Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, February 7, 2012

د لمانځه په اړه د مولانا اشرف علی تهانوی رح نصيحت او لارښوونه


د لمانځه په اړه د مولانا اشرف علی تهانوی رح 
نصيحت او لارښوونه 

د لما نځه اهميت
    د موسی علیه السلام سره الله تعالی په کوه طور کې خبری وکړی په دغه وخت کې یوه تجلی هم کیدله . فکر وکړئ چې په دی وخت کې چې الله تعالی د کومو خبرو امر وموسی علیه السلام ته وکړی ؛ هغه خبری به څومره لویه درجه کی وی هر سړی په دی پوهیږی چې په اول ملاقات کی محبوب د کومو خبرو حکم کوی هغه ډېری عظیم الشانی وی خصوصا چې ملاقات په داسی خاص شان سره وی چې تجلی هم وی او همکلامی هم وی نو په داسی خاص وخت کې الله تعالی موسی علیه السلام ته د لمانځه حکم وکړی کوم چې د موسی علیه السلام د معراج او خاص قرب وخت و بیا ته د خپل نبی ص معراج ته وګوره چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په معراج کې د خاص قرب په حالت کې د کوم عبادت حکم وسو د نصوصو څخه صراحتا دا معلومه ده چې په معراج کې د لمانځه حکم وسو نه زکوة هغه وخت فرض سو نه روژه نه حج بلکی دا ټول عبادات په مدینه کې فرض سول او لمونځ په آسمان کې فرض سو بلکی ترآسمان هم پورته د دی څخه د لمانځه خاص شرف واضح دی نو په دی کې په غور او فکر کولو سره د لمانځه خاص اهتمام پکار دی .
  لمونځ په هيڅ حال کی نه معافيږی
   یو ناروغ مولانا اشرف علی تهانوی رح ته راغی چې د مرض په حال کې لمونځ نشم کولای ځکه چې کالی می ناپاکه کیږی . مولانا ورته وویل : چې هیڅ پروا نه لری په ناپاکه جامو کې لمونځ کوه ، کچیری په پاکولو کې زیات تکلیف و مریض ته رسیدی . بیا یی وویل چې حرکت نسم کولای نو ورته ویی ویل چې په پروتی یی په اشاره سره کوه . پیا یی وویل : چې د ژبی څخه الفاظ نه راوځی نو ورته ویی ویل چې هیڅ پروانلری په زړه کی یی وایه لمونځ په هیڅ حال کې نه معافیږی تردی اندازې کچیری په دریاب کې ډوبیدی او د لمانځه وخت و نو نیت وتړه بیا ډوب سه لیکن چیری چې دومره تاکید دی هلته آسانی هم زیاته ده .
په دی خبرو سره هم د مریض تسلی نه وسوه او وی ویل چې په داسی حالت کې لمونځ څرنګه کیدای شی ؟ نو ورته وی ویل : دا د رایی خرابی ده چې ته دا فکر کوی دا لمونځ ناقص سو او حال دا دی چې د الله تعالی دومره ډېر حقوق دی چې د هغه په مخکی زموږ لمونځ هیڅکله کامل نشی کیدای د خلګو دا خیال دی .  کچیری جامی پاکی وی اودس او نور ټول شیان برابر وی خشوع او خضوع پکښی وی نو لمونځ کامل سو زه وایم چې د حق د عظمت په اعتبار سره هغه هم ناقص دی نو هرکله چې په هر حال کې لمونځ د نقصان څخه خالی نه سو نو بیا دی په دی شان سره لمونځ کوی چې مخکی یی بیان تیر سو ولی زړه نه غواړی .
   په لمانځه کې د ا لله تعالی د قرب مشا هده
په لمانځه کې که دیدار نشته لیکن دیدار ته قریب او نژدی مشاهده شته ځکه چې په حدیث کې راځی اقرب مایکون العبد وهو ساجد فی الصلوة ( او کما قال ) چې وبنده ته ترټولو زیات قرب په لمانځه کې د سجدې په حالت کې وی او الله تعالی هم فرمایی واسجد واقترب چې سجده وکړه او موږ ته رانژدی شه . کچیری په انسان کی د قرب موانع یعنی معاصی (ګناوې) وی او غفلت کم وی نو د دی قرب ښه مشاهده کیږی څومره چی موانع کم وی هغومره د قرب مشاهده زیاته وی .
