Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, April 9, 2012

دقمری یا سپوږمېزکال محاسبه



هغه دی چې لمر یی ځلیدونکی اوسپوږمۍ یی نورانی وګرځوله اودهغو لپاره یی منزلونه وټاکل څوچې ددغو شمېرو له لاری په کلونو اووخت باندی پوه شی.  (يونس ۱۰).
په دغه آیت کی  الله (ج) روښانه کړی ده چې دسپوږمۍ خوځښت دکلونو دشمېرلو لپاره یو وسیله ده دغه راز داجوتوی چې دوخت شمېرنه دسپوږمۍ دخپل ټاکلی موقیعت په لوری په تګلوری کې   صورت نیسی . اوداځکه چې دسپوږمۍ اوځمکې اوسپوږمۍ اولمر په مینځ کې زاویه تل په بدلون کی ده ، سپوږمۍ په بیلابیلو وختونو کې په ډول ډول څېرې سره ګورو کله کوچنۍ اوکله هم غټه . برسیره پردې موږ سپوږمۍ ځکه لیدلای شوچې دلمر روښنایی ته انعکاس ورکوی. په هغه کچه نور چې له سپوږمۍ نه موږ ته رارسی هرشپه بدلون مومی دهمدی بدلونونو له مخې موږ کولای شو په ښه توګه دمیاشتو ورځو اوکلونو حساب وکړای شو.  
دقمری اوشمسی کلونو په مینځ کی توپیر تقریباً یوولس ورځی دی چې دغه توپیر ته دقرآن په یوه آیت کې اشاره  شوی ده.



اوهغوی په سوری کی دری سوه کاله اونهه کاله نور ورزیات شوی پاتی شول.
(الکهف ۲۵).

·               یوه قمری میاشت په منځنۍ توګه 29.55039 ورځې وی.
·               یو قمری کال  354.603948 ورځی وی .
·              یو شمسی کال365.2411 ورځی وی.
·               365.2411×300= 109572= 354.603948× 309
·               نو دری سوه شمسی کلونه برابردی له دری سوه نهو قمری کلونو سره .
·               څه ډول چې وینو قرآن په غار کی داصحاب کهف پاتې کیدل په دواړو شمی اوقمری کلونو شمېرلی اوروښانه کړی اود(۹) کلونو توپیر یی هم شمیرلی دی (والله اعلم).  له شک پرته قرآن چی داسې دقیق اوعلمی معلومات چی ان داوسنی پیړۍ دمعلوماتوتو نه هم اوچت دی  ستره معجزه ده.

دثقل قوه اوخوځښتونه په مدارونو کې


قسم دی په بیا راګرځیدونکو ستورو چې په ګرځیدو راشی اوپه خپل منزل کې پټ شی. (التکوير ۱۵-۱۶)

دخنس کلمه یعنی انقباض اوبیا راګرځیدل او له ډاره کړوپیدل چې جمع یی یو ټاکلی تګلوری دی ( ننوتل خپلې ځالې ته اویا خوځښت دیوکورپه لور اوپه هغه کې پټیدل) . دالجوار کلمه جاریه جمع ده اومانایی دیوه خوځنده اوبهیدونکی څیز ده. ددې کلمو دمانا ګانو په پام کې نیولو سره داسې اټکل کیږی چې پورتنی آیتونه دثقل دمرکز اوپه خپل مدار دحرکت  لور ته اشاره کوی. دغه کلمې دابیانوی چې په مدار کې خوځښت دثقل له مرکز نه منشأ اخلی . دخنس کمله خپل مرکز اوهم دلمر لوری ته دجذبیدو ښکارندویی کوی. (والله اعلم) دثقل قوه چې په نړۍ کې شته دنیوتن له خوا په ۱۷ او۱۸ پیړی کې محاسبه شو. دالجوار کلمه په مدارونو کې دحرکت لورته اشاره ده چې له مرکز نه  دفرار دقوې اومرکز ته دجذب دقوې (دثقل قوه) دعمل په پایله کې منځته راځی.  ددې درې کلمو کارونه په پورتنیو آیتونو کې  ددې یادونه کوی چې سلګونه کاله مخکې په قران کې دهغی پراهمیت باندی ټینګار شوی دی.




