Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, December 22, 2012

داسټرلیاڅخه احمداسلام(Ahmed Islam) په نامه یومسلمان یوه موضوع داسی راته بیان کړه :





محترموکارکوونکوته د زړه له کومی سلامونه اواحترامات وړاندی کوم هیله ده چی روغ اوجوړاود صحت په جاموباندی پټ یی .دهر څه نه وروسته زما پوښنته دا ده چی

سوال : داسټرلیاڅخه احمداسلام(Ahmed Islam) په نامه یومسلمان یوه موضوع داسی راته بیان کړه :

درې میاشتې مخکی یومسلمان دیوي عیسایی انجلۍ سره واده وکړ، هیڅ عکس العمل نه ؤ، یوه میاشت مخکی یومسلمان چې انجینرؤیوه یهودی انجلۍ په نکاح کړه، هیڅ عکس العمل نه ؤداځکه چې دفرانسی دقانون له مخی که نراوښځه سره خوښ کړی توافق ئې راشی نوواده سره کولای شي اوهیڅوک نشي کولای چې څوک یې مجبور کړي چې سره بیل شي؛ له دې څخه وروسته یوعیسایي هلک غوښتل چې یوه مسلمانه انجلۍ په نکاح کړي، چې دواړه سره راضي وه، توافق ته رسیدلي وه، ددي تړون په خپرولوسره په اسټرلیاکې په مسلمانانوکې عکس العمل راپورته شو، اوهغې انجلۍ اوهلک ته ګواښونه وشول، اوکه دانکاح وشي نوکیدای شي چې ددواړودقتل سبب وګرځي، اوس نوزه موضوع نه اوږدوم غواړم چې خپله پوښتنه داسي وکړم :

۱: ایایومسلمان نارینه دکتابیه ښځې سره نکاح کولا شي؟
۲: ایایوه مسلمانه ښځه داهل کتابو(عیسایانواویهودو) سره نکاح کولای شي؟
که یواځې مسلمان نارینه دکتابیه سره نکاح کولای شي نو:
۳: ولې یومسلمان  عیسایي اویهودي ښځه په نکاح کولای شي، اوبرعکس یوه مسلمانه ښځه ولې دیوه عیسایي اویهودي سره نکاح نشي کولای؟؟؟


ځواب :

الحمدلله رب العالمین والصلوة والسلام علی سیدناوشفعناواله اواصحابه اجمعین
ډیرښکلی سوال مووکړ، اوددې سوال ځواب به زه په ډیرتفصیل سره درکړم، هرمسلمان پردې ایمان لری چې حضرت موسی علیه السلام یوستر پیغمبرؤ اوهغه دالله استازی و،هغه توریت چې پرهغه باندی نازل شوی ؤ هغه دالله کتاب ؤ، اوپرنبوت دحضرت موسی علیه السلام اوپرالهی کتاب دحضرت موسی علیه السلام (توریت) دهرمسلمان ایمان اوعقیده ده، نوځکه ویوه مسلمان ته یهودی ښځه رواده چې په نکاح یې کړي .
داچې دهرمسلمان پردې باندی ایمان اوعقیده دی چې سیدناحضرت عیسی علیه السلام دخدای جل جلاله پیغمبر، اومسیح ؤاوهغه انجیل چې پرعیسی علیه السلام  باندی نازل شوی ؤ هغه دالله کتاب ؤ، اوپرنبوت دحضرت عییسی علیه السلام زموږدټول امت مسمله دهرنراوښځه عقیده او ایمان دی، پرانجیل دحضرت عیسی علیه السلام دامت مسلمه دهرفردایمان اوعقیده ده، نوځکه یوه عیسایي انجلۍ ومسلمان ته رواده چې په نکاح یې کړي. بل لورته داچې نه عیسایان اونه هم یهودیان پرنبوت دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم ایمان لري، اونه هم پرهغه الهی کتاب قران کریم باندی ایمان لرې چې پرفخرالموجودات صلی الله علیه وسلم باندی نازل شوی دی، اوبرعکس دوئ (عیسایان اویهودان) وایې چی داکتاب حضرت محمدصلی الله علیه وسلم پخپله لیکلی دی (نعوذبالله من ذالک)، نوځکه دعیسایی اویهودی نارینه ته یوه مسلمانه ښځه نه ده رواچې په نکاح یی کړې .
