Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, May 8, 2012

دبيعې فقهى اصطلاحات:

 

دبيعې فقهى اصطلاحات:

بيعه : بيعه ( دخرڅوونكي او اخيستونكي په رضايت سره ) ديوه مال په بل مال بدلولوته وايي
بايع : بايع پلورونكى (خرڅوونكي ) ته ويل كيږي .
مشترى : مشترى پيريدونكى (اخستونكى ) ته ويل كيږى.
ايجاب  : ايجاب هغه لومړى خبره ده چى دعقد كولولپاره ويل كيږي : لكه چى خرڅوونكى داسى ووايې : داقلم مي په لس افغانى دركړ .
 قبول : قبول هغه دويمه خبره ده چى له ايجاب څخه وروسته دعقد دمنلولپاره ويل كيږي، لكه دپورتنې مثال په ځواب كې چى اخيستونكې ووايې : ما په لس افغانى واخيست .
 عقد:عقدپه لغت كى تړلوته وايې او په اصطلاح كې : هغه اتفاق دى چى ددووطرفونو ترمينځ ديوه كار داجراكولو لپاره كيږى لكه دبايع او مشترى تر مينځ دبيعې تړون .
 مال : مال هغه شى دى چى قيمت ولري او دتبادلى او ملكيت قابل وي
 مُتقوّم مال : متقوم مال هغه مال دى چى شرعاً قيمت ولري ، اوگټه اخيستل ورڅخه رواوي .
منقول : منقول هغه مال دى چى له يوه ځايه څخه يې بل ځاى ته وړل ممكن وي لكه نغدې پيسې، جامې او داسې نور... .

غير منقول (عقارات)غير منقول هغه مال دى چى له يوه ځايه څخه يې بل ځاى ته نقلول اووړل ممكن نه وي ، لكه : كور ونه ، ځمكې ، باغونه او داسې نور

مبيعه : هغه جنس ته ويل كيږي چى ثمن دهغې په مقابل كې واقع كيږي او په بيعه كې اصلي مقصد وي .
ثمن : هغه روپو (قيمت ) ته ويل كيږي چى بايع او مشترى په خپل مابين كى پرى راضى شي
قيمت : هغه روپو (سعر ،قيمت ) ته ويل كيږى كوم چى دقيمت كوونكولخواتعين شوى وى يا چى په بازاركى دكوم شى نرخ وى ۰
نقود : نقود دنقد جمع ده په اصل كې سرو زرو، او سپينو زرو ته ويل كيږي   خو اوس پيسې هم دنقودوپه نامه يا ديږي كومې چې ددې دواړو په ځاى استعماليږي لكه بانك نو ټونه او فلزى پيسې
كيلى: كيلى هغه شيان دى چى په پيمانه كولو سره معلوميږي ، لكه پترول ، اوبه ) اوداسې نورمايعات ( چى اوس ددې رايج واحد ليتر دى )
وَزني : وَزني هغه شيان دي چى په وزن (تللو) كولوسره معلوميږي لكه سره زر، سپين زر ، غوښه ، دسوځولو لرگي او داسې نور ، ( چى اوس ددې رايج واحد گرام او كيلو گرام دى )
عَدَدٍى : عددى هغه شيان دي چى اندازه يې په عام ډول په شمارلوسره معلوميږي ۰
ذَرعِي : ذرعى هغه شيان دي چى اندازه يې دطول په واسطه معلوميږي لكه ټوكرونه (اوس ددې داندازه كولوواحدمتر دى )
مُشاع : هغه مشترك مال دى چى لاويشل شوى نه وي خودهرشريك برخه د(فيصدى او يا نصف او ربع او ثمن  ...) دسهم په اساس معلومه وي ۰ لكه سهامى شركتونه ، ميراثى مالونه چى لاتقسيم شوى نه وي
مِثلىِ : مثلى هغه شى دى چى مثل يې په بازار كې پيداكيږي ، او ډير توپير سره نه لري لكه غنم ، اوربشى ، او داسې نور ، ځكه كم توپير په قيمت كې ډير فرق نه راولي، غټ او واړه په يوه بيه خرڅيږي لكه وزنى ، كيلى او متقاربه عددى شيان .
قِيَمى : قيمى هغه شيان دى چى افراديې په بازار كې سره متفاوت وي او قيمتونه يې هم سره تفاوت ولري لكه : ، پسونه ، غواگانى،اسونه او داسې نور.
مُتقاربه عدديات  : داهغه شيان دى چى په بازاركې په شمارلو خرڅيږي ، او دافرادوترمينځ يې په قيمت او بيه كې توپير نه وي داټول له مثلياتو څخه گڼل كيږي لكه هگى او داسې نور
مُتفاوته عَدَدِيّات : داهغه شيان دى چى په شمير لو سره نه پلور ل كيږي ، ځكه چى دافرادوتر مينځ يې په قيمت او بيه كې ډير تو پير موجود وي، دا ټول له قِيْمِيّاتو څخه شميرل كيږي لكه  كدو ، هندواڼه او داسې نور
رُكن البيع : دبيعى ركن  ايجاب او قبول دى ، چى دعقد په صيغه هم ورڅخه تعبير كيږي
ثمن مُسَمّى : مسمى ثمن هغه ثمن دى چى دعقد په وخت كې په واضحه توگه تعيين او اتفاق پرې وشي كه هغه دبازار دنرخ مطابق وى او ياله هغه توپير ولري
تاجيل : ددَين (پور ) مُعلق كول ، او تر معلوم وخته يې ځنډول دى
تقسيط: ديوه مبلغ تسليمول په متعدده قسطونوباندې
دين : دين (پور) هغه مال دى چى په ذمه ثابتيږي لكه يوه اندازه پيسى چى څوك دچانه پورواخلي
غَبنِ فَاحش : دخپل نرخ څخه په ډير لوړ نرخ ديوشى خرڅولوته وايې لكه يومال ۳۰ روپى قيمت ولرى او په ۵۰ خرڅ شي

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User