Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, January 25, 2013

د سګرټو د زيان په اړه د شاکر او ياسمين د ژوند کيسه






د سګرټو د زيان په اړه د شاکر او ياسمين د ژوند کيسه

دا کيسه د شاکر او ياسمين په اړه ده ، شاکر او ياسمين د ژوند خواږه ملګري  او د خوست ولايت اوسيدونکي وو،  خو څرنګه چې د دوي دنده په ښار کې وه نو دوي د ښار په حکومتى بلاکونو کې اوسيدل.
شاکر دوه ځامن  او يوه لور درلوده، د ځامنو نومونه يې الماس او الطاف وو او د لور نوم يې وږمه وه، شاکر او ياسمين په خپلو کې ډېر سوکاله ژوند درلود او د يو داسې سوکاله ژوند خاوندان  وو، چې خلکو  به د دوي دغه ښکلې ژوند په خپلو مثالونو کې يادوه.
شاکر د ښار په يو حکومتي اداره کې دنده درلوده او ميرمنه يې په يو ابتدايه ښوونځى کې ښوونکې وه، دوى چې به کله سهار کې خپلو دندو ته تلل نو خپل کوچنيان به يې وړکتون ته واستول او چې کله به دوى د کور په طرف د خپلو دندو څخه  را غلل  کوچنيان به يې هم له وړکتون څخه راتلل.
د ژوند شپې او ورځې تيريدې چې د دوى اولادونه د شپږو او د اتو کلونو شول، دوى  خپل کوچنيان په ښوونځي کې شامل کړل، سهار به يې بچيان د دوي سره ګډ ښوونځي ته تلل، دوي د خپل بچو په اړه ډېره هڅه کوله ترڅو ښه تعليم ترلاسه کړي.
د هغوى ژوند په خوښۍ تېرېده، ډېر ښه کور يې درلود او په دغه کور کې يې  ډېر په لوړه سويه  د کور سامانونه درلودل.
د بله پلوه شاکر ښه تنخوا درلوده، د ډېرو پيسو خاوند و او د ژوند ټولي اسانتياوي يې ځان لپاره اماده کړي وې.
دوى په خپل ژوند کې يو له بل څخه هيڅ ستونزه نه درلوده، مګر يوه ستونزه چې د شاکراو ياسمين ترمنځ موجوده وه هغه د شاکرد سګرټو استعمال و، شاکر به  ډېر زيات سګرټ څکول او د هغې ميرمنې ياسمين به هغه ته هر وخت ويل، چې شاکرجانه دومره سګرټ مه څکوه، د سګرټو څخه لاس واخله،  د سګرټو استعمال د انسان د ځاني او مالي زيانونو لامل ګرځي دا ځکه چې سګرټ د نيشه يي توکيو له ګروپ څخه شميرل کيږي او د سګرټو پايله د نور غټو نيشو پيل وي .
هر کله چې څوک په غټو نيشو) چرس، هيروين، کوکائين( لاس پورې  کوي نو اول د سګرټو څخه شروع کوي او بيا په قلار قلار په نورو نيشو هم لاس پورې کړي، نو د ستا د زياتو سګرټو په اړه زه ويريږم خداى مکړه داسې نه چې ته پرنورو نيشه يي توکيو شروع ونکړي او يا ستادغه سګرټ څکونه موږ ته کوم د مالي .زيان لامل ونه ګرځي.
 تيره ورځ ما په ښوونځي کې يوه جريده مطالعه کوله چې له يو سګرټ څخه يو مکمل ښار اور واخسيت او خلکو ته ترې ډېر زيات ځاني او مالي زيان ورسيد او ته چې کله کور ته راشي اول سګرټ څکوي او پاتي شوي سګرټ په سګرټ دانۍ کې نه اچوې بلکه د کوټى څخه يې بهر ګذار کړي چې کله کله د کړکۍ څخه ګذارنه شي او زه بيا پاڅيږم او په سګرټ دانۍ کې يې واچوم، خو تر کومي به زه ستا په خوا کې ناسته يم او ستا پاتي شوي سګرټ به په سګرت دانۍ کې اچوم بايد چې ته په دې اړه له ځانه سره بشپړ سوچ او فکر وکړي او د سګرټو د ځاني او مالي زيانونو څخه ځان خبر کړې.
شاکر ورته وويل چې ګرانې ياسمينې ته بيغمه اوسه زه په هرڅه پوهيږم، زه هڅه کوم چې له سګرټو څخه لاس واخلم، مګر په يوځل باندې زه نه شم کولاى چې سګرټ پريږدم په قلاره قلاره به يې پريږدم.
