Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, April 9, 2012

دځمکې دتودوخې درجه اودکاربن له برکته ژوند:




دکاربن شته والی چې دټولو ژوو اساس یا بنسټ جوړوی دځمکۍ دتودوخې له ټاکل شوې درجې سره اړیکه لری، کاربن دعضوی مالیکولونو لپاره حتمی برخه ده چې دژوندانه بنسټ جوړوی. نو له همدې کبله دځمکې تودوخه باید یواځې اویواځې همدااوسنۍ حالت ولری.
هغه څه مو چې تراوسه وویل هغه یواځې یو لږ څه اړین توازونونه دی چې دژوندانه ددوام لپاره اړین ګڼل کیږی اوټول داجوتوی چی داپیدايښت یا خلقت دتصادف پربنا نه دی.

الله (ج) دآسمانونو اوځمکې خاوند دی ا و الله (ج) پر هرڅه توان لری ‎. (آل عمران ۱۸۹).

دستورو، لمر اوسپوږمۍ په مینځ کې دجوړښت توپیر




                      اولمر مو لکه روښانه څراغ وګرځاوه (النباء ۱۳)




څه ډول چې څرګنده ده په شمسې ټولګه کې یواځنی روښانه سرچینه لمردی. دټکنالوژی په پرمختګ سره ستوری پیژندونکی په دې پوه شول چې سپوږمۍ دنورسرچینه نه ده اوخپله روښنایی له لمرڅخه ترلاسه کوی.اودسراج کلمه دڅراغ په مانا
کنایه ده له لمرڅخه چې دروښنایی اوتودخې سرچینه ده.الله (ج) په قرآنکريم کی دلمر،سپوږمۍ اوستورو لپاره بیلابیلې کلمې کارولی.اوپه دې توګه یی آسمانی جوړښتونو کې توپیر روښانه کړی.
ااوسپوږمۍ یی نور اولمر یی روښانه څراغ وګرځاوه. (نوح۱۶).

په دغه آیت کی د "نور" کلمه دسپوږمۍ لپاره کارول شوې اود "سراج" يا څراغ کلمه دلمر لپاره. دسپوږمۍ ستایل په روښانه نور انعکاس موندونکی اوبی حرکته شوی اولمر یی په داسې توګه ښوولی اوستایلی  لکه چې یوڅه سوزی .
اوتل د روښنایی سرچینه وی. برسیره پردې دستوری لپاره دنجم عربی لغت کارول شوی چې دظاهریدونکی یا ښکاره کیدونکی مانا لری . بل لغت چې دستوری لپاره

کارول شوی ثاقب دی چې په خپله د سوزیدونکی څیز مانا لری، چې دتیارو روښانوونکی اوځلیدونکی هم ګڼل کیدای شی.

النَّجْمُ الثَّاقِبُ

هغه ځلیدونکی ستوری چې په تیارو کې  ځلیږی . (الطارق ۳).

په اوسنی زمانه کې موږ پوهیږو چې سپوږمۍ له ځانه نور نه لری اوخپل نور له لمر څخه اخلی چې دسپوږمۍ په سر لویږی اوبیا هغه ته انعکاس ورکوی.  اوهم پوهیږو چې لمر اوستوری خپله له خپل ځانه نور ورکوی . دغه موضوع ګانې داسې وخت کې قرآن یادې کړی چې انسانانو ددې مسألی دپوهیدو لپاره څه په لاس کې نه درلودل.

