Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, March 20, 2012

نوی کال لمانځل: د ړندو خلکو ړوند تقليد!



نوی کال لمانځل: د ړندو خلکو ړوند تقليد

لیکوال: عنايت الله کاکړ

زمانه یو لړ دی اوکلونه او شپې ورځې يې تسپې دي. موږ دادی د خپل ژوند يو بل کال هم تر سر واړاوه او پدې ډول مو ګواکې د زمانې یوه تسپه شاته پوري وهله.
په موږ کې ځينې شته چې د کال لومړۍ ورځ د نوروز په نامه لمانځي. دغه حال په لويديځ کې هم وي. هلته هم د نوي کال شپه او ورځ په تېره بیا د ځوانانو له لوري په خورا درز سره لمانځل کيږم. په هغه ښار کې چې زه اوسم د مسلمانانو دی، خو د نوي کال دپيل شپه او دا بله ورځ په ښار کې سم غوبل وي. ځوانان له مستۍ په ځان نه پوهيږي. هوايي ډزي کوي او دشرابو جامونه کړنګوي. سړی ګومان کوي چې په کوم غير اسلامي هيواد کې اوسي.....
د اروپايانو لپاره بېشکه د نوي کال پيل د خوښۍ پيلامه هم وي او دخوښۍ پايله هم. داڅه دوه اړخه لري. لومړی دا چې هغوي د ژوند يواځې مادي اړخ لري. هلته معنويت نشته چې يو سړی دې دساري په ډول د حج،عمرې او اخترونو په مناسبتونو کې خوشالي وکړي. هلته بس نوی کال هم اختر دی او هم يوه مذهبي لمانځنه! بله داچې هغوي د نوي کال په پیل کې خوشالي ځکه کوي چې هغوي يو بريالی کال ترشا پرې ايښی وي. هغوي پخپل فردي او ټولنيز ژوند کې د کال په سر کې موخي ټاکي. ټول کال بس پر کار ددې لپاره لګيا وي چې د کال په پای کې خپلو موخو ته ځان ورسوي. دکال په پای کې چې کله خپل کارونه و ارزوی نو ګوري چې موخې يې خورا په برياليتوب ترلاسه کړيدي او پدې ډول د خوښۍ جامونه پر سر اړوي او پايکوبونه کوي....
خو زموږ يې له خیره؟ زموږ مثال د ړندو چرګانو دی. بس چې له کومې خوا راباندي د نورو چرګانو غږ ولګید موږ هم پر هماغه لوري ور خطا وتلي يو. دې ته نه ګورو چې آيا له موږ سره هماغه روحيه شته کومه چې له لويديځوالو سره د نوي کال دلمانځلو پر مهال وي؟
آيا موږ کله هم په ژوند کې یوه لنډ مهاله موخه ټاکلي ده؟ آيا موږ کله هم د کال په پيل کې د ټول کال په ترڅ کې د ترسره کونکو دندو په اړه یو مهال ويش او یا هم استراتيژي طرحه کړيده؟ آیا کله مو هم په یوه ټاکلی مهاليز چوکاټ کې کومه دنده یا ماموريت په برياليتوب سره ترسره کړی دی؟
ګومان کوم له ما نيولي بيرته تر ماپوري به الا ماشاءالله د ټولو ځوانانو ځواب منفي وي.....
ښه نو چې داسې ده نو بيا په کومه خوشالۍ کې پورته پورته غورځو؟
دې ته خوښيږو چې له ژونده مو يو بل کال هم کم شو او مړينې او قبر ته د یوه کال په واټن نور هم ورلنډ شو؟
څوکاله وړاندي مې په غزني کي له يوه ځوانه چې د نورو په منځ کې ډير سرشاره او بدمسته ښکاريده وغوښتل چې وروره تاسې بېشکه د خوشالۍ حق لرﺉ، خو دا ملت په تيره بيا ددې ښار اوسيدونکي هم حق لري چې د دولتي رخصتي دغه ورځ په کورونو کې د خپلو بچيانو ترڅنګ په ارام تيره کړي...ځوان په خورا بې پروايي ځواب راکړ چې ته نه پوهيږې چې نن د نوي کال لومړۍ ورځ ده؟ نوروز دی نوروز؟
ما له ځان سره فکر کاوه ښه نو څه چې نوروز دی؟ د نوي کال لومړنۍ ورځ ده نو څه وشول؟ په دابله ورځ مې هماغه ځوان ليده چې يوه لاسي کراچۍ يې ترځان دمخه کړي وه!
ګواکې ده هيڅ دليل نه درلود چې د نوروز په ورځ دومره ګرمجوشي له ځانه وښيي!
ما چې دغه ځوان او ترمخ يې روانه کراچۍ ولیدل نو فکر واخيستلم. د نوروز په ورځ دغه زلمی بيخي په بله بڼه وو. ماچې دده مستي او پايکوبي ته کتل ګومان مې کاوه چې په ژوند کې به د درد اوغم له څنګه هم نه وي تير شوی. دامې هم ګومان کاوه چې کيدای شي دی هم زموږ دهيواد په اشرافيه قشر پوري اړه ولري.....