ياسمين ورته وويل ښه ده شاکرجانه ته له ماڅخه د ژوند پر چارو ښه پوهيږي.
د شاکر او د ياسمين خبرو لا دومره ورځي نه وي شوې چې يوه شپه شاکر له خوبه ويښ شو، درې بجې وې، شاکر پر دغه  ورځ په خپل دفتر کې له يو چا سره شور هم کړى  و، سر يې درد کاوه ډېر زيات خواشينى و.
 د شاکر په ويښيدو ياسمين هم له خوبه بيداره شوه او شاکر ته  يې وويل: ګرانه شاکره خيرت خو به وي؟ څه خبره ده چې له خوبه ويښ شوې؟
شاکر ورته وويل: هو خيرت دى، هيڅ خبره نشته، هڅي سر مې درد کاوه پاڅيدم چې يو سګرټ بل کړم، ياسمين ورته  وويل، سګرټ مه بلوه زه پاڅيږم او تاته به د سر درد لپاره درمل راوړم، سګرټ د يو چا د سردرد نه شي ښه کولاى، شاکر وويل: ياسمين جانې درملو ته ضرورت نشته سر مې دومره درد نه کوي چې ګولۍ واچوم، بس يو سګرټ کفايت کوي، ته بيغمه ويده شه، هيڅ خبره نشته.
ياسمين له ځانه سره غلي شوه او بيرته ويده شوه، شاکرسګرټ بل کړ او په ډېر خوند سره يې وڅکاوه او پاتې سګرټ يې د کړکۍ په طرف ګذار کړ، شاکر دا فکر کاوه چې کړکۍ خلاصه ده، هغه ځکه چې کړکۍ د ماښام له خوا خلاصه وه او د ماښام څخه وروسته ډير سخته سيلۍ او باران راغلي و او ياسمين هغه کړکۍ بنده کړې وه 
سهار چې کله هغوي له خوبه بيدار شول نو ياسمين د سهار چاى په تيارولو شروع وکړه  ، الطاف او الماس يې له خوبه ويښ کړل ترڅو ښوونځي ته ولاړ شي، مګر د الطاف جرابه ورکه وه، هغه له مور څخه وپوښتل چې مورجاني زما جرابي چيرته دي؟ هغه ورته وويل ستا جرابې زموږ په کوټه کې دي، لطاف د خپلو جرابو په خاطر د خپلې مور کوټې ته ولاړه چې خپلې جرابې پيدا کړي، مګرالطاف هلته   د يو شي د سوځيدو بوى محسوس کړ، هغه ژر خپلې مور ته غږ کړه چې مورجاني ستاسو په کوټه کې د سوځيدو بوى دي، مور يې راغله مګر هغې دا بوى په بشپړ ډول معلوم نکړ او شاکر ته يې غږ کړ، چې شاکرجانه زموږ په کوټه کې بوى د څه شي د؟
شاکر خپلې کوټې ته راغى چى بوى معلوم کړي مګر څرنګه چې شاکر له پخوا څخه د سګرټو پوښ عملي و نوهغه ونه کړاى شو چى دا بوى معلوم کړي، هغه ياسمين ته وويل چې ميرمني دلته خو هيڅ بوى نشته، راځئ ناوخته دى چې چاى وڅکو او خپلو دندو ته ولاړ شو.
د سهار چاى  وڅښل شو، هغوى د کور دروازه بنده کړه او خپلو دندو ته ولاړل.
د سهار لس بجې وي چې د شاکر د کور د کړکۍ څخه  لوګي شروع شول، دغې لوګي ته د هيچا پام نه  و مګر يو کوچني هلک هلال الدين چې د شاکر همسايه و هغه دغه لوګي ته پام شو او د دغه حکومتي بلاکونو يو څوکيدار على حيدر کاکا ته يې غږ کړ چې هله کاکا د الطاف د کور د کړکۍ څخه لوګي خيژي، على حيدر کاکا د شاکر د کور په طرف  منډه کړه مګر د شاکر کور بند و او له ځانه سره يې وويل چى اوس څه وکړم، هغه ژر له خپل جيب څخه موبايل را وويست چې شاکر ته زنګ ووهي مګر د شاکرشميره بنده  وه، هغه ډير خواشينى شو، د شاکر د کور ترڅنګ يوه امنيتي حوزه  وه ، هغه امنيتي حوزه له دغې پيښي څخه خبره کړه، د امنيتي حوزي کارکوونکو د ښار اطفايې ته خبر ورکړ. على حيدر کاکا بيرته د شاکردکور په طرف راغى او ګوري چې هغه لوګي په اور بدل شوي دي او ورسره ورسره د نور ګاونډيانوکورنو هم اور اخيستي.