فلایجوزالنکاح المسلمة الکتابیة(البدائع الصنائع کتاب النکاح ۲/ ۲۷۲)
ژباړه: دیوې مسلمانې ښځې نکاح داهل کتابوسره نه ده روا.
یوه مسلمانه ښځه دغیرمسلمان سره نکاح نشي کولای، هغه څوک چې دانکاح رواوبولې داکفردی، که چیری یوه مسلمانه ښځه دغیرمسلمان سره   نکاح کړي وي نوفوراً دې ورڅخه بیله شي اوددې ګناه نه توبه  وباسي، اودایمان اونکاح تجدید دې وکړي .
آپ کې مسایل اوراُن کاحل، ټوک:۵، پاڼه، ۶۷،
لیکوال: حضرت مولانامحمدیوسف لدهیانوی شهیدرحمة الله علیه.
دیوه مسلمان نرداهل کتابوسره نکاح رواده، که چیرې دااندیښنه وي چې ددې سړي اولادبه غیرمسلم شي نوپه دغه وخت کې دیوه مسلمان نکاح دکتابیه ښځې سره جایزنه ده، اوداکاربایدونشي.
آپ کې مسایل اوراُن کاحل، ټوک:۵، پاڼه، ۷۵،
لیکوال: حضرت مولانامحمدیوسف لدهیانوی شهیدرحمة الله علیه .
په عیسایانوکې ځینې داسې ډلې شته چې په نامه اهل کتاب دي اوپه حقیقت کې اهل کتاب نه دي، چې ځینی یې دشیطان عبادت کوي، اودوئ د(Satanism) تابع دي، دوی داسی وایې چې هرڅه واک دشیطان په واک کې دی، چې داپه اهل کتابوکې نه دي داخل، داډلې کوم کتاب هم نلرې، اونه هم کوم اصول لري . له دې څخه علاوه ځینې داسې ډلې دي چې دهریان دي، خدای نه منې اونه هم پراخرت، رسالت اووحی ایمان لری، چې داهم اهل کتاب نه دي. دعیسایانواویهودوڅخه ماسوی چې هندوان، زردشتیان، بودایان ، سکهان اونور.... دي دوی هم ځانونه اهل کتاب بولې خودوی په حقیقت کې هغه اهل کتاب نه دي چې اسمانی وحی لرې، بلکې اهل کتاب هغه ډله ده چې اسماني وحی لرې لکه دحضرت ابراهیم علیه السلام صحیفی، دحضرت شیث علیه السلام صحیفی، زبور دحضرت داؤدعلیه السلام، چې دااوس نشته، اوبودایان، هندوان اونورچې دا ادعاکوي چې ددوی کتابونه اسماني دي داددوی بې بنسټه ادعاده، کیدای چې څه نظریات یې داسماني کتابوڅخه رااخیستې وي اویابه ورته یوڅه پکښې وي. انجیل دحضرت عیسی علیه السلام اوتوریت دحضرت موسی علیه السلام چې اوس په تحریف شوی بڼه سره شته دا اهل کتاب دي، خوددوی لپاره هم شرط دادی چې پروحی، پررسالت، پرخدای ایمان ولري نودااهل کتاب دي، که چیرې یوڅوک په نامه عیسایي وي نوپراخرت، خدای، وحی پررسالت دحضرت عیسی علیه السلام اوحضرت موسی علیه السلام باندې ایمان ولري نودااهل کتاب دي چې نورتفصیل به وروسته ښه ښکاره شی.
