Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, January 17, 2013

د یو عجیبه او ناشنا سبب له وجی ژړل




قصه او عبرت : 
 
د یو عجیبه او ناشنا سبب له وجی ژړل 
 
د سلیمان بن یسار د ملګری ژړا !!!
 
 ابو ایوب سلیمان بن یسار د آم المؤمنین میمونة بنت الحارث ازاد کړیشوی غلام وو ، د مدینی له اوه فقهاؤ څخه وو لوئ عابد ، فقیه او پرهیزګاره وو ، له همدی امله چه به کله سعید ابن المسیب ته کومه سخته مسئله راغله نو ویل به یی : سلیمان ابن یسار ته ورشئ چه هغه ددی وخت تر ټولو ستر عالم دی ، امام مالک رحمه الله فرمایی چه د سعید ابن مسیب نه روسته د خلکو ستر او لوئ عالم سلیمان دی .
 
 هغه د ښکلی وجود او ښایسته مخ خاوند وو او همدغه خپل ښایست او جمال دده لپاره د ځینو غمونو سبب ګرځیدلی وو چه له همدی وجی له لویو امتحانونو سره مخامخ شوی وو او د خپلی تقوا او پرهیزګارئ په وجه تری کامیاب راوتلی وو .
 
وایی چه یو ځل هغه د خپل یو ملګری سره د مدینی نه مکی ته روان وو کله چه ابواء ته ورسیدل نو په یو ځائ کی یی خیمه ووهله او ایسار شول ، دده ملګری بازار ته د ځینو ضروری شیانو د اخیستلو لپاره ولاړ ،
 
 د خیمی په څنګ کی له غونډئ څخه د یوی بانډه والی جینی سترګی په هغه ونښتی او د هغه د مخ ښکلا د بانډه والی عقل وتښتاوه ،
 
 جینئ له غونډئ څخه د هغه خیمی ته راکوزه شوه او مخی ته یی کیناسته ، خپل د سپوږمئ په څیر مخ یی هغه ته ښکاره کړ او خبری یی ورسره پیل کړی ، د هغه دا خیال شو چه ګوندی جینئ د خوراک لپاره څه غواړی ، پاڅید او د خوراک یو څه یی ورته راوړل ، هغی وویل : زه دا نه غواړم بلکه هغه څه غواړم چه یو سړی یی خپلی بی بی ته ورکوی، 
 
هغه ورته وویل : زما په خیال چه شیطان راپسی رالیږلی یی ، او بیا یی په خپلو زنګنونو سر کیښود او په زوره زوره یی وژړل ، جینئ چه کله د هغه دا حالت ولیدلو خپل زړوکی یی په مخ راواچاوه او له خیمی ووته ، کله چه دده ملګری د سامان سره له بازاره راستون شو ګوری چه د سلیمان سترګی د ژړا نه سری دی او اواز یی ناست دی نو پوښتنه یی وکړه چه ولی دی ژړلی دی ؟
 
 هغه ورته وویل چه هیڅ ندی شوی بس خپل ماشومان راته یاد شول ، ملګری یی وویل چه د ماشومانو نه خو دا دری ورځی کیږی چه راغلی یی خو ضرور بله کومه خبره ده چه هرومرو به یی راته وایی ، د ډیر اصرار روسته یی ورته د بانډه والی قیصه وکړه ، د قیصی په اوریدلو سره یی ملګری په کوکو کوکو وژړل چه د هغه له ژړا نه سلیمان هم حیران شو او تپوس یی تری وکړو چه ته ولی ژاړی ، هغه ورته وویل چه زه باید وژاړم ځکه چه که زه ستا پر ځای وای نو زما نه به صبر نه وای شوی ، 
 
کله چه سلیمان مکی ته ورسید نو د طواف او سعی روسته د کعبی په څنګ کی په حجر مقام کی یی خپل څادر له ځانه تاو کړ او ویده شو څه ګوری چه په خوب کی وینی چه یو لوړ او خایسته ځوان چه د ښکلا نه پری تمامه ده او ښکلی بوئ تری ځی دده خواته راغی سلیمان تری تپوس وکړو چه الله دی درباندی ورحمیږی ته څوک یی ؟ 
 
هغه ورته وویل : زه یوسف ابن یعقوب یم ، سلیمان ورته وویل : هغه ریشتیا ویونکی یوسف ؟ ویی ویل : هو ،
 سلیمان ورته وویل چه ستا او د عزیز مصر د ښځی واقعه ډیره عجیبه ده ،
 
 یوسف ورته وویل : ستا او د ابواء د بانډه والی قیصه د هغی نه هم عجیبه ده .
 
