Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, August 7, 2013

دقدر دشپی نښي اوعلامي :


لیکوال: مفتي ابویاسر


sssssssعن أبي بن كعب رضي الله عنه أنه قال : " أخبرنا رسول الله صلى الله عليه وسلم : أنها [ای الشمس ] تطلع يومئذ لاشعاع لها؛رواه مسلم .
---------------------
ژباړه :ابی بن کعب رضی الله تعالی عنه وایې چي موږ ته پیغمبرصلی الله علیه وسلم خبر راکړ چي لمر به دقدرپه ورځ داسي راوخیژي چي رڼابه یې کمزوري وي .وړانګي به نه لري .یعني ضعیفه به وي .

دقدر دشپي نوري نښي اوعلامي

 

دقدر دشپي  ګڼ شمیر  علامي په کتابونو کښي ذکر شوي  چې ځینې یې  دلته  نقل  کوو :

 

۱     - دهغي  ورځي  لمربه  په داسي  حالت کښي  راوخیژی  چې وړانګي به یې  ډیري  کمزوري    اوضعیفه  وي  .  حدیث  مسلم 

۲    -   دغه شپه  به  ارامه  وي  یعني  شر اوشور پکښی  نه وي   . حدیث مرقا ت ۴\ ۵۱۲

۳      - دغـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه شپه  به  نه  ګرمه  اونه  هم   یخه  وي   .    مرقا ت ۴\ ۵۱۲

۴    -   دسپو اونورو وحشیانو اوحیواناتو ناري او غږ پکښي  نه وي  .  فتاوی واحدیه ۳۲۶

۵    -    په دي  شپه  کښي به   باران  اوریږي  که  څه  هم  لیږ  وي  .   فـــــــتاوی واحدیه ۳۲۶

۶   -   په دي  شپه کښی  به هر شی  په سجده  وي  اورڼاوي به په هرځای  راخـوري وي .  تفسیر مظهري  ۱۰ \\ ۲۹۳ 

  ۷   -   دمؤمن  دبدن پوست به زیږ وي   ، زړه به یې نرم  وي  ، او سترګي به یې له اوښکو  ډکي وي   . تفسیر ابن کثیر۴ \ \۵۳۵ 

۸  -      دغه شپه به  په منافق  اوکافر ډیره سخته  اودرنه  وي  . تفســــــــــیر ابن کثیر ۴\ ۵۳۵

۹    -    اوبه به  خوږي  وي  اوشور به یې  نه وي  .  معارف السنن ۵\  اوابـــــــــن کثیر ۴\ ۴۳۱

۱۰    -    یابه دستورو روښانه  شپه وي  چې ساکنه اوارامه به وي .فتاوی واحدیه ص\ ۳۲۶ 

 ۱۱ - ستوري به په دغه شپه کښی  نه لویږي یعني شهب ثاقب  به نه لویږې .  ابن کثیر ۴\ ۵۳۱   

۱۲ -   سهار به  دلمر له راختلو سره  شیطان  نه  شي  ملګری کیدلی  . ایـــــــــضا ابن کثیر  ۴\ ۵۳۱  

 

دقدر دشپي دعا

 

   عن عايشة رضی الله تعالی عنها انها قالت  يارسول الله ان واقفت ليلة  القدر  فما ادعو؟ قال  قولي  : اللهم  انک  عفو  تحب العفوفاعف عني   . .   تفسير ابن کثير ۴\ ۵۳۴    


ژباړه :  له عایشة رضی الله  تعالی عنها څخه روایت ده چې هغي  له پیغمبر صلی الله  علیه وسلم څخه  وپوښتل : که  زه  دقدر په شپه خبره شم  نو څه ډول  دعا به کوم .  پیغمبرصلی  الله علیه وسلم   وویل  :  دادعا کوه  :  اللهم  انک عفو تحب  العفوفاعف عني   .


 تشریح : ملاعلي قاري  رحمه الله تعالی  وایې : چې دانک عفوو تحب العفو.  یوه عجیبه  جامعه دعاده . په حدیث شریف کښی راځي  :

ماسأل الله العباد شيئا  افضل  من ان يغفرلهم  ويعافيهم  الخ  دبنده لپاره  تردي غوره دعا نشته  چې دخپل خالق څخه  دبخښني  اوعافیت سوال  وکړي  . ( ځکه عافیت ددي دنیا هوسایې سوکالي  او دخوښیو نه ډک  مصلح  او دینی ژوند ته ویل کیږي  ،اود مغفرت سوال  دهغي دنیا لپاره  یوه دعا ده چی  دهغه جهان  ټولي  خوښۍ  او سوکالۍ پکښی نغښتی دي  )

 

عن انس رضی الله تعالی عنه ان رجلا جاء الی النبي صلی الله عليه وسلم فقال يارسول الله ای الدعاء افضل ؟ قال سل ربک العافية والمعافاة في الدنيا والآخرة ، ثم اتاه في اليوم الثاني فقال يارسول الله ای الدعاء افضل ؟ فقال له مثل ذلک ،ثم اتاه في اليوم الثالث فقال له مثل ذلک قال فاذا اعطيت العافية والمعافاة في الدنياوالآخرة فقدافلحت .رواه الترمذي وابن ماجة وقال الترمذي هذاحديث حسن غريب .مشکوة ص\۲۱۹

 

ژباړه : یوتن نبي علیه السلام ته راغی ،اوورته وي ويل : ترټولوغوره دعاکومه ده ؟ نبي علیه السلام ورته وویل : له الله تعالی څخه ددنیا اوآخرة دعافیة اومعافاة سوال کوه ، هغه تن [ولاړ خو] دوهمه ورځ بیاراغی . اوبیایې دتیري ورځي په څیرپوښتنه وکړه : ترټولوغوره دعاکومه ده ؟ نبي علیه السلام دوړاندي په شان ځواب ورکړ یعني له الله تعالی څخه دعافیت اومعافاة سوال کوه ،دغه تن دریمه ورځ بیاراغی اوخپله پخوانۍ پوښتنه یې بیاتکرار کړه ،نبي علیه السلام هم هغه پخوانی ځواب ورکړ اوبیایې زیاته کړه ګوره کله چي چاته ددنیا اوآخرة عافیت اومعافات ورکړل شو نوهغه دنجات څښتن شو هغه کامیاب دی .

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User