اوس غواړم چی داهل کتابوسره دنکاح په هکله یوعلمي تحقیق ته راشم :
نوروغیرمسلمواوعاموکافرانوپه مقابله کې مسلمانانوته داهل کتابوسره یوډول ترجیح  ورکول شویده، دهغوذبیحه ومسلمانانوته حلاله ده، اوددوی دښځوسره دمسلمانانو نکاح رواده، دقرانکریم په سورت مآیده کی ددی بیان راغلې دي، خوداخبرې یادساتل اړین دي :
۱:  مسلمان نارینه دداسې کتابي ښځې سره نکاح کولای شي چې هغه ښځه به پاکدامنې وي، چې په قرانکریم ورته د((محصنات)) توري راغلي دي.
۲: اهل کتاب به عیسایي یایهودي وي، په وحی، رسالت اواخرت به ایمان لري، که دهریه وي دالله نه منکره وی اویواځی په نامه عیسایي اویهودي وي نوداداهل کتابوپه لړکې نه راځي یعنې نکاح نه ده وسره روا.
۳: په غیرمسلم هیوادکې دیهودي اوعیسایي ښځې سره نکاح کول دځینوفقهاوپه نزد حرام دی(مکروه تحریمي) .
دموجوده نړۍ عیسایان اویهودان اهل کتاب بلل کیږي خوپه دوئ کښي زنا، فحاشی، عریاني اونورنارواتعلقات پکښې ډیردي، اوحتی په اوسني عیسایي اویهودي نړۍ کې بدحالت ودې ته رسیدلی دی چې ترځناوروبدتردي .
بله داچې زیات اهل کتاب، ملحدان دي اودمذهب نه بیزاره دي، اخرت څخه منکردي، چې دداسې عیسایانوایهودانوسره نکاح قطعی حرامه ده،
فقهی جدید، لیکوال: حضرت مولاناخالدیوسف صاحب
بل لورته دکتابي ښځوسره نکاح کول وامت مسلمه ته په تاریخ کې تاوانونه هم رسولې دي، اوامت ته ئې نقصانانورسولی دی، امیرالمؤمنین حضرت عمررضی الله عنه داحس کړه، اومسلمانان حکمرانان یې په خصوصی ډول سره داهل کتابوسره نکاح کول منع کړل، دحضرت شقیق بن سلمه رضی الله عنه څخه روایت دی چې حضرت حذیفه بن یمان رضی الله عنه کله چې مداین ته ورسید نوهلته ئې دیوی یهودي انجلۍ سره نکاح وکړه حضرت عمرفاروق رضی الله عنه چې کله خبرشونوخبریې ورکړ او نوورته ئې ولیکل چې طلاق ورکړه، حضرت حذیفه  رضی الله عنه ورته ولیکل چې ولې دازمالپاره حرامه ده؟؟؟ امیرالمؤمنین  حضرت عمرفاروق رضی الله عنه ورته ولیکل چې حرامه درته نه وایم لیکن ددې خلکوپه ښځوکې عموماپاکدامني اوعفت نشته، په دې وجه بیریږم چې ددې خلکوپه ذریعه ستاسوکورنۍ کښې فحاشي اوبدکاری داخله نشي.
دحضرت عمررضی الله عنه دوهم لیک دادی :
اعزم علیک ان لاتضع کتابی حتی تخلی سبیلها فانی اخاف ان یقتدیک المسلمون فیختاروانسآء اهل الذمة لجمالهن وکفی بذالک فتنة لنسآء المسلمین (کتاب الآثار ص ۱۵۶، بحواله معارف القران)
ژباړه: زه تاته قسم درکوم چې زماددې لیک نه مخکې چې پخپل لاس کې یې کښیږدې نوهغې (ښځې) ته طلاق ورکړه، ازاده یې کړه ځکه چې زماویره ده چې نورمسلمانان به هم ستاڅخه عبرت واخلې اودذمیانوکتابیانوښځو لره به ددوئ دښکلاپه وجه سره په مسلمانوښځوباندی ترجیح ورکړي نودمسلمانانوښځودپاره به ددي نه لوی مصیبت بل څه وی.
