په قرآن کې دکلمو تکرار
برسېره پرهغو معجزو چې تر اوسه مو وشمېرلې ، دریاضی له
نظره نوری معجزې هم په قرآن کې شته ، چې ډیرې بېلګې یی لیدل کېږی اوپه یو شمېر ویی
پوهان پوه شوی. یوه له دغو بېلګوځنې دځینو مشخصوکلمو حیرانوونکی تکراردی چې په
لاندې توګه یی یادونه کوو:.
·
اووه آسمانونه په
قرآن کې اووه ځلې یادشوی اودآسمانونو پیدایښت هم اووه ځلې یادشوی..
·
دورځې کلمه (يوم) ۳۶۵ ځلې په مفرده توګه
اود ورځوکلمه په جمعې ډول (ايام) ۳۰ ځلې یاده شوې . دمیاشتې کلمه دوولس ځلې
یاده شوی .
·
دکرلوکلمه او دونې
کلمه هریوه ۲۶ ځلې یاده شوې.
·
دمکافات کلمه ۱۱۷ ځلې
اودبخښلوکلمه ۲۳۴ ځلې چې دمکافاتو دوه برابره کېږی یاده شوې.
·
دووایه کلمه اوووایی
هریو ۳۳۲ ځلې یاده شوې.
·
ددنیا کلمه او آخرت کلمه هریوه په مساوی ډول ۱۱۵ ځلې یاده شوې.
·
دشیطان کلمه اوملاییکه
کلمه هریوه ۸۸ ځلې یاده شوې.
·
دایمان اوکفر کلمه هریوه ۲۵ ځلې یاده شوې.
·
د دوزخ او جنت کلمې هریوه
۷۷ ځلې یاده شوې.
·
دذکات اوبرکات کلمه
هریوه ۳۲ ځلې یاده شوې.
·
دنیکو خلکو (ابرار)
اوبدو(فجار) کلمې هریو درې درې ځلې یادې شوی.
·
د تاوده اوړی اوساړه
ژمی کلمې هره یوه په مساوی توګه ۵ ځلې یادې شوی.
·
دخمراونشې کلمې هریوه
۶ ځلې یادې شوی.
·
دپوهېدواوروښنایی کلمې
هریو په مساوی توګه ۴۹ وارې یادې شوی.
·
دوعظ اوژبې کلمې هریوه
۲۵ ځلې یادې شوی.
·
دسود اوفساد کلمې
هریوه ۵۰ ځلې یادې شوی.
·
داجر اوفعل کلمې هریوه۱۰۷
ځلې یادې شوی.
·
دمحبت اواطاعت کلمې
هریوه ۸۳ ځلې یادې شوی،
·
دتګلوری یا مسیر
اوابداً کلمې هریوه ۲۸ ځلې یادې شوی.
·
دمصیبت اوشکر کلیمی
هریوه ۷۵ ځلې یادې شوی.
·
دشمس اونور کلمې هریوه
۳۳ ځلې یادې شوی.
·
دلارښوونې کلمې
اودرحمت کلمې په مساوی توګه هریوه ۷۹ ځلې یادې شوی.
·
دستونزو کلمه اودآرامښت
کلمه هریوه ۱۳ ځلې یاده شوې.
·
دښځې اونر کلمه هریوه
۲۳ ځلې یادې شوې چې دواړه ۴۶ کېږی.
·
دنارینه (هګې) اودښځې
(چر) هریو یواځې ۲۳ کروموزومه لری کله چې سره یوځای شی ۴۶ کروموزمه لری .
·
دخیانت اوخبیث کلمه
هریوه ۱۶ ځلې یاده شوې.
·
دبشر اوانسان کلمه ۶۵
ځلې اودانسان دپراختیا پړاوونه هم ۶۵ کېږی . تراب یا خاوری ۱۷ ځلې، نطفه ۱۲ ځلې
،علق ۶ ځلې ، اولحم یا غوښه ۱۲ ځلې چې ټول ۶۵ ځلې کېږی یادشوی.
·
دصلوات یا لمانځه
کلمه ۵ ځلې یاده شوې چې په شپه اوورځ کې پنځه ځلې لمونځ هم فرض دی.
د ځمکې د وچې او اوبو انډول
د بر یا وچې کلمه ۱۳ ځلې اوبحر
۳۲ ځلې یاده شوې چې ټول ۴۵ کېږی او که دهغو فیصدی وشمېرو دځمکې ۲۸ اعشاریه ۸ په سلوکې وچه ده او ۷۱اعشاریه ۱ په سلوکې اوبه دی،
دحیرانتیا خبر داده چې په همدې انډول وچه اوسمندر دځمکې پرمخ شته.
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.