 کچیری په لمانځه کې خاصه مشاهده نه وای نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به د یو خاص رنج ، غم او تکلیف په وخت کې د لمانځه حکم نه کیدلی . واقعه داسی ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د یهودو په دی قول سره سخت تکلیف رسیدی :
« ان الله استلقی علی العرش فی یوم السبت للراحة » – نعوذ بالله من ذلک) .
   یعنی الله تعالی د ځمکی او آسمانونو د پیدایش وروسته ستړی سو نو اوومه ورځ یی پرعرش باندی پریوتی ، د استراحت په خاطر . د یهودو د دی قول په رد کې دا آیات نازل شو :
« وَلَقَدْ خَلَقْنَاالسَّمواتِ وَالاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا فِی سِتَّةِ اَیَّامٍ وَ مَا مَسَّنَا مِنْ لَّغُوبٍ فَاصْبِرْ عَلی مَایَقُولُونَ وَ سَبِّحْ بِحَمْدِرَبِّکَ قَبْلَ طُلوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ » .
ترجمه :   بیشکه موږ ځمکه او آسمانونه او د هغه درمیانی شیان په شپږو ورځو کې پیدا کړو لیکن موږ ته هیڅ ستړیا نه ده رسیدلی (ځکه چې دا تاثیر د ممکن د شان څخه دی ) پس ته د دی (یهودو) پر خبرو صبر کوه ډېرغم مه کوه .  وروسته الله تعالی ورته وایی وسبح بحمد ربک قبل طلوع الشمس وقبل الغروب په دی کې د لمانځه حکم سویدی د فاصبر علی مایقولون . وروسته د تسبیح په معنی د صلوة امر او حکم دا راته ښیی چې صلوة معین او مددګار د صبر دی او داسی اعانت (کومک) دی چې عاشق ته د یو دښمن د بدزبانی څخه چې د محبوب په شان کې یی کړی وی کوم رنج او غم ورسیږی او محبوب دا ورته ووایی چې ته په دی خبرو سره غم مه کوه راسه زما سره خبری وکړه د یهودو خبری پریږده فکر وکړی چې د محبوب په دی خبرو سره عاشق ته څومره تسلی حاصلیږی او الله تعالی هم دغه رنګه فرمایی چې ته د یهودو د دی خبرو په وجه غم مه کوه راسه په لمانځه کې زما سره خبری وکړه او عادتا هم عاشق ته په هیڅ شی سره دومره تسلی نه رسیږی لکه د محبوب په قرب او مشاهدی سره چې ورته حاصلیږی . پس معلومه شوه چې په لمانځه کې داسی قوی قرب او مشاهده شته کوم چې په نورو شیانو کی نسته که داسی نه وای نو الله تعالی د لمانځه حکم نه کوی ( لمونځ فکر او غم لیری کوی ) ځکه په حدیث کې راځی : « کان اِذَا حَزَبَهُ اَمْرٌ فَزَعَ اِلی الصلاةِ » . چې کله به نبی علیه الصلاة والسلام ته کوم لوی فکر پیښیدی نو دی به ژر په لمانځه سره مشغول سو . د دی لپاره چې د الله تعلی په خبرو کولو سره زړه ته سکون او تسلی ورحاصله کړی . دا یوه واقعی تجربه او مشاهده ده چې د غم او فکر په وخت کې په لمانځه سره په مشغولتیا سره غم ډیرکمیږی او که چیری د قرب موانع کم وی نو بالکل د غم ازاله كيږی ( په لمانځه کې د دارینو فلاح او کامیابی ده ) څینی خلګ د مال پیدا کول فلاح او کامیابی بولی او لمونځ چې وکړی نو سمدستی تر مصلی لاندی روپۍ نه وی ، نو ځکه دی په دی نه پوهیږی چې په لمانځه کې فلاح او کامیابی ده لیکن زه وایم چې ایا مال په خپله بالذات مقصود دی  ؟ که چیری د یوه سړی سره د زرو روپو نوټ وی او هغه داسی ځای ته ولاړ شی چې هلته نه اوبه وی او نه ډوډۍ که د ی د لوږی او تندی څخه مړ کیږی نو آیا دا زر روپۍ به و ده ته څه فائده ورسوی ؟ نو معلومه سوه چې په خپله مال فلاح نه دی . که دا وایی چې خوراک څښاک به فلاح وی او موږ د هغه طلب کوو نو دا هم غلطه ده خوراک او څښاک هم بالذات مقصود نه دی ځکه چې په ځینی وختو کې انسان په خوراک سره هیضه کیږی په هغه وخت کې دغه ډوډۍ د هلاکت سبب ګرځی نو معلومه سوه چې مقصود بل شی دی او هغه سکون اود زړه اطمنان دی . هرکله چې دا معلومه سوه چې د فلاح حقیقت راحت دی نو اوس په دعوی سره ویلای سو چې په لمانځه سره دا فلاح ضرور حاصلیږی په لمانځه سرهوزړه ته هغه راحت حاصلیږی کوم چې په زرو خوراکو سره هم نه حاصلیږی مګر لکه څرنګه چې د دوا تاثیر د یو خاص معیار د پوره کیدو وروسته معلومیږی دغه رنګه د لمانځه د راحت احساس د یو خاص معیار د پوره کیدو وروسته پیدا کیږی هغه دارنګه چې د یو روحانی طبیب څخه پوښتنه وکړی لمونځ په ښه طریقه سره شروع کړی او یو څه وخت یی ادا کوه بیا وګوره چې څه حال وی ستا ان شاء الله په یو څو ورځو کې به هغه حال مشاهده کړی کوم چې نبی علیه السلام فرمایلی دی : «جُعِلَتْ قُرَّةُ عَینِی فی الصلاة ِ» . ( زما د سترګو یخوالی په لمانځه کې ایښودل سوی دی ) څوک چې د لمانځه عادی وی هغه په دی پوهیږی چې په لمانځه کولو سره کوم راحت حاصلیږی ؟!
دا خبره مشهوره ده چې د ماخستن لمونځ وکړی نو انسان سلطان اللیل ګرځی . واقعی سلاطینو ته هغه راحت نه ورنصیب کیږی کوم چې لمونځ ګذاره ته د ماخستن په لمانځه سره حاصلیږی قاعده ده چې د هر شی معلومات په ضد سره ښه کیږی نو د لمانځه د راحت احساس هم هغه وخت کیږی چې پر سړی یو حالت راسی لکه په طیاره یا بل شی کې چې سپور وی د لمانځه وخت راسي او د لمانځه کول ورته مشکل وی لیکن دا حالت د اهل الله په صحبت سره پیدا کیږی .
  د لمانځه د سرور و نشاط او د قلب د راحت اثر پر صحت باندی کیږی . په لمانځه سره یو خاص سرور او نشاط او قلب ته راحت حاصلیږی چې د هغه اثر پر صحت باندی هم ښکاره کیږی افسوس دی چې دومره لوی عبادت چې په هغه کې اخروی فلاح هم شته او دنیوی فلاح هم شته او موږ دهغه څخه داسی غافل یو چې پنځه وخته د خدای د طرفه څخه یو منادی موږ رابولی او موږ جماعت ته نه راځو . 
