Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, August 7, 2013

که مسنون اعتکاف فاسدشې



که مسنون اعتکاف فاسدشې نوديوي ورځې په قضاء راوړلوسره يې غاړي خلاصيږي

الاستفتاء : كه  مسنون  اعتكاف   فاسد شي  نو قضا راوړل  يې  ضروري ده اوكنه  ؟  اوكه قضا راوړل  يې ضروري  وي  نو دټولو ورځو قضا به راوړي  او كه  دپاته ورځو  ؟  بينوا توجروا .
الجواب حامدا ومصلیاوبعد :  دمسنون  اعتكاف  په هكله  دامام  ابو حنيفه   اوامام محمد رحمهماالله  په  نزد ديوي  ورځي  قضا راوړل  ضروري ده   يعني يواځي  دهغي  ورځي  قضا چې ورڅخه فاسد شوى وي  ځكه چې دمسنون  اعتكاف  هره ورځ  ځان  ته  مستقل  سنة  ده  ، اودامام ابويوسف رحمه الله  په قول  دټولو لسو ورځو  داعتكاف قضاء  دي  راوړي   یا دي  دپا ته ورځو قضا راوړي   .
مختار  دامام  ابوحنيفه اوامام محمد رحمهماالله   قول ده  .

الدرالمختار وردالمحتار ۳\ ۵۰۰ 
و  الفتاوى  الرحيميه  ۵\ ۲۰۶
و احسن الفتاوى  ۴\ ۵۱۱    .
که مسنون اعتکاف په ورځ کې فاسدشې نويواځې دورځې قضاء رواړل يې ضروري دی شپه نه غواړي ، اوکه دشپي فاسدشې نوبيادورځې اوشپي دواړو

قضاء راوړل ضروري دی .

الاستفتاء : كه مسنون  اعتكاف په كومه ورځ فاسد شي  نوبيا يې يواځي دهغي ورځي  داعتكاف قضاء راوړل ضروري دي  اوكه  به  دشپي   قضاء  هم ورسره  راوړي  ؟  همداراز كه دشپي  ورځيني دغه اعتكاف فاسد شي  نو دورځي قضاء ورسره راوړل ضروري دي اوكنه ؟ بينوا توجروا .

الجواب  حامدا ومصليا وبعد: په احسن الفتاوى  ۴\۵۱۱  -  ۵۱۲     كښي  ددي مسئلي په اړه  راغلي  : چې دفقهي  له قواعدو څخه داسي معلوميږي  چې كه اعتكاف  په ورځ كښي  فاسد شي  نو يواځي دهغي ورځي قضا راوړل ضروري دي   ، يعني دسپيدو څخه  وړاندي به يې پيل كوي  دلمر ترلويدو وروسته به يې پاى ته رسوي  .
اوكه اعتكاف  په شپه كښي  فاسدشي  نوبيا دشپي اوورځي  دواړو قضاء راوړل  واجب دي  له  لمرلويدو وړاندي به يې پيل كوي اودصبا دلمرلويدو وروسته به يې پاى ته رسوي . اوداځكه  چې د اعتكاف قضاراوړل هم لكه نذر واجب  ده  اوپه نذركښي  حكم  دغه ده چې وړاندي تيرشو . یعني له شپي سره ورځ لازمه ده .
  الدرالمختار وردالمحتار ۳\ ۵۱۰ و الهنديه ۱\۲۱۳

مسنون  اعتکاف  چې فاسدشې نودپاته ورځواعتکاف يې نفلي ګرزي

الاستفتاء : په کومه ورځ   چی  مسنون  اعتکاف  فاسد شي  نوکه څو ورځی  پاته وی   دهغو ورځو اعتکاف  به  پسی کوي  اوکنه  ؟
الجواب حامدا ومصليا وبعد :  په  کومه  ورځ  چی مسنون  اعتکاف  فاسد شي  نو په هماغه  ورځ  یې مسنون اعتکاف  پای  ته  ورسیدی    دپاته ورځو اعتکاف یې نفل ګرزي   اوداځکه چی  فساد یې  دهغی ورځی داعتکاف  لپاره  متمم   اومنهی  یعني  پای  ته  رسونکی  ده .
اوکه یې غوښتل چې بیرته مسجدته ولاړشې اواعتکاف وکړي نوبیابه نوي نیت ورته کوي  چي دهرڅوورځووي البته دغه پاته اعتکاف یې نفلي اعتکاف بلل کیږي .
  الفقه  الحنفيه   ۱\۴۳۲  امداد الفتاوی ۲\۱۵۴   احسن الفتاوی  ۴\ ۵۱۱  .
و الموسوعة الفقهية ۵\۱۷۶  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User