(ابوبکرجصاص رازی، احکام القرآن ج۱)
ددې واقعی نقل کولونه وروسته حضرت محمدبن حسن رحمة الله علیه فرمایی چې حنفی فقهاء اختیارلري، چي داهل کتابیه سره نکاح خوحرامه نه ده لکن دنوروفسادونوله کبله داګناه مکروه ده.
غرض داچې دقران، سنت اودصحابه کرامودعمل مطابق په مسلمانانولازم دي چې دنن ورځې دکتابیانوښځوسره دنکاح کولوڅخه پوره ځانونه وژغوری.  تفسیرمعارف القرآن، ۲ټوک، ۱۱۸ مخ    لیکوال: مفتی اعظم پاکستان مفتی محمدشفیع رحمة الله علیه.
همدارنګه امام محمدرحمة الله علیه پخپل کتاب کښې دسیدناحضرت عمررضی الله عنه ددې قول نقل کولونه پس لیکلې دي چې داحنافوفقهاؤدکتابي ښځوسره نکاح کول مکروه ګڼي. (کتاب الاثار ص ۱۵۶)
علامه ابن الهمام نقل کړیدي چې حضرت طلحه رضی الله عنه اوکعب بن مالک  رضی الله عنه ته هم حضرت عمرفاروق رضی الله عنه کتابي ښځوسره په نکاح کولوسخت خبرداری ورکړی دی اوداحکم یې ورکړچې دوی ته طلاق ورکړئ. (فتح القدیر).
اهل کتاب یعنې یهوداونصاری چې کوم په دې زمانه کې دي داپردوه ډوله دي:
۱: یوهغه دي چې پخپل دین باندی قایم انجیل اوتوریت اسماني کتاب بولې اوعیسی علیه السلام واجب الاحترام پیغمبریادالله زوی یاخدای منی، موسی علیه مقدس رسول ګڼې دداسې یهودواونصاراؤسره دمسلمانانونکاح جایزده، باوجودددوئ دعقایدوددوئ سره نکاح جایزده، داځکه چې قران کریم وایی:
وقالت الیهودعزیرابن الله وقالت النصاری مسیح ابن الله (التوبه: ۳۰)
ژباړه: یهودوایې چې حضرت عزیرعلیه السلام دخدای ځوی دی اونصاری وایی چې حضرت عیسی الله السلام دخدای ځوی دی.
نوخدای داهل کتابوعقایدذکرکړیدی اوپه هغه وخت کې هم دوی داویل، ددې باوجودددوی سره نکاح رواده.
بل ځای قرانکریم وایې:
والمحصنت من الذین اوتوالکتاب من قبلکم اذااتیتموهن اجورهن محصنین غیرمسفحین ولامتخذی اخدان. (المأیده: ۵)
ژباړه: اودهغوپاک لمنوښځونکاح چې ترتاسې مخکې کتاب ورکړی شوی دی حلاله ده، په دې شرط چې ددوی مهرونه ورکړئ حال داچې دانکاح کوونکې اوسی نه زناکوونکي اوپه پټه سره جنسي نامشروع اړیکې ټینګې نه کړي .
دلته قرانکریم دعفت یادونه کړیده، اومسلمانانوته وایې چې که تاسی داهل کتابیه ښځوسره نکاح کوی نوفاحشیه به نه وي، نه به زناکاره وي، اونه به یې په پټه سره کوم یارنیولی وي، که داشرطونه چې قرانکریم ټاکلی دي داپرځای شي نوداهل کتابیه ښځوسره نکاح رواده، اوکه چیرې دادقرانکریم شرطونه پرځای نشي نوجایزه نه ده.
وصح نکاح کتابیة مؤمنة بنی مقرة بکتاب منزل (الدرالمختار، کتاب النکاح، فصل فی المحرمات، ۳/ ۴۵)
۲: داهغه ډول اهل کتاب دي په نامه چې تعلیم یافته اوساینس پوهان دي، نه دوئ خدای منې، نه توریت نه انجیل منی نه حضرت موسی علیه السلام اونه هم حضرت عیسی علیه السلام ته احترام لري اونه یې عظمت ته قایل دي نودداسې په نامه اهل کتابوسره نکاج جایزنه ده، داځکه چی دااهل کتاب نه دی، اودهریه دی.