  د جماعت د تاریکینو په کورونو کې اور لګیدلی دی حال دا دی چې په حدیث کې راځی  نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی :  زه غواړم چې یو شخص امام وګرځوم او بیا یو څو کسان د ځان سره بوزم او وګورو چې کوم کسان جماعت ته نه تلل د هغوی کورونو ته اور ورواچوم . ګواکی نبی علیه الصلاة والسلام د دوی کورونوته اور ور وا نه چوی لیکن دایی غوښتل او د نبی علیه الصلاة والسلام شان دا دی چې حضرت عائشه رض فرمایی : « اِنِّی اَرَی رَبَّکَ یُسَارِعُ فِی هَوَاکَ » .  ( زه وینم چې الله تعالی ستا خواهش ډېر ژر پوره کوی او دا به د نبی علیه الصلاة والسلام شان ولی نه وی چې د ادنی ادنی مقبولینو دا شان دی نو معلومه سوه چې نبی علیه السلام داسی وغوښته ، نو خدای تعالی هم خامخا داغسی غوښتی دی. اوس ته قضاوت وکړه ، د کوم کور چې الله تعالی او رسول الله سوځل وغواړی ؛ هغه څرنګه پاتی کیدای سی ؟ !
  نو کوم کسان چې جماعت ته نه راځی د هغه په کور کې ضرور اور لګیدلی دی شاید چې ته ووایی چې زموږ کور چیری وسوزی هغه خو جوړ روغ دی نو د دی متعلق د مولانا رومی جواب واوره :
آتشی ګرنامدست این دود چیست
جان سیاه کشت و روان مردود چیست
  دا لږ اور لګیدلی دی چې د هغه دود زړه تور کړی او پرمخ باندی وحشت او ظلمت اوروی د دی زړه د ظلمت څخه بی لمانځه پرمخ باندی هم خامخا یو اثر پریوزی د لمونځ ګذاره په زړه کې چې کوم نور دی د هغه اثر پر مخ باندی پریوزی او د بی لمانځه په زړه کې چې کوم ظلمت دی د هغه اثر پر مخ ښکاره کیږی نو معلومه سوه چې اور خامخا لګیدلی دی د هغه دا دود دی چې ظاهر او باطن یی دواړه تور کړی دی د زړه توروالی دا دی چې د ډېرو خلګو نه د رشوت څخه نفرت سته نه د درواغو ویلو څخه نه د بهتان څخه نه د ځمکی د قبضی څخه او نه د قرض د انکار څخه . او بل ګناه کار زړه بی قراره وی د راحت او سکون څخه بی نصیبه وی .
  د مولانا د دی قول تائید په دی حدیث سره کیږی : نبی علیه السلام فرمایی : چې کله مسلمان ګناه کوی نو د ده په زړه کې یوتور داغ پیدا کیږی بیا که توبه او استغفار وکړی نو زړه یی صفا کیږی او که یی ګناه ډیرول نو دا داغ هم ډیریږی تردی اندازی چې زړه ټول ونیسی دا هغه زنګ دی چې د هغه په باره کې الله تعالی فرمایی : « کلا بل ران علی قلوبهم ماکانو یکسبون » .  نو ځکه د مولانا د قول پر ځای اور خامخا لګیدلی دی چې په هغه سره زړه تور سوی دی او په آخرت کې به بیا د دی اور سوزش وويني .  د ګناهونو د ضرر که پوره راته معلومیدلای نو د لمانځه او د جماعت د پریښودلو جرائت په مو هیڅکله نه وای کړی .
د ځینو عباداتو موقع کله کله راځی مثلا روژه په کال کې یو وار راځی او بعضی طاعات پر ټولو فرض نه دی مثلا حج او زکوة لیکن لمونځ داسی فرض دی چې د هغه د فرضیت څخه هیڅوک مستثنی نه دی پر امیر او غریب باندی یو رنګه فرض دی او دا طاعت ترټولو اهم او ضروری دی . لیکن د دی سره زموږ معامله داسی ده چې ډېر کم کسان لمونځ کوی یایی کوی لیکن په جماعت سره یی نه کوی د دی وجه دا ده چې زموږ عملیه قوت کمزوری دی یعنی دا ګناه چې موږ کوو په دی وجه یی کوو چې زموږ علم نشته کچیری موږ ته د ګناهونو ضرر په کامل ډول معلومیدلای نو د لمانځه او جماعت د پریښودلو جرأت مو نشوای کولای . لکه موږ ته چې د زهرو د ضرر علم سته نو هیڅوک یی د تجربی او امتحان لپاره هم نه خوری او دا علم نه دی چې دوه دری الفاظ په یاد کړی چې لمونځ نه کول لویه ګناه ده رشوت او سود حرام دی او داسی نور ... علم هغه دی چې پر طبعیت اثر  وکړی او په زړه ننوځی .
