اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
دهډوال ویب ټولو کارکونکوته سلام وایم
ږه یوه فوشتنه لرم ایا وابیان حقیقی مسلمانان جی او کنه
نیاز محمد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د وهابي فرقه د شيخ محمد بن عبدالوهاب نجدي له خوا منځ ته راغلې شيخ عبدالوهاب خپله حنبلي مذهبه ؤ .
د وهابيت په اړه مذاهبو امامان کوم خاص نظر نه لري ځکه د مذاهب د امامان نه تقريباُ 1000 کاله وروسته وهابيت را منځته شوی دی .
د
وهابيت په اړه د اهل سنت والجماعت (حنفي ،شافعي ،مالکي او حنبلي ) علماء
مختلف نظريات لري ځنی علماء د شيخ عبدالوهاب حرکت ستايې او وايې چې هغه د
بدعت او شرک پر وړاندې ښه مبارز وو خو ځنې بيا وايې چې هغه يو سخت طبيعته
سړی وو په اړه يې ډول ډول خبرې شته اصلی حال به یې الله ته معلوم وي (فتاوي
اهل سنت والجماعت – کفايت المفتي ) .
لنډ
دا چې وهابيان د اهل سنت و الجماعت څخه دي او د رسول الله صلی الله عليه
وسلم متابعت کوونکي دي .خو ځنې داسې کسان هم پکې شته چې هغه امامانو او
مذاهبو ته بد رد وايي ګر چې ظاهراً ځانونه ښه په حقه بولي خو په اصل کې په
اسلامې امت کې د نفاق اور ته لمن وهي او تابعي (ابوحنيفه ) او تابعينو د
دور امام شافعي ، ابن مالک او امام احمد په حق کې ګوستاخي کوي چې هغوی
مبارکان د اسلام په رسولو کې بې حده ډير زحمتونه استلي دي .
د خلاصون لپاره دوې لاري دي اول تقليد دوهم د پوره علم او تقوی په چوکات کې تحقيق .
څوک دا نشي ويلای چې خدای مه کړه مذاهب او اجتهاد په نا حقه دي .
رسول الله صلی الله صلی الله عليه وسلم اجتهاد کړي او صحابوو کرامو هم اجتهاد کړي او اجتهاد حق دي .
د څلورو واړو مذاهبو فقه د قرآن او سنتو په چوکات کې ترتيب شوی ده د څلور واړو مذاهبو امامان د علم ،پوهې او تقوی نموني وي .
زمونږ
د مذهب امام (ابوحنيفه رح ) به چې کومه مسئله را ايستله لومړی به یې په
قرآن کې کتله که به هلته نه وه په سنتو کې به یې کتله که به هلته نه وه د
صحابوو اقوال به يې کتل او کوم چې به ډير قوي ؤ هغه به یې اتخابول او که به
د صحابوو په اقوالو کې هم پيدا نه شوه نو بيا به یې خپله اجتهاد کولو خو
تر هغه به يې نوموړې مسئله کتاب ته نه رسوله تر څو به یې چې له علماؤ سره
مشوره نه وه کړي د مشورې وروسته به یې هغه کتاب ته رسوله ، او د امام صاحب
ورستی وصيت دا وو چې که داسې کومه مسئله مو وليده چې له قرآن او سنتو سره
په ټکر کې وه پر ځمکه يې ووهی .
خو که څوک ددی توان ولري چې مستقيماً له قرآن او سنتو څخه مسائل را وباسي لکه اهل حديث کوم مشکل پکې نشته .
خو
اصلي خبره داده چې نن سبا وهابي هر هغه چا ته ويل کيږي چې د شرک او بدعت
پر وړاندې مبارزه وکړي نن سبا ددی کلمې کارول عام شوی دي تنها د عبد الوهاب
په ډلي پورې هم تعلق نه لري .
دا د اسلام دوښمنو دسيسې دي چې غواړي اسلامې امت ټوټې کړي .