(کفایت المفتی، ۵ ټوک، ۲۱۱ مخ)
لیکوال: مفتی اعظم حضرت مولانامفتی کفایت الله دهلوی رحمة اله علیه
دعیسایي ښځې سره دمسلمان نکاح شرعاًمنعقدکیږی، خوشرط دادی چې ښځه واقعاًپه عیسوي مذهب باندې ولاړه وي .
وفی ردالدرالمختارج: ۳: ۴۵، واعلم ان من اعتقددیناسماویاله کتاب منزل کصحف ابراهیم وشیث وزبورداؤدفهومن اهل کتاب فتجوزمناکحتهم
دنن سبادعیسایانوپه شان نه وي چې په نوم خوعیسایي وي اوعقایدیې ددهریانووې چې خدای  ج اورسول ص هیڅوک هم نه منې، ورسره دوهم شرط دادی چې نکاح یې په شرعي طریقې سره ددووشاهدانوپه مخکې شوي وي که دادواړه شرطونه موجودوي نونکاح یې صحیح ده.
والله سبحانه اعلم
۷/ ۳/ ۱۳۹۷ هـ
(فتوا نمبر: ۳۱۱/ ۲۸ ب)
فتاوی عثمانی، ۲ټوک، ۲۹۱ مخ
لیکوال: شیخ الاسلام حضرت مولانامحمدتقی عثمانی مدظله العالیه
دیهودی اوعیسایی ښځې سره نکاح صحیح ده په درمختارکې دي:
وصح نکاح کتابیة وان کره تنزیها
ژباړه: دکتابې ښځې (یهودۍ اوعیسایۍ) ښځې سره نکاح رواده که څه هم دانکاح مکروه تنزیهی ده.  (الدرالمختارعلی هامش ردالمحتار فصل فی المحرمات ص: ۳۹۷، ج۲- ط، س: ج ۳، ۴۵ ظفر)          فتاوای دارُالعلوم دیوبند: ۷ټوک، ص ۱۴۰
نتیجه:
۱: دعیسایې اویهودۍ (اهل کتابیې) سره نکاح رواده.
۲: داکتابیه به پتمنې وي لکه په قران کریم چې (محصنات) لفظ ورته راغلی دی، که محصنه نه وه نونکاح ده ورسره جایزه.
۳: داکتابیه به پررسالت دحضرت عیسی علیه السلام اویاحضرت موسی علیه السلام پرنبوت باندی به ایمان لرې اوپرهغه الهی کتابوبه (انجیل عیسی علیه السلام، تورات موسی علیه السلام اوزبورداؤدعلیه السلام باندی به ایمان لری)، پرآخرت به ایمان لری، که یهودۍ عزیرعلیه السلام دخدای ځوی بولی، که عیسایی حضرت علیه السلام دخدای ځوی بولی اوداسی نور... داکتابیه ده.
۴: داچې کتابیه اکثره وخت عفتناکه نه وی نوله همدی کبله حضرت عمررضی الله عنه و حضرت حذیفه بن یمان رضی الله عنه، حضرت طلحه رضی الله عنه اوکعب بن مالک  رضی الله عنه ته خبردارۍ ورکړچی کتابیه ښځې طلاقي کړي، اوپه ردمختارکې چې راغلي دي، چې دانکاح مکروده وجه یې داده چې په دوئ کې عفت نشته، داځکه چې هغه بایبل چې دوی یې لري په هغه کې داسې فحش ایاتونه دي چې دلته زه نشم ذکرکولای چې یواځې دجیمی سواګاټ په آندپه بایبل کې لس (۱۰) ځایه دمحرماتوسره زناپکښې ده، لکه دپلاردلورسره زنا، دخُسردمورسره زنا، دځوی دمورسره زنا اوداسی نور... نوځکه حضرت عمررضی الله عنه له دې نکاح څخه منع وکړه.