 دا واقعه مونږ ته د سلیمان بن یسار رحمه الله عفت او د الله تعالی نه دهغه ویره راښیی،
 هغه ۷۳ کلن وو چه په ۱۰۷ هجری کی یی له دی دنیا سترګی پټی کړی ، 
الله دی پری ورحمیږی . 
 
له ( قبسات الواعظین ) کتاب څخه




  1. په طلوع تلویزیون کی یوه خپرونه ده چی 20 نفره به کی اشتراک کوی
  2. په عدت کې له يوه څخه وروسته حامله شوه نوعدت څنګه تيرکړي ؟
  3. په غصه کې يي ښځې ته وويل چې ته زما مور يي کله چې ورنه پوښتنه وشوه ويي ويل چې دهيڅ شي نيت مې هم نه وو ؟
  4. په غير اسلامې هيوادونو کې د مسلمان د پاره کار کول
  5. په غير مسلم ملک کې قبولي يا تابعيت اخيستل
  6. په فاتحه خوانۍ کې د سورة لوستل جايز دي؟
  7. په قبرونوپردی اوپوښونواچول څه حـــکم لری حالنـــــکه په ډیـــــرو پوښوډیرقـــرانی ســـورتونه لیکلی وی
  8. په قراءت اوتكبيركې داوچت او ورو اواز اندازه
  9. په قرض سره په ګران قيمت خرڅول
  10. په قسط باندې خرچول او اخيستل د اسلام له مخې څه حکم لري؟
  11. په كوركې دجماعت په كولوسره دجومات ثواب حاصليږي اوكه نه؟
  12. په كوركې دننه اذان اوجمعه كول :
  13. په كوټ اوپتلون كښې مونځ كيږي اوكه نه؟
  14. په كټ باندې مونځ كول صحيح دي
  15. په لاندى حالاتو كې دامانت تاوان وركول لازميږي
  16. په لباس کښي دزیب او زینت ترڅنګ دپردې خیال ساتل لازمي دی
  17. په لمانځه کې د سُتري ضرورت ، فوائد او احکام
  18. په لمانځه کې کوم ځای ته وکتل شي او د څه شي تصور کول پکار دی ؟
  19. په مذي باندې په ككړو جاموكې مونځ كول صحيح دى اوكه نه ؟
  20. په مسجد کې سوال غوښتل
  21. په مړی پسې دخیراتونوشرعې حیثیت
  22. په نابالغتوب کې يي له يوه نامردسره نکاح وشوه اوس څه وکړي ؟
  23. په نابالغتيا كې پلار چې د جينئ كومه نكاح وكړه هغه صحيح ده دويمه نكاح د بلوغ نه پس نه شى كولى
  24. په نني عصر کې دمسواک په ځای ټوتهـ پیسټ اوبرش ډیرزیات استعمالیږي په دې باندې اجر اوثواب میلاوېږې او که نه ؟
  25. په وترو کې چې کله دعاء قنوت وايي نو بسم الله ووايي اوکه نه ،اود جنازي په لمانځه
  26. په وخت د نكاح د ورور جوړولو رواج غلط دى
  27. په وړينو كاليوباندې ګنده ګې ا وچه شي اوپه خپله ورژيږي بغير له پاكولو نه مونځ روا دى اوكه نه ؟
  28. په يو پوزكي سړى اوښځه دواړه مونځ كولاى شي
  29. په پيچکاري، قطره، اکسيجن..روژه ماتېږي؟
  30. په کوموشيانو هم روژه ماتېږي او هم کفاره لازمېږي؟
  31. په ګاډي کې مړې اوړل څنګه دي ؟
  32. پوښتنه دسختې يخنۍ اوتبې په سبب سره تيمم روا دى اوكه نه ؟
  33. پوښتنه : آيا په کورتۍ او پتلون اغوستلو کې له کفارو سره مشابهت راځي اوکه نه ؟
  34. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  35. پوښتنه: یو عالم چی څومره علم وکړی ورته شیخ الحدیث، او شیخ القرآن ویلی شو؟
  36. پوښته : د دواړو سجدو په منځ كې دادعاء لوستل روا دي اوكه نه ( اللهم اغفرلي وارحمني الخ ) ؟
  37. پوښته : په لمانځه کې قراءت څومره اندازه فرض دى ؟
  38. پوښته :كه څوك دلمانځه په قعده كې كله يوه اوكله بله دعاء و وايې داحنافو په نزد خوبه كوم ممانعت نه وي ؟
