Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, March 9, 2012

مختلفو ماهرينو د کاميابي مختلف تعريفونه کړي



په دنيا کې تقريبا ټول خلك د کاميابي خواهش لری او کامياب کيدل غواړي، 

سوال دا پيدا کيږي چې آخر کاميابي څه شی دی؟

 مختلفو ماهرينو د کاميابي مختلف تعريفونه کړي،

 د هغوی په تعريفونو کې لاندني شيان موجود دي.

(۱) روحي او ذهني سکون.

(۲) خوشحالي.

(۳) ښه صحت.

(۴) د زړه اطمنان.

(۵) شهرت.

(۶) شخصي عزت او احترام.

(۷) په خپله دنده کې مخ پر وړاندې تك.

(۸) د خپلې خوښې دنده ( مسئوليت).

(۹) د خپلې خوښې مطابق ژوند تيرول.

(۱۰) له ويرې، پريشاني، تشويش او اضطراب څخه آزادي.

(۱۱) د خپل مقصد او هدف لاسته راوړل.

(۱۲) ښه تعليم.

(۱۳) د نفس عزت.

(۱۴) مالي بې فکري، يعنی چې دومره دولت ور سره وي چې په مالي لحاظ 

له کومې پريشانۍ سره مخامخ نه وي، د خلكو د ۸۰ فيصد مسائلو وجه غربت دی.

لکه څرنكه هر انسان خوشحالي او سکون په مختلف انداز سره حاصلوي

 او همدا شان د هر چا د ژوند مقاصد مختلف دي،

 لهذا د هر چا د کاميابي مفهوم هم مختلف دی، 

يو څوک د علم حاصلول غواړی بل بيا د دولت، 

يو څوک د شهرت او عزت حاصلول غواړي 

ځينې نور بيا د قدرت حاصلول غواړي، يعنې د علم حصول،

 سياست، دکانداري، ساينس پوهنه، شهيد کيدل
 

* په زندكي کې زمونږ د کاميابي راز دا دی چې مونږ پنځلس منټه مخکې خپل کار ته ځان حاضر کړو.

*    د مضبوط قوت ارادي خاوندان د ناکامي مخ ډير کم ويني.

* راځی ! مونږ او تاسې ټول په خپلو مقصدونو کې د کاميابي لپاره په پوره قوت سره مخ پر وړاندې لاړ شو.

* کوم سړی چې د کاميابي لاسته راوړلو لپاره کوشش کوي، کاميابي هغه ته انتظار کوي.

* له چا سره چې صحت، قابليت، ديانت، محنت، استقلال او همت وي د هغوی کاميابي يقيني وي.

* قرباني او کاميابي سره لازم ملزوم دي، چيرته چې قرباني نه وي هلته کاميابي هم د عنقا په څير وي.

*    د کاميابي انحصار په قسمت کم په عقل او محنت زيات دی.

*    فتحه د هغو خلكو قدم ښکلوي، کوم چې په فتحې يقين لري.

* په موجوده وخت کې ترقي کول د هر فرد لومړنی او تر ټولو لوی ضرورت دی.

* په دنيا کې دری قسمه خلك دي،

 يو هغه دي چې سوچ کوي مكر هيڅ قسم کار نه کوي، 

بل هغه دي چې بې له سوچه هر کار ته لاس اچوي

 او دريم هغه دي چې هم سوچ کوي او هم کار کوي،

 دا خوش قسمته دي آخير به له خاورو  څخه سره زر جوړکړي.

* تر څو چې په ركونو کې وينه او په سينه کې ساه وي تر هغه وخته مخ پر وړاندې 

د تللو کوشش کول پکار دي.

* بام ته په ختلو کې د زينې په لومړني اړه کي د قدم ايښودل ضروري دي.

* کاميابي هم د زندكي په بازار کې خرڅيږي، 

مكر هغه څوک يې اخيستلای شي کوم يې چې د قيمت اداء کولو وړتيا لري.

* که چيرته تاسو ثابت قدم و نه اوسی او خپل موقف بدل کړی 

نو  ستاسو مستقبل هم په خطر کې دی، 

ځکه د کامياب جوړيدلو راز په ثابت قدمي کې مضمر دی.

*    د کاميابي راز له خپل کار سره په محبت لرلو کې پټ دی.