   د لمانځه روح د الله تعالی یاد دی ) یو صورت د لمانځه دی لکه د نورو شیانو صورت او بل روح د لمانځه دی . د لمانځه روح د الله تعالی یاد دی تاسو فکر وکړئ چې په لمانځه کې دا روح شته که نه لیکن کچیری روح نه وی نو داسی مه کوئ چې د لمانځه څخه لاس واخلئ ځکه چې ماده یی محفوظه کړی داغه مړه صورتونه بیا ژوندی کیږی او دا شبه مه کوي چې کوم لمونځونه موږ کړی دی . د هغه به څه تدارک او اصلاح وسی دا خبره په یاد لرئ چې کله روح ورولیږی نو به ماقبل کې هم ولیږی « اُوْلئِکَ یُبَدِّلُ اللهُ سَیِّئَاتِهِم حَسَنَاتٍ » . مخکنی ګناهونه یی په نیکی بدلیږی نو چې کله په حالی اعمالو کې روح ولویږی نو په مخکنی اعمالو کې هم لویږی .
  کامل لمونځ هغه دی کوم چې د نبی علیه السلام د لمانځه سره مشابه وی هره ادا یی هغسی وی
لمونځ د نبی علیه الصلاة والسلام دلمانځه همشکل جوړول افضل دی څومره چې زیات مشابهت د نبی علیه الصلاة والسلام سره وی هغومره کمال پکښی راځی .
ترایمان وروسته په اعمالو کې چې د لمانځه کومه درجه ده ؛ هغه بل هیڅ عمل ته نه ده حاصله او د دی تقاضا دا ده چې مسلمانان باید دا لمونځ په داسی خاص اهتمام سره وکړی چې هیڅ نقصان پکښی پیدا نشی . لیکن زموږ د نه پاملرنی او غفلت په وجه هغه هم د نقصاناتو څخه خالی نه دی چې اوس د هغه نقصاناتو څه بیان دلته کیږی .
د لمانځه اصلاحی معامله
  ځینی کسان په دیندارو کې شمیرل کیږی او په امام کې شرعی عیب راباسی نو جماعت ترک کړی . کله خو د دی اصلی سبب دینوی رنج وی ، نو د بهانی په خاطر یو عیب تلاش کړی پرهغه لاس ونیسی چې په فلانکی معصیت کې مبتلا دی په فلانکی بدعت کې اخته دی که یی چیری اصلی سبب دینوی رنج وی نو پوه سه چې دین د دینوی اغراضو ذریعه جوړول سخت نازیبا او ناپسندیده او بی ادبی اوګستاخی ده چې قباحت یی د بیان احتیاج نلری . او که یی چیری اصلی سبب تدین وی لیکن د احکامو د نه پیژندلو یا اهتمام نه کولو په وجه په دی غلطی کې مبتلا کیږی مثلا په زړه کې یی د بدعت څخه نفرت دی نو ځکه یی د امام سره بغض للدین دی بل کوم دینوی رنج نشته لیکن دی په دی مسئله نه دی خبر چې تر انفرادی لمونځ په هر حالت کې د جماعت لمونځ افضل دی که څه هم امام مبتدع وی په دی شرط چې بدعت د کفر و حد ته نه وی رسیدلی .
د خشوع نیستی والی یوه کوتاهی چې هغه عوام خو عوام دی بعضی خواص یی هم په کوتاهی نه شمیری هغه په لمانځه کې د خشوع او د قلب د حضور نه وجود دی او حال دا دی چې د هغه د مطلوب کیدو لپاره دا آیة ؛ « قَدْأَفْلَحَ الْمُؤمِنُونَ الذِینَ هُم فِی صَلاتِهِم خَاشِعُونَ » -- (المومنون) .