۵: که چیرې مسلمان نارینه په دې پوه شي چې کور، فامیل اوټولنې ته مې ددې کتابیه ښځې له کبله فحاشي، بربنډتوب اوبې حیایي راځي، اویامې اولادکافران کیږي، اوبې لارې کیږې نوپه دغه صورت کې هم نکاح نه ده روا.
۶: که چیرې په نامه یهودۍ اوعیسایي وه ، پرنبوت دحضرت عیسی علیه السلام یې اوحضرت موسی علیه السلام یی ایمان نلرې، اودهریه وه، اولادینه وه، اوالهی کتابوته یی تقدس نه لری نودداسی په نامه ښځې سره هم نکاح نه ده روا.
۷: که چیرې یومسلمان نارینه یوه عفتناکه کتابیه ښځه پیداکړه، اودکتابیې ټول شرطونه پکښې وه، فاحشه نه وه، نوکه دامسلمان نکاح ورسره کوي جوازئې شته، خودانکاح به داسلام مطابق وي، یعنې مهرټاکل، دوه شاهدان، اوخطبه، دانکاح به یواځې په یوه کاغذپه وجه سره نه وي، چې نکاح رجسټریشن ورته وایې.
۸: که چیرې دانکاح (یوه عیسایی یایهودی نکاح دمسلمانې ښځې سره )په اسټرلیااو یادنړۍ په نوروکونجانوکې صورت نیولی وي فورادې بیل شي اوداروانه ده چې یوه مسلمانه ښځه یویهودي یاعیسایي په نکاح کړي، تجدیددنکاح دې وکړي اوتجدیددایمان دې وکړي .
مأخذونه:
۱: فتاوی دارالعلوم دیوبند
۲: فتاوی عثمانی
۳: درمختار
۴: فقهی جدید
۵: کفایت المفتی
۶: البدائع الصنائع
۷: آپ کې مسایل اوراُن کاحل
۸: احکام القرآن
۹: کتاب الاثار
۱۰: فتح القدیر
۱۱: معارف القرآن
۱۲: تفسیرعثمانی
په اسلامي پاکه مینه ستاسوورورعبدالغفارجُبیر
۱۲/ ۰۹/ ۲۰۱۲ میلادی کال .



  1. د لمونځ ټکی په ټکی اسانه ترجمه او معنی
  2. د لوط علیه السلام د قوم د هلاکت څلور صفتونه چی اوس زموږ په ځوانانو کی هم سته
  3. د ماشوم د زږيدنې د کليزي لمانځل څه حکم لري؟
  4. د ماشومانو دپار د نانزکو (عروسک ) جوړول او رانيول څه حکم لري ؟
  5. د مانځه نه وروسته بغير له كوم سبب سجده كول څنګه دي ؟
  6. د مور د ورځې لمانځل څه حکم لري ؟
  7. د مولود شريف يا جشن ميلاد لمانځل جايز دي ؟
  8. د ميرمنې سره د مقعد له لارې کورواله کول څه حکم لري ؟
  9. د مړي امانت خښول جايز دي او که نه ؟
  10. د مړي له طرفه د قرباني کولو روايت تحقيق
  11. د مړي له طرفه د قضايې روژو او لمونځونو فديه اداکول
  12. د مړي څخه د اندامونو ايستل څه حکم لري ؟
  13. د مکانونو او دوکانونو سرقلفي
  14. د نا محرمو تر مينځ ورورولي او خورولي شته ؟
  15. د نارينه د پاره په غاړه کې ځنځير اچول څه حکم لري ؟
  16. د ناپوهه او بې احتياطه ډاکټر حکم څه دی ؟
  17. د نذر حکم څه دی ؟ د نه ادا کولو په صورت کې کفاره لري ؟
  18. د نفاس کمه موده او د نفاس په موده کې د نوکانو اخيستل ؟
  19. د نوروز لمانځل حرام دي -نوروز د مجوسيانو اختر دى
  20. د نوي زږيدلي ماشوم ويښتان کله خريل کيږي ؟
  21. د نيکټايي په اړه ستاسې نظر څه دی ؟
  22. د نګور د پاره خسر محرم دی که نا محرم ؟
  23. د هغه ډريور حکم څه دی کوم چې دايم په سفر کې وي ؟
  24. د واده لومړۍ شپه
  25. د وفات شوي پلار د پاره د حج ادا کول جايز دي ؟
  26. د ويښتانو ، لاسونو او پښو رنګول په نېکريزو