نن
ورځ که کوم امام خپلو مقتديانو ته نصيحت وکړي چې نوروز مه لمانځئ ، د مزار
د سخي په نوم جهنډي پورته کولو کې کډون مه کوي دا د زرشتيانو او د فارس د
اور پرستو سره مشابهت دی دا بدعت دی ، نو کوم کسان چې په اصلي حقيقت نه
پوهيږي هغوی دغه امام ته وهابي وايې .
د ايران ځنې شعيه اهل سنت و الجماعت ته وهابيان وايې .
پخوانيو کمونستانو به مجاهدينو ته وهابيان ، اخوانيان او اشرار ويل .
کفايت
المفتي ليکي د احنافو ستر عالم مفتی اعظم کفايت الله دهلوي چې د دهلي د
چراغ په نوم مشهور ؤ د هغه وخت بدعتيانو به کفايت الله وهابي بللو .
کفايت المفتي زياتوي ځنې بدعت واله د ديوبند مدرسې علماء کرامو ته هم وهابيان وايې .
نن
سبا څوک چې د کفر مخې ته دريږی هغه به القاعده وي ، څوک چې د شرک ،بدعت او
منکراتو پر وړاندې مبارزه کوي هغه به وهابي وي ، څوک چې په اسلام باندې
پوره پوره عمل کوي هغه توندلاری وي او څوک چې ضعيف ايمان وي هغه به منځ
لاری وي .
بس دا ټول د اسلام دوښمنو عناوين دی چې غواړي مسلمانان يو له بله جدا کړي .
زما خپل نظر دا دې چه په دې وقت کی امت مسلمه ته د اتحاد
ضرورت دې
فروعی اختلافاتو نه سه نه جوړ یږی
او مانه اکثر کتونکی د هډاوال وېب دا تپوس کوې چه ته کوم مسلک سره
تعلق لرې
نو مختصرا د دې جوب به دا وکړم چه وسعت په فکر او نظر کی
او دې خبرې ته مو پام راګر ځوم
چه ملګرې کوم مسا ئلو تپوس کوی
نوزه په جواب کی اولا قران او سنت او بیا فقه حنفی ته رجوع کوم
او دلیل زرور ذکر کوم
ا
و دا دعاء کوم چه اللهم أرنا الحق حقاً وارزقنا إتباعه وأرنا الباطل باطلاً وارزقنا اجتنابه {1}
ضرورت دې
فروعی اختلافاتو نه سه نه جوړ یږی
او مانه اکثر کتونکی د هډاوال وېب دا تپوس کوې چه ته کوم مسلک سره
تعلق لرې
نو مختصرا د دې جوب به دا وکړم چه وسعت په فکر او نظر کی
او دې خبرې ته مو پام راګر ځوم
چه ملګرې کوم مسا ئلو تپوس کوی
نوزه په جواب کی اولا قران او سنت او بیا فقه حنفی ته رجوع کوم
او دلیل زرور ذکر کوم
ا
و دا دعاء کوم چه اللهم أرنا الحق حقاً وارزقنا إتباعه وأرنا الباطل باطلاً وارزقنا اجتنابه {1}
الله تعالی دې زمونږ په حال ورحميږي (آمين ) .
