Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, April 9, 2012

د پطرولوجوړښت




هغه چې هرڅه یی پیداکړل اوسم یی کړل هغه چې اندازه یی کړل اولارښوونه یی وکړه  هغه چې شنه ګیاه یی راوویستله  اوهغه وخت یی وچ کړل اوتوریی کړل. (الاعلى 2-5).

څه ډول چې څرګنده ده پطرول په سمندر کې دنباتاتو اونورو ژوو له پاتې شونو څخه جوړیږی، میلیونونه کاله وروسته کله چې دغه پاتې شونې په سمندرونو کې ورستې شوې په یوې غوړې مادې واووښتې. چې دغه مواد دخټو اوډبرو لاندې په پای کې په نفتواوګازو بدلیږی . دځمکې دقشر خوځښت ځینې وخت په سمندر کې دتحجر لامل ګرځی اودنفتو حجری په زرګونو مترو لاندې خښیږی. ځینې وخت دغه نفت دډبروله سوریو څخه راوځی اوله څوکیلومترو لاندې نه ځان دځمکې سطحې ته رسوی چې دلته بیا تبخیریږی او قیر یی په ځای پاتې کیږی.
درې دغه یادشوی ټکی په ۲ او۴ پورتنیو یادوشوو آیتونو کې دنفتو دجوړښت له پړاوونو سره سمون خوړلای شی . په ډیر ګمان د "المرعى"  کلمه یعنې شنېلی  کیدای شی دنفتو دجوړیدو لومړنۍ مادې ته اشاره وی.  دوهمه کلمه چې دپام وړده د "احوى" کلمه ده چې دتوربخوند شنیلی لورته اشاره ده . دغه کلمه کولای شی  چې له نباتاتو نه پاتې شوی د فاضله موادو ورستېدل توضیح کړی، چې دځمکې لاندې لاهم توریږی. اوداکلمه په  "غثاء" ستایل کېږی  چې دپریکړ شوی شنه واښه په مانا ده. دغه راز کیدای شی دهغو موادو په مانا راشی چې داوبو له لاری راوړل شوی وی یا داسی چې داوبو سر ته له ځمکی رااخستل شوی وی. په حقیقت کی نفت هم له ځمکی نه رابهېږی اودیوې تورې شنې بخوندې ځګ لرونکې مادې په څیر بهیږی نو وینو چې د"غثاء احوى" کلمه څومره په مهارت اوپوهې سره په دغه آیت کی کارول شوې.  څه ډول چې مو ولیدل دنباتاتو بدلیدل په اوبلنوسريښناکواوتورو موادو باندې ډیر مشابهت لری له نفتو سره، ددغې موضوع بیانیدل په داسې وخت کې چې خلکو لا نفت او له هغو څخه  لاسته راغلی مواد لکه پطرول نه پېژندل په خپله دقرآن کریم یوه معجزه ده.

 د وخت نسبیت

د وخت دنسبیت حقیقت باندې پوهان اوس پوه شوی اوانیشتین دشلمې پېړۍ په لومړیو کې دغه فرضیه بیان کړه . اوهغه ثابته کړه چې وخت له کتلې اوسرعت سره اړیکی لری. په داسۍ حال کې چې قرآن کریم ډیر مخکی دوخت دنسبیت مسأله بیان کړی ده.

 هغه یوه ورځ دالله په وړاندې لکه  زرکاله ستاسو په شمېر ده (الحج ۴۷).

... هغه ورځ چې دپنځوس زروکلونو سره برابره ده (المعارج ۴).

له پورتنی آیت نه په روښانه توګه دوخت دنسبیت مسأله څرګندیږی.

په شپږوورځو کې پیداکیدل


ستاسو هستونکی الله چې ځمکه اوآسمانونه یی په شپږو ورځو کې پیداکړل (الاعراف ۵۴).
بله موضوع چې دقرآن اوننی ساینس په مینځکې همغږی جوتوی هغه دنړی عمر دی . پوهانو دنړی ټول عمر دشپاړسوو نه تراوولسومیلیاردو کلونو پوری اټکل کړی دی . قرآن وایی چې نړۍ په شپږو ورځو کې پیداشوې دغه دوه وخته سره له دې چې په ظاهره له یوبل سره په تضاد کې ښکاری خو په حیرانوونکی ډول یوه له بل سره ورته والی لری په حقیقت کې دغه دواړه رقمونه صحیح دی یعنی چی نړۍ په شپږو ورځو  کی چې زموږ له اووه لس میلیاردو کلونو سره معادله ده پیداشوی.

