د مصطلح الحـديث يوه
حصـه تاريخي پس منظر او په دې راغلي دورونه
مشهورې ليکنې په علم المصطلح
لومړني تعريفونه
د علم مصطلح
الحديث د راټوکېدو يوه حصه تاريخي پس منظر او په دې راغلي دورونه:
هر څېړونکي ته
دا خبره معلومه ده، چې د علم الرواية او د اخبارو د نقل بنيادي اصول او ارکان په
قرآن او حديث کې موجود دي، قرآنکريم کې الله رب العزت فرمايي: "اى د ايمان خاوندانو که چېرې يو فاسق درته خبر
راوړو ښه څېړنه يې وکړئ".([1])
او په يو حديث
کې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) فرمايي: "الله رب العزت دې هغه شخص ترو تازه لري، چې زما نه يو څه
واوري او کټ مټ يې بل ته ورسوي، ډېر کرته يو چاته چې خبر ورسي د رسوونکي څخه يې ښه
ذهن کې ساتي".([2])
او په بل
روايت کې داسې راغلي: "ډېر ځلې هغه راوي د فقاهت او د پوهې د يوې خبرې هغه
چاته روايت نقل کړي، چې هغه تر ده ښه فقيه جــــوړ شي او ډېر ځلې خپله راوي لا پوه
نه وي".([3])
په دغه مبارک
آية او حديث شريف کې د اخبارو په نقل کې د تثبت او تحقيق يادونه شوې او دا چې حفظ
له پاره يې بيدارتيا او ذهن کې ساتل په کار دي او نورو ته نقل کولو کې يې پوره غور
په کار دي، فلهذا صحابه کرامو { رضی لله عنهم } د الله رب العزت او د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د حکم د پر ځاى کولو له پاره د احاديثو په
نقلولو کې پوره دقت او يقيني کېدلو څخه کار آخيستلو بالخصوص کله به چې د نقل
کوونکي په باب څه شک ورته پيدا شو، همدې ته په کتو د اخبارو په قبول او رد کې د
"اسناد" موضوع او اهميت يې منځ ته راغلو.
د مسلم شريف
په مقدمه کې د ابن سيرين ] قول نقل دى، صحابه کرامو { رضی لله عنهم } د اسناد غوښتنه نه کوله، مګر کله چې فتنې
منځ ته راغلې، بيا به علماو راوي ته ويل: هغه کســــــان معرفي کړه چې تا ته يې دا
روايت رارسولــــــى، بيا به د اهل سنت روايت اخيستــل کېـــــدلو او د بدعتيانو
به رد کېدلو.
او دا چې د يو
خبر د قبول له پاره د هغه سند پېژندنه ضرور ده، نو د جرح او تعديل علم منځ ته
راغلو او د راويانو بحث او دا چې رواية متصل او که منقطع دى او هم د پټو عيوبو او
علتونو د پېژندلو علم او په ځنې راويانو د اعتراض څرګندېدل لېکن په کمه توګه ځکه
په ابتداء کې په لږو رواتو انتقاد شوى ؤ.
بيا علماو په
دې باب پراخه څېړنه وکړه، ان تر دې چې په ډېرو هغو علومو چې د حديث سره يې تعلق ؤ،
بحث وشو، چې ضبط د حديث او زده کړه د حديث او بل ته نقل د حديث او ناسخ او منسوخ
پېژندنه د حديث او غريب حديث او داسې نور... لېکن دا هر څه به علماو بدون د ليکلو
په شفاهي توګه سره تبادله کول، بيا په دغه کار کې پرمختګ وشو او دا علوم داسې شول،
چې ليکل کېدل، لېکن بيا په ځانګړې توګه نه بلکې د نورو علومو لکه: علم الاصول او
علم الفقه او علم الحديث سره په مختلطه توګه تصنيف کېدل، لکه: کتاب الرسالة والام
د امام شافعي ]، بالاخره کله چې دغه ټول علوم ښه پاخه او
اصطلاح پر ځاى ثابته شوه او هر فن د بل څخه مستقل شو او دا هم په څلورمه هجري پېړۍ
کې، علماو "علم المصطلح" په مستقل کتاب کې بيان کړو، لومړنى هغه شخص چې
دا کار نامه يې سرته ورسوله، قاضي ابو محمد الحسن بن عبدالرحمن بن خلاد الرمهرمزي
چې په (٣٦٥) هـ ق کال کې وفات شوى، په خپل "المحدث
الفاضل بين الراوي والواعي" نومې
کتاب کې.
د استقلال د ابتداء
څخه تر اوسه پورې چې کوم کتابونه په دې فن کې ليکل شوي مشهور ترين به يې درته ياد
کړم.
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.