Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, June 10, 2013

د قيامت علامی اوله حصه


د قيامت علامی اوله حصه

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله كما ينبغى لجلاله، وصلى الله على سيدنا محمدوعلى آله واصحابه :_

اما بعد ! فزوى البخاري فى صحيحه من حديث طارق بن شهاب

 قال سمعت عمر{ رضی لله عنه } يقول : قال قام فينا رسول الله (صلى الله عليه وسلم) مقاماً فاخبرنا عن بدء الخلق حتى دخل اهل الجنة منازلهم واهل النار منازلهم ،حفظ ذلك من حفظه ونسيه من نسيه. ..  الحديث

څرنګه چې نبى كريم (صلى الله عليه وسلم) ته الله رب العزت  د هر څه په هكله علم او خبر وركړى ده او جناب آقا(صلى الله عليه وسلم) د هغه امانت رسول او د هغه د ساتنى سپارښتنه خپل امت ته په باورى توګه كړې ده نو مونږ په پوره ډاډ دا وئيلى شو چه هغه سپيڅلې خبرتياوې به هرومرو منځ ته راغلې وي او ځينې به د هغوي څخه چه تر اوسه نه دى ښكاره شوې د منځ ته راتلنې او څرګنديدو بڼه خپله كړې او ډېرې بيلګې داسې شته چه د نبوي(صلى الله عليه وسلم) ارشاداتو كټ مټ تعبير ګرځيدلې شي چه اسلامى ټولنه په هغه كې د بې وسى لاس او پښې وهى .
نو له دې كبله يې د هغو سپيڅلو خبرتياؤ ژباړې ته مخه كړه چه مسلمانه ټولنه په ليږ  پام سره هم كولې شي د هغې بلا نه چه پكې ښكيل ده او يا پښكې ښكيليږي ځان وژغوري او دا به د قيامت د نښانو تر سر ليك او عنوان لاندې لوستونكو ته وړاندې كړم .
قيامت هغه كلمه ده چه ټول د اسمانى كتابو منونكى پرې باور لرى او د هر دور نبى او پيغمبر خپل امت ته د قيامت د راتلو نه وړاندې څه نا څه نښانې بيان كړې دي د آخرى زمانې ريښتونى پيغمبر(صلى الله عليه وسلم) هم خپل امت ته په دې هكله ډيرې باورى نښانې په خپلو باورى خبرتياؤ كې بيان كړې دي او د قيامت نه وړاندې يې هغه ټولې فتنې ، ګډوډى ، ناورينونه او وژنې چه انسانى ټولنه او بيا په ځانګړې توګه چه اسلامى ټولنه ورسره مخ كيدونكې ده بيان كړې دي او له دغو فتنو سره د مخ كيدو په صورت كې يې مسلمان امت ته د ځان ژغورنې لارې چارې هم ښودلې دى.
څرنګه چې مونږ د خپلى ژباړى په پيل كې يو حديث د امام بخارى رح د كتاب صحيح البخارى څخه رانقل كړى ده او هغه د طارق ابن شهاب او هغه د حضرت عمر{ رضی لله عنه } ابن الخطاب څخه اوريدلى چې حضرت عمر{ رضی لله عنه } فرمايل : يو ځل زمونږ په منځ كې نبى كريم (صلى الله عليه وسلم) په يوه ځاى كې ودريدلو او مونږ ته يي د مخلوق د پيدايښت څخه آن تردې پورې خبر راكړ چه جنتيان خپلو ځايونو ته جنت ننوتل او د دوزخيانو خپلو ځايونو ته  دوزخ ننوتل په ياد كې وساته دا حديث او خبر چا چه ياد كړ او هير كړ دا حديث چا چه ياد نكړ او هير يي كړ.
په دي هكله امام بخارى ، امام مسلم ، امام ابوداؤد له حضرت حذيفه ابن ايمان څخه يو بل روايت هم نقل كړې ده البته په تورو كې يې توپير او زيادت شته .
