Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, April 11, 2012

په قرآن کې د ابجدشمېرې




دعربی هریو توری یو حسابی ارزښت لری . یعنی هریو توری یوه شمېره څرګندوی اوپه دې توګه دتوریو له مخې محاسبې کېږی. دغې پوهې ته جمل حساب یا ابجد وایی: خلک له دغې پوهې نه په بېلابېلو ځایو کې ګټه اخلی چې یوه بېلګه یی دجفر پوهه ده.

۱          ۲          ۳          ۴          ۵          ۶          ۷          ۸          ۹
ا           ب         ج          د           ه           و          ز          ح          ط
۱۰        ۲۰        ۳۰        ۴۰        ۵۰        ۶۰        ۷۰        ۸۰        ۹۰
ى          ک         ل          م           ن          س         ع          ف         ص
۱۰۰      ۲۰۰      ۳۰۰      ۴۰۰      ۵۰۰      ۶۰۰      ۷۰۰      ۸۰۰      ۹۰۰
ق          ر          ش         ت         ث         خ          ذ           ض        ظ
۱۰۰۰
غ

جفر دوړاندوینې پوهه ده . پوهان دکلمو حسابی مانا تعبیروی . دابجد اوجفر په مېنځ کې توپیر دادی چې ابجد پیښ شوی حالت اواوسنی حالت ښکاروی اوجفر دراتلونکو پیښو احتمال بیانوی.
دغه علوم دقرآن کریم له نازلېدو سلګونه کاله وړاندې دخلکو په مېنځ کې رواج درلود. دعربو خلکو تاریخی پېښې دابجد په توریو لیکلی اودهرې پېښې نېټه یی ثبتوله اوبیا وروسته دعددی مانا په زیاتولو سره یی کولای شول نېټه ومومی.
که قرآنی ځینې آیتونه دابجد له نظره مطالعه کړو داسې رقمونه موترسترګو کېږی چې د آیت له موضوع سره اړیکه لری . کله پوهېږو یوه پېښه سمه په هغه وخت کې شوې چې دابجد له لاری له قرآنه استنباط شوې پوهیږو چې دا دیوه رمز په شانې پېښې ته یوه اشاره ده. (والله اعلم). په کال ۱۹۶۹ میلادې کې دسپوږمۍ په کرې باندې دپل اېښېدوپه هکله قرآن کې داسې راغلی:



هغه ګړۍ نږدې شوه اومیاشت شق شوه
(القمر ۱).




په عربی کې دانشقاق کلمه دسوری کیدو، شق کیدو،دیوشی دلوړیدو لامل، دځمکې کیندل اوکولبه کولو په مانا ده.
بیا مو ځمکه شق کړه اوله هغه نه مو حبوبات راشنه کړل. (عبس ۲۶-۲۷).

وینو چې انشقاق  دشق کولو یادځمکې د څیرلواوکولبه کولو په مانا هم کارول شوې ده. ددې موضوع په پام کې نیولو سره د "الشق القمر" موضوع کولای شی په کال ۱۹۶۹ کې دسپوږمۍ په کرې باندې دښکته کیدو اودسپوږمۍ په خاوره باندې څېړنوته اشاره وی.  (والله اعلم).
په زړه پورې داده چې دابجد له نظره په دې موضوع کې هم ۱۹۶۹ آیت لاسته راځی.
پام باید وکړو چې دابجد په طریقه کې ډیر بې ارتباطه رقمونه هم لاسته راتلای شی. اودمناسبو رقمونو موندل ډیر لږ دی خو بیاهم له دغه آیت نه لاسته راغلی عدد ډیره عالی پایله په لاس راکوی.
په کال   ۱۹۶۹ کې امریکایی خلاوهونکو دسپوږمۍ کره په بېلابیلو وسایلو کینلې وه اوخاوره یی دڅېړلو لپاره ځمکې ته رواړې وه.
داهم باید روښانه کړو چې دسپوږمۍ شق کول زموږ دپیغمبر حضرت محمد(ص) معجزه هم وه. خلکو له رسول الله (ص) وغوښتل څوچې یوه معجزه دوی ته وروښیی څو چې دوی ایمان راوړی، محمد(ص)    دګوتې په اشاره سپوږمۍ دوه ټوټې کړه اودهغه په مینځ کې دحرم دغره دوه څوکې لیدل کېدې (بخاری). له دې آیت نه منظور د رسول اکرم(ص) معجزه هم کیدلاشی . خوداچې قرآن داسې یو کتاب دی چې په ټولو زمانو پورې اړه لری نو ځکه په عین وخت کې دسپوږمۍ پرکرې څېړنو ته هم کې اشاره کیدلای شی.

ا
ل
س
ا
ع
ه
و
ا
ن
ش
ق
ا
ل
ق
م
ر
1
30
60
1
70
400
6
1
50
300
100
1
30
100
40
200

ددې عددونو ټولګه ۱۳۹۰ کېږی او۱۳۹۰سپوږمېز هجری  کال برابر ؤ له ۱۹۶۹ میلادی کال سره.

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User