هر سړى له کوره تښتي او د بلاکونو ترڅنګ شور ماشور جوړ دى، د دغه اور په ليدو سره على حيدر کاکا ډير زيات وارخطاء شو اوله ځانه سره يې وويل چې څنګه شاکر له دغه حاله خبر کړم هغه بيا په موبايل هڅه وکړه خود نيکه مرغه دغه ځل د شاکر موبايل خلاص و او وويل يې چې څوک خبري کوي؟ هغه ورته وويل زه على حيدر يم ستاسو د بلاکونو څوکيدار هله بيړه وکړه چې ستاسو کور اور اخيستي دي او ورسره ورسره د ګاونډيانو په کورو کې هم اور بل دى، شاکر د دغو خبرو په اوريدو سره ډيرزيات خواشينى او وارخطاء شو او على حيدر کاکا ته يې وويل چې دا دي درغلم.
شاکر په بيړه بيړه د دفتر څخه د کور په طرف روان شو يو څه وخت تير نه و چې شاکر کور ته ځان ورساوه او ګوري چې د کور ترڅڼګ يې ډلي ډلي خلک ولاړ دي او د اور ننداره کوي، شاکر د دغه حالت په ليدو سره ډير زيات وارخطاء شو او نږدي و چې پرځمکه پريوځي مګر د شاکر پر دغه حالت د هغه يوهمسايه عبدالقيوم پوه شو او منډه يې کړه او هغه يې په غيږ کې کلک ونيوه او شاکر ته يې وويل شاکرجانه حوصله پرځاى کړه دا هرڅه د الله تعالى له لوري دي شکر په دې کاږه چې په دغه اور کې دې بچيان نه وو، د شاکر د عبدالقيوم په خبرو قناعت حاصل شو او الله تعالى شکر يې اداء کړ، لږ وخت تير نه و چې له ښاره اطفايي راورسيدې او د اور په وژلو يې شروع وکړه.
اور مړ شو، مګر دغه اور شاکر او د هغي ګاونډيانو ته  ډير زيات زيان اړولى و، شاکر په دغه  اور کې له خپل کور څخه خلاص شو، د شاکر ګاونډيان ډير ښه خلک وو هغوي چې د شاکرد کورحالت وليد نو د خپلو زيانونو په اړه يې شاکر ته هيڅ هم ونه ويل او شاکر ته يې ډاډ ورکاوه چې خواشينى کيږه مه.
ياسيمين هم د خپل کور د سوځيدو څخه په ښوونځي کې خبره شوه، هغه هم له ځانه سره ډيره وارخطاء شوه او په بيړه بيړه يې تر کوره ځان ورساوه او ويي ليدل چې کور يې ټول سوځيدلى دى، هغه په ژړا شاکر ته وويل چې شاکره تاته به ما هر وخت ويل چې سګرټ مه څکوه سګرټ ډير ځاني او مالي زيانونه اړوي،  وګوره چې ستا يو دانه سګرټ  موږ ته څومره زيان ورساوه؟؟  موږ له کوره خلاص شوو، د غاړي د جامو څخه بغير زموږ ټول سامان  وسوځيد، شاکر يو سوړ اسويلى وکړ او له ځانه سره يې وويل چې رښتيا هم دا هر څه زما د سګرټو په وجه وشول، که  ما د سګرټو څخه لاس اخيستي وى نو دا دومره زيان به موږ ته نه رسيده.
د دې څخه وروسته شاکراو ياسمين دخپلو کوچنيانو سره  خپلو همسايه ګانو کره ديره شول او شاکر له ځانه سره کلکه وعده وکړه چې خپله به هم سګرټ نه څکوي او نور به هم له سګرټو څخه منع کوي 



.


ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
  1. پوښتنه: د نانزکو کارول د ماشومانو جينکو لپاره څنګه دي؟
  2. پوښتنه: ځينې مېرمنې له لمانځه وروسته د جاينماز څنډه راغونډ وي
  3. پوښتنه: که د يوې ښځي خاوند ورک شي، مړاو ژوندي مالوم نه وي؛ نو
  4. پوښتنه: که يوه ښځه په عدت کې وي؛ نو کوم شيان پرې بند او کوم ورته ازاد دي ؟
  5. پوښتنه:د مېرمنو{ ښځو } له پاره پنجابي لباس کول څه حکم لري؟
  6. پوښته : د دواړو سجدو په منځ كې دادعاء لوستل روا دي اوكه نه ( اللهم اغفرلي وارحمني الخ ) ؟
  7. پوښته: دانګريزانو وړينې جامې ليلاميږي په هغې كښې شبه دناپاكۍ شته ، اياهغې سره مونځ جائز دى اوكه نه ؟
  8. پوښته: داودس وچولو وخت كښې سلام كول يا د سلام ځواب وركول جائز دي اوكه نه ؟
  9. پيوند كاري اعضاء دليل مانعين دلائل قائلين: ند كاري اعضاء
  10. ځيني خلك له ركوع نه رورسته نيغ نه ودريږي اوسيده سجدې ته ځې په داسې كولو مونځ كيږي اوكه نه ؟
  11. څلورو ښځو سره د نکاح کولو اجازه ورکړل شوې ده او ښځو بيا له يو خاوند څخه زيات خاوندان نشي کولاي؟
  12. چا ته د مينې ،عقيدې او اخلاص له مخې د هغه عزت او اکرام لپاره قيام پاڅېدل او درېدل څه حکم دې تفصیلی وضاحت واکړې
  13. چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
  14. چه په سجده كښې دواړوه خپې اوچتې كړي نو څه حكم لري؟
  15. چک چکې وهل او د معلم د استقبال د پاره د زده کونکو پورته کيدل
  16. چی دنوی واده والا کسان چی مسافری یی تر۳میاشتو اضافه شی دوهمی ځل نکاح پری اوړی ایا دا واقعیت لری که نه ؟
  17. چې اوبو سره استنجاء كولو وخت كښې څاڅكي راځي نوڅه وكړي ؟
  18. چې د کومې ښځې سره چا زنا کړې وي نو د هغې لور ورباندې حرامه ده ، نکاح یې ماتیږي ؟
  19. ډيرخلك له سجدې نه څلور ګوتې پورته شي دويمه سجده كوي دهغوي مونځ كيږي اوكه نه ؟
  20. ډیری ښځی دی اولیــأووشهـــیدانــوقبــرونوته ورځې اوهــلته ورته زانـګو اچوی
  21. ښځه د مجلس دفيشن او ماډرن لپاره نه ده
  22. ښځه د مخ او لاسونو نه اضافي ويښتان لرې کولای شي ؟
  23. ښځه چې په كور كې په خپله نرمه بسترناسته وي الله رب العزت د جهاد ثواب وركوي
  24. ښځو ته د دا سې بوټونو پښوکول چې دتګ په مهال اواز کوي
  25. ښځورواج ده چــــی پــه مخ خالونه وهی په شریعت کی ددی عــمل حکم څه ده ؟
  26. ښځينه معلمې ته کتل او ور سره خبرې کول ګناه ده ؟
  27. که د لمانځه په مهال موبائل زنګ {رینګ} ر اشی نو څه کول پکار دې ؟
  28. که حاملې ښځې ته د روژې نيولو په وجه د هغې ځان يا بچي د پاره نقصان او خطر وي نو هغه ته د روژې پريښودل جايز دي
  29. که د دين د پاره خطر وي په غير مسلم هيواد کې استوګنه کول ښه نه دي
  30. که د نفاس په موده کې وينه نا منظمه يا تر څلويښتو ورځو زياته شي ؟
  31. که دمسجدپه کړکینو کې دلمونځ کونکي عکس ښکاري نولمونځ یې صحیح دی؟
  32. که دواړه پښې د سجدې په وخت کې پورته شي لمونځ فاسديږي ؟
  33. که زه په روژه کی دورځی دخپلی ښځی سره مستی وکړم مذی می ووځی روژه پری ماتیږی اوکه نه؟
  34. که مو مېرمن په حيض کې هم وي جماع کولی شئ، خو…
  35. که مو نوی واده کړي وي يو ځل يې ولولی
  36. که څوک د نوکرۍ په حالت چې حج ورباندې فرض نه وي حج وکړي ايا د اسطاعت نه پس په هغه دوباره حج فرض دی ؟
  37. که یوتن په لمانځه کې دوه دري ځلي ساعت ته وګوري ؟
  38. ګرانه : هرې خواته تلاش کوه د خير او نيکۍ لارې ډيرې دي
  39. ګرانه لوستونکیه : آيا د توبې اراده لرې؟ آیا لدې فرصت څخه ګټه نه اخلې؟
  40. ګرانې خورې دغه درد مې واوره (۲)
  41. یوه د راز خبره درته کوم خو چا ته به نه وایي
.

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User