نازل سوی دی او په دی کې (خشوع) دکوتاهی کولو په مذمت کې دا آیة :
« أَلَمْ یَأَنِ لِلَّذِینَ آمَنُوْا اَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُم » -- الآیة ... (الحدید) کافی دی .
ترجمه :  خشوع په لغت کې مطلقی سكون ته وایی ، او په شرع کې د زړه او جوارحو اندامو و ارادی سکون ته وایی . د جوارحو سکون دادی چې د کوم حرکت شرعا نه وی امر سوی هغه حرکت مه کوه یعنی په اراده سره لاس او پښی عبث مه ښوروه . یوی خواته اوبلی خواته غاړه یا په سترګو سره التفات ، کتل مه کوه سرپورته مه نیسه ، ویښتان او جامی هره شیبه مه سموه ، بی ضرورته مه کږیږه . او دا سی نور ...
 او د زړه سکون دا دی چې په خپله اراده سره یو شی په خیال او فکر کې مه راوله کچیری په زړه کې بی له قصده یو خیال په خپله راسی نو دا د خشوع سره منافی نه دی ځکه چې اختیاری شی تر امر او نهی لاندی کیږی اضطراریات او غیر اختیاری امور تر امر او نهی نه لاندی کیږی د خلګو غلطی دا ده چې د خشوع معنی دا بولی چې بالکل به خیال نه راځی نو په دغه وجه یی محاله بولی لیکن زموږ د تقریر څخه د دی خبری فساد معلوم سو چې خشوع يواختیاری فعل دی او هرشخص پر هغه قادر دی او ډېر آسانه دی د ارادی او توجه ضرورت دی .
  د خشوع د حصو ل طريقه
هرکله چې ټول افعال تر ارادې تعلق لری چې اراده وکړی نو آسانه کیږی او چې اراده نه وکړی نو ګرانه ګرځی تر دی اندازی کچیری په خوله کې ګوله واچوی او د تېریدو اراده نه وکړی ، هغه هم آسانه كار نه دی هرکله چې د ګولې تېرول آسانه كار دی نو خشوع هم هغومره آسانه ده که چیری خشوع محاله وی نو ګوله تیرول هم هغومره محال دی د دواړو په یسر او عسركي هیڅ فرق نشته او آسانه طریقه د خشوع د حصول دا ده چې کوم شی دی د خولې څخه راوځی یوازی په یاد سره یی مه وایه بلکی پر هر هر لفظ مستقله اراده کوه بیا یی د خولې څخه راباسه هر لفظ په اراده سره وایه مثلا چې اوس « سبحانک اللهم » وایم اوس  « وبحمدک » وایم اوس « تبارک اسمک » د خولې څخه راباسم علی هذالقیاس ټول لمونځ په اراده سره ادا کوه هرکله چې پر هر لفظ خاصه توجه وی نو د دی عقلی قاعدې مطابق چې : ( النفس لاتتوجه الی شیئین فی آن واحد لامحالة ) . نور خیالات بندیږی . یعنی نفس په یو حالت کې دوو شیانو ته نه متوجه کیږی . دغه مراقبه د لمانځه د اوله څخه تر آخیره پوری بالالتزام وکړه ان شاء الله اول خو بلاقصده یو خیال او فکر نه راځی کچیری فرضا راسی نو بیا په هغه فکر کې مه ولیږه چې ته وایی دا خو بیا فکر پیدا سو ، بلکی اراده او توجه په مذکوره طریقی سره د آینده لپاره بیا تازه کړه نو بیا هغه خطرات دفع کیږی کچیری په امام پسی ولاړ وی او لمونځ جهری و نو بیا قرائت ته په توجه سره غوږ ونیسه او کچیری خفیه لمونځ و نو بیا الحمدلله یعنی سورة فاتحه په زړه کې وایه وبلی خوا ته فکر مه اړوه .

( اصلاح المسلمین – لمولانا اشرف علی تهانوی ) 


No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User