Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, April 9, 2012

دکایناتو یانړۍ پیدایښت

 

 


دشلمې پیړۍ ترمنځنیو کلونوپوری په اصطلاح ځینو علمی ټولنو کې داسې انګیرل کیده چې دغه نړۍ لایتنهایی اوبې پایه دتل لپاره موجوده ده اوتل به وجود ولری. ددغې فرضیې پربنسټ داسې ګڼل کیده چې کاینات ثابت  Static Universeدی پیل اوپای نه لری.
ددې په پام کی نیولو سره چې نړۍ دثابتو اونه بدلیدونکو موادو ټولګه ده دمادی فلسفې بنسټ کیښودل شو، چې په پایله کې  دخالق له وجود څخه ددغې فلسفې قبلوونکو انکار وکړ.په داسې حال کی چې په را وروسته موده کې ساینس اوټکنالوژۍ  دثابتوکایناتوفرضیه ردکړه.  
اوس چې موږ په یوویشتمه پیړۍ کې یو اونوې څرکونه زموږ په انتظارکې دی. تراوسه ډیرشمیر تجربې، څیړنې اومحاسبې دنړۍ دفزیک پوهانو اوڅیړونکو له خوا ترسره شوی اوثابته شوې چې نړی یو پیل درلود اوپه لنډه شیبه کی دیوې ځواکمنې چاودنې په پایله کې له هیڅ څخه رامینځته شوې. برسیره پردې اوس دماتریالیستانو دنظریې پرخلاف داثابته شوی چې دنیا ثابته اومعینه نه ده.
پرخلاف ددې نړۍ تل دحرکت ، بدلون اوپراختیا په حال کې ده. داحقیقتونه نوی موندل شوی چې دمادی پرستانو دنظریی پرتابوت وروستی میخونه ټکوهی.علمی نړۍ اوس دغه علمی حقیقت منلی دی.
قرآن دکایناتو پیل داسې بیانوی:



(الله) دځمکې اوآسمانونو پیداکونکی دی. (الانعام ۱۰۱).
چې دپوهانو یادې شوی نوې موندنې دقرآن له دغې وینا سره مطابقت لری.
څه ډول چې مخکې وویل شول فزیک پوهان دې پایلې ته رسیدلی چې ټول کاینات له خپلو ټولو مادی اوزمانی ابعادو سره دیوې سترې چاودنې په اثر ډیره موده مخکې مینځته راغلی چې دغه پیښه دسترې چاودنې یا Big Bang په نامه یادیږی چې له هیڅ څخه دکایناتو دپیدایښت دنظریی  تاییدوونکی ګڼل کیږی.
څه ډول چې ټول پوهان اوس دې موافقې ته رسیدلی چې دغه چاودنه پنځلس میلیارده کاله مخکې له یوه ټکی نه صادره شوی.
اومخکې له دغې سترې چاودنی څخه دمادې په نوم څشی وجود نه درلود. دنیستی له حالت څخه چې نه مادې نه انرژۍ او ان وخت یا زمان موجود نه ؤ رامنځ ته شول. دغه مسأله چې په دې وروستیو کې څرګنده شوې څوارلس پیړۍ مخکۍ قران یاده کړی.
دامریکې دخلأ اوالوتنو ادارې  یاNASA په کال ۱۹۹۲ کی په خلأ کی دسترې چاودنې پاتې شونې وموندلې. دغه ستر کشف ډیر ښه مدرک دی چې له هیڅ څخه دکایناتو درامنځته کیدوحقیقت روښانوی.

دکایناتو پراختیا

قرآن  څوارلس پیړۍ مخکی  چې هغه وخت لادساینس اونجوم پوهې لومړنۍ بڼه درلوده د کایناتود پراختیا  په هکله داسې فرمایلی: 



        
   اوآسمان مو په خپل قدرت سره ودراوه اوهغه ته پراخوالی ورکوو(الذاريات ۴۷).