* کامياب انسان هغه دی، کوم چې خپل اولاد ته ښه خويونه ور زده کړي.

*    د لوړ غره سرته په کرار کرار ختل پکار دي.

*    له پلان جوړولو پرته په هيڅ کار کې کاميابي ممکن نه ده.

* له يوه کامياب انسان څخه د هغه د کاميابي په هکله پوښتنه وشوه؟

 هغه په ځواب کې وويل !

 ما تر اوسه هيڅ يو کار داسې نه دی کړی په کوم کې مې چې ټول طاقت نه وي 
صرف کړی.


د کاميابي اصول

 

په دنيا کې هيڅ شی په ناڅاپي طور نه دی رامنځته شوی، 

همدا شان کاميابي هم په ناڅاپي طور نه حاصليږي، 

د کاميابي لپاره يو څو خاص اصول دي، 

که چيرته تاسو د کاميابي په سفر له روانيدلو څخه مخکې

 د کاميابي اصول وپيژنی نو ستاسو د کاميابي سفر آسانه او کوتاه کيدلای سي،

 په ځينې وختونو کې د تعجب خبره دا وي چې دوه نفر کوم چې په ذهانت، 

تعليم او په هنر کې سره يو شانته وي، مكر بيا هم يو کامياب او بل ناکام وي،

 يا د ادنی تعليم او ادنی ذهن څښتن له يوه باصلاحيت 

او ذهين کس څخه ډير زيات کامياب وي، همدا شان

 يو کس د سخت محنت او کوشش باوجود ناکام وي

 او بل کس بې له کوم سخت محنت او کوشش څخه ډير کامياب، 

په اصل کې کامياب کس د کاميابي په اصولو عمل کوي 

او هر څوک چې د کاميابي په اصولو عمل وکړي هغه نه صرف دا چې کاميابيږي،

 بلکه هغوی د کاميابي د کلونو سفر په مياشتو کې طی کوي.

آيا د کاميابي تعلق له اعلی تعليم، اعلی سند، اعلی ذهانت، هنر، مهارت، 

سخت محنت، يا له قسمت سره دی؟ 

د يوه ماهر له تحقيق څخه ثابته شوې چې په کاميابي او ترقي کې 

د اعلی تعليم، اعلی سند، ذهانت، مهارت او د هنر کردار صرف ۱۵ فيصده دی،
 پاته ۸۵ فيصده کردار مثبتې رويې لره دی، اعلی تعليم او اعلی سند

 د روښانه مستقبل او خوشحالي ضمانت نشي کولای، 

په دنيا کې له ټولو نه لوی موجد ( ايډيسن) کوم 

چې له زرو څخه زيات ايجادات کړي صرف دری مياشتې مکتب وئيلی، 

همدا شان مولانا ابوالاعلی مودودي هيڅ کوم پوهنتون نه وه ليدلی 

او نه يې په کومه ديني مدرسه کې تعليم حاصل کړی، 

مكر د شلمې صدۍ په هغو يو څو مفکرينو کې شمار شو کومو

 چې دنيا متاثره کړه،

 د ده کتابونه په اسلامي ممالکو کې وئيل کيږي 

او ځينې يې په تعليمي نصاب کې داخل دي، 

اكر چې ښه ذهانت او ښه تعليم د خوشحالۍ او کاميابۍ ضمانت نشي کولای، 

مكر د دوی په ملتيا سره د کاميابي د کلونو سفر په مياشتو کې طی کيدلای سي.

د اکثره خلکو خيال دا دی چې کاميابي صرف په سخت محنت سره ترلاسه کيږي،

 حالانکه له محنتي او ناکامو خلکو څخه دنيا ډکه ده کوم 

چې د ناپوهانو په شان شپه او ورځ کار کوي، دوه دوه وظيفې سرته رسوي، 
شپه او ورځ سخت محنت او کوشش کوي

 خو بيا هم له خوشحالي څخه ډير ليری وي،

 ځکه صرف په سخت محنت سره له خره نه آس نه جوړيږي،

 د کاميابي حاصلولو له کوشش نه مخکې 

د کاميابي د اصولو پيژندل ډير ضروري دي،

 د کومو له وجهې چې تاسو له ډيرو پريشانيو او غلطيو څخه بچ کيدلای سی

 او د کاميابي سفر مو کوتاه او آسان کيدلای سي،

 د کاميابي يو څو مهم اصول په لاندې ډول دي.