  27. د يوسف علیه سلام او زليخا تر مينځ واده شوی دی ؟
  28. د پردۍ ځوانې ښځې د پرنجي ځواب ورکولو څخه ځان ژغورل
  29. د ژوند د جوړې ټاکنه. کوم معيارونه
  30. د ښځو د تعليم په اړه پوښتنه
  31. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟
  32. د ښځو ځانګړي احکام (زينت او سينګار )
  33. د ښځی غږ د اسلام له نظره
  34. د ښځې او ميړه يو ځای غسل کول څه حکم لري ؟
  35. د ښځې د پاره د پتلون اغوستل جايز دي ؟
  36. د کافر د پرنجي او سلام ځواب (فتوی)
  37. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  38. د کافرې ښځې سره زنا کول څه حکم لري؟
  39. د کفارو د کريسمس او نورو اخترونو تعظيم او په هغه کې کډون کول
  40. د کمپنۍ او شرکت نه د سوغات اخيستل څه حکم لري ؟
  41. دا ولې… اې ځوانه؟
  42. داختر ونو دلمانځه لپاره بهر وتل عيدګاه سنت دي
  43. داختر ونو لمونځ خطبې څخه وروسته دعا ثبته نه ده
  44. داخترونولمونځ كې دسجده سهوى حكم اودفرضونه واجبوطرف ته بيرته كيدل
  45. داخترونولمونځ واجب دى . که نفل اوددې قضاولې نشته حال داچې دوتروقضاشته دى .
  46. داذان په وخت كې دعاگانې ېعنی د اذان جوب
  47. داسي مه كيږه چه په ښكاره ولى الله يې اوپټ عدوالله يى
  48. داعي يې خو مزه دې نشته
  49. دامام دسلام ګرځولو په وخت چه مقتدي دعاء پوره نه كړي شي نوڅه بايد وكړي ؟
  50. دامريكايي جنرال او لوګري ماشوم كيسه
  51. داود اسه نه وروسته په دسمال سره مخ يالاس وچول روا دي اوكه نه ؟
  52. دتناسلي الې کمزوري / د ډاکټر سباوون ځواب
  53. دجامع مسجدپه ځاى دمحلې مسجدكې دجمعې لمونځ كول څنګه دي ؟
  54. دجنابت په غسل كښې ښځې ته دكمسئ خلاصول ضروري دي اوكه نه ؟
  55. دجنازې اوړلوکې پايو والا تابوت استعمالول صحيح دي که نه ؟
  56. دجنازې دلمونځ نه وروسته دکيناستلو غلط رواج
  57. دجنازې لمونځ دويم ځل کول څنګه دي اودخښولو په وخت کې دمړي مخ ښود ل څنګه دي ؟
  58. دخطبې شروع كيد ونه پس سنت كولى شي او كه نه ؟
  59. دخوراک وروسته په ټوش پېپر لاسونه پاکول
  60. دخپلې ښځې دتناسلي غړي ښكلول اويا ورسره نورحركات انجا مول څه حكم لري
  61. در اّرايش وفشن عصر حاضر اين نيز است كه زنانه ابروي خويش را باريك ميكند
  62. درؤیة الهلال په مسئله یوعلمي تحقیق
  63. دزنګون اويادبل عورت په ښكاره كيدلوسره اودس ماتيږي اوكه نه ؟
  64. دسنتو ختميد لونه وروسته اجتما عي دعا بد عت ده
  65. دسنډل ، یاکعب العالي په نوم یادیږي ، نو آیامیرمنوته دداسي ډول بوټونو په پښوکولو کې خوبه کومه شرعي ګناه نه وي
  66. دشرمګاه په ليدلوسره اودس ماتيږي ؟
  67. دعاء قنوت ټکی په ټکی اسانه ترجمه
  68. دعدت له پره کيدومخکې نقل مکانې ځاى بدلول جائز دى اوکه نه ؟
  69. دعقد نکاح نه وروسته او د واده نه مخکې د ښځې سره اړيکې او ملاقات
  70. دكوتورو الوزول،دچرګانو،مرغانو،یادنوروحیواناتو جنګول څه حکم لرې
  71. دكړس،كړس په خندا سره ولې دجنازي مونځ ماتيږي او اودس نه ماتيږي ?
