Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, August 7, 2013

دصدقة الفطر[سرسايې ] مقداراوځیني اړوندمسائل

لیکوال: ابویاسر

دصدقة  الفطر مقدار اوڅرنګوالی

مسئله  :  سرسايه  له  څلورو څيزونو څخه وركولى  شي  ۱  غنم  ۲ اوربشي ۳   كجوري [ خورماوي ]  ۴  اوكشميش  .   دغنمو وړه  دغنمو په مثل دي  ،
ديادوني  وړده  چې له  غنموڅخه  نصف صاع [ څه کم دوه كلو في  نفر ] اوله  اوربشو كجورو اوكشميشو څخه  پوره صاع  [يعني څوګرامه کم څلور كلو]  في نفر حسابيږي  .

 وتجب صدقة الفطر من اربعة اشياء من الحنطة ، والشعير، والتمر ، وهي نصف صاع  من  من بر ، اوصاع من الشعير ، اوتمر ، ودقيق الحنطة والشعير وسويقهما  الخ  
وفي الفقه الحنفي ۲\ ۳۷۵ ومقدارالواجب  في زكاة الفطر عن كل نفس  نصف صاع من بر اودقيق  اوصاع من تمر اوشعير اوزبيب   الخ  وفي صفحة ۳۷۶  وقدر نصف صاع  القمح في عصرنا بكلويين وربع  تقريبا  .

په سرسايه کې بهتر داجناسوقيمت ده
مسئله  : په سرسايه كښي  پورتني ذكر شوي  اجناس  وركولي شي  خوبهتره  داده  چې د ذكر شوي  اجناسو قيمت  فقير ته وركړي  . 
ثم قيل  يجوز اداء ه باعتبار العين  والاحوط ان يراعي فيه  القيمة هكذا في محيط السرخسي .... وذكر في الفتاوى  القيمة افضل من عين المنصوص عليه  وعليه الفتوى  كذا في الجوهرة .  هنديه ۱\ ۱۹۱ : والدرالمختار وردالمحتار ۳\۳۷۶ 
ليكن  داهله  كه فقير روفو ته  اړتيا درلوده  اوكه  يې جامو،  يا وړو ته   اړتيا درلوده  بيا  دجامو  يا دوړو وركړه غوره اوبهتره ده  .

كمافي الفقه الحنفيه ۲\ ۳۷۶  دفع القيمة  افضل  من دفع الطعام  في حال  السعة  والرخاء  امافي حال   الشدة  والجوع  فدفع  الطعام  افضل  الخ  .

شمتن خلګ بايد په سرسايه کې دلوړشي قيمت ورکړي

مسئله : شتمن  خلك  بايد په سرسايه  كښي  دمذكوره  اجناسو څخه دهغه جنس  قيمت  وركړي  چې ارزښت  اوقيمت  يې  تر نورو زيات  وي  . ځكه  په حديث شريف كښي راغلي  : کله چې لوى خداي  ددنيا شته دركړي  نو په مالي  عباداتو كښي  توسع  كوئ  .

 في حاشية  علم الفقه ۴\۵۳  المناسب  ان يعطي  الاغنياء  في صدقة  الفطر مما يكون  في القيمة  عاليا  كالتمر الرطب  والمنقى  لان في الحديث  اذا وسع الله  فوسعوا  الخ

متاسفانه چي اوس وقت ډیری شتمن اودنیاداره خلګ ددي په ځآی چي ددغه اجناسوڅخه دارزښتمن جنس قیمت ورکړي   بلکه په بازاروکي دبیکاره غنمویاوړو دترټولو ټیټ قیمت په مال پسي ګرزي څوسرسایه له دغه کمزوره اوټیټ قیمت څخه اداکړي . په یوه یادوه روپي باندي دالله ددغه عظیمونعمتونوقدر نه کوي   .

په سرسايه کې دښارعام نرخ اعتبارلري

مسئله : دسرسايې دوړاندينيو ذكر شوو اجناسو په قيمت  كښي  دښار عام  قيمت  معتبر ده  ديوټلټي سټورونو [حكومتي دوكانونو ]  نرخونه  اوقيمت   باندي  سرسايه  نه وزي  .

 في الفتاوى الرحيميه ۵\۱۷۲ ويعتبر قيمة بلد وسعره  العام  لا قيمة  ما يعطي في الدكاكين  الدولية   [سركاري راشن ستورز ]  الخ  ملخصا  .

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User