(۱) د کاميابي له حاصلولو نه مخکې د کاميابي په باره کې سوچ وکړی.

(۲) ذمه واري قبوله کړی، خپل ژوند په خپله بدل کړی، بل څوک ستاسو ژوند نشي بدلولای.

(۳) د هدف ټاکنه سوچ وکړی چې تاسو څه حاصلول، څه کول او د څه جوړول غواړی؟.

(۴) د کاميابي خواهش کاميابي له سخت خواهش څخه پرته نشي حاصليدای.

(۵) مثبته رويه د کاميابي بنياد دی.

(۶) کامل يقين  په خپلو صلاحيتونو او کاميابي باندې کامل يقين.

(۷) کاميابي په خپله نه حاصليږي، بلکه د هغې د حصول لپاره پلان جوړ کړی.

(۸) عمل پلان مو که څومره ښه ولی نه وي اما تر څو چې عمل ورباندې ونشي کاميابي نه حاصليږي.

(۹) محنت کامياب خلك عموما له ناکامو خلكو څخه ډير محنت کوي.

(۱۰) مشکلات او مسائل هيڅ کاميابي په آساني نه ترلاسه کيږي،

 د کاميابي په لار کې ډير خنډونه او مسائل وي د کومو له ليری کولو

 پرته چې کاميابي نشي ترلاسه کيدلی.

(۱۱) ناکامي هره لويه کاميابي له ناکامي څخه پرته نشي حاصليدلی.

(۱۲) استقامت استقامت د کاميابي لپاره کيلي دی،

 کامياب خلك کوشش نه پريږدي.

په کاميابو خلكو کې يو شمير داسې خوبيانې وي کومې 

چې د دوی په کاميابي کې بنيادي کردار ادا کوي، يو شمير يې په لاندې ډول درته ذکر کيږي.

^ خود اعتمادي د همدغو خلكو په خپلو صلاحيتونو 

او کاميابيو باندې پوره اعتماد وي.

^ ضبط نفس د کاميابو خلکو په خپل ځان پوره کنترول وي،

 دوی له نه غوښتلو سره سره بيا هم هغه کار کوي کوم 

چې د دوی د کاميابي لپاره ضروري وي.

^ ښه عادتونه کاميابي په اصل کې د مونږ د عادتونو سبب دی،

 کامياب خلك په ځان کې ښه عادتونه پيدا کوي د کومو له وجهې

 چې په آسانۍ سره کامياب کيدلی سي.
^ کامياب خلك تل له خپلې معاوضې څخه ډير کار کوي 

او دوی خپل کار ته ډير د قدر او قيمت په ستركه كوري 

او د خپل کار په قدر او قيمت کې زياتوالی راولي.

^ هيڅوک تر هغه وخته نشي کاميابيدلی تر څو چې هغه په خپل کار کې مهارت ونلري.

^ کامياب خلك خپل وخت په ډيره ښه طريقه استعمالوي، دا خلك وخت نه ضايع کوي.

^ قوت فيصله کامياب خلك زر فيصله کوي، مكر تر ډيره وخته يې نه بدلوي.

^    کامياب خلك د مسائلو د حل کولو ښه (بهترين) صلاحيت لري.

له دې پرته يو شمير داسې اصول نور شته دي کوم چې د کامياب ژوند لپاره ډير ضروري دي، يو شمير يې په لاندې ډول دي.

^ کامياب خلك له عامو خلكو څخه مختلف کار نه کوي، بلکه دوی هماغه کار په مختلف انداز سره کوي، يعنی دا خلك کوم بهترين کارونه نه کوي بلکه عام کارونه په بهترين انداز سره کوي.

^ کامياب خلك تل هغه کارونه کوي کوم چې د کاميابي لپاره ډير ضروري وي او ناکام خلك هيڅکله له خپلې آرامكاه څخه د باندې راوتلو ته تيار نه وي.

^ تاسو په ژوند کې هر څه ترلاسه کولی شی، که چيرته تاسو د همدغه شي په حصول کې له نورو سره مدد وکړی، يا په بل عبارت تاسو په ژوند کې هومره قدرې کاميابيدلی شی څومره مو چې د نورو خلكو خدمت کړی وي، هر څوک چې په څومره اندازه د نورو لپاره مددكار ثابت شي په هغومره اندازه کابيابيدلی شي.

