Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, May 8, 2012

وليمه (دواده خواړه) داسلام له نظره


وليمه (دواده خواړه) داسلام له نظره
درنولوستونكو! واده اونكاح درسول الله صلى الله عليه وسلم سنت دي

 اوبايد په دې نيت وشي(۱) درسول الله  صلى الله عليه وسلم سنت ژوندي شي (۲) له ګناه څخه وژغورل شي (۳) اودنبي  صلى الله عليه وسلم  امت زيات شي.
دواده اونكاح مسائل ډېرزيات دي،
 چې پوره بيان يې په دې وړه پرچه كې نه ځائېږي ، البته نن صباودونه دفسق ،فجور، ظلم، ناروا  رسمونه او رواجونه په كې دومره زيات دي، چې پورته نېتونه خو لا پرېږده ،دګناه ،زنا،حرام، انسان خرڅونه ،سندرې،بې ځايه مصرف اوخرچه ،ډمان ګډول، نغارې، وي سي آر، فلمونه ،بې حيايي ،دښځو بې پرده ګي اوداسې دسوونو ګناهونو سبب اوباعث ګرزي.
وليمه (د واده خوړه دشريعت له نظره)
وليمه څه معنى؟ د واده اونكاح په وخت چې كوم خواړه وركول كېږي دېته وليمه وايي (معجم لغة الفقهاء (صـ 511)  كشف البارى على البخارى ۲۸۹)
كومه خوړه وليمه بلل كېږي؟ چې دشريعت موافق وي ريا ،ځآن ښودنه،اسراف، ډمان دشريعت نه خلاف كارونه پكې نه وي
وليمه څه حكم لري؟ په دې كې دعلماء كرامو بېلا بېلې رايې دي (1) ابن حزم ظاهري او داود ظاهري په نزد وليمه واجب ده ،دامام شافعي اوامام مالك(رحمهما الله)  يوقول داسې دى
 (فتح الباري ج۹ ۹۸۷) عيني ج۲ ۱۴۴)
(۲) دجمهورو علماؤ په نزد وليمه سنت ده او همدا دمالك او شافعي رحمهما الله صحيح مذهب دى ځكه په حديث كې الفاظ دي چې (اَلْوَلِيْمَةُ حَقٌّ وَسُنَّةٌ) (عيني شرح البخاري (ج۲۰ص ۱۴۴) الابواب والتراجم (ج۲ ص ۷۲) دواده خوړه سنت ده ثابته ده ثواب ده البته چې اسراف او فضول خرچي په كې نه وي چې بيان  يې را روان دى
وليمه څه وخت كول پكار دي؟  په دې كې مختلف اقوال دي (۱) ځينې علماء وايي چې له دخول (دناوې سره له يوځاى كېدو) نه مخكې (۲) ځينې وايي چې له يوځاى كېدو نه پس (۳) ځينې وايي دنكاح تړلو پرمهال (۴)  يوځاى كېدو پر مهال (۵) ځينې علماء وايي چې دنكاح كولونه پس هر وخت چې وي مخكې له يوځاى كېدو څخه وي اوكه پس وي ، همدا آخرنى قول راجح  او غوره دى.
 (فتح البارى ج۲ص۲۸۷)
دوليمې بلنه قبلول (منل) څه حكم لري؟
په دې مسئله كې دعلماء كرامو بېلابېلې رائيې دي :
اوله رايه داحنافو: زمونږ مذهب دادى چې دواده دخوړې بلنه منل واجب دي، دنورو درې امامانو نه يو قول داحنافو سره موافق دى
 (فتح الباري ج۹ ص۳۰۱) المجموع شرح المهذب ج۱۵ص ۵۴۸)
 البته هغه وليمه چې له شريعت څخه خلاف كارونه پكې نه وي لكه، ساز او سرود،اوكه وي نوبيا ورتلل ګناه ده.
دوه يمه رايه: دواده دخوړې بلنه منل سنت دي دادجمهورو علماؤ مذهب دى ، دڅلورو واړو امامانو په نزد همدا خبره راجحه او غوره ده
 (فتح ج۹ص۳۰۱ اعلاء السنن ج۱۱ص۱۰)
درې يمه رايه: ځينې شوافع او  حنابله فرمايي چې فرض كفايي دي (فتح ج۹ص۳۰۱)
مسئله: په هغه وخت كې ورتلل سنت دي چې عامه بلنه وي كچېرته ځانګړي اوخاصو خلكو ته بلنه وي نو بيا به هماغه خلك ورځي دنورو ورتلل ګناه ده (فتح ج۹ص۳۰۱)

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User