څه ډول چې په دې آیت کې لیدل کیږی د سماء کلمه چې آسمان ژباړل شوی دقرآن په ډیر ځای کې راغلی . سماء  په فضا اوپراخو کایناتو باندې دلالت کوی. اوپه دی ځای کی هم همدا مانا لری. یعنی چې کاینات پراخوالی مومی د(انا لموسعون) کلمه دا مانالری چې ( موږچې هغه ته مدام پراخوالی ورکوو). موسعون د وسعه له ريښې څخه اخستل شوې یعنی پراختیا ورکول اودله مانا یعنی ډیر دی. بنا پردې دغه جمله وایی چې: موږ آسمان یاکایناتوته ډیرپراخوالی ورکوو. داهغه پایله ده چې اوسنی پوهان پری پوهیدلی.
دشلمې پیړۍ ترپیله پوهان په دې اند ول چې کاینات ثابت طبیعت لری اوتل موجود دی. په داسی حال کی چې نویوڅیړنو ، شواهدو اومحاسبو دمعاصری ټکنالوژی په مټ دا وښوده چې کایناتو پیل درلودلی اوتل به پراخیږی.
دشلمې پیړۍ په پیل کی روسی فزیک پوه الکساندر فریدمن اوبلجیمی ستوری پیژندوکی جورج لمیتر محاسبه وکړه چې کاینات تل دحرکت اوپراخوالی په حال کی دی. دغه خبرونه اومعلومات د۱۹۲۹ کال په لیدنو اوڅیړنو کی تایید شوی. ادوین هوبل امریکایی ستوری پیژندونکی دتلسکوپ له لاری ولیدل چې ستوری اوکهکشانونه تل یوله بل څخه دلرې کیدو په حال کی وی. چې دغه لیدنه اوڅیړنه دستوری پیژندنې په پوهه کی ستره پرمختیا وه. هوبل ومونده چې دستوروپه مینځ کی دفاصلی په زیاتیدو سره دهغو روښنایی سره کیږی. ځکه چې دنوری فزیک له قانون سره سم هغه نور چې دلیدلو دټکی په لور راځی بنفش رنګ نیسی اوکله چې دلیدو له ټکی څخه فاصله نیسی ډیرسور رنګی کیږی. لنډه داچې دهوبل دمشاهداتو سره سم ستوری اوکهکشانونه هره شیبه یو له بله دلری کیدو په حال کې دی . هغه نړی چې هرڅه په هغه کې یو له بل څخه لری کیږی داسی نړۍ وی چې تل پراخوالی مومی. ددې موضوع دلاروښانتیا لپاره فرض وکړۍ چې نړۍ د پوقانې دسطحې په شان ده، هرڅومره چې دغه پوقانه ډېره پو شی په همغې کچې یی دسطحې دمخ ټکی یوله بل څخه لرې کیږی. آسمانې کرې هم کله چې یوله بل نه لری کیږې نو نړۍ پراخوالی مومی. دغه موضوع په نظری توګه دشلمې پیړۍ دوتلی پوه البرت انیشتین له خوا کشف شوه، خو ددې له امله چې  دثابتې نړۍ دنظری پلویان ډیر ول انیشتین په خپلې دغې موندنې ډیر ټینګار ونه کړ،چې وروسته ده خپله دغه کړنه دخپل ژوندانه یوه ستره تیروتنه وبلله.  
دغه موضوع قرآن هغه وخت ښودلی وه چې تلسکوپ اواوسنۍ ټکنالوژی لا نه وه، داځکه چې قرآن دټول عالم دخالق کلام دی.

