پېړۍ پېړۍ وړاندې دسبا ټولنې دعربستان ستر مدنیت جوړاوه.
تاریخې سرچینې وایی چې سبا دفنیقیانو غوندې فرهنګ درلود. ډیر په سوداګریزو کړنو
بوخت ول . دسبا خلک فرهنګی اومدرن خلک ول . دسبا دخلکو په کتیبوکې دبیاروغاونې ،
وقف اوجوړښت کلمې ډیرې کارول شوې . دمعرب بند چې ددوی یو تاریخی اثر دی ددوی دټکنالوژی
ښه بېلګه ګڼل کېږی.
دسبا دولت په خپله سیمه کې ځواکمن لښکر درلود . دسبا
دپوځی ځواک په هکله په قرآن کې هم یادونه شوې . دسبا دیوه قوماندان پر ځان باور
دسبا ملکې ته په ځواب کې موندلی شو:
وی ویل چې موږ دبشپړ
ځواک اوځواکمنو جګړه مارونارینه ووڅخه برخمن یو. نو هوډ ستاسو پرغاړه دی چې په څه
شی امرکوی (النمل ۳۳).
دروم په پرمختللی تکنالوژۍ او دمعرب دبند په جوړېدوسره په سباکې ډېرې ځمکې کرل کیدې اوخړوبېدې. دښوځمکو
اودسوداګری لارو دوی ته ښه ژوند ورپه برخه کړی وو. خو دوی پرځای ددی چې له خدای
څخه شاکره اومنندوی واوسی ناشکره اوسرکښه ول ، اوڅه ډول چې قرآن ورته اشاره کوی
دوی ته دعرم د بند په نړیدو اودسیلاوپه راتلو
سره سزا ورکړل شوه.
دسبا دباچاهی پلازمینه معرب وه چې دخپل جفرافیای موقیعت
په درلودو سره ډیر بډای شوی ؤ. دغه ښار داضحانه
سیند ته نږدې ؤ، هغه ځای چې دجبل بلق سیند ته رسېده دبند دجوړیدو لپاره ښه ځای ګڼل
کیده . دسبا خلکو دلته یو بند جوړکړ اوخپل مدنیت ته یی پراختیا ورکړه. په پایله کې
یی اقتصاد ډیر ښه شو. معرب دخپل وخت یو پرمختللی ښار ؤ. یونانی لیکوال پلیسی دغه
ځای له نږدې لیدلی اودهغه ځای برم اوشین والی یی ستایلی دی.
ددغه بند جګوالی شپاړس متره اوسوریی شپېته متره او اوږدوالی یی شپږسوه شل
متره ؤ. ددغه بند له لاری نه زره شپږسوه هکتاره ځمکه خړوبېدله . دسبا په کتېبوکې
دغه ځای ددوو جلګو اومعرب په نامه یادشوی . دغه بند بڼونه اودانګوروتاکونه خړوبول
. ددغه بند له برکته دغه سیمه ډیره شنه ، حاصل ورکونکې اودیمن ډیره وتلی سیمه
شمېرل کیده. دوو فرانسویانو هریوه هولوى او آسترين ددتاریخی اسنادو پربنسټ ثابته کړه چې دغه بند له
پخوازمانې نه دلته شتون درلود. دغه بند په کال ۵۴۲ میلادی کې مات اودعرم سېلاو زیاتې
ورانۍ رامینځته کړې دانګوروتاکونه ، دمیوو بڼونه اوکښتونه چې سلګونه کاله دسبا دخلکو له خواګټه ترې اخستل
کیده ټول له مېنځه لاړل . خلک بېوزلی شول
اوپه پای کې دسبا حکومت له مېنځه ولاړ. دغو تاریخی واقعیتونو ته په پام سره کله چې
عظیم الشأن قران ته وګورو دابه ومومو چودواړه یوله بل سره مطابقت لری.
اودسبا دخلکولپاره په خپل وطن کې نښې وې په کېن اوښې خوابڼونوکې. وخوری
دخپل رب له روزی نه اوله هغه منندوی واوسی ددې لپاره چې ستاسو ټاټوبی نعمت لرونکی
اونیک ښاردی اوستاسو رب بښونکی دی. سره له دې هم تاسو مخ وګرځاوه بیا موږ له بندنه
سېلاو راولېږه اوددوی بڼونه موپه دوو دترخو میوو لرونکی، ګزاولږشمېر سدرباندې بدل
کړل دغه ددوی دناشکری سزاوه اوپرته له ناشکرانه چاته سزانه ورکوو. (سبا ۱۵-۱۷).