  72. دلاټری ټکټ اخيستل يا دبخت لپاره ثبت نام
  73. دلمونځ اداکولو طرېقه : انځوريزليکنه بزبان فارسې
  74. دلمونځ کونکي ترمخ تیریدل په څومره فاصله رواده ؟
  75. دماخوستن لمونځ له خوب څخه وروسته دشپي په آخر كې صحيح دى اوكه نه ؟
  76. دماشومانو دپتنګ [ كاغذ باد ، ګوډى ] لوبه څه حکم لرې
  77. دماشومانو لپاره دپناه غوښتلو دعا
  78. دماښام دلمانځه كولو څخه وروسته ا و د ماخوستن څخه مخكې ويده کیدل ؟
  79. دملاقات په وقت کی پښتانه هرکله راشي واېې داسې وئیل دشرېعت په رڼا کی څه حکم لرې ؟
  80. دنرلپاره د سختو مرضو سبب ګرځی او دښځی لپاره هم سخت تاوان رسوي .
  81. دهغه مړی په بـدله کی ښځی ورکوی دشریعت له نګاه داعمل څه حکم لری ؟
  82. دواده پر مهال جاهلانه رسمونه او دودونه چې ټول ګناه،اسراف ،ظلم اوبې حيايي ده
  83. ديوڅوكالونه په پاكستان كښے درى اخترى كيږى اودوه اخترى دډيرى زمانى كيږى
  84. دپيربيعت مقصود نه دی اصلاح مقصود ده
  85. دښځي دپاره دويښتانوبيخونو ته اوبه رسول ضروري دي ؟
  86. دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی
  87. دښځې او خاوند تر منځ څنګه زياته مينه پيداکېږي؟
  88. رزق ګټلولپاره ځان ډېرتکلیف کښی مه اچوئ
  89. رمضان المبارک او زمونږ غفلت
  90. زامنوچې دپلار اواکا { تره } سره په ګډه کار کړی وي اوس په تقسیم کې برخه لري اوکنه ؟
  91. زما سوال دا دہ چه که یو کس ڈیرہ زنا کړے وی او هغه توبہ ووبا سی نو الله با ئی توبه قبوله کړې او که نه ؟
  92. زما لور شوې ده څه نوم ور باندې کیدم ؟
  93. زما پوښته دا ده چی تهجد لمونځ څو رکعته دی او په کوم وخت کی جایز دی؟
  94. زما یوه دوسته ده چی ‍په یوه دفتر کی کار کوی هغی راته وویل
  95. زه هم یو له هغه کسانو څخه یم چې د شرم له مخې مې دا ستونزه تر اوسه له کوم ډاکتر سره نده شریکه کړې
  96. ساحر او کاهن ته د علاح ، د ورک شي معلومولو … د پاره ور تلل حرام دي
  97. سوال : جنت كي دټولونه په اخير كي ددا خليدو نكي واقعه څنګه ده ؟
  98. سوال : دنبى كريم ﷺ دوفات نه وروسته چه كومو خلكو دنبوت د دروغو دعوي كړي دي هغه كوم دي ؟
  99. سوال : مړى ولي دفن كولى شي ؟. دهند وانو په شان ولي نه سوزول كيــــــــــــــږي ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User