دنړۍ  پای اوسترانقباض


څه ډول مو چې مخکې وویل دنړی خلقت له یوې سترې چاودنې پیل شو، اوله همغه ټکی نه نړۍ تل مخ پر پراخیدو ده. پوهان وایی کله چې دنړۍ کتله په کافی کچه لویه شی په پای کې به دغه پراخیدنه تمامه شی، ځکه دثقل قوه به یی په خپل ځان کی داضمحلال سبب شی. عقیده پردی ده چې نړۍ به دیوه ستر انقباض یا Big Crunch پر مخ درومی ، چې دابه دژوند انه داوسنۍ څیرې پای وی. اناتا کوش اواندرې لیند دسانفورد پوهنتون فروفیسران داسې لیکی:
نړی به انقباض وکړی اوله مینځه به ولاړه شی ، ټول هغه شیان چې موږ یی وینو یا یی نه شو لیدلی هغه به انقباض وکړی اوله پروتون څخه به دیوه کوچنی ټکی په شان شی، کټ مټ په دی شان به لکه موږچې په یوه تور سوری کې واوسو. دوی وایی چې موږ پردی پوه شوو چې انرژی به په تدریجی توګه منفی شی اونړی  به دبی ثباتی ، انقباض اوپه پای کی دله مینځه تلو سره مخ شی.فزیک پوهان پوهیږی چې تیاره انرژی کولای شی منفی شی اونړی به په یوه لرې راتلونکی کې مضمحله شی. اوس کیدای شی موږ دنړی دژوندانه په پیل کې نه بلکې په منځنیو وختو کې واوسو.
Big Crunch یا دستر انقباض نظریه وایی هغی نړۍ چې پراختیا موندلې په چټکۍ سره به مضمحله شی ترهغو چې خپله ټوله کتله له لاسه ورکړی اوپه یوه واحد ټکی به دلایتناهی کثافت سره واوړی. دغه موضوع په پاک قرآن کې داسې راغلې:



هغه ورځ چې آسمانونه دیوه طومار په شکل تاوراتاوکړو اوهغه لومړنی حالت ته به یی راوګرځوو چی لومړی ځل مو پیداکړی وو دغه وعده ده چې سرته به یی ورسوو.
                                                                                  (الانبياء ۱۰۴).

اوپه یو بل آیت کی داسې ویل شوی:دقیامت په ورځ به ځمکه دده په قبضه کی وی اوآسمانونه به تاوراتاو دده په ښی لاس کی وی.   (الزمر ۶۷).

د Big Crunchدفرضیی مطابق نړۍ په تدریجی ډول اوپه کراره مضمحله کیږی اوشاته درومی. په پای کی به نړی دیوه لایتناهی کثافت درولودونکی شی اوبی حده به توده اوکوچنی شی. دساینس دغه فرضیه له قرانی توضیحاتو سره مطابقت لری.


 له تاوده لوګی نه خلقت




نن پوهان کولای چی له سرو اوګرمو وریځونه دستورو جوړیدل ووینی. دغه راز نړۍ هم له دګازاتو له یوې ګرمې کتلې څخه جوړه شوې چې قران کریم دپوهانو دغه کشف تاییدوی.
                         اوکله یی چې آسمانونو ته پام وکړ لوګۍ ؤ. (فصلت ۱۱).
لوګی ته په عربی کی دخان وایی چې په دغه آیت کی سور لوګی عالم ته ویل شوی. دغه مسأله په قرآن کی په یوه کلمه کی تشریح شوی ده، ځکه چې لوګی دیوې حرارت لرونکی ګاز کتله وی چې یوله بل سره تړلو کوچنیو ذرونه جوړشوی. په دغه ځای کې قرآن دعربی ډیره ښه کلمه دکایناتو دهغه پړاو دجوړیدو لپاره کارولې. باید یادونه وشی چې یواځې په شلمه پیړۍ کې پوهان په دې وپوهیدل چې نړۍ له تودوخې لرونکو ګازونوڅخه دلوګۍ په شکل جوړه شوې. چې دغه معلومات دقرآن له معجزو څخه شمېرل کیږی.

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User