کروی(ګرده ) ځمکه


شپه په ورځ کې راتاووی اوورځ په شپه کې راتاووی. (الزمر ۵).
هغه کلمې چې دنړې په هکله دمعلوماتو لپاره په قرآن کې کارول شوی ډیرې مهمې دی. په دې آیت کې دتکویر کلمه راڅرخیدل یا راتاوول ژباړل کیږی، لکه دلنګی تاوول . ددغه آیت معلومات د ورځواوشپو په یو بل کې  د را تاوولو یا راڅرخولو دځمکی شکل یا بڼه  روښانوی . داقضیه په هغه صورت کې دامکان وړده چې ځمکه کروی یا ګرده بڼه ولری . قران کریم دځمکې ګرد والی په اوومه میلادی پیړی کې بیان کړی په داسې حال کې چې ستوروپیژندونکو هغه وخت ځمکه اواره اومسطح ګڼله اوخپلې ټولې علمی شمېرنې ېې داوراې سطحی پر بنسټ کولې. اوپه پای کې دادی په دی ورستیو پیړیو کی ستوری پېژندونکی اوپوهان په دې مسأله پوه شوی دی.

 دځمګې دڅرخیدو لوری




 
اوغرونه وینی اوګومان کوی چې ولاړ دی خو هغوی لکه چټکې ورېځې خوځښت لری. (النمل ۸۸).
دغه آیت نه یواځې دځمکې حرکت بلکې دحرکت لوری هم بیانوی. دوریځو ددرنو کتلو دخوځیدو لوری چې دری نیم څلورزره متره دځمکې له سطحې پورته وی تل دلویدیز له لوری نه دختیز لوری ته وی.له همدې کبله تل دهوا دحالاتو دپوهیدو لپاره لویدیز لوری ترمطالعې لاندی نیول کیږی. هغه مسأله چې په سلګونو کاله مخکی په قرآن کې یاده شوی اوس اوس کشف شوې چې ځمکه په خپل ځان له لویدیز نه دختیز لوری ته څرخیږی.

دځمکې شكل  Geoid


                                  اوبیا یی ځمکه خپره کړه(النازعات ۳۰).
د(دحا) کلمه په  عربى کې دښویونکی مانا لری چې د "دحو" له ريښې څخه دخپریدو نه اخستل شوی. دغه راز دپوښونکی اوزینت (ښکلا) ورکونکی په مانا هم کارول شوی برسیره پردې دحو په یوه سوری کې دیوه غونډوسکی  یا دیوه ګاټی داچولو په مانا هم کارول کیږی . دغه راز بله کلمه لکه د اوښ مرغۍ (شتر مرغ)دځالی جوړولو، دځای پاکول له وړو ډبرو نه اودهګۍ ځای هم له دحو نه اخستل شوی.   
په حقیقت کی ځمکه ګرده بیضوی ده چې دغه دځمکې  کیښودل یا نښېځل شوی کره د Geoid په نامه یادیږی. له دې کبله ددحا کلمه دځمکې دشکل په هکله مهم معلومات راکوی. په داسې حال کې چې په سل ګونه کاله وروسته له اسلام نه هم خلکو ځمکه اواره انګیرله. 

دځمکې قطرونه اوخلأ


اى پیریانو اوانسانانو که کولای شی دځمکې اوآسمانونو  په قطرونوو کې  لاره وکړی بیا ورننوځی.
 (الرحمن ۳۳).
په دغه آیت کی روښانه شوې چې ځمکه اوآسمانونه قطرونه لری . اوددغې موضوع شرح چې ځمکه اوآسمانونه دقطرونو درلودونکی دی یوه معجزه بلل کیږی.
که یو جسم بشپړ کروی وی کولای شوی یواځې یو قطر ولری . یو جسم هغه وخت څو قطرونه درلودلای شی چې کره نامنظمه وی. چې دا دځمکې پر بیضوی والی یو دلیل ګڼل کیدای شی. برسیره پردې د انشتین دنسبیت دفرضیې مطابق نړۍ تل د ودې په حال کې ده. مانا داچې خلأ پراخیږی اودکهکشانونو ترمنځ واټن ډیریږی.پس دځمکې اوآسمانونو قطرونه هم ثابت نه دی چې یو قطر  ورته وکارول شی ، بیا نو په قرآن عظیم الشأن کې داقطار دکلمې کارونه په خپله یو حکمت دی.. 

دځمکې دچاپیریا ل پوړونهAtmosphere

یوه مسأله چې په قرآن کې روښانه شوې هغه داده چې آسما ن اووه پوړونه یا طبقې لری:

اوبیا یی آسمانونو ته پام وګرځاوه اوهغه یی اووه ډوله  آسمانونه تنظیم کړل. (البقره ۲۹).