حضرت حذيفه { رضی لله عنه } فرمائى كه چيرې زه يو شۍ د هغو شيانو څخه وګورم چه ما هير كړى وى او هغه نبى كريم(صلى الله عليه وسلم) بيان وى نو په ليدلو د همدې شى به ماته مبارك حديث ياديږي . لكه يو سړى چه بل سړې ووينى او بيا ئې هير كړى خو چه كله ورته مخامخ شي نو بيا ورته ياد شي چه دا خو هغه سړې ده چه ما هير كړې وو يعنې نبى كريم(صلى الله عليه وسلم) په دومره روښانتيا سره دا راتلونكى حال بيان كړ چه كه له ما څخه د نبى كريم (صلى الله عليه وسلم) حديث هير هم شى خو چه فتنه او بدلون مينځ ته راشى نو ماته به د نبى كريم (صلى الله عليه وسلم) حديث بيا ياد شى .
امام ابوداؤد له حضرت حذيفه { رضی لله عنه } فرمائيل: والله ما ادرى انسى اصحاب رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ام تناسوا؟  والله ماترك رسول الله (صلى الله عليه وسلم) من قائد فتنة الى ان تنقضى الدنيا يبلغ من معه ثلاثمائة فصاعدا الا قدسماه لنا رسول (صلى الله عليه وسلم) باسمه واسم ابيه و اسم قبيلته _الحديث. 
چه په الله رب العزت قسم ! زه نه پوهيږم چه نبى كريم (صلى الله عليه وسلم) نورو ملګرو به دا هير كړى وى او كه به ترينه هير كړې شوى وى _په الله رب العزت قسم چه نه ده پريښى نبى كريم(صلى الله عليه وسلم)(صلى الله عليه وسلم) يوه مشر او جوړه ونكى د فتنې تردې چې دنيا ختمه شى
مګر وئې ښودلو د هغو ئى نوم ، د پلار نوم ئې او قوم ئې ، او شمار ئې درې سوه او څه لا زيات جوړيده يعنې هغه كسان چه د نبى كريم(صلى الله عليه وسلم) د زمانې څخه تر قيامته د فتنو، ګډوډيو ، بدلونونو اصلى تادو ايښودونكى دي يو يو نوم په نوم ريښتوني خبر وركونكى پيغمبر(صلى الله عليه وسلم) بيان كړل .
امام مسلم امام احمد د سند په ملتيا له حضرت زيدانصارى{ رضی لله عنه } څخه روايت كړى هغه فرمائي : صلى بنارسول الله (صلى الله عليه وسلم) صلاة الصبح ثم صعدالمنبر فخطبنا حتى حضرت الظهر ثم نزل فصلى الظهر ثم صعد المنبر فخطبنا حتى غابت الشمس فحد ثنا بما كان وبما هوكائن فاعلمنااحفظنا_الحديث
يوه ورځ نبى كريم(صلى الله عليه وسلم) مونږ ته د سهار لمونځ وكړو او منبر ته وختلو او بيان ئې وكړو تر ماسپښن پورې او بيا راكوز شو د ماسپښن لمونځ ئې وكړو او بيا منبر نه پورته شو بيان ئې وكړو تر ماذيګر پورې او بيا راكوز شو د ماذيګر لمونځ ئې وكړو بيا منبر ته پورته شو بيان ئې وكړو تردې چه لمر پريوتو دوي په خپله وينا كې څه چه وړاندې تيروو او څه چه وروسته راتلونكى وو مونږ ته بيان كړل او په مونږ كې ښه پوه ښه يادونكې وو.
همدا مفهوم له حضرت ابى سعيد الحذرې { رضی لله عنه } څخه امام احمد ترمذى او امام حاكم هم روايت كړې ده . همدارنګه امام احمد د سند په ملتيا د حضرت مفيره ابن شعبه    { رضی لله عنه } څخه دا مفهوم روايت كړې ده  البته په تورو د حديث كې توپير شته او حضرت ابوداؤد  فرمائې : چې نبى كريم(صلى الله عليه وسلم)(صلى الله عليه وسلم) خپلو ملګرو ته د هغو ټولو راتلونكو حالاتو په هكله خبر وركړئ ده له دوي څخه وروسته راتلونكى وواو اصحابو{ رضی لله عنهم }هم هغه بيان كړى .

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User