____________________________
نور تفصیل دلته وه ګورې{1} هذا دعاء مأثور عن عمر -رضي الله عنه-، ذكره البهوتي في كتابه شرح منتهى الإرادات
(3/497)، وعزاه إلى عمر رضي الله عنه، و ذكره ابن كثير في تفسيره عند قوله تعالى: "كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللَّهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ وَأَنْزَلَ مَعَهُمُ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ فِيمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ وَمَا اخْتَلَفَ فِيهِ إِلَّا الَّذِينَ أُوتُوهُ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ بَغْياً بَيْنَهُمْ فَهَدَى اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا لِمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ مِنَ الْحَقِّ بِإِذْنِهِ وَاللَّهُ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ" [البقرة:213]، قال:
-
- په طلوع تلویزیون کی یوه خپرونه ده چی 20 نفره به کی اشتراک کوی
- په عدت کې له يوه څخه وروسته حامله شوه نوعدت څنګه تيرکړي ؟
- په غصه کې يي ښځې ته وويل چې ته زما مور يي کله چې ورنه پوښتنه وشوه ويي ويل چې دهيڅ شي نيت مې هم نه وو ؟
- په غير اسلامې هيوادونو کې د مسلمان د پاره کار کول
- په غير مسلم ملک کې قبولي يا تابعيت اخيستل
- په فاتحه خوانۍ کې د سورة لوستل جايز دي؟
- په قبرونوپردی اوپوښونواچول څه حـــکم لری حالنـــــکه په ډیـــــرو پوښوډیرقـــرانی ســـورتونه لیکلی وی
- په قراءت اوتكبيركې داوچت او ورو اواز اندازه
- په قرض سره په ګران قيمت خرڅول
- په قسط باندې خرچول او اخيستل د اسلام له مخې څه حکم لري؟
- په كوركې دجماعت په كولوسره دجومات ثواب حاصليږي اوكه نه؟
- په كوركې دننه اذان اوجمعه كول :
- په كوټ اوپتلون كښې مونځ كيږي اوكه نه؟
- په كټ باندې مونځ كول صحيح دي
- په لاندى حالاتو كې دامانت تاوان وركول لازميږي
- په لباس کښي دزیب او زینت ترڅنګ دپردې خیال ساتل لازمي دی
- په لمانځه کې د سُتري ضرورت ، فوائد او احکام
- په لمانځه کې کوم ځای ته وکتل شي او د څه شي تصور کول پکار دی ؟
- په مذي باندې په ككړو جاموكې مونځ كول صحيح دى اوكه نه ؟
- په مسجد کې سوال غوښتل
- په مړی پسې دخیراتونوشرعې حیثیت
- په نابالغتوب کې يي له يوه نامردسره نکاح وشوه اوس څه وکړي ؟
- په نابالغتيا كې پلار چې د جينئ كومه نكاح وكړه هغه صحيح ده دويمه نكاح د بلوغ نه پس نه شى كولى
- په نني عصر کې دمسواک په ځای ټوتهـ پیسټ اوبرش ډیرزیات استعمالیږي په دې باندې اجر اوثواب میلاوېږې او که نه ؟
- په وترو کې چې کله دعاء قنوت وايي نو بسم الله ووايي اوکه نه ،اود جنازي په لمانځه
- په وخت د نكاح د ورور جوړولو رواج غلط دى
- په وړينو كاليوباندې ګنده ګې ا وچه شي اوپه خپله ورژيږي بغير له پاكولو نه مونځ روا دى اوكه نه ؟
- په يو پوزكي سړى اوښځه دواړه مونځ كولاى شي
- په پيچکاري، قطره، اکسيجن..روژه ماتېږي؟
- په کوموشيانو هم روژه ماتېږي او هم کفاره لازمېږي؟
- په ګاډي کې مړې اوړل څنګه دي ؟
- پوښتنه دسختې يخنۍ اوتبې په سبب سره تيمم روا دى اوكه نه ؟
- پوښتنه : آيا په کورتۍ او پتلون اغوستلو کې له کفارو سره مشابهت راځي اوکه نه ؟
- پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