دسماوات کلمه دځمکې په سر دآسمانونو اوهم دکایناتو په مانا کارول شوی. له پورتنی آیت نه داسې مطلب اخستل کیږی چې آسمان یا دځمکې چاپیریال له اوو پوړونو جوړ شوی.
ننۍ پوهې هم دآسمان یا دځمکې چاپیریال  پوړونه تثبیت کړی، چې هریو پوړد فزیکی ځانګړتیاو له اړخه اودګازونو اودندو دډول له کبله له یو بل نه توپیر لری.
دځمکې دچاپیریال پوړونه عبارت دی له :
·         Troposphere تروپوسفیر چې له ۸ نه تر ۱۵ کیلومتره پورته دځمکې له سطحې قرار لری اوزموږ اودورېځو دګټی وړ هوا په کې ده.
·         Stratosphere ستراستوسفیر چې له  ۱۵ تر ۵۰ کيلومترو پوری پورته د ځمکې له سطحې نه قرار لری اوډیری داوزون ګازلری چې دماورأ بنفش له زیان لرونکو وړانګو څخه مخنیوی کوی. دتودخې درجه ددې پوړ په بیلابیلو ساحو کې ډیرتوپیر لری اودلوړوالی په زیاتیدو سره  تودوخه کمیږی.
·          Mesosphereمیستوسفیر یا منځنی پوړ چې ۵۰ نه تر۸۵ کیلومتروپوری دځمکې له سطحې پورته ساحه احتوا کوی اودارتفاع په زیاتیدو سره دحرارت درجه هم ټیټږی اوتر منفی ۷۳ درجو پوری رسیږی.
·         Thermosphereترموسفیر دغه پوړ چې  ۸۵ تر ۶۴۰ کيلومترو پوری پورته  دځمکې له سطحې نه ده، په دې پوړکې دماورالبنفش وړانګې دآیونونو اومثبتو چارچونو دجوړیدولامل ګرځی.
·         (Ionosphere) آیونوسفیر چې دتودوخې درجه په هغه کې ډیره جګه ده اوتر ۲۵۰۰ دسانتی ګرید درجو پوری رسیږی. دغه پوړ ټول غږیږسیګنالونه چې له ځمکی نه تښتی هغو ته انعکاس ورکوی اوبیایی ځمکې ته رالیږی.
·         Exosphere ایکسپوسفیر یا بهرنۍ پوړ چې له ۵۰۰ نه تر ۱۰۰۰ کیلومترو پورته دځمکې له سطحې نه قرار لری او وروستۍ  برید یی تر لسوزروکیلومتروپوری رسیږی.
·         Magnetosphere مګنیتو سفیر دځمکې مقناطیسی ساحه چې تر لسو زرو کیلومترو پوری رسیږی.




قران فرمایی:
هرآسمان ته یی دنده وروسپارله (۱۲ فصلت)
په ریښتیا سره هم څه ډول به یی چې په وروستیو مخونو کی ولولو هریو له دې پوړونو نه دځمکې دمخ دژوندانه لپاره ډیرې مهمی دندې په غاړه لری لکه دباران جوړول ، دزیان لرونکو وړانګو مخنیوی اونور.
 


آیا نه وینۍ  چې الله (ج) څه ډول آسمانونه په اوو پوړونو کې پیداکړل. (نوح ۱۵).



 دطباقا کلمه  دطبقو یا پوړونو په مانا داڅرګندوی چې هرپوړ په منظمه توګه یو پربل باندی قرارلری. اودآسمان له اوو طبقو څخه هدف کیدای شی دځمکې دشاوخوا چاپيریال اووپوړونو څخه وی اوننی علم داثابته کړی چې دغه شین آسمان هماغه دځمکې چاپیریال دی له بیلابیلو پوړونو سره چې په سلګونو کاله مخکی قران ذکرکړی.

 ساتونکی چت

په قرآن کې  الله (ج) دآسمان یوه مهم صفت ته اشاره کوی.



اوآسمان مو ساتندوی چت وګرځاوه
(الانبياء ۳۲).