^ د کاميابي لپاره ضروري ده چې تاسو په يوه وخت کې يو کار وکړی، خپله ټوله توجه کوم مهم کار ته وکړی، ثابت قدم اوسی تر څو چې سل په سل هغه کار مکمل شي.

^ که چيرته تاسو کاميابيدل غواړی نو د کاميابي په باره کې يو څه ولولي، که اميريت او دولت غواړی نو د امارت او دولت په باره کې څه ولولي، د کاميابو خلكو قيصې ولولي، د کاميابو خلكو له کاميابيو او ناکاميو څخه يو څه زده کړی.

^ که چيرته تاسو رښتونې کاميابي غواړی نو هيڅکله هغه څه مه کوی کوم څه چې ناکام خلك کوي.

^ له الله تعالیY څخه داسې سوال وکړی چې هر څه رب کريم کوي، رب کريم هغه څه کوي کوم چې تاسو نشی کولی.


[1] - ( آل عمران)




  1. آیا د جادو یا د تعویض او یا کومه بلی لاری د یو چا په واده یا نکاه کی خنډ پیداکیدای شی
  2. آیا د جماع (کورواله ) د پاره کوم مستحب وخت شته ؟
  3. آیا د وېښتانو کرل او د مخ سرجري روا ده ؟
  4. آیا دمسجد له برق څخه طالبان اوامام استفاده کولی شې ؟
  5. آیا پرکرایه ورکړل شوی موټر زکات شته ؟
  6. آیا په تلویزوني معاینه روژه مکروه کیږي؟
  7. آیا په شریعت کی د همبستر کیدا لپاره کوم ځانګړی وخت،اندازه،حد،…. ټاکل شوی او که څنګه…….؟
  8. احرام درطياره [هواپيما]
  9. احكا م ميخك بينى، چهارګل وغيره
  10. احكام رويت هلال
  11. احكام چوگان بازي ( هاكي ) فوتبال وغيره
  12. ادويه مسدود كننده حيض
  13. اذان له ترجيع سره غوره دى اوكه بغير له ترجيع نه ؟
  14. استعمال برس دندان بجاي مسواك
  15. استعمال رنگ وروغن درمساجد
  16. استنجا كردن همراه كاغز
  17. اسلامي او مذهبي کتابونه
  18. اسلامی اور اصلاحې کتب کی عظیم ذخیرا
  19. اصلاح د نيت او د نیت آداب او اهمیت
  20. افسوس پدې چې ځانته مسلمان وایی
  21. اقامتله كوم لورې نه ويل كيږي؟
  22. الشیخ امیرحسین باچا حرام مال اودهوکه
  23. الشیخ امیرحسین باچا زنانوته بیان
  24. الشیخ امین الله سوالات جوابات:پشتو
  25. الشیخ امین الله سوالات جوابات:پشتو4
  26. الشیخ عبدالسلام روستمی نوی اوتازا بیانات
  27. الشیخ عبدالسلام: لفظي ترجمه{30}پاره
  28. امام حسن البنا د روژې په اړه وايي
  29. انلاین قران کریم هر ایات هره صفحه هره پاره ډیر په ساده ډول
  30. انټرنیټ او ددعوت غلطه طریقه
  31. اهم ترينه مسئله د توحيد ده
  32. اوقبله کوم طرفته ده
  33. اى علماوؤ تاسو ته وايم
  34. ايا د ږيري په خپل حالت پريښودل پکاردي او که د قبضي نه آخوا يي وهل پکاردي
  35. ايا په روژه کې د وېښتانو غوړول روا دي؟
  36. ايما ن مفصل + ايمان مجمل
  37. ايډز څه ډول ناروغي ده؟
  38. اّيا پيوند كاري سبب اهانت انساني ميشود
  39. ای خورې. ته خو يې يوځل ولوله
  40. ای سيګرټي{} هڅه وکړه چې له دې ناوړه عادت څخه ځان وژغورې
  41. ایا انسان خواره مو ليدلي
  42. ایا د موټر کلی مو موټر کی دننه قید شوی؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User