Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, June 10, 2013

عقيدې دتوحيد او دهغې په پېژندل




دا وړمبي درس په بيان دعقيدې دتوحيد او دهغې په پېژندلو كې دى 

(۱) توحيد مصدر دباب د وَحَّدَ يَوحَدُ نه دى په معنىٰ د يو والي يعنىٰ څوك يو  ګڼل  د حصه دا رانو نه  

 او په شريعت كې يي معنىٰ داده چې الله تعالىٰ يو ذات  ګڼل  يعنى الله تعالىٰ يو ذات  ګڼل  په اعتبار د ذات او صفاتو سره چې د الله تعالىٰ نظير او مثل هيڅوك نشته ([1])
(۲) الله پاك خاص كول په عبادت سره او الله تعالىٰ لره ثابتول دهغه صفتونو چې الله تعالىٰ يې ځان ته ثابت كړي دي اورسول الله (صلى الله عليه وسلم) دهغې او الله تعالىٰ پاك ګڼل دهر قسم نقصان او دپناه كيدونه او د مماثلت (يوشان والى)  د مخلوق نه ([2])

 توحيد په درې قسم سره دى

 (۱) توحيد فى الذات : دا ديته وايي چې دالله تعالىٰ ذات عاليه د ټولو عيبونو او دنقصاناتو پاك او بې مثله ګڼل او منل الله تعالىٰ فرمايي:
 اَلَا لَھُ الْخَلْقُ وَالْاَمْرُ ([3])
ترجمه :   خبرداراى خلقو! الله تعالىٰ لره دى اختيار دپېدا كولو او دوحې راليږلو.
 الله(يواځې  ګڼل  مثلاً په پيدا كولو كې په بادشاهي كې او په حكم او اختيار منلو كې الله تعالىٰ فرمايي :
 وَلِلہِ مُلْکُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ([4])
ترجمه :  خاص الله (لره دې بادشاهي  داسمانونو او دځمكو په تدبير او د دنياءنظام چلولو كې الله(فرمايي:
 قُلْ مَنْ یَّرْزُقُکُمْ مِّنَ السَّمَا۬ئِ وَالْاَرْضِ اَمْ مَّنْ یَّمْلِکُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَمَنْ یُّخْرِجُ الْحَیَّ مِنَ الْمَیِّتِ وَیُخْرِجُ الْمَیِّتَ مِنَ الْحَیِّ وَمَنْ یُّدَبِّرُ الْاَمْرَ فَسَیَقُوْلُوْنَ اللہُ فَقُلْ اَفَلَا تَتَّقُوْنَ  ([5])
ترجمه :  ووايه اى نبى 6څوك داسمانونو او ځمكونه تاسو ته رزق دركوي نوڅوك دى مالك دغوږونو او دسترګو او څوك ژوندي دمړونه را وباسي او مړدژوندي نه او څوك تدبير دكارونو كوي نو زر دى چې اوبه وايي دا خلق الله كوي نو پس ورته واويه چې بيا ولې دالله نه نه يرېږئ
(۲) توحيد فى الاسماء والصفات
 دا دېته وايي چې الله (لره دكمال او عزت نومونه اوصفتونه ثابتول كوم چې الله(اورسول دالله (الله پاك ته ثابت كړي دي الله ( فرمايي :
لَیْسَ کَمِثْلِھ۪ شَیْءٌ وَھُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ ([6])
ترجمه :  نشته پشان دالله پاك هيڅ شى (په قدرت علم وغيره كې) او هغه ليدونكى او اوريدونكى دى   الله(بل ځاى فرمايي:
  وَلِلہِ الْاَسْمَا۬ئُ الْحُسْنٰی فَادْعُوْھُ بِھَا وَذَرُوا الَّذِیْنَ یُلْحِدُوْنَ فِیْٓ اَسْمَا۬ئِھ۪ سَیُجْزَوْنَ مَا کَانُوْا یَعْمَلُوْنَ([7])
ترجمه : الله (لره ښائسته ښائسته نومونه دي (لكه الله رحمان رحيم وغيره) په دغه نومونو ترې غوښته كوي او هغه خلق پرېږدي چې هغوى دالله(په نومونو كې كجروي كوي زر دى چې دوئ ته دخپل عمل سزاء وركړى شي
(۳) توحيد فى العبادت
 دا دېته وايي چې الله(سره په عبادت كې يو څوك دمخلوق دالله(شريكول دهغه د ذات عالي نه بل چاته سرښكته كول يا بل چاته سجده كول الله(فرمايي :
 وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْاِنْسَ اِلَّا لِیَعْبُدُوْنِ ([8])
ترجمه :  اوماندي پيداكړي پېريان او انسانان هسې مګر دخپل عبادت (يعنى وحدانيت) لپاره مې پيدا كړي چې صرف زما عبادت وكړي  الله(بل ځاى فرمايي :
 وَاعْبُدُوا اللہَ وَلَا تُشْرِکُوْا بِھ۪ شَیْئًا([9])
ترجمه :  دالله(عبادت وكړئ او مه شريكوئ هغه سره هيڅ شى .
الله (بل ځاى فرمايي:
 وَمَآ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِکَ مِنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا نُوْحِیْٓ اِلَیْھِ اَنَّھ۫ لَآ اِلٰھَ اِلَّآ اَنَا فَاعْبُدُوْنِ([10])
ترجمه :  او نوو  لېږلى مونږ ستا نه مخكې پېغمبران مګر وحې به مو كوله هغوئ ته چې بيشكه نشته حقدار د بندګئ بغير زمانه هم زما عبادت وكړئ.


[1] - فتح البارى كتاب التوحيد
[2] -خطبات جمعه او اصول الدين الاسلان (ص۵)
[3] - الاية الاعراف (۵۴)
[4] - الاية العمران (۱۸۹)
[5] -الاية يونس (۳۱)
[6]- الاية الشورى (۱۱)
[7] - الاية الاعراف (۱۸۰)
[8] -الاية الشورىٰ (۵۶)
[9] -الاية  النساء (۳۶)
[10] -الاية الانبياء (۲۵)

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User