مدارونه اوڅرخیدونکې نړۍ

دنړۍ دتعادل یو مهم دلیل په ټاکل شوو لورو دآسمانی جسمونو خوځښت دی . ستوری اوسپوږمی ټول په خپل محور او له هغه سیستم سره چې دوی په کې قرار لری. راڅرخی.  نړۍ له یوه لطیف توازن سره تل خوځښت لری ، کټ مټ لکه دیو ماشین څرخ.
په نړۍ کې دلیدو وړ له سلو میلیاردو ډیر کهکشانونه شته چې هرکوچنی کهکشان په ځان کې میلیاردونه ستوری لری اولوی کهکشان له زرو میلیاردو زیات ستوری لری  . ډیری دغه ستوری ځانته سیاری لری اوسیاری یی بیا سپوږمکی لری.  آسمانی جسمونه ډیر دقیق محاسبه شوی مدارونه او لوری وهی. اوپه میلویونو کلونو په دغه لاره کې له نقصانه پرته  اوپرته له دې چې په توازن کی یی څه بدلون راشی خوځښت لری. برسیره پردې ډیر شمېر لکۍ لرونکی ستوری هم په خپل ټاکلی لورخوځنده دی.
مسیرونه یا تګلوری څو آسمانی جسمونو ته نه وی محدود شوی، لمریزه منظومه اونورکهکشانونه دنورو کهشکانونو په شاوخواهم راڅرخی. هرکال لمریزه منظومه اونورکهکشانونه له ځمکې سره یوځای پنځه سوه کیلومتره له خپل پخوانی ځای نه بیځایه کیږی. له دې نه څرګندیږې چې له اصلی لوری نه ډیر لږ اوښتون دنړۍ دپای سبب کیدای شی. دبیلګې په توګه که چېرې ځمکه له خپل اصلی تګلوری نه یواځې دری ملی متره انحراف وکړی ډیرې بدی پایلې به ولری . ځمکه دلمر په شاوخواکی دخوځښت په وخت کې وروسته له هرو اتلسو میلو نه ۲،۸ ملی متره له مستقیمې کرښې نه انحراف کوی څو چې یو بیضوی تګلوری ووهی ، که چېرې دغه انحراف ۳ ملی متره شی دتباهی لامل به شی.  ان که دغه کوږوالی ددوه اعشاریه اتو پرځای دوه نیم ملی متره هم شی  دځمکې دڅرخیدو مدار به ډیر لوی شی او ټول به ساړه ووهی. که انحراف یا کوږوالی له درې ملی مترو نه ډیر شی ټول ژوی به وسوځې اومړه به شی . قرآن په خپل محور باندی دآسمانی جسمونو خوځښت تاییدوی.



 
                        قسم پر هغه آسمان چې راګرځیدونکی دی. (الطارق ۱۱) 
دقران دنازلیدو په وخت کې خو ټکنالوژی دی حد کې نه وه چې ټول جسمونه چې یوله بل نه لری ول ووینی. اوڅوک نه توانیدل چې وپوهیږی خلا دمدارونو درلودونکی ده څه ډول چې په دې آیت کې راغلی:



 قسم په هغه آسمان چې په هغه کې کږی وږی لارې دی.
(الذاريات ۷).


  دلمر تګلوری


په قرآن کی راغلی چې سپوږمۍ اولمرد ټاکلی تګلوری په خواحرکت کوی.


اوهغه (الله)دی چې شپه اوورځ لمر اوسپوږمۍ یی پیداکړل چې هریو په خپل ټاکلی مدار باندې خوځښت لری. (الانبياء ۳۳).

دلمر نه سکون او په ځانګړی لوری یی خوځښت په بل آیت کی هم بیان شوی



:

                          اولمر په خپل مدار کی څرخیږی. (يس ۳۸).

دغه یاد شوی حقیقتونه چې پخوا په قرآن کې ذکر شوی اوس اوس زمونږ په زمانه کی موندل شوی. دستوروپیژندونکو له شمېر سره سم لمر په یوه ډیر ګړندی خوځښت سره یعنی اووسوه شل زره کیلومتره په یو ساعت کی په حرکت کی دی. یعنی چې دورځی داووه لسو میلیونو کیلومترو په شاوخواکی مزل وهی اوله لمر سره سم ټولې سیارې اواړونده سپوږمۍ یی هم دا لاره وهی.





 دسپوږمۍ مدار



اوهم مو دسپوږمۍ  خوځښت ټاکلو منزلونو ته مقررکړ څو چې دکجورې دنری اوزړی ښاخې په څیر راوګرځی. نه لمر ته ښایی چې سپوږمۍ ته ورسیږی اوشپې اوورځی مخکی شی اوهریو په خپل ټاکلی مدارکې حرکت کوی. (يس 39-40).
سپوږمۍ لکه دستوروپه شان په یوه مستقیم مدار کې حرکت نه کوی. په داسې حال کې چې دځمکې په شاوخوا راڅرخی ځینې وخت شاتګ کوی اوځینې وخت مخکې کیږی . ځکه چې په عین وخت کې له ځمکې سره یوځای دلمر په شاوخوا هم راڅرخی اوخوځښت یی په فضا کې لکه دیوه منظم مارپیچ په شان ده چې دسپوږمۍ داډول حرکت په خلأ کې قرآن دکجورې یاخرما زړې ښاخې ته تشبیه کړی ده.
                                             


په خلأ کې دسپوږمۍ خوځښت                                      
سپوږمۍ په خلاکې                                                      
          دکجورې  وچه شوې ښاخه
له شک پرته چې دستوروپیژندونکولپاره هغه مهال کله چې قران نازلیده ناممکنه وه چې څوک دسپوږمۍ په دغه حرکت باندی پوه شی . په پاک قرآن کې دسپوږمۍ ددغه حرکت بیان چې دټکنالوژی له لاری  اوس اوس کشف شوی یوه معجزه ګنلی شو.


















No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User