په قرآن کې دسبا دخلکوسزا د "سيل العرم" په نامه
یاده شوې . دغه کلمې دسېلاو ډول روښانوی. عرم دبند یا خنډ په ماناده. دالعرم سېلاو
یعنی هغه سېلاو چې دبند دماتیدو له کبله مېنځ ته راځی . اسلامی پوهان ددغه سیلاو
ځای اووخت هم ښکاره کړی علامه مودودی فرمایی:
"د العرم په
سېلاوکې، دعرم کلمه دبند په مانا ده څه ډول چې دعربستان دسویلی برخې په خبرو کې
کارول کېږی . هغه کېندنې چې په یمن کې سرته رسېدلی دورانیو پاتې شونې په وار
وارسره په همدې مانا موندل شوی . لکه هغه لیک چې دیمن باچا دمعرب ددیوالونو
جوړونکی ابرهه ته په ۵۴۳ او ۵۴۲ میلادی کې ورکړی ، همدغه دعرم کلمه دبند په مانا
کارول شوې . له همدې کبله دالعرم سېلاو یعنې هغه سېلاو چې دبند دماتېدو له امله
مېنځته راغلی . سېلاو ټوله سیمه ونیوه هغه کانالونه چې دسباخلکو کیندلی وو اوهغه
دیوال چې دبند لپاره ددو غرونو په مېنځ کې جوړشوی ؤ، وران شواوداوبو لګلولو سیستم
یی له مېنځه ولاړ. په پایله کې هغه هیواد چې له بڼونو ډک ؤ په داسې یوه شاړه بدل
شوی چې یو لږ شمېر ترخې اوتروې اود سدرونې په کې وې.
ورنر کلکر عیسوی لرغون پېژندونکی اود (( سپېڅلی
کتاب حق ؤ)) لیکوال دامنلې چې دعرم سېلاو هغه ډول چې قرآن یادکړی پېښ شوی دی .
دداډول یو بند شتون او دهغه ماتېدل اودټول هیواد اوبڼونو ورانېدل چې په قرآن کې
یادشوی ټول حقیقت لری.
دعرم له سېلاووروسته دسبا خلکو خپل عاید له لاسه ورکړی،
دهغوی ځمکې ورانې شوې هغو خلکو
چې له الله (ج) یی مخ ګرځولی وو پرده یی ایمان رانه وړ
اوناشکری یی وکړه نوهمداسې سزا ورکړل شوه.
دحجرخلک
د ثمود خلک داسې یوه قبیله ده چې په قرآن کې یاده شوې
اود دوی په هکله ډیر لږ معلومات شته . تاریخی سرچېنې ښیی چی کلونه مخکې د ثمود په
نامه خلکو شتون درلود . داسې ویل کېږی چې دحجر خلک هغه ډول چې په قرآن کې یادشوی
ثمود دی ځکه چې دثمود بل نوم اصحاب الحجر دی. شاید ثمود د قبیلی نوم
اوحجر دهغه ځای نوم دی چې دوی په کې اوسېدل. په حقیقت کې داسمه ده چې یونانی
جغرافیه پوه پلنی هم لیکلی چې دثمود خلکو ددوموثې اوحګرې په ښارونوکې چې اوسنې حجر دی ژوندکاوه.
پخوانی سند چې په هغه کې دثمود نوم شته دبابلیانو په
حکومت پورې اړه لری . دغه سند په اتمه مخکې له میلاده پېړۍ کې پریوقوم باندې د
بابلیانو ددوم سارګون باچا د بری په اړه دی . سارګون په یوه جګړه کې هغوی ته
دعربستان په شمال کې ماته ورکړه. ددغه قوم ټولې نښې نښانې دپیغمبر حضرت محمد (ص)
له زېږېدومخکې له مېنځه تللی. دیونان په
پخوانیو یادښتونو کې دهغوی نوم دثمودپه نامه راغلی.
اودحجرخلکو پیغمبران
دروغجن وګڼل . اوهغه نښې مو چې هغوی ته لېږلی وې له هغوټولونه یی مخ وګرځاوه. هغوی
په غرونو کې باامنه کورونه جوړول (الحجر
۸۰-۸۲).
داردن دروم په دره کې اوس هم ددوی دکورنواوظریفو توګل
شووډبرو نښې اوځایونه شته چې دپترا په نامه یادېږی . قرآن هم دکورونو په جوړولو
اودډبروپه توګلوکې ددغوخلکو استعدادته اشاره کوی.
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.