Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, February 7, 2012

دنبی کريم صلی الله عليه وسلم د لمانځه حالت


دنبی کريم صلی الله عليه وسلم د لمانځه حالت 

   په ډېرو روایاتو کې دا خبره راغلی ده چې نبی ص د شبی دومره اوږد لمونځ کوی چې د ډیری ولاړی څخه یی پرپښو پاړسوب پیدا شو خلکو ورته وویل چې ولی دومره مشقت او تکلیف پرځان وړی او حال دا دی چې ته خو معصوم یی د مخکی او راتلونکی ګناهونود ټولو مغفرت درته شوی دی . ( که بالفرض وی ) . نبی علیه الصلاة والسلام وفرمایل : چې زه د الله تعالی شکر ګذاره بنده وګرځم . – (بخاري)
حضرت ابوبکر صديق ، حضرت ابن زبير ، حضرت علی او نورو صحابه وو رضی الله تعالی عنهم د لمونځونو حالت
  مجاهد رح د حضرت ابوبکر صدیق او حضرت عبدالله بن زبیر رض حال نقل کوی چې کله به دوی پرلمانځه ودریدل نو داسی به معلومیدل لکه یو لرګی چې ښخ شوی وی یعنی بالکل یی حرکت نه کوی ( تاریخ الخلفا‌ء) علماوو لیکلی دی چې حضرت ابن زبیر رض د حضرت ابوبکر صدیق رض څخه لمونځ زده کړی او هغه بیا د نبی علیه الصلاة والسلام څخه یعنی څرنګه چې لمونځ نبی علیه الصلاة والسلام کوی هغسی حضرت ابوبکر صدیق رض ادا کوی او هغسی لمونځ عبدالله بی زبیر ادا کوی . 
ثابت رض فرمایی : چې د عبدالله بن زبیر رض لمونځ داسی وو لکه یو لرګی چې یوځای ښخ وی یو سړی وایی چې کله به ابن زبیر رض سجده کوله نو دومره اوږده او بی حرکته به وه چې یو وړوکی مرغه به یی پرملا باندی کښینستی .  کله به یی دومره اوږده رکوع کوله چې ټوله شپه ترسهاره به د رکوع په حالت کې وو کله به یی سجده دومره اوږده وه چې ترسهاره به پرسجده و کله چې د حضرت ابن زبیر سره جنګ کیدی نو یوه مرمۍ د مسجد پر دیوال ولګیدله د دیوال یوه ټوټه ونړیدله او دا مرمۍ د ده د حلق اوږیری په مینځ کې تیره شوه لیکن هغه ته نه کوم انتشار ورپیدا شو او نه یی رکوع اوسجده مختصر کړل . یو وخت یی لمونځ کوی زوی یی چې هاشم نومیدی ده ته نژدې ویده و د چت (بام) څخه یو مار راولویدی پرکوچنی راوپیچل شو کوچنی چیغی کړی د کورخلګ ټول په منډه راغلل د انسانانو زوږ جوړ شو مار یی مړ کی ابن زبیر رض په اطمنان سره لمونځ کوی د سلام ګرځولو وروسته یی وویل یوڅه د شور رنګه آواز و څه کیسه وه ؟ ښځی یی ورته وویل الله دی پر تا رحم وکړی د کوچنی خو روح تللی و او ته خبر نه وی ابن زبیر رض ورته وویل چې کچیری په لمانځه کې بلی خواته توجه کړی وای نو لمونځ چیری باقی پاتی کیدی . – ( هدایه وغیره) .
حضرت عمر رض په آخیر وخت کې چې کله یی دی په خنجر ووهی نو هر وخت یی وینی بهیدلی او اکثره وخت به بی هوشه و لیکن په دی حالت کې هم چې کله به یی په لمانځه خبر کړی نو په دغه حالت کې به یی لمونځ ادا کوی او ویل به یی چې د هغه شخص په اسلام کې هیڅ برخه نشته چې لمونځ پریږدی .  حضرت عثمان رض به ټوله شپه خوب نه کوی په یوه رکعت کې به یی ټول قرآن ختموی . ( منتخب کنز) .
 د حضرت علی رض مبارک عادت دا و چې کله به د لمانځه وخت راغلی نو بدن به یی په کپیدو او لړزیدو شو او رنګ به یی ژړ شو یوچا پوښتنه ځینی وکړه چې دا حالت ولی درباندی راځی نو ده وویل چې د هغه امانت وخت دی چې هغه الله تعالی پر آسمانو ، ځمکو او غرو باندی عرض کړی نو هغه د دی د تحمل او برداشت څخه عاجزه شو او ما د دی امانت تحمل کړی دی .
  د خلف بن ایوب څخه یو چا پوښتنه وکړه چې تا مچان په لمانځه کې نه په عذابوی ده وویل چې فاسقان د حکومت دورې خوری او حرکت نه کوی او پر هغه باندی فخر او صبر کوی زه د خپل رب په حضور کې ولاړ یم او د یوه مچ په وجه حرکت وکړم .؟!
مسلم بن یسار چې به کله لمونځ کوی نو دکور کسانو ته به یی وویل : تاسو خپلی خبری کوی زه ستاسی په خبرو نه خبریږم یو وخت یی د بصرې په جامع مسجد کې لمونځ کوی د مسجد یوه حصه ونړیده خلګوزغستل هلته لیری سره یوځای شول ، لیکن نوموړی په دی خبر نه شو .
