Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, June 10, 2013

اهميت دعقيدې دتوحيد




اهمية عقيدة التوحيد

داسبق په بيان داهميت دعقيدې دتوحيد كې دى
 عقيده لرل دالله(ديووالي چې الله پاك يكتا(واحدلاشريك)  ذات دى دا په هر مسلمان په نارينه زنانه باندې فرض دى  ځكه چې دا رمدار دعمل دقبليدوهغه عقيده دتو حيد ده  دا دومره اهمه عظيم الشانه مسئله ده  چې الله (دې مسئلې  دبيان او خورولو لپاره يو لكهو څلورويشت زره كم وبيش انبياء عليهم السلام را لېږلي دي چې دالله(مخلوق  دمخلوق دغلامي او بندګئ نه وباسي او دالله(بنديان ترې جوړكړي او هرنبى دخپلې زمانې دلا اله الاالله ( د الله ده وحدانيت) چغه وهلې ده همدا عقيده دتوحيد ده چې انسان پدې عقيده نجات او خلاصى مومي دالله جل جلاله په خپلو بندګانو ډېرانعامونه او احسانات دي چې  په ټولو كې لوئ انعام او احسان هغه عقيده دتوحيد ده  چې چاته يي نصيب كړي او په زړه كې يي مظبوطه كړي د دې عقيدې اهميت قران مجيد پخپله ذكر كوي د حضرت يوسف عليه السلام دخولې نه
وَاتَّبَعْتُ مِلَّةَ اٰبَا۬ءِیْٓ اِبْرٰھِیْمَ وَاِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ([1])
ترجمه:  ماتابعداري كړيدى ددين د مشرانو ځما چې هغه ابراهيم { علیه سلام }اسحق{ علیه سلام }يعقوب{ علیه سلام }دي   مونږ له ندي مناسب چې څوك دالله سره حصه دار وګرځوو ( دا شرك نكول او توحيد منل)  دالله احسان دې په مونږه او په ټولو خلقو باندې ليكن اكثر خلق بيا هم نا شكري كوي يعنى الله سره شريكان ګرځوي .
ملاعلى قارى الحنفي{ رحمه الله }دتوحيد اهميت داسې بيان كړيدى:
اِنَّ الْقُرْآنَ مَا اُنْزِلّ اِلاَّ لِتَقْريْرِالتَّوْحِيْدِ
ترجمه :  يقينًا الله(قران ندې را لېږلى مګر دتوحيد بيانولو لپاره  را لېږلى دى.
 د انسان دپيدائش مقصد هم قران مجيد ښودلى دى چې هغه دالله(توحيد منل دي:
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْاِنْسَ اِلَّا لِیَعْبُدُوْنِ([2])
ترجمه :  ما پيريان او انسانان ندې پيداكړي مګرد خپل عبادت (توحيد) لپاره.
 اوقران مجيد انسانانو ته دټولو احكاماتونه مخكې عقيده دتوحيد پيش كوي :
 یٰٓاَیُّھَا النَّاسُ اعْبُدُوْا رَبَّکُمُ الَّذِیْ خَلَقَکُمْ([3])
ترجمه :  اى خلقو خپل رب يو  وګڼئ  او دهغه عبادت وكړئ ځكه چې هغه پيدا كړي يي . امام قرطبي { رحمه الله }ليكلي دي چې
 (اِنَّ اَوَّلَ مَا يَجِبُ اِظْهَارُه وَلاَيَجُوْزَ كِتْمَانُه اَمْر التَّوْحِيْد)([4])
ترجمه :  يعنى دټولو مسئلو نه مخكې چې دكومې مسئلې اظهار او اعلان واجب دى اوپټول يي جايز ندي هغه مسئله التوحيد دى  لدې وجې چې دا اهمه مسئله ده نبى5به خلكو ته وړومبئ دا ښودله لكه چې كله نبى5معاذ=يمن طرف  ته  لېږل وغوښتل نو داسې يي ورته وفرمايل:
فَلْيَكُنْ اَوَّل مَاتَدْعُوْهُمْ اِلىٰ اَنْ يُّوَحِّدُوْاللهَ تَعَالىٰ ([5])
ترجمه :  اى معاذه ته يمننيا نوته دهر څه نه مخكې دالله يووالى وحدانيت ورته بيان كړه او توحيد طرف ته يي راوبله.

مؤحد هدايت يافته دى

الله( فرمايي چې :
  اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَلَمْ یَلْبِسُوْٓا اِیْمَانَھُمْ بِظُلْمٍ    اُولٰ۬ئِکَ لَھُمُ الْاَمْنُ وَھُمْ مُّھْتَدُوْنَﮡﺟ ([6])
ترجمه :  هغه كسانو چې په الله باندې يي ايمان راوړو او خپل ايمان سره يي شرك ګډ وډ نكړو دوئ لره امن دى دعذاب دجهنم نه او دوئ هدايت يا فته دي په دنيا كې : الله (بل ځاى فرمايي :
 وَمَا یُؤْمِنُ اَکْثَرُھُمْ بِاللہِ اِلَّا وَھُمْ مُّشْرِکُوْنَ([7])
ترجمه :  اوايمان نه راوړي ډير خلق په الله باندې مګر شرك هم ورسره كوي يعنى اكثر خلق د مسلمان كيدو باوجود هم مشركان وي لكه څرنګه چې نن سبا بعضى مسلمانان تش په خوله وايي چې خالق رازق مالك قادر عالم الله(دى  او د دې باوجود يي هم الله (سره نائبان او نازولي حصه داران ګرځولي دي.
ډېر ساده لوح مسلمانانو اولياء كرام نيكان پيران بزرګان دالله(سره حصه دار ګرځولي دي او دهغوئ په تعظيم كې غلو كوي، اودهغوئ قبر پرستي كوي دوئ د توحيد روڼه چينه دشرك خس خشاك سره خړه كړيده .
شاعر وايي .  زبان سى گركيا توحيد كا دعوىٰ تو كيا حاصل - بنايا هى بت هزار كو  اپناخدا تونى
ده اسلام عمارت دا په عقيده دتوحيد باندې ولاړ دى چې د مسلمان خپله عقيده به خالصه سوچه دتوحيد وي  كه عقيده د توحيد نوې نو عملونه كول هسې ځان ستړي كول دي او د داسې خلقو په باره كې قران مجيد داسې څرګنده فيصله كوي:
 وَقَدِمْنَآ اِلٰی مَا عَمِلُوْا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنٰھُ ھَبَا۬ئً مَّنْثُوْرًا([8])
ترجمه:  دچاچې ايمان او(دتوحيد عقيده نوي) اواعمال كوي نو مونږ به د ده اعمال تباه برباد وګرځو، بل ځاى الله (فرمايي :
عَامِلَةٌ نَّاصِبَةٌﭒﺫ تَصْلٰی نَارًا حَامِیَةًﭓﺫ([9])
ترجمه :  په دنيا كې به يي ډېر عملونه كړي وي او ښه به پرې ځان ستړى كړى وي بيا به هم د جهنم ګرم اورته ننوځي ځكه چې په عقيده كې به يي خلل وي .




[1] - يوسف (۳۸)

[2] -الاية الزاريت (۵۶)      

[3] - الاية بقره ( ۲۱)

[4] - قرطبى ج۲ ص ۱۶۸

[5] - مسلم

[6] - الاية الانعام (۱۱۳)

[7] -الاية يوسف (۱۰۶)

[8] - الاىةفرقان (۳۳)


[9] - الاىة الغاشيه (۴)

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User