Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, April 11, 2012

په قرآن کې د نولس عدد معجزه





بله معجزه په قرآن کې د۱۹ عدد معجزه ده په لاندې آیت کې پردې عدد ټینګارشوی.
 اوپرهغه نولس تنه ګمارل شوی دی (المدثر ۳۰).

·         بسم الله الرحمن الرحيم له نولسو تورو جوړشوی.
·         قرآن  ۱۱۴ سورې يعنى (19×6) لری.
·         لومړنۍ سوره چې نازله شوې ۹۶ سوره ده چې دقرآن له پایه دپیل لورته تردې سورې پورې ۱۹ سورې کېږی.
·         لومړی ځل دشپږنوی یمې سورې لومړنۍ پنځه آیتونه نازل شوی چې دعلق سوره ده . دغه آیتونه ۱۹ کلمې لری.
اقرا باسم ربک الذى خلق * خلق الانسان من علق * اقرا و ربک الاکرم *
۱    ۲   ۳     ۴     ۵      ۶     ۷     ۸   ۹     ۱۰    ۱۱    ۱۲
الذى علم   بالقلم * علم الانسان  ما    لم يعلم *
۱۳    ۱۴   ۱۵      ۱۶   ۱۷  ۱۸   ۱۹

څه ډول مو چې ولیدل دغه پنځه آیتونه ۱۹ کلمې لری .د (و، د، ب) توری کلمه نه شمېرل کېږی نوځکه نه دی شمېرل شوی.
دقران لومړنۍ سوره یعنې دعلق سوره ۱۹ آیتونه لری اوټول ۲۸۵ توری لری چې  (19×15) کېږی.
·         دقرآن وروستی سوره یعنې نصر ټول نولس کلمې لری.
·         دنصرلومړنۍ آیت  "اذاجاء نصر الله و الفتح"  له نولسو تورو جوړشوی.
·          بسم الله الرحمن الرحيم ۱۱۴ ځلې  يعنى (19×6) په قرآن کې یاد شوی .دقرآن   ۱۱۳ سورې په بسم الله الرحمن الرحيم پیل شوی اویواځې یوه سوره دتوبې په خپل پیل کې  بسم الله الرحمن الرحيم نه لری. پرځای یی دنمل سوره کې دوه ځلې بسم الله الرحمن الرحيم شته.  یو ځل دسورې په پیل کې بیا په ۳۵ آیت کې په زړه پورې داده که چېری دتوبې له سورې نه دنمل ترسورې پورې وشمېرو دنمل سوره نولسمه کېږی.
·         که دنمل دسورې شمېره چې  ۲۷ ده دهغه آیت له شمېرې سره چې په هغه کې  بسم الله الرحمن الرحيم راغلی یعنې ۳۰ آیت سره جمع کړو  ۵۷ (19×3) به لاس راځی.
·         دتوبې له سورې نه دنمل ترسورې پورې دشمېرو مجموعه  ۳۴۲  (19×18) .
(۹+۱۰+۱۱+۱۲+۱۳+۱۴+۱۵+۱۶+۱۷+۱۸+۱۹+۲۰+۲۱+۲۲+۲۳+۲۴+۲۵+۲۶+۲۷+۳۴۲)
·         د الله (ج) دنامه مجموعه په ټولو آیتونو کې چې شمېره یی پر۱۹ پوره ویشل کېږی لکه  ۱۹، ۳۸، ۵۷، ۷۶ و غيره) ۱۳۳ کېږی يعنى (19×7).
·         دیونس ،هود، يوسف، ابراهيم، الحجر دسورې لومړی کلمه  "الر" ده. 
ددغو تورو دشمېرمجموعه  (الف، لام و را) په دې سورو کې داسې ده:
۲۴۸۹ (19×131)، ۲۴۸۹(131×19)، ۲۳۷۵(19×125
۱۱۹۷(19×63) او ۹۱۲(۴۸×۱۹).
·         دپیل دتوروشمېر یعنی  الف، لام، ميم او را مجموعه  ۱۴۸۲(19×78) ځلې ده. الف ۶۰۵ ځلې، لام ۴۸۰ ځلې، ميم ۲۶۰ ځلې او را ۱۳۷ ځې راغلی.
·         د قاف، حا، يا، عين او صاد توری یواځې دقرآن په یوه سوره کې راغلی . په دې سوره کې ق ۱۳۷ ځلې، ح ۱۷۵ ځلې، ى ۳۴۳ ځلې، ع ۱۱۷ ځلې ا و ص ۲۶ ځلې راغلی.  چې مجموعه یی ۷۹۸ (19×42) کېږی.
·         د "واحد" ارزښت په مانا دیوه ۱۹ عدد دی. دغه کلمې له نوروبېلابېلو کلموسره په قرآن کې کاردیدلې خو دالله له کلمې سره ۱۹ ځلې یادشوی.
و                ا           ح          د
۶                ۱          ۸          ۴