دشلمی پیړۍ څېړنو دآسمان دغه صفت موندلی: دځمکې چاپیریال دژوندانه دساتنې لپاره اساسی دنده لری. ځمکه دثاقب شهابونو نه ژغوری . دلمر وړانګې فلتر کوی اوهغه برخی یی چې دژوند لپاره زیان لرونکی دی دفع کوی.  په داسې حال کې چې دلمر هغه وړانګې چې دژوندانه لپاره لازمی اوګټورې دی هغو ته اجازه ورکوی. دماورای بنفش زیاتره وړانګې چې خطرلرونکی دی داوزون په پوړکې جذبیږی اویواځې یو لږڅه چې دنباتاتو دفوتو سنتیز عملیې اوټولو ژوو لپاره اړینې دی ځمکې ته رارسیږی. اوبله دنده یی له بی ساری یخنۍ نه دځمکې دسطحې ساتنه ده چې په خلأکې منفی ۲۷۰ درجو ته رسیږی. برسیره پردې هوا Magnetosphere  دځمکې مقناطیسی ساحه چې دون آلن بلت په نامه یادیږی هم دیوه ساتونکی پوښ په توګه دزیان لرونکی وړانګو په وړاندې عمل کوی. دغه زیان لرونکې وړانګې چې تل له لمر اوستورو څخه خپریږی دژوو لپاره وژونکی دی.
 دون آلن بت په هکله ډاکتر هوګ روسن وایی: په حقیقت کې ځمکه له ټولو هغو ستورونه چې په شمسی منظومه کې دی لوړ کثافت لری دځمکې په هسته کې داوسپنې اونکلو شته والی دځمکې په شاوخوا دیوې ځواکمنی مقناطیسی ساحی دجوړیدولامل ګرځیدلی. دغه مقناطیسی ساحه دون آلن په نامه یوه محفظه جوړوی چې ځمکې دزیان لرونکی وړانګو له بمباره ژغوری.
            که چېری دغه محفظه نه وای دځمکې پرسر به حیات موجود نه وو. هغه یواځنی بله ستوری چې ډبرینه مقناطیسی محفظه لری مریخ دی. خو ځواکمنی یی سل ځلی دځمکې له ساحی څخه کوچنۍ ده. دزهرې ستوری مقناطیسی ساحه نه لری.
هغه انرژی چې په دې وروستیو کلونو کې د یوې آسمانی چاودنې په پایله کې منځته راغلی په دوهمه نړیواله جګړه کې په هیروشیما کې دکارول شوی بم سل میلیارده برابره اټکل شوی ده.
لنډه داچې دځمکې پرسر یو بشپړسیستم په کاردی چې ځمکه یی چاپیره کړی او له باندنیو خطرونو څخه یی ساتی . اودغه موضوع قرآن څوارلس پیړۍ مخکې بیان کړی ده.

ستنیدونکی آسمان


قسم دی په بیا راګرځیدونکی آسمان
 (الطارق ۱۱).

د "رجع"کلمه دراګرځیدو اوبیا لېږلوپه مانا ده. څه ډول چې پوهیږو دځمکې چاپیریال له پوړونو یا طبقو څخه جوړشوی او هرپوړدځمکې لپاره یوه مهمه دنده لری څیړنو ښودلې چې یو یی ځمکې ته دوړانګو اونورو شیانو دراتلو مخنیوی کوی اوبیرته یی فضا ته لیږی اوهغه څه چې له ځمکې څخه خیږی هغه بیا ځمکې ته ستنوی. دبیلګې په ډول : 
·         تروپوسفير د ۱۳-۱۵ کيلومترو په واټن کې داوبو بخارچې دځمکې له سطحی نه هوا ته خیږی جامدوی  اوبیرته یی په اوبو بدلوی اودباران په توګه یی ځمکې ته راګرځوی.
·         د ۲۵ کیلومترو په جګوالی ستراتوسفیر یا داوزون پوړ دماورای بنفش وړانګې فضا ته بیرته ګرځوی.
·         د ايونوسفير (Ionosphere) پوړ ټولې رادیوی څپې چې دځمکې له لوری خپریږی دځمکې بیلابیلو برخو ته لیږدوی. یعنی درادیو لپاره لکه د یوې مصنوعی قمرپه څیر کارکوی. نو بیا داپوړ دبیسیم ،رادیو اوتلویزیون اړیکې په اوږدو واټنونو کې برابروی. 
·         Magnetosphere یا مقناطیسی پوړ زیان لرونکې وړانګې چې له لمر اونورو ستورو نه راځی هغه دفع کوی.

دغه حقیقتونه چې په شلمه پیړۍ کې موندل شوی  د قرآن  علمی معجزې دې.

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User