤ . د چکنور ملا صاحب ( محترم امير محمد  دمرحوم اخترمحمد زوى دننګر هار دمومند درې ا وسيدونکى په کال ١٢٦٠ هجرى ، قمرى زيږيدلى او په کال ١٣٥٠ هجرى قمرى د ٩٠ کالو په عمر دمارسينګى په منطقه کشى وفات  شوى ) چې يو لوى مجاهد  شخص و  دبتخاک حضرت  ځينې ماذون شوى ؤ.همدارنګه  جناب  مير صاحب  جان پادشاه  دسلام  پور  او استاد صاحب چه اصلى نوم يې جان پادشاه  دسلام شور او استاد  صاحب  چه اصلي  نوم يې پاينده محمد ؤ دهمدى بتخاک  حضرت صاحب  ماذون  او خپله   د اخونزاده صاحب  ډير ګران  مريدان وو چه استاذ  صاحب ئې  دخپلى کتابخانې متصرف  ګرځولى  او مير  صاحب جان  پادشاه  صاحب ئې څرنګه چه  يو  کره او نامتو  مجاهد او خانداني سړۍ و له  همدې امله ئى دلنګر انتظام همده ته  ور پلاس  کړى و
( مورخين ليکي :  دلنګر انتظام  مرحوم مولانا نجم الدين اخندزاده  په خپل  ژوند کې دکنړ مير صاحب جان  پاچا صاحپ  ته چې په شيخ پاچا  سره مشهور  و ورپلاس کړى و چې دمرحوم  اخندزاده دوفات  نه وروسته  هم  دده دوصيت  سره سم  دهمدې پاچا  صاحب  پرلاس کې و  او وروسته  بيا دده ځوى مرحوم  سيد عباس  پاچا  صاحب يې انتظام  کاوه
 دريم : صوفى  عالم گل صاحب
صوفي عالم ګل  صاحب يو د هغه  ماذونانو څخه وچې اخونزاده صاحب په ( پهلون ) سره لقب ورکړى او دصاحب سره يې په غزاګانو کښې اشتراک کړى و  او دښه شجاعت او ميړانې څښتن و . دتر نګزو حاجي صاحب چې فضل واحد  نو ميده  چې هغه  يو ډير  عابد او ستر  مجاهد و  دهمدې صوفي عالم ګل صاحب ځينې ماذون شوي  و
څلورم دسر کاڼو ميا صاحب
ميا صاحب چې دده نوم  سيد اکبر شاه او  په اصل دکامې و  او بيا  يې  په سر  کاڼو  کې هستو گنه  در لوده  چې دپوره فضل  او فيض  خاوند وپنځم : حضرت  شاه
مرحوم  حضرت شاه  په لغمان کې  هستوګنه  لرله ، او سيد   او با تقوا  شخصيت و
 سيد  شمس الدين  مجروح ،  دقبايلو  مستقل رئيس  دهمد غه  مبارک ځوى دى
شپږم : محمد سعيد جان ( مجددى
مرحوم محمد سعيد جان  ( مجددى ) د چهارباغ  صفا  نه دى ،  دى  حاجي ،  قارى  او ښه  مبلغ هم و
اتم : احمد خان اخونزاده  صاحب
احمد خان  اخونزاده صاحب  چه په  دولت  زى ملا صاحب سره  شهرت  لري  ښه  کره عالم  او د صاحب دتحصيل د دورې اکثرآ ملګرى و
نهم : دکو  هاټ  ملا  محمد ياسين
دکوهاټ ملا  محمد ياسين  صاحب دکو هاټ په علاقه کې  لوی  عالم  او مدام به يې د  درس  او تدريس  وظيفه  اجرا کوله
لسم : د حصارک ميا صاحب
په خوږ يانو کښې دحصارک  ميا صاحب چې نوم يې عبد الرحيم ؤ
يولسم : ملا  محمد حسين
دلغمان  په سنګر کې ملا  محمد  حسين صاحب چې  په قوم  ساپى او دپړوائي شيخ صاحب  باندې  مشهور  ؤ . دى ښه  ذاکر  او زاهد  شخصيت  ؤ .  دځينو  خلکو  په  روايت  سره  داملې ملا مسلم  صاحب  دى
دنجم الدين اخونزاده صاحب  د ماذونانو ځنې دغه دولس  تنه  مشهور وو  او نور  هم  شته  لکه چې په کوه  صافي  کې ملا مسعود  صاحب او په ممله  کښې  امام  حاجې صاحب او داسى  نور
ماخذ : دمحترم سر محقق  عبد الله خدمتګار  دهډې اخوندزاده مولانا  نجم الدين  له کتاب نه  صفحه  ٤٤ او ٤٥ ) دچاپ کال ١٣٨٦  ( ٢٠٠٧ م
سرچینه
nengrahr.com

2 comments:

  1. Hi tҺere, yeah thіs paragraph іs genuinely fastidious annd Ι have learned loot
    ߋf thiոgs from it aƄout blogging. thaոks.

    mу website ... breast actives review

    ReplyDelete
  2. مننه ستاسو له خوا د معلوماتو شریکولو لپاره ، نجم الدین اخندزاده صاحب یو ستر شخصیت ، مجاهد او عالم وو ، خدای پاک دی ارواح ښاده لري
    زرخان څارن له هډې اخندزاده صاحب څخه

    ReplyDelete

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User