د حضرت حاتم اصمعی رض څخه یو چا د ده دلمانځه د کیفیت پوښتنه وکړه نو ده وویل : کله چې د لمانځه وخت راشی نو د اوداسه وروسته د لمانځه پرځای یو څه وخت کښینم چې د بدن په ټولو حصو کې سکون پیدا شی بیا د لمانځه لپاره دا رنګه ودریږم چې بیت الله د خپلو سترګو په مخکی بولم او پل صراط ترپښو لاندی او جنت راسته طرفته او جهنم چپ طرفته او د مرګ ملائکی ترشا په خیال کې راولم او دا وایم چې دا زما آخیری لمونځ دی بیا د هغه وروسته په پوره خشوع او خضوع سره لمونځ ادا کوم او بیا وروسته د امید او او ویر په منځ کې اوسیږم چې نه ده معلومه دالمونځ زما به قبول شی او که نه ؟ -   ( احیاء العلوم).
د يوه مهاجر او انصاری پيره داری
 او د انصاری په لمانځه کې زخمی کيد ل
  نبی علیه الصلاة والسلام د یوې غزا څخه را روان و دشپی یې یوځای قیام وکړی او وی ویل چې نن شپه څوک پیره کوی یوه مهاجر عماربن یاسر رض او بل انصاری عباد بن بشر رض وویل چې موږ یی کوو ، نبی علیه الصلاة والسلام يو غر وروښودی چې له هغه ځایه څخه د دښمن د راتلو احتمال و وروښودی چې دلته دواړه قیام وکړی .دواړه کسان وهغه ځای ته ولاړه هلته چې ولاړه انصاری مهاجر ته وویل چې شپه به پر دوو برخو وویشو په یوه حصه کې به ته ویدیږی زه به ویښ یم او په بله حصه کې به ته ویښ یی زه به ویده شم ځکه چې د دواړو په ویښیدو کې دا احتمال شته چې یو وخت خوب راباندی غالبه شی او دواړه ویده شو . کچیری ویښ سړی یوه خطره محسوسه کړه نو خپل ملګری به راویښوی . د شپې اوله حصه د انصاری د ویښیدو وګرځیده او مهاجر ویده شو . انصاری چې کله د لمانځه نیت وتړی نو د دښمن دطرفه څخه یو شخص راغلی او د لیری څخه یی ولاړ شخص چې انصاری و ؛ ولیدی نو په غشی سره یی ووشتی . کله چې یی حرکت نه وکړی نو یی دویم او درېیم وار یی وویشتی او هر غشی د ده په بدن کې ښخیدی او هغه یی بیا په لاس سره لیری کوی د هغه وروسته یی په اطمنان سره رکوع او سجده وکړه بیا یی خپل ملګری راویښ کړی دښمنانو چې دوه کسان ولیدل نو وتښتیدل چې نه ده معلومه څومره نور وی لیکن ملګری چې یی کله راویښ شو او انصاری یی ولیدی چې د بدن څخه یی دری ځایه وینی بهیږی نو مهاجر وویل : سبحان الله تاولی اول نه راویښولم ؟ انصاری وویل : ما یو سورة (سورة کهف) شروع کړی و ؛ زما زړه نه غوښتل چې د دی سورت ترختمیدو مخکی رکوع وکړم اوس می دا خیال وکړی چې داسی نه چی د بیا بیا زخمی کیدو له امله مړ نشم او نبی علیه الصلاة والسلام چې کوم خدمت موږ ته سپارلی دی هغه فوت نشی کچیری دا خطره نه وای نو که مړ شوی وای هم د سورت ترختمیدو مخکی می رکوع نه کوله . -  ( ابوداؤد) .
 فائده :  دا وو د صحابه وو د لمانځه حالت چې په غشی څو واره وویشتل شو وینی ځنی بهیدلی لیکن د لمانځه په خوند کې یی فرق پیدا نشو یو زموږ لمونځونه دی که مو غوماشی وخوری هم د لمانځه فکر راڅخه ځی .
( ) -   د حضرت ابوطلحه رض په لمانځه کې د فکر بنديدلو په سبب د باغ وقف کول
حضرت ابوطلحه رض یو واری پخپل باغ کې لمونځ کوی یوه مرغۍ والوته باغ ډېر ګڼ و کله به یوه او کله بل طرف ته والوته  د وتو لار یی پیدا کوله د ده ورته پام شو او فکر یی په هغه مرغۍ کې بند سو سمدستی یی بیرته د لمانځه په طرف توجه وکړه او په لمانځه کې سهو سو چې کوم رکعت دی ډېر یی فکر خراب شو چې د دی باغ په وجه دا مصیبت راته پیښ سو چې په لمانځه کې خطا سوم سمدستی یی نبی علیه  الصلاة  والسلام ته ټوله قصه واوروله او وی ویل چې ماته ددی باغ په وجه دا تکلیف راپیښ سو نو ځکه زه دا د الله تعالی په لار کې ورکوم ستا چې چیری زړه غواړی هتله یی صرف کړه .
  همدا رنګه د حضرت عثمان رض عنه قصه ده چې د خلافت په زمانه کې پیښه سوه چې یوه انصاری پخپل باغ کې لمونځ کوی خرما پخی سوی وی او وښکیان د خرما د کثرت په وجه کاږه سوی وو سترګی یی پر وښکیانو ولګیدی نو ډېر ښه ورته ښکاره سوه فکر یی پکی بند سو چې په دغه وجه ۹ رکعتونه ځنی هیر شول . د دی په وجه یی فکر دومره خراب سو چې دا عزم یی وکړی چې دا باغ به نه پریږدم . حضرت عثمان رض ته راغی او عرض یی وکړ چې دا باغ د الله په لاره کې نفقه کوم هرڅه چې په کوی ستا خوښه ده . حضرت عثمان رض دا باغ په پنځوس زره درهمه خرڅ کی پیسی یی په دینی کارو کې ولګولی ( موطا امام مالک) .
فائده :  دا ایمانی غیرت دی چې د لمانځه په شان اهم شی كي يى د فکر بنديدوپه وجه یی د پنځوسو زرو درهمو باغ یی یو دم خیرات کی . 