اينيشتين په کال  ۱۹۱۵ کې روښانه کړه چې زمان نسبی دی یعنې دوخت بهیر د خلأ ، چټکوالی اودجاذبې قوې له نظره سره توپيرلری . په قرآن کې دشپږو ورځو یادونه کیدلای شی دشپږو پړاوونو په مانا وی
ځکه په ځمکه کې یوه ورځ څلیریشت ساعته وی په داسې حال کې چې دنړۍ په یوه بله برخه کې  دبیلو شرایطو لاندې یوه ورځ له دی نه ډیره لنډه یا هم اوږد ه وی . دبیلګې په ډول دنپتون دکرې یوه شپه اوورځ څوارلس ساعته اولس دقیقې ده اویو کال یی له ۸، ۱۶۴ ورځو سره برابر دی . برسېره پردې دیوم کلمه نه یواځې دورځې بلکې دعصر ، زمانې ، پړاو، شېبې اووخت په مانا هم ده.  
دنړۍ په لومړی پړاوکې ، وخت ډیر ژر له هغه څه نه چې موږ یی اوس وینو تیریده ، ځکه کله چې دسترې چاودنې په وخت کې ټوله نړۍ لکه دیوه زبېښل شوی  ټکی په شان   ؤ . دنړۍ ارتېدل دسترې چاودنې په پایله کې دهغې بریدونه دمیلیونونو کلونو په کچه پراخ کړل په حقیقت کې هغه وخت په خلأ کې دنړۍ کش کیدل په نړۍ کې دسترو مهمو انشعابونو لامل شو.دسترې چاودنې دشېبې انرژی دزمان یا دوخت چلند زرمیلیارده وارې له نن څخه ورو کړ. کله چې نړۍ پیداکېدله دوخت چټکتیا زرمیلیارده برابره له نن څخه چټکه وه.  یعنی چې زرمیلیارده دقیقې زموږ معادلې دی دنړۍ دهستۍ له یوې دقیقی سره. که شپږ ورځې وشمېرومعادلې به وی له شپږ زره میلیارده ورځو سره ، ځکه  دنسبیت دقانون په پام کې نیولو سره نړیوال وخت زر میلیارده برابره دځمکې دکرې له دوخت نه چټک دی. بیانو شپږ زره میلیارده ورځې مساوی دی له     ۱۶۴۲۷ ميليونه کاله سره.   
کاله 16427104723 = 365،25 / ورځې6000000000000
له بل پلوه دخلقت هره ورځ مساوی ده دځمکې دکرې دبیلابیلو له  دورو  اوپړاوونو سره. دلیل دادی چې هرڅومره نړۍ پراختیا موندلې وای دوخت بهیر به ورو شوی وای.  ځکه  چې دنړۍ جسامت له کله نه چې دیوه ټکی په شان وه دوه برابره شو نودوخت چټکتیا نیمایی ته راښکته شوه. که دخلقت هره ورځ دځمکې دکرې دوخت له مخې  محاسبه کړو لاندې پایلې په لاس راځې:
·         دخلقت پیل ته په پاملرنې سره دپیدایښت لومړۍ ورځ چې ۲۴ ساعته کېږی برابریږی دځمکې دکرې له اتومیلیاردو کلونو سره.
·         دوهم څلیریشت ساعته چې دنړۍ جسامت دوه برابره شو اوچټکتیایی نیمای شوه دځمکې دکرې له څلورو میلیاردو کلونو سره معادل دی.
·          په همدی توګه دریمه ورځ دځمکې دکلونو له دوو میلیاردو کلونو سره معادل دی.
·         څلورمه ورځ دځمکې له یو میلیارد کلونو سره معادله ده.
·         پنځمه ورځ دځمکې دکلونو له پنځه سوه میلیونو کلونو سره معادله ده.
·         اوشپږمه ورځ دځمکې له دوه نیم سوه میلیونو کلونو سره معادلیږی.


نو د نړۍ ددې شپږو ورځو  مجموعه دځمکې دپنځلس میلیارده اواووسوه پنځوس کلونو سره معادله ده. دغه موضوع په یوه ویشتمه پیړۍ کې روښانه شوه حال داچې څوارلس پیړۍ مخکې تردې په قرآن کې بیان شوې. چې داهم دقرآن اوساینس په مینځ کې دهمغږی اومعجزی څرګندوی دی.  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User