·         دهغو سورو اوآیتونو دشمېرې مجموعه چې د "واحد" کلمه نولس ځلې په کې واقع شوې ۳۶۱ (19×19)  دی.
·         د "وحده، " عربی کلمه یعنې یواځې د الله  بنده ګې وکړه په   ۷۰آیت ، د ۷ سورې  ۴۵ آیت د  ۳۹ سورې، ۱۲ آیت  ۴۰ سورې،  ۸۴ آیت د ۴۰ سورې او ۴ آیت د۶۰ سورې یاده شوې ده.  ددغو عددونو مجموعه ۳۶۱ (19×19) کیږی.
·         دآیتونو شمېر له لومړنیو مقطعاتو تورو (الم دبقرې دسورې په پیل کې)  تر وروستیو  (ن د القلم په سوره کې) ۵۲۶۳ (19×277) دی. ددې دواړوسورو په مینځ کې   ۳۸ (19×2) سورې چې د مقطعاتو توری نه لری شته. درحمن کلمه ۵۷ ځلې (۱۹×۳) په قرآن کې شته.
·         دیرش بېلابېل عددونه په قرآن کې یادشوی چې ټولګه یی  (19×8534) کېږی.
۱+۲+۳+۴+۵+۶+۷+۸+۹+۱۰+۱۱+۱۲+۱۳+۱۴+۱۵+۱۶+۱۷+۱۸+۱۹+۲۰+۳۰+۴۰+۵۰+۶۰+۷۰+۸۰+۹۹+۱۰۰+۲۰۰+۳۰۰+۱۰۰۰+۲۰۰۰+۳۰۰۰+۵۰۰۰+۵۰۰۰۰+۱۰۰۰۰۰=۱۶۲۱۴۶  (۸۵۳۴× ۱۹)
·         برسېره پردې دیرش عددونو په قرآن کې اته کسری عددونه هم یادشوی (۲/۱، ۱۰/۱، ۸/۱، ۶/۱، ۵/۱، ۴/۱، ۳/۱، ۳/۲) يعنی ټول عددونه ۳۸ (۱۹x۲) کېږی.
·         لومړنۍ سوره چې  ۱۹ آیتونه لری دانفطار سوره ده چې دالله په کلمې پای ته رسېږی . اودا دپای له لوری نولسمه دالله کلمه ده. د "ق" سوره  ۵۷ دق توری  لری یعنی(۱۹×۳) دی.  دغه راز دشوری سوره هم چې دق په مقطعه پیلېږی ۵۷ دق توری لری چې بیاهم (۱۹× ۳)  کېږی. 
·         د ق سوره چې پنځوسمه سوره ده او ۴۵ آیتونه لری ، نو مجموعه یی ۹۵ (۱۹×۵) کېږی. 
·         د شوری سوره چې دوڅلویښتمه سوره ده ا و ۵۳ آيتونه لری چې تولګه یی بیاهم ۹۵ یعنی (۵×۱۹  ) کېږی.
·         د مجيد کلمه چې د "ق" سورې په لومړنی آیت کې راغلی دابجد له نظره ۵۷ کېږی اوپه دې سوره کې دق توری ۷۵ ځلې راغلی چې ۵۷ هم معادل دی له  (۱۹×۳) کېږی.
·         په قرآن شریف کې دق توری  مجموعه ۷۹۸ کېږی چې مساوی دی له  (۱۹× ۴۲) کېږی او دق سوره ۴۲ سوره ده چې دمقطعاتو توری په کې راغلی.
·         "ن" دقلم سورې په سره کې راغلی چې ټول  ۱۳۳ (۱۹× ۷) عدده  "ن"  په دې سوره کې شته .
·         د (ی) او (س) توری دیس سورې په سرکې راغلی . "س" په دې سوره کې ۴۸ ځلې او د ی توری ۲۳۷ ځلې راغلی چې ددواړو مجموعه مساوی ده له  ۲۸۵سره یعنی(۱۹× ۱۵) .
·         د "الم" دمقطعاتو توری دشپږو سورو په سرکې راغلی . په البقره، ال عمران، العنکبوت، الروم، لقمان او السجده کې.  د الف دتوری شمیر دلام اومیم هریو په دې سوره کې د۱۹ ضریب دی . ددغو تورو ټولګه په دغو سورو کې ،  ۱۹۸۷۴ (۱۹×۱۰۴۶) کېږی.
۹۸۹۹ (۱۹×521)، ۵۶۶۲ (۱۹× 298)، ۱۶۷۲ (۱۹×88)، ۱۲۵۴ (۱۹× 66) و ۸۱۷ (۱۹×43)
·         کله چې دهغو سورو دآیتونو شمېر چې ضریب یی۱۹ کېږی له بسم الله سره جمع کړو لاندې عدد ترلاسه کېږی. ۱۹× ۱ نولسمه سوره یا دمریم سوره  ۹۹ آيتونه
۱۹× ۲سوره ۳۸ يا ص  ۸۹ آيتونه  
      ۱۹× ۳،  ۵۷ سوره  يا حديد  ۳۰ آيتونه
      ۱۹× ۴سوره ۱۱۴ يا ناس  ۷ آيتونه  
چې ددې سورتونو دآیتونو شمېر  ۲۶۶ (۱۹× 14) کېږی.
·         دفرمان  یوسه کلمه نولس ځلې .
·         د عبد، عابد او اعبدو کلمې مجموعا ۱۹۲ (۱۹× 8) ځلې یادې شوی.
·         د الله نوم الواحد  دابجد له نظره ۱۹ دی.
·          الجامع نوم دابجد له نظره ۱۱۴ (۱۹×۶) دی.