  1. د زيارت کولو طريقه او بل دا چې آيا مړي اوري ؟
  2. د ســـبا اتلان
  3. د سهار وختي پا څيدو ګټې د اسلام او طب له نظره
  4. د سګریټ زیان په کلونو نه بلکي په دقیقو کښي
  5. د شپې لخوا جارو وهلو او نوکانو پرې کولو کې څه نقصان شته ؟
  6. د صدقة الفطراحكام حكمتونه اوفلسفه
  7. د صدقې فطر احكام
  8. د صلات تسبيح طريقه
  9. د عرفات د ورځې روژه
  10. د عشقي فلمونو او ناولونو کتل هم زنا ده
  11. د عطرو په استعمال سره روژه نه ماتېږي
  12. د غاښ ډکول او پوښول د غسل او اودس مانع ګرځي ؟
  13. د فاتحې اوسورت ترمينځ بسم الله په پټه ده اوكه په جهرسره
  14. د فحشا او بدکارۍ (زنا او لواطت) زيانونه
  15. د قبر تاريكو ته رڼا
  16. د قبر د عذاب ځيني سترګو ليدلي حالات
  17. د قرآن الكریم تلاوت و پښتو ترجمه
  18. د قرباني آداب : چې په قرآن او سنت کي راغلى
  19. د قرباني د څرمنو مصرف يعني د لګښت ځايونه
  20. د قربانۍ احکام او مسايل
  21. د قربانۍ د احکامو لنډ بيان
  22. د لقمان حکیم نصیحت خپل زوی ته
  23. د لمانـځه په اړه لس مهمي فتواوي فتوي
  24. د لمانځه زده کړه: پشتو

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User