  39. پوښته: دانګريزانو وړينې جامې ليلاميږي په هغې كښې شبه دناپاكۍ شته ، اياهغې سره مونځ جائز دى اوكه نه ؟
  40. پوښته: داودس وچولو وخت كښې سلام كول يا د سلام ځواب وركول جائز دي اوكه نه ؟
  41. پيوند كاري اعضاء دليل مانعين دلائل قائلين: ند كاري اعضاء
  42. ځنی خاصې شپی لکه پنځلســـم دی برات اولســــم دمحرم اوداسی نوری
  43. ځوانه: په روژه كې خو دا لس كارونه وكړه
  44. ځيني خلك له ركوع نه رورسته نيغ نه ودريږي اوسيده سجدې ته ځې په داسې كولو مونځ كيږي اوكه نه ؟
  45. څوک چه په دويم رکعت كې شريک شي نوثناء{ سبحانک اللهم } به وائي اوکه نه ؟
  46. څوک چې ديوال لاندې ګيريدلو سره مړشې هغه له به غسل ورکولې شې
  47. چا ته د مينې ،عقيدې او اخلاص له مخې د هغه عزت او اکرام لپاره قيام پاڅېدل او درېدل څه حکم دې تفصیلی وضاحت واکړې
  48. چنده غير مسلما ن در مسجد
  49. چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
  50. چه په سجده كښې دواړوه خپې اوچتې كړي نو څه حكم لري؟
  51. چه پيزاريې په پښووي نواذان كول څنګه دي؟
  52. چه اذان ياتكبيرغلط وويل شي نوراګرځول يې لازم دي اوكه نه؟
  53. چه دهندوانوپه ډول ساړى وتړي نو مونځ په كښې كيږي اوكه نه ؟
  54. چه مسبوق په هيره سره سلام وګرځوي بيادچاوريادولوسره پاڅيږي او پوره كړى مونځ ؟
  55. چک چکې وهل او د معلم د استقبال د پاره د زده کونکو پورته کيدل
  56. چکک او تیلو اچول روژی ته تاوان رسوی او که نه؟
  57. چی خپله خوریالورپه ډیـرو زیاتوروپو ورکوی او دهغی مهرپه خپل جیب کې اچـوی
  58. چی دنوی واده والا کسان چی مسافری یی تر۳میاشتو اضافه شی دوهمی ځل نکاح پری اوړی ایا دا واقعیت لری که نه ؟
  59. چې اوبو سره استنجاء كولو وخت كښې څاڅكي راځي نوڅه وكړي ؟
  60. چې مريض ته پليتي ورسيږي اواوبه ورته نقصان رسوي نوپاكوالى څنګه كېږي ؟
  61. ډيرخلك له سجدې نه څلور ګوتې پورته شي دويمه سجده كوي دهغوي مونځ كيږي اوكه نه ؟
  62. ډیری ښځی دی اولیــأووشهـــیدانــوقبــرونوته ورځې اوهــلته ورته زانـګو اچوی
  63. ښځه بيلتون غواړي نوڅه حکم وکول شي ؟
  64. ښځه د مخ او لاسونو نه اضافي ويښتان لرې کولای شي ؟
  65. ښځو ته د دا سې بوټونو پښوکول چې دتګ په مهال اواز کوي
  66. ښځورواج ده چــــی پــه مخ خالونه وهی په شریعت کی ددی عــمل حکم څه ده ؟
  67. ښځينه معلمې ته کتل او ور سره خبرې کول ګناه ده ؟
  68. ښځې ته يي وويل که مې ستا په ژوند کې واده وکړ نوداسې که خاوند دې طلا ق ورکړي او واده يي وکړ ؤ نو څه حکم به وي ؟
  69. ښځې د پاره اوږد نوکونه پريښودل روا دي او که نه ؟
  70. کفاره هله وجبیږی چه انسان بلکل معذوره وې
  71. که د لمانځه په مهال موبائل زنګ {رینګ} ر اشی نو څه کول پکار دې ؟
  72. که د دين د پاره خطر وي په غير مسلم هيواد کې استوګنه کول ښه نه دي
  73. که دمسجدپه کړکینو کې دلمونځ کونکي عکس ښکاري نولمونځ یې صحیح دی؟
  74. که دواړه پښې د سجدې په وخت کې پورته شي لمونځ فاسديږي ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User