۱۹یوخارق العاده عدد:

نولس د۹ او۱۰ په توان دیو مجموعه ده . د۹ او۱۰ په توان د ۲ مېنځ کې توپیر هم ۱۹ کېږی .
۱۹        ۹+۱۰                ۱۰۱
۱۹        ۸۱-۱۰۰             ۱۰۲

·   لمر، سپوږمۍ اوځمکه وروسته له هرو ۱۹ کلونو دیوې مستقیمې کرښې په سر واقع کېږی.
·   دهالی لکۍ لرونکی ستوری وروسته له ۷۶ کلونو یعنې (۱۹×۴ ) له شمسی یالمریز نظام څخه تېریږی.
·   دانسان بدن ۲۰۹ ( ۱۱×۱۹ ) هډوکی لری.
·    دانسان لاس ۱۹ هډوکی لری ( پرته دلاس له بنده)

 د پاسکال په مثلث کې د۱۹  ځای:

·         دپاسکال په مثلث کې دلومړنیو عددونو مجموعه ۳۸ یا (۲×۱۹) کېږی.







     ۱
               ۱  ۱    
            ۱  ۲   ۱
         ۱  ۳    ۳   ۱
      ۱   ۴   ۶    ۴    ۱
  ۱   ۵   ۱۰   ۱۰   ۵   ۱
           ۱  ۶   ۱۵   ۲۰   ۱۵   ۶   ۱
        ۱  ۷  ۲۱   ۳۵   ۳۵   ۲۱   ۷   ۱  

·         د پاسکال د مثلث د۱۹  لومړنیو عددونو ټولګه ۵۷( ۳×۱۹ ) کېږی.
·         د پاسکال مثلت په ریاضی کې د احتمالاتو د محاسبې لپاره پکارېږی.
·         نو د لومړنیو عددنو مجموعه او د پاسکال د مثلث د۱۹ لومړنیوعددونومجموعه دواړه په ۱۹ دتقسیم وړدی.