- پوښتنه: یو عالم چی څومره علم وکړی ورته شیخ الحدیث، او شیخ القرآن ویلی شو؟
- پوښته : د دواړو سجدو په منځ كې دادعاء لوستل روا دي اوكه نه ( اللهم اغفرلي وارحمني الخ ) ؟
- پوښته : په لمانځه کې قراءت څومره اندازه فرض دى ؟
- پوښته :كه څوك دلمانځه په قعده كې كله يوه اوكله بله دعاء و وايې داحنافو په نزد خوبه كوم ممانعت نه وي ؟
- پوښته: دانګريزانو وړينې جامې ليلاميږي په هغې كښې شبه دناپاكۍ شته ، اياهغې سره مونځ جائز دى اوكه نه ؟
- پوښته: داودس وچولو وخت كښې سلام كول يا د سلام ځواب وركول جائز دي اوكه نه ؟
- پيوند كاري اعضاء دليل مانعين دلائل قائلين: ند كاري اعضاء
- ځنی خاصې شپی لکه پنځلســـم دی برات اولســــم دمحرم اوداسی نوری
- ځوانه: په روژه كې خو دا لس كارونه وكړه
- ځيني خلك له ركوع نه رورسته نيغ نه ودريږي اوسيده سجدې ته ځې په داسې كولو مونځ كيږي اوكه نه ؟
- څوک چه په دويم رکعت كې شريک شي نوثناء{ سبحانک اللهم } به وائي اوکه نه ؟
- څوک چې ديوال لاندې ګيريدلو سره مړشې هغه له به غسل ورکولې شې
- چا ته د مينې ،عقيدې او اخلاص له مخې د هغه عزت او اکرام لپاره قيام پاڅېدل او درېدل څه حکم دې تفصیلی وضاحت واکړې
- چنده غير مسلما ن در مسجد
- چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
- چه په سجده كښې دواړوه خپې اوچتې كړي نو څه حكم لري؟
- چه پيزاريې په پښووي نواذان كول څنګه دي؟
- چه اذان ياتكبيرغلط وويل شي نوراګرځول يې لازم دي اوكه نه؟
- چه دهندوانوپه ډول ساړى وتړي نو مونځ په كښې كيږي اوكه نه ؟
- چه مسبوق په هيره سره سلام وګرځوي بيادچاوريادولوسره پاڅيږي او پوره كړى مونځ ؟
- چک چکې وهل او د معلم د استقبال د پاره د زده کونکو پورته کيدل
- چکک او تیلو اچول روژی ته تاوان رسوی او که نه؟
- چی خپله خوریالورپه ډیـرو زیاتوروپو ورکوی او دهغی مهرپه خپل جیب کې اچـوی
- چی دنوی واده والا کسان چی مسافری یی تر۳میاشتو اضافه شی دوهمی ځل نکاح پری اوړی ایا دا واقعیت لری که نه ؟
- چې اوبو سره استنجاء كولو وخت كښې څاڅكي راځي نوڅه وكړي ؟
- چې مريض ته پليتي ورسيږي اواوبه ورته نقصان رسوي نوپاكوالى څنګه كېږي ؟
- ډيرخلك له سجدې نه څلور ګوتې پورته شي دويمه سجده كوي دهغوي مونځ كيږي اوكه نه ؟
- ډیری ښځی دی اولیــأووشهـــیدانــوقبــرونوته ورځې اوهــلته ورته زانـګو اچوی
- ښځه بيلتون غواړي نوڅه حکم وکول شي ؟
- ښځه د مخ او لاسونو نه اضافي ويښتان لرې کولای شي ؟
- ښځو ته د دا سې بوټونو پښوکول چې دتګ په مهال اواز کوي
- ښځورواج ده چــــی پــه مخ خالونه وهی په شریعت کی ددی عــمل حکم څه ده ؟
- ښځينه معلمې ته کتل او ور سره خبرې کول ګناه ده ؟
- ښځې ته يي وويل که مې ستا په ژوند کې واده وکړ نوداسې که خاوند دې طلا ق ورکړي او واده يي وکړ ؤ نو څه حکم به وي ؟
- ښځې د پاره اوږد نوکونه پريښودل روا دي او که نه ؟
- کفاره هله وجبیږی چه انسان بلکل معذوره وې
- که د لمانځه په مهال موبائل زنګ {رینګ} ر اشی نو څه کول پکار دې ؟
- که د دين د پاره خطر وي په غير مسلم هيواد کې استوګنه کول ښه نه دي
- که دمسجدپه کړکینو کې دلمونځ کونکي عکس ښکاري نولمونځ یې صحیح دی؟
- که دواړه پښې د سجدې په وخت کې پورته شي لمونځ فاسديږي ؟
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.