خو داسې نه وه. بلکې ددې ټولني د ټيټ قشر يو غړی ځوان وو چې غوښتل يې په نوروز کې د خپلې مستۍ له لاري د خپل فقر او کمترۍ احساس يو څه کم کړي. خو حقيقت دا دی چې دغه ځوان په اصل کې د اشرافيه نازدانه ګانو د اسټايل د کاپي کولو له لاري د خپلي کمترۍ د احساس خورا ډاګيزه څرګندونه کوله!
موږ په دا ډول ړندو او کور کورانه تقليدونو کې کله کله خپل دوديز عنعنات هم ترپښو لاندي کړو. د نوروز د لمانځلو له لاري هڅه کوو چې وښيو چې ګواکې دا څه زموږه یوه لرغوني عنعنه ده! خو له بده مرغه پر هيواد د خپرې بدمرغۍ او دجګړې او انسان وژني ويړټغرته په کتلو سره مو هم له خپلو هيوادوالو سره د خواخو‌ږۍ حس راونه پاريده.
نن ورځ په پنجوايي کې خلک دبدمسته امريکاي ځناورانو پرلاس د رژيدلو تنکيو ګلونو ماشومانو د وير پر ټغر ناست دي... دهغوي د وينو څاڅکې لا وچ ندي او موږ ته ګورﺉ چې د هيواد په ګوټ ګوټ کې څه پر ينډوخر بوخت يو!
د يوې شيبې لپاره مو دا فکر کړی چې که زما پرکور امريکايان راختلي وای او دکور ټول غړي يې داسې را وژلي وای لکه په پنجوايي کې چې يې ووژل او نورو راته دپاتا پرځای ډولونه وهلای، اتڼونه يې کولای او جامونه یې پر سر اړولای، زما به څه حال وو؟
واي انسان دې خپله غوښه وسکونډي، دبل هاغه هم دغسې درد او خوږ لري! خو موږ د دا ډول نه توجيه کيدونکو عملونو له لاري تل د بل غوښه سکونډلي ده. پردی غم تر واوره سوړ دی. که مړي شوي وي د پنجواي والو به شوي وي. زما کره خو خيريت دی!
زما ښه په ياد دي د ۱۳۷۵ کال د نوروز ورځ د غزنیوالو ترمنځ د ټولنيز او کلتوري تضاد ترټولو لويه ورځ وه. هغه منحوسه او بده ورځ به مې د ژوند تر پايه هيره نشي. د هاغې ورځې ترخه يادونه به مې هيڅکله هم د ذهن له ډيسکه محوه نشي. د کابل له جبهې په سلګونو مړي چې زياتره يې د کندهار،ارزګان او هلمند ولايتونو وو راوړل شوي وو. دومره بې شميره مړي وو چې په روغتونونو او مړستونونو کې يې د ايښودلو ځای نه وو. د غزني د فرقې د قومندانۍ مخې ته په لسګونو چپرکټونه پراته وو چې نژدې په هر چپرکټ به دوه يا دری مړي پراته وو. ځمکه ټوله په وينو سره وه. يوه سخته غمژنه ورځ وه. انسانان خو پريږده چې ددومره پسونو پر مرګ هم د انسان خوا بديږي.
خو له بله پلوه د بالاحصار له لوري په لسګونو ميرمنې چې د کاکه ځوانانو له لوري بدرګه کيدلې په زر زري لباسونو کې مخ پر ښار را رواني وې.د مړو له منځه تيريدلې.. درياګانې يې وهلې او دخوښۍ سندري يې ويلې! پيغلو انجونو له ځانه سره له سرقندو او نورو ميوو ډک پتنسونه وړل چې خورا ډيرې شمې پکې بلي وې!
دغه تضاد په حقيقت کې زموږ د ټولنيز ويش ستر ښکارندوی وو. او دغه ويش بيا د ړانده تقليد په پايله کې رامنځته شوی وو.
انسانان حق لري چې خوشاله و اوسي. خو دنورو په غم کې خپله خوشالي لټول هيڅ منطق نه ايجابوي!
ولې موږ د ژوند هره ورځ له خوشاليو ډکه نکړو؟ ولې مو هره ورځ بويه چې نوروز نه وي؟
او دا کار دومره ګران هم ندی! بس لږ ايثار غواړي. ايثار دا چې د نورو اړتيا ته پرخپله اړتيا ترجيح ورکړو...
موږ خپل دودونه لرو او خپل اخترونه هم!
د آشوريانو د رب النوع د عشتار ترلمانځلو چې موږ يې د نوروز په نامه ترسره کوو،به دا ښه نه وي چې خپل اخترونه ولمانځو؟
دا به ښه نه وي چې د ژوند هره ګړۍ اختر کړو؟
د مظلومو،مجبورو،مقهورو،معتوبو،بيوسو،يتيمانو،اسيرانو او مساپرانو په لاسنيوي او مرستې سره چې کومه خوښۍ انسان ته ورپه برخه کيږي، په زرو نوروزونو دې بلا وګرځي!
کراچۍ ،د ۱۳۹۱ د وري لومړۍ نيټه


No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User