دقرآنی ځینې آیتونو اوپاسکال مثلث په مېنځ کې یوشمېراړیکې:

·         دعلق سوره چې لومړنۍ نازل شوې سوره ده له وروسته نه مخکې لورته نولسمه سوره ده . دغه سوره نولس آیتونه لری چې ټول له ۲۸۵ توری ده یعنې ( ۱۹ ضرب د۱۵) ددې آیت پنځه لومړنی آیتونه ۷۶ توری لری یعنی ۴ ضرب د۱۹ . د القلم د سورې لومړنی آیتونه چې دویمه نازل شوې سوره ده له ۳۸ کلمو نه جوړه شوې (۱۹× 2).
·         دریمه وحیه چې دمزمل سوره وه  ۵۷ کلمې (۱۹× 3) ده.



























د ادبیاتو له اړخه د قرآن کمال
د قرآن د تقلید ناشونتیا

  د قرآن اعجاز مو د ساینس اوحساب اوتاریخ له اړخه تردې دمه وښوده . برسېره پردې د قرآن یوه ځانګړنه داده چې له ادب اوبلاغت  نه ډکه بڼه  لری.چې تقلید ترې نه شی کیدلای. باید ووایو چې قرآن د انسانانود هر عمر اوهرجنس  ډلو ته خطاب کوی . قرآن په یوه روښانه او جامع ژبه خپلوویونکو ته په هرکچه زده کړې اوپوهه چې لری لیکل شوی.

                         اوموږ قرآن آسانه کړ لپاره دیادولو(القمر ۲۲).
سره له دې چې قرآن یوه آسانه اوجامع بڼه لری خو کله هم د قرآن د بیان تقلید څوک کولای نه شی.

 که تاسو په هغه څه کې چې موږ دخپلو بنده ګانو لپاره لېږلی شک کوی نو یوه سوره دهغه په څیر جوړه کړی اوخپل شاهدان پرته له الله نه خپلې مرستې ته وغواړی که ريښتیا وایی. که ومو نشو کړای اوهېڅ کله هم نشی کولای نو وډار شی له هغه اورنه چې دسونګ توکی یی انسانان اوډبرې دی او دکافرانو لپاره یی وعده شوې. (البقره ۲43).

د قرآن یو اعجاز چې په پورتنیو آیتونو کې ورته اشاره شوې دادی چې هېڅ څوک هم نه شی کولای له هغه سره مشابه سورې اوآیتونه جوړکړی ، څومره چې د یوه کلام د تقلید امکان ناشونی وی په همغه کچه یی اعجاز ستر دی . بیاکله چې میلیاردونه انسانان دسلګونو کلونو په ترڅ کې نه شی کولای د قرآن سره مشابه څه ولیکی د دغه مبارک کتاب پر  اعجاز باندی ټنیګ دلیل دی.  اربوتنات په خپل  کتاب چې دانجیل اوقران د جوړښت ترنامه لاندی  لیکل شوی داسې وایی:
" د ادبیاتو له اړخه قرآن دیوې خالصې عربی بېلګه ده چې په نیمه شعری اونیمه نثری ډول لیکل شوی. ان دژبې استادان کله کله  دخپلې ژبې دادبیاتو قاعده اودستوردقرآنی آیتونو پربنسټ تنظیموی. سره له دې چې ډیرو خلکو زیار ایستلی خو هېڅوک هم پردې نه دی بریالی شوی چې په داسې ښکلې بڼه څه ولیکی. ". 
هغه کلمې چې په قرآن کې کارول شوی هم دمانا اوهم له اروایی اړخه دځانګړی فصاحت ، اغېزې اودلیکلودبڼې څخه برخمنې دی . په داسې حال کې چې هغه کسان چې نه غواړی په قرآن ایمان راوړی دځان لپاره ډیرې بانې لټوی هغوی دقرآن له ټولو ښکلاوو نه انکارکوی.

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User